د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روسیه دلوېديځ له لوري دلېبيا پرضد د پوځي عمل نه خواشينې برېښي

حبيب الله غمخور 21.03.2011 23:07

ويستي  . رو
ژباړه : غمخور

دپيل خبره

ددې خبرلنډيزه ژباړه مي  په هغوشېبوکي چي مادويستي روتلوېزيون خبرونه اورېدل په منډه وژباړه اوگران افغانستان ويب پاڼي خبري برخي ته ولېږ ه،چي هلته نشرسوی . اوس چي وخت مي پيداکړ دژباړنې  ترڅنگ  مي خپل اود نورو نظرونه  هم پکښې راونغاښتل چي ديوې تحليلي ليکنې بڼه ئې غوره کړه .

نن داروپاپر وخت دورځی دوې بجې  دروسې لومړي وزير ولاديميرپوتين   دستراتېژيکي راکټ جوړولوپه يوه فابريکه کښي  دالبنيادپوځی اوسياسي حالاتوپه اړوند  دژورنالستانوله سوالوسره مخامخ سو.

ښاغلي پوتين وويل دامنو چي د معمر قذافي  رژيم ددموکراسی په هيڅ چوکاټ کي نه راځي هلته قومي او قبايلي مناسبات حاکم ،ستونزي ډيري دي .مگرددې ټولوسره  دامريکا،فرانسي ،انگستان  اونورو هيوادلخوا د ليبيا پر خلاف وسله وال بريد ديوه خپلواک هيوادپه کورنيو چاروکي بربنډه لاس وهنه اوپر يو خپلواک هيواد باندي  بربنډ تېری دي . دغه اوسنی حالت دملگروملتود سازمان د امنيت شورا له پرېکړه ليک سره سرنه خوري اود بلې خوا دايوداسي سند دی چي هرچاته دهرڅه دسرته رسولو اجازه ورکوي . هغه وويل دلته زماهغه دمنځنيو  پېړيو دصليبي جگړو داستانونه  راپيداسول چي يوچابه پر چاباندي دتعرض امروکړ او هغه به عملي کېدل .

دروسيې لمړی وزير څرگنده کړه،کلتن پر يوگوسلاويا، بوش پر افغانستان ، بيا له ځانه جوړه سوې درواغجنه  بهانه  پر عراق اودادي بارک اوباما پر ليبيايرغل وکړ .

پوتين زياته کړه تاسووگورئ  همدا اوس  ددوي دهوايي بريد په پايله کي ملکي وگړي له منځه ځي دکومو  دنجات  په خاطرچي دوي ځانته حق ورکړ  پر ليبيا پوځي بريدوکړي . ددې تر څنگ ژورنالستانودروسېې دولسمشر ميدويديف نه هم   په يوبل ځاي  کې پوښتنې وکړې ،هغه په خپلو څرگندونوکي نرم  اواحتياط کارښکارېده اوڅرگنده ئي کړه داچي اوس هرڅه په لېبياکي تېرېږي دادمعمرالقذافي دهغونارواکړنو پايله ده کوم چي دخپل ملت په حق کښي ئي  کولې،دادهغه لخوادخپل ملت په وړاندي دظلمونوپايله ده . 

ددې سوال په جواب کي چي ولي روسيې دامنيت په شوراکي دويټوله حق نه استفاده ونکړه  ميدوېديف وويل ،ځکه چي موږ دمصوبې سره موافق و،خوداچي ولي مودملگروملتونوپرېکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړه،هلته هرڅوک بايد پرې پوه سوی وي،موږ قصدأ داکاروکړ ،زموږ دبهرنيو چارووزيرته زما لخواداډول امرسوی و اوهغه عملي کړ.

دروسيې ولسمشر دخپلو نړيوالوسيالا نو دکړنونه هم  په ډير احتياط سرټکونه وکړه اوڅرگنده ئي کړه ،موږ علاقه لرودامسله دخبروله لاري حل سي .موږ پدې خاطر دمصوبې ملاتړوکړچي دملکي وگړوژوند خوندي  وساتواوهلته سوله راسي ،نه داچي داجگړه چي تراوسه هوايي ده،ځمکې ته راکښته اودافريقاترنورو هيوادو پوري وغځېږ ي ، متاسفانه اوس دغه ډول هڅ  له نظره نسم غورځولاي اوپدې هکله ډار راسره دی .

خوبل لورته دامريکاولسمشر ځانته په برئت ورکولوسره  دمارچ پر ۲۰ مه وايي :  امريکا په لېبيا کې د گواښل شويوخلکو غوښتنو ته دځواب په برخه کې دپراخې نړيوالې ټلوالې ديوې برخې په توگه عمل کړى،خو په خپلوخبروکي ئي پردې  ټينگاروکړ چې امريکا به لېبيا ته ځمکني پوځونه ونه لېږي .

دژورنالستانوددې سوال په ځواب کي چي تاسو راتلونکې څه ډول ارزی وويل، تراوسه مشکله ده وړاندوينه وسي . دخوښی علايم نه ليدل کيږي،که څه هم دوي ئي په تلويزيون کي نه ښکاره کوي ويل کيږي چي ډير ملکي وگړې وژل سوی دي اودهغوي ځايونه ئې  په کنډواله سوی دي .

دبلې خوابايد څرگنده کړم ،داسي يواتحادنسته چي داټولي کړنې يودبل سره په مشوره ترسره شي ،واحد مرکز وجودنلري ،زموږ سيالان ((هدف ئي جنگي اعتلاف دی ))متاسفانه پرخپل سره اوبېله چادمشورې نه  غواړي هلته هرڅه جوړکړي خوزه فکرنه کوم دزورنه په استفادې  سره دي داکاروکړاي سي .

بلې ! داپرځاي خبره ده سره لدې چي ددوي په وينا له ډيرومډرنووسلود استعمال اوکره ادرسونه استفاده کيږي  ولي دادی دملکي وگړوتلفات تر ۶۴ واوښت داچي څومره به شمېره دقيقه وي يوخداي پرې پوهېږي . اودبلې خوددې سوال لپاره به قانع کوونکی ځواب پيداکول ترډيره بريده ستونزمن وي . همدا اوس دامريکاسناله باراوباغوښتي دويته معلومات ورکړي چي ولي ئي پر ليبياباندي پوځی بريدکي برخه واخيستل .

ديادولووړده چي دعربې اتحاديې مشرهم دغربي هيوادوپدې ډول دپوځي حملو په هکله خپله اندېښنه وښودل .

دويستي . روتلوېزيوني کانال چي ۲۴ ساعته ژوندی خپرونه لري،ديوبل خبرله مخې هغه وخت چي دملگرو ملتودسازمان عمومي منشي بانکي مون غوښتل دعربي اتحاديې په غونډه کي دبرخي اخيستولپاره ددې اتحاديې دماڼۍ پر لورروان وودقاهرې دالتحريرپه ميدان کي دليبيادمشر معمرالقذافي پلويان دلاريون په بڼه راټول سوی وه اودليبياپه کورنيو چاروکي دغربي نړۍ پوځی مداخلې پر خلاف شعارونه ورکول دبانکي مون دسوارلی موټر په لېدوسره ئي هڅه وکړه چي پر هغه حمله وکړي ،خوساتونکوئي هغه په ډيره عجله دعربي اتحاديې دتعمير يو مطمين ځاي ته ورساوه .په خبرکي راغلي چي هغه ته کومه صدمه نده رسېدلې .

دعرب ليگ په تعميرکي به نن  دليبيادحالاتوپه اړوندغونډه جوړه سي ،پدې غونډه کي دروسې دبهرنيو چارو وزيرسيرگی لاوروف ،بانکي مون  اونورچارواکي  برخه اخلې .

دليبيا پر خلاف جنگی اعتلاف کي نهه اروپايي هيوادونه اوقطربرخه لري ،ديوه عربی هيوادپه توگه دقطرونډه دغربی اتحادلپاره ډيره مهمه شمېرل کيږي . خودعربی اتحاديې دغونډي ترجوړېدو وړاندي دمصر دولتي چارواکو اعلان وکړ چي دليبياپر خلاف به دهيچاسره په پوځي عملياتوکي برخه وانخلي  .

درويتر دخبري اژانس نه درارسېدلوخبرونوله مخې ددې درو ورځوپه بريدکي دمعمرالقذافي يودفترله منځه تللي اوددتريپل په گډون په دو نوروښاروکي ۶۴ ملکي وگړودامريکاپه رهبری هيوايي بريدکي له منځه تللي اودزخميانو شمير تراوسه چاته نه معلوميږي .

 دلېبياحکومتي تلوېزيون ويلي چې توغنديوملکي هدفونه ويشتي دي اوولسي خلکو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده .

د سره صليب نړيوالې کمېټې پر لېبيا د هوايي گوازرونو د پيلېدو له کبله د ولسي وگړو د ژوند په اړه اندېښنه ښوولې ده او د جگړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې د خپلو عملياتو په لړ کې د جگړې قوانين په پام کې ونيسي او په ولسي خلکو له بريده ډډه وکړي .

دروسېې دواړومشرانوله خبروداسي څرگندېږي چي دوي هريودليبيادمسلې په هکله ځانته ارزونه لري اوددې ترڅنگ د نړيوالوسيالانودخپل سری نه ناخوښي څرگنده وي. ميدويديف وويل غربي نړۍ نورمعمرالقذافي کوم دولتي چارواکي نه بولي اوفکرنه کوم چي دوي دې يواوبل سره وزغمي اوخبري دې سره وکړي .

 موږددغه هيوادسره تراوسه ديپلوماتيکي اړېکوساتلي،کيداي سول له همدې امکاناتونه گټوره استفاده وشي . په ديپلوماتيکو الفاظوئي څرگنده کړه چي که زموږ سره مشوره سوې واي گټوره به واي ،ځکه موږپه عربي نړۍ کښي ډير ښه علايق اومناسبات  لرو،کېداسي دهغونه په استفادې سره دمسلې  دسوله ايزحل لاره ولټول سي .

دروسيې ولسمشر څرگنده کړه موږبه هيڅ حالت کي  پدې جگړه ايزاعتلاف کي برخه وانخلواونه به خپل پوځيان ورولېږو،موږ غواړودسولي اوخبروله لاري داستونزه حل شي .

دخپلو څرگندونوپه طرڅ کي ميديديف دولادېمير پوتين ددغه څرگندونې سره مخالفت وکړ،کوم چي هغه ويلې وه (( دامنيت شوراپرېکړې ماته دپخوانيو پېړيوصليبې جگړوامرونه راپيداوي . ))ولسمشر وويل داډول څرگندونې په نړۍ واله کچه تمدونونه يودبل په وړاندي سره دروي  . دده له په وينا داسي څرگندېږي چي روسيه نوره ددې سره علاقمنده نده چي دغربی نړۍ په وړاندي ودرېږي اوياله هغوي سره پدې ټکومخالفت وکړي .

پدې هيله چي دنړۍ ټول خلک ‌دمرستې  په نامه دنورومداخلې  نه  پرته دسولي اوثبات په شرايطوکښي ژوند کولوته پرېښودل سي اوخپل برخليک بله مهربان نړيوال گاونډي وټاکي . ومن الله التوفيق