د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولي افغانان دپاکستان دپوځی بريدونوپه وړاندي چوپ دي؟

حبيب الله غمخور 20.03.2011 08:19

دخوشحال باباپه دې کلام ئي پيلوم :

لاتراوسه ئي ماغزه په کرارنه دي
چاچي ماسره وهلی سرپه سنگ دی

لاپه خوب کي په لړزه پرېوزي له کټه
چي دچاترغوږوزمادتوري شرنگ دی

 

ماتيره شپه ټولوهغو ويب پاڼوته چي قلمي همکاري ورسره لرم وليکل ،دوستانو اودقلم دسنگر ملگروپدې کال کي دازماوروستی ليکنه ده ،مگر وروستی نه شوه ،نن يوه ننگرهاري ځوان چي قانوني عمرئي نه دی پوره کړی  په بازارکي  وليدم اوپوښتنه  ئې رانه وکړه غمخور کاکاداپاکستانيان ولي په ننگرهار حملې کوي ؟ ولي کرزی صاحب څه نه ورته وايي؟ ماپه يوه خبره جواب ورکړ ،ننگرهارددې لعنتی گاونډی لخوازماوستاسوکورته دروازه ده ، غواړي  دغه دروازه ونه وړوي ترڅودکورنس دي معلوم  سي ،کرزی صاحب ځيني ډاريږي اوداسي نوري خبري . . . . ترکومه ځايه چي مي عقل کارکاوه دهلک داستعدادسره سم مي دهغه سرورخلاص کړچي ولي داسي چوپتياغوره سوې ده .

پاکستان پدې ورستيوکي ديوې اونۍ په اوږدوکي دننگرهارولايت دگوشتې ولسوالی پر مربوطاتو څوځله   ځمکني او هوايي بريدونه وکړه اوزموږ بېگناه ولس ئي وزوراوه.

مگرزموږ دولتي اړونده چارواکي، سياسي گوندونه ،تنظيمونه په تيره جنگسالاراو دمظاهرو ليوال داسي چوپ دي ته به وايې هيڅ نه ده پېښه سوې .

ايااگوشته دافغانستان خاوره نه ده؟ اياپاکستان حق لري زموږ پر خاوره بې شرمان بريدونه وکړي .

ديوه عادي مسلې په هکله دکابل اوشمالي ولاياتو،همدې ننگرهار ،کنړ  اونوروځايوکي چي گورې بياواټوته خلک راوتی وي اوجادې درابلل سوو حرفوي مظاهره چيانونه ډکي سي ،کله ناکله خوبل بيرغوهم سوځي، عجيب اوغريب شعارونه ورکوي.ولي اوس چي پاکستان  په ډيره بې شرمی زموږ پرپاکه اومقدسه خاوره  تيری کوي او نه يوازي داچي افغانان په شهادت رسېږي بلکي له ۲۰۰۰ زياتي کورونی  پدې سره ژمي مجبورسوی خپله پلارنۍ ټاټوبی پرېږدي .له ډله ايزورسنيونېولې بياتر ښاغلي کرزی ،دبهرنيو چارووزارت ،تپل سوی پارلمان ،مدنې ټولنې ،تنظيمونه اورهبران ئي چي ځان دملت وارثين بولي،سياسي گوندونه ټول يواوبل ته خړي ،خړي سترگي گوري اوپر خپله پاکه خاوره دپاکستان دلعنتي پوځيانوبې شرمانه تيريو ننداره کوي .

دشرم اوعارخبره خوداده چي دادسولي دجرگې په نامه لوبغاړي خوپدې ورځوکي دپاکستاني چارواکوپه صفتونه مړېږي .

زه دادوې اونۍ داخبراورم چي پاکستاني پوځيانودگوشتې ولسوالی پر مربوطاتوځمکنی اوهوايي بريدونه وکړه،دتلفاتو دويلو جرات ئي نلري ،په همدې خبرکي سرحدي پوليسودقوماندان يابل چارواکي سره مرکه نشروی هغه بېچاره وايي موږ دپورته مقامونوامرته منتظريو. خو دپورته مقاماتوامربه دابېچاره قوماندان صاحب ترهغووانوري ترڅو پاکستانيان دننگرهاردوالي په کورنه وي ورننوتلي اويائي پر ښاغلي کرزی کروانه نه وي بنده کړې .

دشرم ځاي دي، ټول دولتي چارواکي دافغانيت او افغانستان سره دميني اوهغوي ته  دژمنتيا خبري کوي ، مگرکله چي دعمل ځاي راسي بياچوپ وي ،کاشکي دې ملت داسي دولت نه درلوداي ،افسوس  ،سل ځله افسوس پر داسي دولت او دولتي مشرتابه .

اي غيرتی افغانانو!

تاسو فکر وکړی که دپاکستان پر خاوره افغان پوځيانوداډول تيری کړي واي بېله دېنه چي دکوم پنجاپي پزه ويني سوې واي  تاسو به ليدلي واي چي دمولوي فضل الرحمان ،پروزمشرف چي فراري دي،نوزشريف  نورو سياستوالو په گډون  به ټول واټونوته راوتي واي ،دافغانستان پر خلاف به ئي شعارونه ورکولاي ،بيرغونه به ئې سوځولاي اودخپل پوځ نه به ئې غوښتلاي چي پر افغانستان پوځی حمله وکړئ .

زه اوس مرحوم داود خانه نه راژوندی کوم اونه پدې دولت کي داتوان شته چي ددې خاوري دفاع دي حتا دديپلوما سی په ژبه وکړي . داراته څرگنده ده چي داټول دپاکستان له استخاراتوسره حساب اوکتاب لري،داقانون دی دحساب اوکتاب خاوندان دخپل بادارپه وړاندي هيڅ نسي ويلاي .

مگرپرهغودږغ کولوحق لرم چي ځان ددې خاور بچيان بولي چي تاسو لي چوپ ياست ؟ پر سياسي گوندونو  اوسياسي شخصيتونوکه خپلواک وي ،فرهنگي اوټولنزوسازمانو ږغ کوم چي ترکومه به دپاستاني چارواکو دپوځی تيريوننداره کوو؟

دلته مي څه موده وړاندي  داستانبول په ښارکي دښاغلي کرزی  له شرمه ډکه اودخندا وړ هغه څرگندونه راپياد سول چي هغۀ دپاکستان او افغانستان داړيکوپه هکله ژورناليستانو ته ،وويل زموږ او پاکستان تر منځ دومره نږدې اړېکي شته چي زه ئي په خبرونشم بيانولاي، په يوه خبره موږ دومره نږدې يوچې هيڅ  فکر نه کيږي ،غواړم دلته دترکيې مشرتابه ته څرگنده کړم چي موږ سره وروڼه اوډير نږدې دوستان يو.ددسمبر ۲۵ دبيات تلويزيون

دکرزی صاحب  نه بايدپوښتنه وسی  چې داستاسو ناخلفه ورورخولکه نوروروڼه موزموږ پرخاوره له پوځی تيری اوبريدو څخه نه ستړۍ کيږي،داولي،داڅه کوي ؟ خيرکه تاسودڅه مودې لپاره چي حاکم اوسی له امريکا نه راغلي ياست ،مگر اوس خوددې خاوري دساتلو مسوليت قانون ستاسو پر غاړه اچولی،ولي خپل گران ورور ته نه واياست،پر افغانانو تيری مه کوئ ،داخطرناکه لوبه ده،ددې لوبي نه دوينو بوي راځي .

سره لدې چي تاسوته به  ستونزمنه وي چي  پاکستاني چارواکوته داسي خبره  وکړی اوپدې ئې پوه کړئ چي اوس دپخوا پشان  ټول افغانان ستاسو داجنټانواونوکرانوخبري نه اوري ،هر گام اوهري خبري ته مو متوجه دي.  

ښه ئې بولم که تاسودوي ته دا دوستانه مشوره  ورکړئ چي که دافغانانو دصبرکاسه ډکه سول  او مجبور موکړل بيابه نوپه خالي لاس چي يوازي تبرگۍ اوسوټۍ  ورسره وي  درپسې درسي اولکه چي تاريخ شاهد دی په غارکي  به خپل ماشوم ته واياست  چوپ کروپټان اگيا.

پاکستانی چارواکي بايد پدې پوه وي چي اوس هم هغه پټان ژوندی دي په غيرت اوله وطن سره ئې په مينه اومحبت کي هيڅ کمی نه دی راغلی،چي دا اوس هم چاپه سپکه ورته کتلی سترگه ئې په گوته ور ايستلې ده.

ددې خبري تر څنگ فکرکوم دهرې ورځ په تېرېدوسره دامسله حياتي اړخ نسي چي افغانان  بايد د هیواد د واکمنی لپاره یوخوا خوږی او په وطن مین رهبر پیدا کړی . داسي يوڅوک چی هغه و کولای شی د هر ډول تعصب اودځان پر حاکميت ساتلوپه خاطر معاملواوبې ځايه مصليحتونونه پرته وروڼه قومونه سره را ټول او دهیواد د ابادی لپاره په مینه او اخلاص کاروکړی. د وژلو، وهلو، بندی کولو اوقانون تر پښو لاندی کولو لړی پاي  ته ورسوي . د هیواد ملی گټی ځمکنی بشپړتيا اوخپلواکي ساتنې ته ژمن اودهرتيري کوونکی لاس په اوږه  کي ورباندي پر ېکړي .

ملي گټې ته ترخپلوگټولوړي  وبولی  په هيوادکي دمشت قومونو (( پښتون، تاجک،ازبک، هزاره اونوروپه نامه پېژندل سووسوداگروته نه يوازي داچي له امتيازاتونه ئې محروم کړي بلکي ددې بېچاره ملت له ستوني ددوي په وينو لړلي  لاسونه  لنډ کړي . داوسنيو ناخوالوننداره دځان اوهيواددمرگ اوبربادی دنندارې معنالري  . ومن الله التوفيق