د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېواد مينه

جاوید احمدزی 21.03.2011 20:42
د هېواد مينه

پتنګ خو له اوره کله ډار کړی
خپل ژواک په خندا له شمعې زار کړی
عندليب به مدام عشق په ګل کړی
پر سندرو ستاينه د يار کړی
مينه کې منصور غوندی چې مست ووی
څه پروا د مرکي څه د دار کړی
هر بزم کې مرکه بس ستا کوی
پښتانه چيرته له مينې عار کړی
د لاله په شان هر یو داغ لری
بیا هم له ملکه ځانونه ځار کړی
احمدزی غريب خو شاعر نه
مساپر دی چه دا کار او بار کړی
بلجيم د انتورپن ښار 12/03/2011