د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډیموکراسي ، شعار كه واقعیت؟

عبدالرحمن فرقاني 02.04.2011 12:36

د لوديځ استعماري ځواک د تاريخ په اوږدو كې خپله كرغيړنه استعماري څيره د ډيموكراسۍ تر نقاب لاندي پټه كړې ده ,اوغواړي تر همدې شعار لاندې خپلو شؤمواهدافو ته ځان ورسوي . افغانستان ته هم د ( ډيموكراسي تر شعار لاندې چي عادتاً يې د خپل استعماري تګلارى دقانوني او اخلاقي پوښښ لپاره پورته كوي راغلی دی ، ترڅو د افغانستان د جنګ ځپلي ټولنى وګړو ته د ديموكراسۍ په چاپيريال كى هغه خپلواكي وروبښي چى دوي ورڅخه محروم دي !!, او د ماديت په ارزښتونو يى بيوزله دنيا رنګينه كړي ! , د ماديت دتمدن او تهذيب هغه دروازې د دوي پر مخ هم پرانيزي كومې چي د لوديځ دوګړوپه مخ په لوديځ كي پرانيستل شوي دي , په ظاهري ډول د هر استعماري خوزښت سره لوديځ د ډيموكراسۍ شعار او ناره پورته كړي ده خو په حقیقت كې په نړۍ كى او د ځمكه په سر پيښې او شواهد هر وخت د دې شعار خلاف وي , او دا حقيقت هم له هر بل وخت څخه اوس روښانه شوي دي چي لوديځ په نړۍ او مخصوصاً اسلامي نړۍ كې كړكيچونه او ستونزې لاسي پيدا كوي تر څو هغه اهداف تر لاسه كړي چي دوي پلان كړي دي او د كړكيچ د شتون په صورت كى ِښه تر لاسه كيداي شي . د مثال په توګه د بي امنيتۍ په حالت كى د هيواد خلك وتلو ته اړ كيږي او هغه مفكره او عالمه طبقه چى د يوه هيواد د پرمختګ او تمدن ضامنه وي په لومړي ګام كې د بي امنۍ له كبله د هيواد څخه وتلو ته اړ كيږي , نن نه يوازي د افغانستان بلكه د اكثره هغو هيوادونو چي د بي امنۍ ښكار دي عالمه , روشنفكره او مفكره طبقه په لوديځ كې اوسيږي او د لوديځ په تمدن اوپرمختګ كې تر لوديځوالو ديره ونډه لري , د استعماري نړۍ لاسوهنه په نورو هيوادونو هيڅكله هم د خير او صلاح لپاره نده بلكه د دې لپاره ده چي هغه مادي او معنوي ثروتونه تر لاسه كړي چي الله تعالى دغو هيوادونو ته وركړي دي , او دا هيوادونه دومره بيوزله وي چي هيڅكله دلوديځ په وړاندي د سر پورته كولو جرأت ونلري , داسې نورې ډيرې پټې پلان شوې موخې شته چي لوديځ يې د لاسته راوړنه لپاره په نړۍ كې د كړكيچ د پيدا كيدو هڅه كوي ، د ډیموکراسۍ د شعار سره سره د لویدیځ دا استعماري ځواک په ځان باندې د خپلواکې نړۍ نوم هم ږدي .
خپلواكه نړۍ د هغه استعماري هيوادونو نوم دي چې د تاريخ په اوږدو كې يى د انسانيت په ضد دډیموکراسۍ تر شعار لاندې بي شميره جرمونه كړي دي , خپلواكه نړۍ هغه نړۍ ده چى په وروسته پاتي هيوادونو كي ئې خپل ارزښتونه په هر ممكنه بيه خپاره كړي دي , كه څوك په مسالمت آميزه ډول د دوي ارزښتونو ته غاړه كې نه ږدي نوبيا د الوتكو ، توپونو اوبمونو په زور خپل ارزښتونوپرې مني , خپلواكه نړۍ هغه نړۍ ده چې د انسانيت په ضد دځمكه په مخ په وژنه او هر ډول جرم كي خلاص لاس لري , سپين ژيرى ، ښځي ، كوچنيان په بيرحمانه ډول وژني , خپلواكه نړي د نورو هيوادونو ترځمكه لاندي ثروتونه د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره غارت كوي , خپلواكه نړۍ ولسونه له خپلو استوګنځايونوڅخه ليږدوي لكه چي په فلسطين ، ويتنام، عراق ، افغانستان .. كي ئې دا تګلاره پلى كړه ترڅو بې وطنه او بي پناه خلك پيدا كړي او بيا يى پالنه او روزنه په غاړه واخلي, په دښتوكى ورته كيږدۍ ودروي اود خپلى لويې موسسې (( ملګري ملتونه )) له خوا يى پالنه په غاړه واخلى ځكه چى خپلواكه نړۍ په بې وطنه او بي پناه خلكو زړه سوى لري !! د استعماري نړۍ تاريخ له جرمونو ډك دي خو بيا هم په ځان باندى د خپلواكى نړۍ نوم ايږدي !! .
استعماري نړي اوس مهال په اسلامى نړۍ كى له خلكو څخه خپله خپلواكي اخلي تر چو په بدل كى ورته د لوديځ ډيموكراسي ډالى كړي . دنړۍ پرمخ ګڼ شمیراسلامی هیوادونه له یوې اوږدې مودې څخه تر دې پلمې لاندې د لویدیځ په استعماري کړۍ کې ساتلی شوي دی ، چې پدې هیوادونو کې د مادیت سیاسی نظام چې ډیموکراسۍ پر بنسټونو ولاړ وي حاکم شي ، هغه نظام چې د لویدیځ په هیوادونو کې ئې د خپلو وګړو پر مخ د مادیت ( مادی پرمختګ اوتمدن) دروازې پرانیستې دی ، او د ډیموکراسۍ تر اصولو لاندې ئې خلکو ته مادي حقوق منلی دی . په ډیرو مواردو کې که موږ د لویدیځ د استعماري قوتونو نظامي یرغلونه او اشغالونه وڅیړو اکثریت تر همدې شعار ( ډیموکراسي )لاندې په لاره اچول شوي دي . خو آیا موږ کولای شو په دې ګڼ شمیر هیوادونو کې چې له یوې اوږدې مودې څخه د لویدیځ د ډیموکراسۍ په غولونکی کړۍ کې راښکیل شوی دي ، د نمونې په ډول یو هیواد پیدا کړو چې د لویدیځ د هیوادونو په څیر په واقعي بڼه د ډیموکراسۍ له اساستو څخه برخمن وي ؟ او د لویدیځ د ډیموکراسۍ ټول هغه حقوق پکې تامین شوی وي ، چې د لویدیځ په پرمختللیو هیوادونو کې خلکو ته تامین شوي دي ؟ ولې د دغو هیوادونو عام وکړي د لویدیځ د هیوادونو د عامو وګړو په څیر ژوند نه لري ؟ او دهغه چاپیریال خاوندان نه کیږی ،چې د لویدیځ هیوادونه ئې خاوند دي ؟ علت څه دي چې دا هیوادونه هم د لویدیځ په څیرپه واقعي بڼه د ډیموکرات حکومت او د لویدیځ په څیر د پرمختللې او متمدنه ټولنه خاوندان نه کیږي ؟ .
په حقیقت کې د ډيموكراسۍ په نامه له خلكو فكري او روحي آزادي اخلى , په ټولنه كى داستعمار له ارزښتونو سره سم ټولنيز پوهنيز او كلتوري مركزونه جوړوي , او د ټولني قلمونه ورځپاني او رسني په خپله منګوله كى راولي, او په ټولنه كي د يونسكو له لارى دغه دنده په مخ بیایي .
كه په افغانستان كى د ډيموكراسۍ تر شعار لاندې د استعماري نړۍ جرمونه او كرغيړنه تګلاره وڅيړو نو كيداي شي چى د ا مقاله ډيره اوږده شي چى عادتا خلك اوږدې مقالې نه لولي , خو په مختصره توگه هغه اته كالونه چې افغانستان د لوديځ د ديموكراسۍ په كرغيړنه زانګو كې تير كړل ډير د كړاو نه ډك او ځورونكي كالونه وو , پرته له بربادۍ څخه د افغانستان درديدلى ملت نورڅه ونه ليدل , شپه او ورځ د افغانستان په ملت باندي درانه درانه بمونه راوريږي , داستعماري نړۍ ځواكونه هر وخت چى وغواړي د خلكو كورونو ته ور ننوځي , او به بيرحمانه شكل د خلكو ژوند تهديدوي .
خو دا جګړيزه تګلاره دومره خطرناكه نده كومه چى په افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو كې په لاره اچول شوي ده , او دا د هغه ستر پلان يو وړه برخه ده چي استعمار د اسلامي نړۍ په ضد برابر كړي دي , ځكه چى د ا جګړيزه تګلاره خود بخود د مقاومت احساس په خلكو كى را ژوندى كوي , څرنګه چى اشغالګر ځواكونه اوس مهال په افغانستان عراق ......كي ور سره لاس ګريوان دي , او هغه ولسي پاڅون را ژوندى كوي چى د يرغلګرو خپل سرانه خوځښت نا شونى كوي .
د استعماري نړۍ ډيره خطرناكه تګلاره د ډیموکراسۍ تر شعار لاندې هغه فكري او كلتوري يرغل دي چي غواړي د ټولنى فكري او ټولنيز بنسټونه د خپلې موخې لپاره استعمال كړي , او هغه مطبوعاتي وسايل په خپله ولكه كي راولي چي د ټولنې په جوړښت كي خورا د اهميت وړ دي , دامريكا ډالر نن په دې اړه په افغانستان كې ډير كار كړى دی ، ډير قلمونه او ورځپاني او رسنۍ يي اخيستى دي , هغه خوبونه چي د ډيموكراسي پلويانود افغانستان كړيدلى ملت لپاره ليدلي وو د اتو كالونو په اوږدو كي پرته له بربادۍ او وحشت څخه بل تعبير نلري .
دا پوښتنه وړاندې هم مطرح شوه چې خپلواكه نړۍ د ډیموکراسۍ تر شعار لاندې ولې په اسلامي هيوادونو او وروسته پاتى هيوادونو كي جګړيز كشمكش په لاره اچوي؟ سره لدي چى دا جګړيزه تګلاره يې له ستونزو سره مخ شوې هم ده , خو په دې تګلاره كې يوه خورا مهمه پايله نغښتى ده , طبيعي خبره ده چيرته چي جګړيز كشمكش وي له هغه هيواد څخه خلك مهاجر كيږي , او دا هم د يادونه وړده چي انسان د نفسي خواهشاتو په اساس د ژوند په اسنتياوو پسې لالهاند وي , او د ماديت د ارتقا له امله چي كومې دروازې د بشريت په مخ په لوديځ كي خلاصې شوې , د لوديځ ماده پرست تهذيب او تمدن د انسانيت په نړۍ کې كشش اوجذابيت پيدا كړي , نو د ټولو مخه لوديځ ته شوي ده , زموږ د ټولنه پوهان ، وتلي انجينران ، وتلي ډاكټران .. و توانمنده ځوانان ټول د لوديځ په پرمختګ كى مشغول دي او د غرب د پرمختيا لپاره كار كوى ځكه چى زموږ په ټولنه كى امنيت نشته , او زموږ او د اسلامى نړۍ امنيت هم همدغى خپلواكى نړۍ د دیموکراسۍ تر شعار لاندې ګډوډ كړي دي , تر څو زموږ فكري تواناي د دوي په ګټه بوخته وي پرځاي د دې چى په خپلواسلامي ارزښتونو فكر وكړو , او خپل هويت اوشناخت ولرو . خپلواکه نړۍ د دیموکراسۍ تر شعار لاندې زموږ ثروتونه غارت کوي ، او دا کار هغه مهال په سادګۍ ممکن دی چې په هیواد کې بې امنیتي اوبې ثباتي او نا توانه حکومت وي څرنګه چې اوس د افغانستان وضعیت دی ، د مواصلاتی لارو نه پرته د دیموکراسۍ په نامه راغلیو اشغالکرو هیوادونو په افغانستان کې بل داسې کوم کار نه دي تر سره کړی ، او دا کارئې هم دخپلې اړتیا له کبله کړی ، تر څوپدې لارو خپل نظامی اکمالات او دافغانستان ثروتونه غارت کړي . له اوږدې مودې راپدې خوا اوس هم په افغانستان کې د لویدیځ د دیموکراسۍ نښي نښانې نه لیدل کیږی ،او په واقعي بڼه افغانستان اوس هم د خپواکې نړۍ د دیموکراسۍ په زانګو دهغه ماشوم په څیر پاتي شوی چې پرلپسې ځوریږي .
امريكا او لوديځ اسلامي نړۍ ته د روسيى په څير خپل هيبت او فرعونيت غزول غواړي , كه د انګليسانو هيبت د افغانانو تر پښو لاندي شوي او هغه امپراتوري يې له خاورو سره برابره شوه چى چا يى په وړاندي د سر اوچتولو جرات نشوي كولاي , كه د روسانو هيبت چى نيمه اروپا يى لړزوله او داسي د وسپني كړي يى تري تاو كړي وه چى د ماتيدو ګمان يى نه كيده د افغانانو تر پښو لاندي شو , نو د افغانستان په ګرداب كى د امريكا او لوديځ داستعماري ځواک پايله هم تر تيرو شويو امپراتوريو ښه نه ښكاري , داسي بريښي چى د لوديځ استعماري ځواک هم په افغانستان كى سر وخوري , دا فلسفه چى امريكايان د خپلواكي د ژغورلو لپاره نړۍ ته وتلي او ډیموکراسي پلې کوي ، نوره زړه شوي ده , او ښايى دا زړه فلسفه د امريكا ولسمشر اوباما ته د افغانستان په هكله اغيزمنه نه وي .