د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دولت د لسو کلنو لاسته راوړنې

محمودنظری 18.03.2011 22:32

په ساختماني برخې کې : هر کال په ټول ګران افغانستان کې څه دپاسه زر کیلو متره سړک له سره ډمبر مالي کیږي.
او سلګونه نړېدلي یا اصلاً نه جوړ شوي ښوونځی له سره آبادیږي. چې یوازې خایین هغه نه ویني
په امنیتي برخې کې : شکر زر واري شکر اوس په زرګونو جنرالان لرو چې لکه لړمان د هر ډبرې لاندې دوه- درې نېښونه پر شا اړولي برید ته تیار ولاړ دي د هغو له برکته ټول ولس په ارام خوب ویده دی
دناتودی زوی لوی شي چې هره ورځ په سلګونه انسان دښمنه طالبان ماشومان ،تروریستان القاعدې ښځې او بین المللی مجرمان بډاګان د دوزخ کندو ته شوه کوي
د مساواتو په برخې کې: پخوا یوازې د ولسي خلکو څخه بډې اخیستل کېدې اوس په فضل د خدای او برکت د څلور یارانو دا پروسه عمومي شوې ده، د هیڅ چا کار بې رشوته نه اجراکیږي مساوات تامین شوی دی اوس شکر دکارمندانو داشرم له منځه تللی دی
د کرنې په برخې کې : هر کال په میلونونه نیالګي د پخوانیو نیالګیو په سوریو کې ایښول کیږي
د مخابرانو په برخې کې : هر سړی اوس دلته له درې تر شپږ موبایلونو څخه کار اخلي دا په مخابراتو کې یولویه بریا ده
د ښځو دحقوقو په اړه : ان زموږ رییس صاحب لا له خپلې میرمني څخه ویریږي بهرنیان او ښکرور خو را پریږدئ
په بهرني سیاست کې ؛ هر هیواد کولی شي په هره کچه چې وغواړي مداخله وکړي اوخپل لاس پوڅي په لویو څوکیو وګماري او هر چا ته چې وغواړي د رییس په شمول چاکلیټونه ورکړي
د روغتیاپه برخې کې : زموږ طب دومره پر مخ تللی دی چې بلی دنیا ته مهاجرت مفت تر سره کوی نو ځکه موږ د روغتیايي بودجې لګښت ته اړتیا نه لرو هغه شا تللوهیوادو ته بیرته وراستوو
د اطلاحاتو او کلتور په برخې کې وبښئ او فرهنګ په برخې کې : شپيته تلویزیونونه او رادیوګاني کار کوي چې د نیکه مرغه یو يې لا د اوریدو او لیدو وړ نه دی
د اقتصاد په برخې کې : دا چې د افغانيو بیه لوړه شوې ده ټوله کارو بار په ‌ ډالرو او کلدارو تر سره کیږي چې خدای نه کړه افغاني زړې نشي
دکانو او صنایعو په برخې کې: بیله دی چې ټول کانونه وسپړو د هغه عاید مو مالوم او وپلورل
په تجارتي برخې کې : په ډیر بریالیتوب سره مو داخلي صنایع له مینځه یووړه چې دا دتجارت په برخې کې یوه لویه لاسته راوړنه ده ،ایران او پاکستان هوډ کړی زموږ د تجارانو مالونه د یو کال پورې دخپلو بندرورنو په تنور خانو کې تر خوسا کیدوپورې مفت او کلزی وساتي دا هم زموږ د نیکو مناسباتو یوه ښه بیلګه ده
په عدلي برخې کې: چې پارلمان نه وو موږ څه قوانین نشر کړه په امید یو چې هغوی بیا رخصت یا ورک یا په کومه بده بلا اخته شي چې نور قوانین را وباسو
د برېښنا او اوبو په برخې کې: د ایران د برېښینا توربینونه مو نوی کړی د ایران وروسته به بیا دافغانستان ځینې ولایتونو ته بريښنا ورکوو بیله کندهاره او اوبه مو د وزیر صیب د سر د صدقې په پار ګاونډیانو ته پرې ښولې
د سرحداتو په برخې کې : چې سرحدات مو تعین شی بیا به په کار پيل کوو ځکه تر اوسه لا پر سرحداتو جنګ روان دی
د معلولینو په برخې کې : ددوستانو د پام په اثر معلولینو خورا ډیره وده کړې ده نفوس یې مخ په زیاتیدو دی
د تقاعد په برخې کې: تقاعد مو بلکل له منځه وړی دی هر څوک کولی شي د عزراییل تر راتګه په رشوت ځان تنډ کړي
د ترانسپورت په برخې کې : د دنیا ټول خراب اود جعلي اسنادو وسایط مود خلکو د هوساینې لپاره په کار اچولي دي، دوی دی هم د بیمې تمه له سره وباسي. افغان څوک بیمه کوي!؟
په هره الوتکې انشا الله او په هر غورازه موټر ماشاالله لیکل شوی چې نظر نشي
د فساد د خپورولو په برخې کې : د خدای په فضل موږ اوس فساد ته ډیره وده ور کړې ده او قانونی بڼه يې نیولې ده ،یوه رساله مو هم د فساد د ودې د اساساتو په نامه نشر کړې ده
د حج او اوقافو په برخې کې : اوس حاجېان کولی شي سل په سلو کې باور ولري چې د هغو د قربانی ټولې پیسې بیا هم کیدای شي قرباني شي
د ښځو د حقوقو په برخې کې :ښځو ته نوی چادري چې د چشمکي سوري یې غټ دی رواج کړی او د کابینی نیم وزیران مو ښځې مقرري کړي دي
د ځوانانو په برخې کې : ځوانان مو پوډروی یا مهاجرت ته چمتو کړی دی
په عمومي ډول د کارمندانو عاید په کال کې په منځنی ډول یو لک ډالرو ته رسیدلی دی چې دا مرسته کوونکو هیوادو ته خورا ډیر او لوی ویاړ دی
دبهرنیو مرستو په برخې کې : د بهرنیو مرستو ډالرونو دوه چنده بیرته د محترمومقاماتو لخوا بهر ته لیږل کیږي قسم دی که د هغو یو غیران دلته و لګول شي موږ په دې کار کې ډیر رښتینی یو، هر وطندوست په اسلامي او وطني وجیبې سره هرهغه څه چې یې لاس ته ورغله د وطن د پاکولو په خاطر بهرته لیږي او یو مردار غیران په دې ملک کې نه پریږدي

موږ د ټولوخپلو او پردیسو، هر دم شهیدو، بې وزلی او خوارو چنجانو وچي کلمې د دې وطن په مردارو خاوره ډکې کړې دی
ټول مور او پلار ازاره ، څلورلمبره، څلورسوه شلو مفتخورانو ارمان مو په دولتی څوکیو ویست او مشر قسم کړی چې د ټولو دا رمان تر سره کوو
او هغه لالهانده ټپوسان چې له خوړو لپاره وچودښتو تو او جګوغرو ته الوتل اوس په خپل ټاټوبې کې ورته د دوستانو په هڅو خواړه فراوانه شوي دي
دا ټوله د بااهلیت دولت د مصلحت پایله ده
نو سږ کال به هم موږ ته لکه نور کلونه ښه ،شین او نیک مرغه کال وي
ومن الله توفیق

خبریالان کولی شي خپلي پوښتنې وکړي
د طنز خبریال:
وايي ټول واک لرونکي رشوت خوري؟
زموږ د چا اشتیهاه نه خرابوو دهر چا زړه چې هر شی خوري !
د بی بی چهل خبریال:
ولي دا جوړ شوي سړکونه هر کال له سره ډمبرمالي کوئ؟
موږ له کاره نه ستړي کیږو هر کار لس واري تکراروو
دد ښمن رادیو خبریال:
وایي ستا مشر ډیر ضعیف دی ان د خپلې میرمنې لا ویریږي؟
هو لکه چې د هغه خوار تریخی یې ورچوولی دی، اوس ان له پخې لاویریږي!
د خدای په امان نوی کال مو نیکمرغه