د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوه زه يوولسم پيل

هلمند پرديس 05.04.2011 20:33

د دوه زره یوولسم(۲۰۱۱) کال پیل یو ډیر عجیب او غریب ښکاریږی . دا د نړی د پرمختللو هیوادونو (ناټو غړی هیوادونه) اسیایی هیوادونه او عربی هیوادونو ته یو ډیر د جنجال او دی ازماښت نه ډک کال ښودل کیږی.

ځکه چی په عربی هیوادونو کښی د کالونو کالونو د میراثی حکومتونو د پای لړی شروع شوه ، خو دا لا معلومه نه ده چی چاته به په نیک پال تمامه شی .او همدارنګه دغی ویروس اسیایی هیوادونو ته هم په سراعیت کی دی ، مګر دا ویروس دی ځانه سره ډیر عوارض جانبی هم لری ، خصوصآ دا و یروس به هغه هیوادونو ته ډیر خطرناک تمام شی کوم چی په سیاسی ، اقتصادی، او دولتی لحاظ کمزوری وی ، او له دغو جملی څخه يو هم د افغانستان هیواد دی ځینی کړی ورته دی دغی ویروس د سراعیت په انتخاب خپلی بډی راغښتلی او د انقلاب ناری وهی.

که په اوسنی وخت کی دی افغانستان سیاسی ، اقتصادی او دولتی حالات تر یوی احصایی تیر کړو نو دا به روښانه خبره وی چی افغانستان لا تر اوسه دی دغی بدلون لیوال نه دی .

که څه هم په افغانستان کی دننیومظاهرو ته ځینی بهرنیو هیوادنو کی د افغانستان سیاسی کارپوهان ، پخوانی جنګی مشران ، ځینی ادبی استادان ، شاعران او همدارنګه په افغانستان کی دننه هم ډیر افغانان دی یوه مجهول انقلاب پلویان دی.

خو اوس پوښتنه دا پیدا کیږی چی ایا دا مجهول انقلاب به د افغانستان په ګټه وی او که په تاوان ؟

زه په خپله کوم سیاست پوه نه یم مګر زما شخصی نظر دا دی چی هغه هیوادونه چی انقلاب ته لیوال وی او یا دی هغه هیواد عام خلک او یایی سیاسی ډلی د بدلون لیوال وی هغه باید په هر لحاظ امکانات ولری .

نن چی په عربی هیوادونو کښی کوم بدلون او تغیرات راروان دی یا عام اولس کی قوت شته یا خو سیاسی منظم وطن پرست ګوندونه لری او یا بهرنی ملاتړ ته ښه راغلاست وای. نوځکه د دوی انقلاب به هر وخت مثبته نتیجه لری .

په افغانستان کی د څو لسیزو ناورینینو او ډلیزو وژنو دا څرګنده کړه چه نه خو کوم سیاسی وطن پرست ګوند شته نه کوم خپلواک دولت شته او نه په عام اولس کی پوه شته چی دی انقلاب ځنی د مثبته ګټه پورته کړی .

خان عبدالغفار خان بابا د انقلاب په اړه په خپل کتاب کی لیکی چی انقلاب یو سیلاب دی چی اوده قومونه له ځانه سره وړی او ویښ( بیدار) قومونه ترینه ګټه پورته کوی .

نو له دینه دا څرګندیږی چی د افغانستان ټول قومونه د غفلت په خوب اوده دی . کنه په افغانستان کی څو ځله انقلاب راغلو او لا نوره به څومره راشی ، چا د افغانستان لپاره څه وکړل ، کلی، کورونه ، او وطن ټول په کنډوله بدل شو ، پیغلی ښځی کونډی شوی ، واړه ماشومان به پلاره شول ، ځوانان زری زری ټوټه ټوټه شول لا هم د دوی انقلاب مثبت لوری ته روان نشو ، نو اوس هم وختی دی ،چی نور د بی پوهی بی تجربی ځوانان او عام اولس ګډوډیو ته نه هڅوی . او که دا حالات همداسی دوام بیامومی نو دا وطن به په یوه دایمی دوزخ بدل.


د ګران افغانستان د ښی راتلونکی په هیله .


هلمند پردیس
د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار