د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما د علم ډیوه مړه شوه

محمد نظيم سمون 29.03.2011 22:12

الفت صیب وايي :
هرڅه مې که وژنې ، خیال او فکر راته مه وژنه
په دې کې مې وطن ته ، لوی تاوان لیدلی دی

له شک پرته چې علمي ، ملي او سیاسي شعور ، د ولسونو او هېوادونو راتلونکی برخلیک ټاکي. یو هېواد هغه وخت ښه پرمختګ کولای شي ، چې ولس یې د پوهې ، منطق او تجربې په ګاڼه سمبال وي ، کله چې یاد فکټورونه په یوې ټولنې کې واکمن شول ، بیا طبیعي خبره ده چې په سیاسي، اقتصادي او پوځي لحاظ د یوه پیاوړي هېواد په توګه سر پورته کوي .له بده مرغه زموږ هېواد افغانستان، چې د وخت یرغلګرو له لوري یې په هره برخه کې کلک او نه جبرانېدونکي ګزارونه خوړلي دي ، اوس له هر پلوه په نشت حساب یو بې وزله هېواد دی .پښتون قوم که هغه له ډیورنډ هاخوا دي او که دېخوا ، دواړه  اوس مهال د یوې پراخې نړیوالې او کورنۍ توطیې قربانيان دي .
پر نورو ناخوالو او بدبختیو برسېره چې پښتون ولس ورسره لاس و ګرېوان دی ، یو هم  په ښوونیزه او پوهنیزه برخه کې د پښتنو جینوسایډ (ټولوژنه ) ده .
 له تېرو اتو کلونو راهیسې ټولې پښتون مېشته سیمې د ځینو ډلو له لوري په شعوري او سیستماتیک ډول نا امنه شوي دي ، دا هغه سیمې دي چې نه ښوونځي پکې شته ، نه روغتون لري ، نه پاکې او صحي اوبه لري او نه هم د ژوند نورې آسانتیاوې ، بلکې له دې سره جوخت پښتانه یا خو په ډېرې بې رحمۍ او ظالمانه ډول د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل کیږي او یا هم له سیمې څخه پرېښود ته اړ اېستل کیږي ، په تېرو څو کلونو کې د هېواد په جنوبي ولایاتو کې یو زیات شمېر ښوونځي د یوه منظم پلان له مخې سوځول شوي دي او هغه سیمې چې هلته یو څه نسبي امنیت ټینګ دی ، هلته بیا په بېلابېلو توطیو او چلوټو له پښتنو محصلینو او زده کوونکو سره زور زیاتی روان دی .
لرې به نه ځو ، په ختیځ ، جنوب او جنوب لویدیځو ولایاتو کې د ۱۳۸۹ کال د بې وخته کانکور آزموینې اخیستل ، دننه په حکومت کې د ځینو متعصبه پښتون ضد اشخاصو له تعصبه ډک هغه عمل په ګوته کوي  چې زرګونه پښتانه زده کوونکي یې بې سرنوشته په کور کښېنول.
تر دې دمخه د لوړو زده کړو وزارت به لومړی له یخو سیمو څخه د کانکور آزموینه اخیستله او تودې سیمې چې ډېری یې پښتون مېشته سیمې دي ، هغه به په وروستي پړاو کې وې ، خو سږکال ددې پرعکس په ختیځو ولایتونو (ننګرهار ، لغمان ، کونړ ، نورستان ) کې چې هر کال به د کانکور آزموینه د سلواغې په لومړیو یا وروستیو کې  اخیستل کېده .
په ننګرهار کې د ۱۳۸۹ کال ، د کانکور آزموینه  د تلې (میزان ) په میاشت کې په داسې حال کې واخیستل شوه ، چې زده کوونکو يې هېڅ ډول چمتووالی نه درلود او نه هم د کانکور له آزموینې خبر وو . په ختیځو سیمو کې چې تر نورو سیمو امنیت یو څه ناڅه ښه دی او هر کال تر نورو ولایتونو یو زیات شمېر زده کوونکي یې پوهنتونو ته لار مومي ، سږکال د نورو کلونو په پرتله یو ډېر ستر توپیر پکې لیدل کیږي . دار راز په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې هم له زده کوونکوسره دا ډول ظالمانه چلند شوی دی ، خو له بده مرغه چې هېچا د لوړو زدکړو وزارت په دې خاينانه کړنې غږ پورته نه کړ او ټول چوپه خوله پاتې شول .
تر ټولو خواشينونکې لا دا چې د زابل او ارزګان چې لوى اکثريت يې پښتانه دي او هر ولايت  شاوخوا درې لکه وګړي لري ، په تېر ١٣٨٩ ښوونيز کال کې ، هر ولايت ١٥٠  تنه د دولسمو ټولګيو فارغين ورکړي دي ، چې دا شمېره د نورو ولايتونو د ښونځيو له دوه يا يوه ټولګي سره معادل دى ، له دې ارقامو داسې ښکاري چې په زابل او ارزګان ولايتونو کې يو يو ښوونځى فعال دى اوبس .
پنجشير د 128,620  نفوس په درلودو سره ، په  89   ښوونيز کال کې  850 تنه فارغين ورکړي دي او 209 تنو یې د کانکور له لارې لوړو زدکړو ته لار موندلې ده ، دغه لاندنى  نوملړ چې ما په خپل زيار چمتو کړى ، ستاسو ذهنيت په ښه توګه روښانه کولاى شي .
د يادونې ده چې ، اکثره پښتنو زده کوونکو ، نيمه لوړو زدکړو ته لار موندلې ده .

ولايت

د کانکور ګډونوال

بريالي زده کوونکي

نفوس

1

کابل

37355

8739

3,314,000

2

کندهار

1100

256

886,000

3

زابل

150

38

244,899

4

خوست

2350

835

638,849 

5

ارزګان

150

74

320,589

6

پکتيکا

400

302

809,772

7

پکتيا

1350

565

415,000

8

ننګرهار

7450

1609

1,342,514

9

غزني

5650

3671

1,080,843

10

دايکندي

600

600 ټول کامياب

477,544

11

بلخ

4800

2150

1,123,948

12

هلمند

650

234

1,441,769

13

کونړ

2100

998

413,008

14

لغمان

1650

709

382,280

15

کندوز

5300

1036

820,000

16

پنچشير

850

209

128,620

17

فراه

450

272

493,007

18

هرات

3100

3100 ټول کامياب

1,762,157

19

پروان

3350

1793

491,870

20

بدخشان

14156

1634

819,396

21

تخار

11550

1939

830,319

22

فارياب

950

950 ټول کامياب

833,724

23

سمنګان

750

342

378,000

24

باميان

2350

1172

343,892

25

بغلان

13654

1754

741,690

26

کاپيسا

2600

878

358,268

27

نميروز

250

72

117,991

28

نورستان

65

23

130,964

29

جوزجان

810

810  ټول کامياب

426,987

30

غور

1200

727

635,302

31

سرپل

580

458

442,261

32

وردګ

2850

1645

529,343

33

لوګر

1900

1224

322,704

34

بآدغيس

200

200 ټول کآميآب

499,393