د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري ( ۲۵ برخه)

غلام محمد زرملوال 02.04.2011 00:25

پينځه ويشت د يادونې وړ ورځې
----------------------------------------------------------
حتى ګاندهي به ورته هک حيران پاتې شوى واى...
ولى خان
----------------------------------------------------------
د بنګال اولس په ژوندانه کې د مارچ  د مياشتې لمړۍ ورځ لکه د نورو ورځو په ډول پيل شوه.
--------------------------------------------------------------------

د بنګال ولس په ژونداانه کې د مارچ د مياشتې لومړۍ ورځ لکه د نورو ورځو په ډول پيل شوه. په ډاکه کې کوڅې په پرچون خرڅوونکو، پريودونکو او سوالګرو باندې ډکې وې. په ټولو سړکونو  او کوڅو کې ژوند په عادي ډول روان و چې ناڅاپه بم وچود. دا بم د بنگالى ولس لپاره د هيروشيما له بم څخه خطرناک و. په هوا کې ناڅاپه د پريزيډنټ يحيى خان غږ د ټولو غوږونو ته ورسيد چې د اسامبلې د غونډې د ځنډولو اعلام يې وکړ کومه چې د پرانيستو نيټې ته يې دوه ورځې پاتې وې. د نوموړي وينا څه ناڅه ګډه وډه وه. له يوې خوا يې د خداى په نوم او له بلې خوا يې د ملت د پلار په نامه غوښتنې او نارې سورې جوړې کړې وې، مګر د خبرو په اوږدو کې يې د اسامبلې د غونډې کولو د نوې نيټې ټاکلو نښه نه ليدل کيده.
د بنګال هک حيران ولس ته يې کوم توپير نه درلود. د هغوى لپاره د پنجاب يوه بله وعده وه چې ماته کړې يې وه. دا بل لوى خيانت و، د کرښې پاى و، د جګړې اعلان و. هرڅه نوم چې ورباندې کيښودل شوى واى،مګر وروستۍ مانا يې دا وه چې:بنګله دېش بايد خپل ځانګړي مقدرات په خپل لاس کې واخلي او دا هغه رښتينى واقعيت و چې پاکستان غوښت.
په څو دقيقو کې دکانونه، دفترونه ر ستورانونه اوبازارونه خالي شول. د کومې غونډې کولو اعلام ونه شو ځکه چې دومره وختت نه و، مګر د ولس اوږد لړ په رواجي ډول د پلتن ميدان په خوا روان و. په مخونو کې يې د قهر اور بل. د لاټۍ لرګي، د  اوسپنو سيخونه، د هاکي لرګي اوحتى د کوکونټ څانګې يې په لاسونو کې نيولې وې.
هک حيران پاتې خارجي اتباع د پاکستانيانو په شمول په خپلو سترګو ليدل چې څنګه د بنګالى خواشيني ولس د غضب د اور لمبې شيبه پر شيبه لمبورې کېدلې او په ورو ورو داسې مرحلې ته ورسېدې چې سارى يې تر هغې نيټې پورې نه و ليدل شوى. هرڅه چې يې په خوله راتلل، ويل يې. دا پيښه لکه څنګه چې په ډاکه کې روانه وه په نورو ايالاتو کې هم داسې وه....
بنګله دېش هماغه ورځ د خپل ولس په خواشينو زړونو کې وزيږېد. په څلورو بجو او ديرشو دقيقو د خلکو شمير د پلتن په ميدان کې تر پنځو سوه زرو څخه زيات شوى و. په همدې ګړۍ کې شيخ مجيب الرحمن له خپلو ملګرو سره په پوربانى هوټل کې د غونډې کولو لپاره راغونډ شوي وو.
د ختيځ بنګال فضا د ييحيى خان او بوټهو د غندنې او "ژوندى دې وي بنګله دېش" په شعار ډکه وه. په وار وار د زده کوونکو مشران يو په بل پسې پورته کيدل ترڅو د ازادۍ چيغه پورته کړي اوخلک د يحيى-بوټهو په بيشرمانه خيانت باندې پوه کاندي. د لوړو سورو-نارو په منځ کې يوشمير وګړي د جناح اوينيو [جناح سيمه] د دکانونو خوا ته روان شول. کړکۍ يې ماتې کړې، مالونه يې تالا کړل او د ټکرانو هغې مغازې ته يې چې په يوه تن پاکستانى پورې يې اړه لرله اور واچاوه. اړو دوړ پيل شو.
په همدې وخت کې د پوربانى هوټل مخې ته لوى ډګر په ولسونوډک و، د ازادۍ نارې يې وهلې او شعارونه يې ورکول. يو پاکستانى بيرغ کوم چا له کوم ځاى څخه راووړ او اور يې ورته کړ. د پي آى اې د دفتر کړکۍ  ټوکر-ټوکر شوې.  د خلکوګڼه ګوڼه دومره زياته شوه چې کنترول يې له امکان څخه وتونکى و. هغه و چې شيخ مجيب الرحمن په ډيره چټکتيا د هوټل بالکن ته وخوت او په وينا يې پيل وکړ. وينا يې ډيره لنډه او لوڅه وه: په ډاکه کې به د مارچ په دويمه نيټه عمومي مظاهره وي او په ورسې دا بله ورځ به په ټول هيواد کې مظاهره پيل شي. د خپلو خبرو په ترځ کې يې خلکو ته زياته کړه چې د مارچ په اوومه نيټه به په سټاديوم [لوبغالي] کې له دوى سره د ازادۍ د اخستلو پروګرام په هکله خبرې وکړي. څرګنده خبره وه چې د شيخ مجيب الرحمن وينا په خلکو باندې چې د ازادۍ نارې يې وهلې پوره اغيزه نه کوله. مګر پدې هکله د ده په خبرو کې کوم تغير پيدا نه شو حتى هغو چا ته چې دکانونه يې لوټ کړي وو د مالونو د بيرته ورکولو امر يې وکړ.  د عوامي ليګ ځينې کارکوونکي سمدلاسه جناح اوينيو ته لاړل او له تخريب او لوټولو څخه يې د خلکو مخنيوى کاوه او ځينې لوټ کړل شوي مالونه يې بيرته خپلو څښتنانوته ورکړل. مګر رښتيا خبره خو دا ده چې د شيخ مجيب وينا د خلکو د هغې ورځې له روحيې سره برابره نه وه. له قهر څخه ډک خواشينى بنګالى ولس په ښار او کوڅو کې خپاره شول. هغه ټوله شپه د ډاکې په ښار کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ په وار وار نښتې وشوې. ډيرو ځايونو ته اورونه ولګول شول اوپه خلکواوکورونو باندې د حملې کولو رپوټونه ډير وو. اوضاع دومره خراپه شوې وه چې حتى د عوامي ليګ موظفو کسانو يې هم چاره نه شوه کولاى. تر دې وخته پورې په ځينو نورو صنعتي سيمو کې لکه نايرنګنج هم وضع خراپه شوې وه. دا د پنځه ويشت ورځني ولسي قيام پيل و چې سارى يې د پاکستان په تاريخ کې نه و ليدل شوى او پوځ هم هيڅکله داسې توقع نه درلوده.
سبا ورځ ډاکه شله شوټه غوندې ښکاريده ځکه چې د شيخ مجيب له غوښتنې سره سم ولس په عمومي اعتصاب لاس پورې کړى و. يواځني کوم څه چې ليدل کيدل، د مظاهره کوونکو ګڼه-ګوڼه وه. په ختيځې کوماندانۍ کې نندارچي پنجابي داړه مارانو ته څرګنده شوه چې په اسانۍ سره د عادي موظفينو له خوا د سولې او دسپلين پرځاى کول له امکان څخه وتلى و. هغه و چې په دولسو بجو باندې د دولس ساعتو لپاره د شپې له خوا په تګ راتګ او خوځيدنو بنديز ولګول شو. مګر دې خبرې هم داسې مانا لرله لکه چې د خړوبي سيلاو په مخ کې چې د بوسو پل جوړ کړل شي. د شپې له خوا په بنديز چا پروا ونکړه. کله چې به د پوځ له خوا د خلکو په يوه ډله باندې ډزې وشوې، ژوبل او مړه به يې کړل، د بلې ډلې له خوا به ورباندې په تش لاس حمله وشوه. بنګالي ولس پنجاب ته خپله خټه وروښودله.