د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خپلواکی فرهنګي مرکز د خواشینۍ پیغام

یوسف هېواددوست 31.03.2011 19:06

کاشکې نه وای دا غمجن غمجن خبرونه

په ډېرې خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د نومیالی فرهنګیال او ویاړلی سیاستپوه ښاغلی دروېش درانی خوږه مور وفات شوې ده ،(الله دې ښه جنتونه ورپه برخه کړی ).

څرګنده خبره ده چې د افغان ستر ټبر په دا وړه فرهنګي کړﺉ کې چې کله کومه خواشیني او د غم پېښې واقع شي نو دا ټول بدن (هېواد) مو پرې غمجن شي،دروېش صاحب خو بیا د دې ټولنې د ستړي کاروان سر لاری او دروند مشر دی .مهربانې مور ته جنتونه ، تاسو او ستاسو کورنﺉ ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.ستاسو غم زموږ غم دی .

د خپلواکی له فرهنګي مرکز څخه

یوسف هېواددوست