د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سنکت پتروس روغتون

ډاکتر ماخان شینواری 30.03.2011 21:27

ډاکتر کاخان،، میږی،، شینواری
په لاندې ليکنه کې به د لنډې ناروِغئ خبر پسې ولولئ، چې سلنه نه شته او غبرګون یعنې څه او نور

سنکت پتروس روغتون د زړه اورګونو څانګه
۲۸.۱۱.۲۰۱۰
اوس څه ؟
زه ډېر لټ یم اوپه کورکې تل راسره دا جنجال شتون لري،چې یوکار پوره سرته نه رسوم. نزدې چې دا کار همدا اوس دا سې شوی وی، چې زما د کلونو خواري ماسره غبرګه خاوروته تللې وی.
زه چې د نومبر په ۲۵ د دوشنبې یعنې عرفې په روڅ د پتروس روغتون ته راغلم، نو ما همغه د هرچا په څېر فکر کاوه چې بس نو روغ رمټ به که خیر وي ورڅخه وځم.د ځان لپاره ځوک دومره سخت فکرنه کوي،هرڅوک وایي، چې دا ستونځې خو به بل ته پېښیږي.
ماته همهغه د پتر شورلتور( دا یو المانی، فرانسوی،.... ډېر وتلی زورنالیست دی او د ډاکترشهید نجیب الله په وخت کې هغه جګړه کې وو، چې هرات کې د هرات والې اسماعل خان هم ولږېده اونورزیات مړي هم وشو، نودي د ماسره سفارت کې ناست،ما ترې وپوښتل چې تاسو ژورنالستان خو عجیب پیداېښت یاستئ، تاسو، چې داسې ځایونو ته ځئ،ڼو نه ډارئږئ؟ ده و وویل چې دا عسکرچې جنګ ته ځي،که دوي فکروکړي، چې مري، نو هېڅ یو به هم جنګ ته ولاړ نه شي،هر یو فکر کوي، چې دی نه په دا څنګ کې دا بل عسکرمري،، ما هم همداسې فکرکاوه، خو ګورم چې -مونیتور کي سړی لیدی شي- د زړه رګونه په ډېرو ځایونو کې بند دي ی او دا له ۹۵٪ څخه تر۸۰ او نوي په سلوکې پورې رګونه بندوو یعني فقط تر اوسه مي وخت نه وو پوره ا و ژوندی پانې ووم.
د پورته اصلاح اوورسته :
نوردراین وستفالن ، واېښلینګن د بیارغونې رغنڅاي 27.12.2010
د هغه وخت یعنې له عملیاتو پخوا فکر ته ،چې یاد راته پاتې دي دوام ورکوم:
ما هم -زموږد زیاتوډیر عمر افغانانو په څېر چې څه لیکي بیا ترې پاتې وي، چې ابدي دنیا ته صفر وکړي- فکر وکړ،چې په دا لیکلي څه به بل څوک پوه شي او که څنګه. ما دا خپل کار باید داسې منظم کړی وی چې بیا بل چا لږ تر لږه هغه همهغسې له چاپه راوستلی وی.
د لوی څښتن غوښتنه او رحم وو، چې زه د عملیاتو څخه روغ راووتم او اوس د لوی څښتن په فضل داسې نسبي ښه یم او لیکل کولای شم، چې په دې توګه د خپلې ناروغتیا د هیرولو په خاطر هم خپلولیکنو ته دوام ورکول غواړم.
ما د عملیاتوورسته هم په روغتون او د بیارغونې رغنڅاي کې د شمیرپوهنې ترجمې کړي، خو اوس مې دی ته هم ملا راتړلې، چې دا د څو کالو د څنو ویونو یالغاتو په هکله راته پیښ تشویش – چې ډېر مې زوروي او زورولی یې هم یم - د خپلو هیوادوالو سره شریک کړم.
زموږ ادیبان او ژورنالستان خورا ډیر تکړه اوپه خپلوکارونو کې بریالي دي اوزه ورته زیات احترام لرم. دا څه چې لیکم زموږ د پښتو ژبې له ا مله دي او بس.
موږ یا نوره هم ښه زموږ ادیبان او ژورنالستان ځنې ویونه کاروي، چې هر ا ړخیز فکریې ورته زما په اند نه دی کړی خو داسې غورځنګي ورته بریښي او په یوه ځای کې یې کارولي. دا به لږ سره خبرو ته راواچوو.
مخکې له دې چې په پورته موضوع پیل وکړو، داسې لنډ به لاندې موضوعات وڅیړو:
ژبه څه شي دی؟
دا چې ژبه څه شی دی دا موضوع په پرمختللو ژبوویکیبیدیاګانو کې ډېره څیړلشوې ده داسې غزولې یي نه څیړو، خو زموږ لپاره اړینو ، څه ته به ګوته ونیسو.
وایو چې ژبه د پوهیدلو او پوهولو اله ده او دا کار له خبرو، ایشارو، لیکلو او نخښو له لارې صورت نیسي يا خو د ژبو څومره ډولو په هکله، چې د خبرو ژبه ،د کمپیوتر ژبه، د شمیرپوهنې سم اند یا منطًق هم ځان ته یوه ژبه ده او همداسي د ډیرئ پوهنې یا سټ ژبه. دا بحث هم نه غزوو، پوهیږو، چې زموږ موخه څه شی دی.
موږ پښتانه ژبه لرو، خو لکه زموږ د قوم وده ، همداسې مو د ژبې حالت هم دی. د یوه قوم د ودې سره د ژبې وده تړلې او په څټ یا برعکس. د نوو لغاتو منڅ ته راوړل، د نورو ژبو د لغاتو رانیول، د لغاتو ترکیب او ځنو پوهنیزو څه وو ته بیا نومونه پیداکول، چې باید د هِمدې پرې پوهیدوني داسې لږورسره نابلدې ( ورسره بلدې اوپرې نه پوهیدونې ژبه) ژبې څخه منځ ته راغلي وي او یا د هغو څخه جوړ وي. له دې امله موږ په دې پیړئ کې داسې خبرو اترو ته اړ کیږو.
دلته ځکه دا خبرې کړو، چې کوم دولتي ځای نه لرو، په کوم کې چې باید په دې هکله کار وشي، دولت مو یا دولت شوی نه دی.
ما زیات هغو ویو ته ګوته نیولې یا هغه څه ته په ټولیزه توګه، چې ما د مخه د ژبپوهانو سره پرې خبرېکړي.
بیا وایم،چې موږ په دې مسایلو دولتي ځای نه لرو، چې د دې جوګه وي او ژبې ته نوو ویونو په هکله څیړنې وکړي او د څیړنې وروسته بیا دا څیړل شوي ویونه یا لغات لیکلو ته راوباسي.
له دې امله دی، چې دا ټول جنجال د ژبې د پلویانو سرو کار ګرځیدلی. دا ښه کار د خدای رحم دی، چې اوس زموږ پښتانه او دا ځوان پښتانه د تخنیک د ودې سره دې ځای ته رسولي، چې داسي خبرې اترې او -که وغواړي- بحثونه ممکن کړي.
زه هڅیږم چې زما دا اند د مسلک له اړخه د ملګرو سره شریک کړم.
هرڅه نوښت چې په ژبه کې راځي، هغه باید مسلکي و څیړل شي او د لوي څښتن دا فضل دی، چې - سره د دې لوړو ژورو- داسې پښتانه شته دی، چې د دې کار جوګه کیدی شي.
ما په دې هکله پخوا هم پوره کار کړی، چې د زیاتو نیوکو سره سره –هغو نیوکو ته دلته ګوته نه نیسم او دا هم نه وا یم، چې په ځاي او که په ځای به نه وي- خو سره له دې هم دا کار بریالی بولم، هرځه نوي د ځان سره پلويان او نا پلويان يا مخالفین لري، خو هغه اصل او ټیک یواځي د خبرو له لارې منځ ته راوتلی شي.
په پورته کې ګورو، چې د پلویانو مخامخ یا په څټ یا برعکس ناپلویان دي( فکر دې ورته وشي، چې له مخالف څخه دا ښه دي که نه؟). دا د ژبې د قانون په بنسټ بیخي ټیک کیدي. ممکن دا کارول شوی وي، خو زما مخې ته نه دی راغلی.
موږ پښتانه په دې هکله ډیرې ستونځي لرو، ځکه چې د ډېر لږوخت تر مخه پورې مو زده کړې په خپله ژبه نه وې او دا اوس چې داسې لږ څه په خپله ژبه هم زده کړې لرو خو مسلکي ویونه مو د خپلې ژبې څخه نه دې. په دې هکله هم زموږپوهانو یا څه نه شو کولی او یا يې دومره مهم نه دي ګڼلي.
ژبه اوښکلا:
زموږ ځنې ژبپوهان په دې اند دي، چې هغه نوي ویونه یا ترکیبي ویونه بايد ښکلي وي یا په غوږ ښه ولګیږي اویا په بد ډول تعبیر نه شي.
ګرانو هیوادوالو!
د تحریفولو امکانات په هره ژبه کې شته خو اغیزه یې د ژبې د قوم د ودې سره سیده اړوندتیا لري. د ژبې داسې تحریف، چې په اوریدونکو او خبرې کوونکو دی بل ډول اغیزه وکړي، په پر مخ تللو ژبو کې شته خو هغه غوره والی نه لري، په هغو کې دا تحریف کمیږې هغه ترې پوهیدنه (مفهوم) نه لري.
زبه د یوه قوم وي. په هر قوم کې پوهان، ټولیز وګړي، لوچکان، جنایتکاران، ... شتون لري، نو د دې هرې ډلې لپاره په ژبه کې ویونه هم شته، هم داسې د مینې نومونه د کرکې نومونه، لوچک او.. نومونه شتون لري.ژبه بس ژبه او ښکلا یو له بل سره او کار نه لري اوویلو شو چې هره ژبه ښکلې ده. داسې ویل کیږي، چې فرانسوي ښه اواز لري،دا نو چې هر ډول وی( لغات ) وي.
ژبه ده، چې څنګه ده او هر وي په ژبه کې يو څه روښانه کوي، که هرڅنګه وي. هغه وی یا لغات ښکلی دی، چې هغه ترې پوهیدنه ښه ترې روښانه کیدی شي دا سوټی وي او که ګردئ هغه خپل ترې پوهیدا بې له تحریف روښانه کوي.

ایا ژبه قرارداد دی؟
داسې به نه وي، که د ژبې پیداېښت وخت دا دلته په پام کې ونه نیسو، نو پوهیږو، چې ژبه په پیداېښتي یا طبیعي ډول منځ ته راغلې او داسې مخ ته ځو: ژبه قانون یا لار لري، چې هغه لار یې ګرامر دی. هغه نامنظم ویونه هم تر یوې قانونمندئ لاندې راځي یا په هغه لار روان دي. که یو څه نوي منځ ته راځي، د کوم لپاره چې تراوسه نوم نه وي، نو د هغې لپاره بیا کیدی شي قراردادي نوم وټاکلی شي، لکه نيوټڼ چې د زور یا قوت لپاره کارول کیږي یا د ستورو نومونه او داسې نور.
د منطق یا سم اند څخه څو پیژندونه(تعریفونه):
دا چې د تعریف لپاره پیژند ولې کارول شوی وروسته به راشي یا دې زما د شمېرپوهنې لیکنې وکتل شي.
زه یو څو کلمی یا لغاتونه له سم اند یا منطق څخه په لاندې ډول تعریفوم.
وینا : وینا د ویونو یا لغاتوموخه ور څنګ تر څنګ ايښول دي، چې یو ،،رښتیا ارزښت،، رښتیا یا نا رښتیا لري، یعنې وینا یا رښتیا او یا نا رښتیا ده.
که ووایو: د جمعې په ورځ د کابل ښار او هلته د راغلو خلکو ګڼو ګوڼه.
دا پورته ویونه یو د بل ترڅنګ موخه ور لیکل شوي، مګر ،،رښتیا ارزښت،، نه لري. دا څه نه لري، چې موږ و ویلای شو چې دا رښتیا یا نارښتیا دی.
که ووایو چې:
نن د غرمې د مخه د کابل په ښار ورینګي ووریده(باران وشو).
دا ویونه موخه ور څنګ په څنګ لیکل شوي او یو ،،رښتیا ارزښت،، رښتیا یا نارښتیا لري. یعنې نن به د غرمې دمخه په کابل باران شوی وي، چې دا به رښتیا ارزښت رښتیا ولري او یا به باران نه وي شوی، چې دا به رښتیا ارزښت نارښتیا ولري.
جمله څه شی دی؟
لنډ جمله هغه ویناده، چې رښتیا ارزښت یې باید وښوول شي.
راځئ، چې اوس خپلو اصلي خبرو یا بحث ته راشو یعنې اوس شمېرپوهنې ته راڅو،چې زما مسلک دي او له ډېرې مودې مې دې خبرو ته اوس ملا راوتړله. زه چې څه څیړم زیات هغه څه څیړم، چې په شمیرپوهنه پورې اړه لري. دابه هم وشي، چې یو څه راباندې پردې ولږیږي او ګرانو لوستونکو ته یي خبرو ته را واچوم.
په یاد دې وي، چې پښتو فارسي د ګډې ريښې به هکله ګډ څه لري. چې داسې وي، نو موږ د هغه خپل څه څخه چې د فارسي سره ګډ دي فارسي ته نه شو تیریدی او داسي هم نه شو کولی، چې ګوندې دا له فارسي څخه میخانیک معنا شوي، نو موږ بايد بل الرناتیو ولټوو. داسې نه ده. که ووایو چې په سلو کې، نو زیات پښتانه نه فکرکوي، چې دا له فارسي را اړول شوی. دا داسي نه ده، چې په خبرو کې به راته روښانه شي.
....سلن یا ...سلنه نه شته او په رښتیا نه شته
ګرانو هیوادولو لنډ داسې مخ ته ځو:
دریمه یا یو دریمه، یو له درې یا ۱/۳ لوستل :یو پردرې، همداسې نهمه(یو نهمه)، یو له نهو، یا ۱/۹ (لوستل: یو پر نهو)، همداسې، لسمه، یو له لسو یا یو پر لسو ، شپیتم، یو له شپیتو او یا ۱/۶۰
دا پورته درې ډوله وینې برابرارزښته یا همهغه یا مترادف څه دي.
داسې هم کیدی شي: یوسلو شلمه، یو له یوسلوو شلو همداسې یا۱/۱۲۰( یو پر یو سلو شلو)
راځوسلو ته
که وایو (ناټیک) دیرش سلنه،نو دا برابر دي د درې لسنې (؟)سره اونږدې برا دی له دریينې(؟) یا یو درینې سره . که سلنه وي، خو لسنه، درینه ، څلورنه او پنځلسنه همداسې یو سلو یوویشتنه به هم وي. دا په ژبه کې د شميرلو قانون دي او دا قانون باید زموږژبپوهان او لیکوالان هم په پام کې ونیسي او په کلکه یې مراعات کړي.
زه نه پوهیږم، چې سلنه له کومه ، ولې او څنګه او د کوم دلیل په بنسټ منځ ته راغلې؟ زه دا نه سخته وم، چې ووایم: ولې زموږد ژبې سره ... کیږی؟
که د دې لپاره ژبنیز - یا شمیرپوهنیز دلیل شتون لري، نو هیله ده، چې دا به روښانه شي.
په دې سلمه سلنه نه شته او دا سلمه ده یعنې دیرش سلمه ( له سلو دېرش) شته او دیرش سلنه ناټیک ده.
زموږځنې ادیباندي په دې اند دي ، چې په سلو کې د فارسي فیصد څخه را اخستل کیږي، نو دا په سلو کې په ځاي له دې امله ممکن دا سلنه ووايي. سلمه ولې نه وايې، چې دا خو تل لرو.
په سلو کې (فیصد) ته راځو
که چیرې مڼي اخلو، نو کیدی شي، چې څه مڼې خرابه وي. نیسو چې لس له سلو. وایوچې په سلو کې لس مڼې خرابه دي(داسې نه وایو چې په سلنه کې لس مڼې خرابه دي)، چې ورته ویینه یې له سلو لس مڼې(داسې هم نه وایو چې له سلنې لس ...). یا لس سلمې مڼې خرابې دي.
یا په سلو کې لس یا لس سلم غنم پوچ دي.
که په بانک کې پیسې کیږدو او په سلو لس ګټه ورکوي،نو دا په سلو باندې لس دۍ، یعنې د کال په اخر کې یو سل او لس اخلي.
یعنې موږ په پښتو کې د فیصد په ځاي په سلو کې او په سلو باندې لرو. په سلو کې یو څه خراب یا په سلو باندې ګټه.
غبرګ (موازي) Parallel
غبرګون Parallelity
که له یوې موردوه کوچنیان په يو ځل یا همغه ځل وزیږیږي، نو دا غبرګوني بولو یعنې ییوستوي نه دي.
که دوه کرښې په یوه سطحه یو بل سره غوڅې نه کړي، یعنې یو ګډ ټکی ونه لري، نو دا سره غبرګې دي. که دوه تارونه یا پړې په فضا کې سره غوڅ نه کړي، یعنې ګډه سطحه ونه لري،نو دا سره غبرګ دي.
که تار ځانله وي او بل تار ورسره نه وي،نو وایو چې دا تار یېو ستوی دی ، که یو بل تار ورسره تاو وي او دا تار غوڅ نه کړي،نو وایو چې دا تار غبرګ دی. دوه تارونه غبرګ، درې تارونه درېغبرګه، څلور غبرګه اوداسې نور. ګورو چې غبرګ مو همغه موازي دي.
موازي کرښې چې یو بل نه غوڅوي کیدی شي سره بیلې پرتې وي یا یو په بل پرتې وي او یا یو په بل پسې پرتې وي.
وکتورونه یا لوریزه کرښې کیدی شي هم دا خوی ولري.
که وکتورونه سره غبرګ وي، نو همغه لوریز دي او که لور یې سره مخا مخ یا برعکس وي،نو وایو چې دا وکتور دې بل ته ور غبرګ دی یعن ورسره غبرګ نه دي، یعنې همغه لوریز نه بلکه مخامخلوریزغبرګ دی.
اوس خپلې اصلي موخې ته راځم.
که پلار ځوي ته د څه ووایې او ځوي يې خبره هغهسې وانه خلی او برعکس یا په څټ څه ورته ووایې، نو پلار ورته وایي، چې خبره مه راغبرګه وه. دې ته دې په ې بحث کې پام وي.
که یو ځوک یا نوره هم ښه یو سیا ستوال ځه ووايي او په هکله یې بیا يو بل سیاستوال ځه ووايي، نو دلته زموږ د ګرانو ژورنالستانو لخوا غبرګون کا رول کیږي.
دلته دوه ډوله یادونې اړیينې بولم:
لومړي: نیسو چې اوباما وايې چې اوس امریکایی سرتیري په طالبانو بریالي لیدل کیږي اوکرځی هم په دې هکله ووايي، چې د افغانسان د خلکو ژوند به په دې راتلونکې کې هغه خيله د بیا ابادولو لار غوره کړي.
که د اوباما د خبرو په مقابل کې طالبان ووایي، چې نه طالبان به بریالي وي، نو طالبان اوباما ت ته خبره ورغبرګوي. وایوچې طالبانو د اوبما د خبرو په غبرګون کې وویل، چې....( دلته هم دې ته اړتیا نه لیدل کیږي اوکړی شو ووایو، طالبانو د اوباما خبره رد کړه او ویې ویل...
نو دا د کرځي غبرګون نه دي بلکه. د ا د د... په هکله څه ویل دي، دی د ا وباما خبره نه ردوي او نه یې تایدوي. طالبان هم د اوباما خبره رده وي، خو که څوک ټینګار په غبرګون کوي، نو خبره ور غربګه وي. نو د اول حالت لپاره غبرګون ښه ټکی نه دی، خوله په ډکیږي، خو ولې بايد وکارول شي، چې ،، په هکله،، او ،، وینا ردکړه،، لرو اوهمداسې ښه پښتو ټکي دي.
که څوک څه پیټی وړي او رسئ یا پړي اوږد یا نری وي،نو وا یو چې رسئ غبرګه کړئ.
که کاغذ کې هم کوم ورته جنجال وي، نووایو، چې کاغذ غبرګ کړئ.
ګرانو هیوادوالو او ډیرودرنو لیکونکو:
تا سو پو هیږئ، چې له دې څنګه زموږ د موخې لپاره غبرګون جوړ کړو؟ ژبنئ ا و منطقي دلیل به يي څه وي؟
یو څوک د چا په هکله خبرې کوي، یا د چا خبرې تایدوي یا یې ردوي، یعنې زموږ ژبه زموږ د موخې روښانه کولو لپاره پوره لغات لري، چې له دې امله د ناټیک او نا اړونده لغاتو کارولو ته اړ نه یو.
د اصلاح لپاره هیڅکله هم ناوخته نه وي. دا لا تراوسه د پټي سر دی(؟).
زه نه پوهیږم، چې د دې ا نډول انګریزي، الماني او... نوم یا وی(لغات) به څه وي؟
که دا په انګریزي، الماني، ... څوک ژباړي، نودې ته به څه وواي، پرته له Parallelität; Parallelity څخه اودا به حتمأ خپله موخه نه په ګوته کوي.
لوریزوالی
دویم: که چیرې د افغانستان جمهور ریس ووایي، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او د پاکستان حکومت دا رد کړي، نو وایو چې: د پاکستان ...د افغانستان...په هکله وویل او د ... وینا يې رد کړه.....
دلته د پاکستان حکومت د ا فغانستان د حکومت خبره ورغبرګوي. دلته کیدی شي،چې ووایوو چې د پ... د اف.... د خبروپه غبرګون کې وویل....
یا د پ ح د ا ح ته خبره ورغبرګه کړه.
دا هم اړیین نه دی، چې د لته د ،،غبرګون،، سر څانونه مخامخ کوو. موږ وایو، چې خبره یي ور رد کړه یا یې خبره د نه منلو یا نا ټیک يا ناسمه و بلله.
ګڼم :
زموږ ځنې ملګري که د کابل څخه د جلال اباد په لور وخوځیږي اوپوښتنه ترې وشي،چې کله ...ته رسیږي، نو په ځواب ورته وايي، چې ګڼم په ...بجو به درورسیږم.
دلته ګڼم د ،،اټکل کوم،، يا ،،ګومان مې راځي،، یا ،،انګیرم،،په ځای کارول شوي.
یووایي،چې ،، زه ناګڼلی ځوي یم،، ځوي خو دی،خو څوک یا نوره هم ښه پلار يې په ځامنو کې نه ګڼي.
ګڼم له ګڼلو راځي، چې شمیرل هم ورته وایو. په عامه ولس کې ګڼل او شمیرل په همغه معنادي، خو دا چې په شمیرپوهنه کې داسې یوه بل لغات ته اړتیا پیښیږي، هلته به بیا دواړه کلیمې په بیل مفهوم وکاروو.
داسې چې ده، خو نه وایو، چې وشمیره په ...به... ته ورسیږو.
که ووايې، چې،، ... کیږي، چې په ... به جلال اباد ته ورسیږو،، نو هم سړی هغه موخه ترې پوهیدی شي.
دا به هم په پښتو کې روځنئ شوي وي، خو زموږ د ادیبانو او ژورنالستانو لخوا، چې زه ورته پوره درناوی لرم او په توان یا استعداد کې يې د شک په سترګه ورته کتل راته ګوناه بریښي.

پسې: ننګونه دا هم یو نوی شی Wörterbuch
Nomen
honor
glory
credit
kudos