د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی صاحب بايد خپلو څرگندونوته پام وکړئ

حبيب الله غمخور 17.03.2011 02:19

چراعاقل کند کاري،که باراردپشيماني

دښاغلي کرزی صاحب هر ورځ بې مسوليته خبري اوڅرگندونې اوترهغه وروسته بياډله ايزورسنېوته ويل چې تاسودهغۀ له وينااوخبرونه غلط تعبيرکړی ،دشرم خبره ده .دغه ډول حرکتونه اوديپلوماسي  په نړيواله کچه دمملکت حيثيت او اعتبار له مځکې سره وهی اوخلک راباندي خاندي .

ولسمشرکرزی، دمارچ پر ۱۲ مه  په کونړ کې دناټو ځواکونو په هوايي بمباریوکې د وژل شویو ملکی کسانود کورنیوله غړیوسره د خواخوږۍ د څرګندولولپاره دې ولایت ته تللی وو، دوژل شویوکسانو خپلوانواود دې ولایت د استازوغونډې ته ئې  داسعد اباد په ښارکي په ډاگه وویل : ((زه په دې غونډه کې د افغانستان د خلکو په استازیتوب زه له ناټو او امریکا په ډېر درنښت، عزت او تواضع  نه په غرور او کبر بلکې په عزت او تواضع غواړم چې  زمږو په خاوره کې عملیات بند کړي، که دا جګړه د ترهګرۍ پرخلاف وي، نو دا زموږ په خاروه کې نه ده، دا زموږ په کليو او کور کې نه ده، دا خپل ځای لري چې ناټو ښه پرې پوهېږي، دوی ته مالوم دي چې چېرته دي.همالته دې ورشي ،دوی پوی شه او کار یې پوی شه.))

موږ په تلويزيون کي ولېدل چي  کرزی صاحب له ډاره دپاکستان او ايران  نوم پر خوله نسې راوړاي  اودلاس دگوتوپه اشاره بهرنيان اودهغوي پوځيان پوهوی چي دترهگروځالي ،روزنتون اووسله تون  چيري دي .

داوينادهغه ورپېښ غم په خاطرزموږ پر غيرتي هيوادوالوډيره ښه  ولگېدل .

ښاغلی کرزی صاحب چي پر احساساتو راسي اوگوري چي ډير خلک ئي ليدواودخبرواورېدوته راغلي  چک چکې ورته  کوي چي پر خوله ورځي هغه وايي،هيڅ وخت دافکرنه کوي چي دی (کرزی ) يوعادي سړی نه دی اونه بايدداسي څرگندونې وکړي چي سباپرې پښېمانه وي .داسي خبري به داگټه ولري چي په غونډه کي خلک ووايي کرزی صاحب لکه چي اوس پرې پوه سو! اوڅه نري خبري ئې وکړې اوهغه بل ئي ورغبرگه کړي تر خوله ئي جارسم .خوچي کله دغه خلک کورته ولاړسي اودخپل زوي سره چي دښونځۍ په پنځمياشپږم  ټولگي درس وايي دکرزي  صاحب خبري اودهغوپه هکله خپل نظر شريک کړي ،نوماشوم پردواړوخاندي . او ورته وايي پلاره ته پوهېږي چي ته څه وايي ؟ ته پوهيږي چي کرزی صاحب څه وايي ؟اياهغه رښتياوايي ؟  اياهغه ددې طرفداردی چي عمليات  دې بندسي ؟اوکه سبا بياپر خپله خبره پښېمانه کيږي اووياندئي  ژورنالستانوته گوت څنډنه کوي وايي چي دهغه  (کرزی)خبري غلطې تعبير سوی . پلاربېچاره ئې  دغرور له مخې کله دزوي خبره منی اوپر خپله خبرولاړدی چي نه داسي نه ده اوزوي ئي په جواب کي ورته وايي ښه سمه ده پلارجانه ډير ژربه ئي وگوروچي څه پېښږې ؟

دښاغلي کرزی پردې وينا باندي ډله ايزورسنيو بېلا بېلي تبصرې وکړې ان دافغانستان په دولتي تلويزيون کي هم دامسله  دنظردخاوندانولخوا وڅېړل سوه اوهمدا تعبيرو چي کرزی صاحب وايي پوځی عمليات مو ودروی که په هغه چاپسي  راغلي ياست هغه دلته نسته  تاسو ته معلوم دی چي چيري دي؟

کرزی صاحب لاکابل ته نه وورسېدلی چي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبرخپورکړچي امریکايي چارواکي د کرزي په دې څرګندونو په قار شوي دي .

ددې سره يوځاي دمارچ پر ۱۴په افغانستان کې د ایساف ویاند جوزف بلاتز اعلان وکړ، دوی خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي .

ښاغلی بلاتز وايي  : ((په جګړه کې ملکی تلفات د ډیرو کلونو راهیسی زموږ د ټولو لپاره د اندیښنې وړ خبره ده .

په وروستیوکې دکنړ ولایت د نهو ماشومانو وژنه یو غمجنه پیښه وه او موږ یې ملامتي منو خو ددې وژنو ډیره پړه پر مخالفو وسله والو هم ده.

د بلاتز په وینا په ۲۰۱۰ کې ۷۵ په سلو کې د ملکي کسانو وژنه د مخالفینو له لاسه شوې ده خو بیا هم دا هغه څه دي چې موږ یې باید په اړه احتیاط وکړو.

هغه څرگنده کړه ،افغانانو ته ددې هیواد د امنیت د مسولیت سپارنه یوازې تشې خبرې نه دي او ددې کار لپاره باید افغان امنیتي ځواکونه پوره پوره وړتیا او تیاری ولري..))

دناټودوياندله خبره په عاميانه اصطلاح داڅرگندېري چي وايي ، خيريت دی تاسو څه واياست  ،داصلاحيت تاسو ته چادرکړچي دناټواو امريکايي قواو عملياتوددرېدوخبري پرخوله راوړي .دغه غاښ چيچنې اوگوت څنډنې زوروو چي رښتياهم درې ورځې وروسته چي ټولې نړۍ دکرزی پر ويناتبصرې وکړې .  

دمارچ پر ۱۵ مه ښاغلي وحيدعمرته دنده وسپارل سوه چي  خبريالانوته ووايي : ((دکرزی وينااوخبري غلطې تعبير سوی  . ))

وحید عمرپه یوه خبري غونډه کې وویل، په اصل کې د افغانستان ولسمشرد هغو پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې چې ملکي افغانان پکې وژل کېږي .ولسمشرکرزي  د افغانستان خلک اوحکومت د داسي حملو د درېدو غوښتنه کړې چې پخوا یې هم کړې وه.

يابه ښاغلی  وحيد عمر نسي کولاي دکرزی ويناتر ژورناليستانو راوروسوی اويابه خطاروان وي .

خبره داسي نده چي دده دغه ويناڅخه غلطه تعبير سوی . ښاغلی کرزی هر ځل چي ملکي وگړي وژل سوي غندلې اودبهرنيانونه ئي دپيښي دوضاحت غوښتنه کړې اوهغوي دوضاحت پر ځاي اعلان کړی چي عفه غواړو اوکله کله ئي داخبره په جدې بڼه کړې چي دملکي خلکواودهغوي له ټاټوبي اوکارځاي نه ددوي مخالفين دسپر په توگه کاراخلي ځکه ملکيان وژل کيږي ، ددوي په وينا ۷۵ په سلوکي ملکي وگړو دوژلوپړه دطالبانوپر غاړه ده .

يوپښتو متل دی وايي : (( له يوچانه ئي پوښتنه  وکړه پلاردي  چامړ کړ؟سپروکه پياده وو؟هغه په ځواب کي ورته وويل داچي سپرومړ کړ ،که پياده وو زما له ښې ئې ويست .))

داچي دامسوليت  دهرچاپر غاړه دی  خوپه ملک کښي اوربل اوبېگناه ملکي وگړي لوي اوواړه ،نارينه اوښځې ئي قربانياني دي .

کرزی صاحب دلومړی ځل لپاره داډول خبري وکړې اوپر بهرنيانوئي ږغ وکړ چي عمليات مو بند کړی.

داڅنگه غلطې تعبيرسوی چي دهغه خبرې ټولې نړۍ واورېدې اوکټ مټ د ډله ايزورسنيوله لاري نشرسوې .

په حقيقت کي دغلط تعبير مسله نه ده مسله داده چي سپينه ماڼۍ ورباندي په قهرسوې  ځکه دعامو خلکو اونړيوالورښتيانۍ تبصرې هم اوس دغلط تعبيرپه نوم نومول کيږي .

دننگرهارتر پېښي وروسته هم کرزی صاحب احساساتي سواوبې مسوليته وږغېد .ځکه دهرې خبري لپاره خپل ځاي اووخت بايد په نظرکي ونيول سي .پرهغه وينا ښاغلی نجيب منلي صاحب ښايسته ليکنه کړې زماله نظره کفايت کوي .

په ورته پېښوکي پربهرنيانوباندي دانتقادسره يوځاي  تل داويناخپرېږي چي کرزی صاحب دغه پېښه په کلکو ټکو وغندل اودافغانستان پر دښمنانوئي ږغ وکړ چي تاسو په خپلودې بزدلانه اوغير اسلامي حملودافغانوپر خلاف هيڅ نشی کولاي . ددې سره بياهمدغوته وروڼه خطاب کوی اوپه ادرس پسي ئې گرځي .

د سياسي چارو شنونكي ښاغلي سلطانزوى له روسيه ټوډې سره په مركه كې ويلي : ولسي افغانان د دواړوغاړو ( ناټو اوطالبانو) قربانيان دي، چې كله په ځانمرګو بريدونوكې دوسلوالو طالبانو له خوا په نښه كيږي او كله هم د طالبانو د وژلو لپاره د ناټو د بمبار قرباني كيږي او د دواړو ډلو له چارو تر پوزې راغلي او ستړي شوي دي.

اوس زموږ افغانان په هرڅه پوهېږي،دالوبه ورمعلومه ده چي کرزی صاحب ئي دڅه لپاره کوي؟ کرزی صاحب دځان ساتلوپه خاطرهيڅکله نه غواړي چي امريکايان اوبهرنيان له ځانه خفه کړي،لکه چي نهغواړي ايران او پاکستان خفه کړي،همداسي نه غواړي  ددولت اوبهرنيانومخالفين خفه کړي .اوبه خړوي خپل ماهيان پکښي نيسی .

ستونزه داده چي ددې ماشومانه لوبي قربانيان  بياهم افغان ولس اوپه سرکي پښتانه دي  .بهرنيانوته داسي څرگندېږي چي زه مجبوريم دپښتنو په سيمو کي ددوي دخوشحالېدوپه خاطر داسي خبري وکړم چي ددوي خوښي وي ،يعني دوي له تاسونه بېزاره دي ،دازه يم چي ددوي مخه نيسم .

له نېکه مرغه زموږ پښتانه  په غمونوکي پاخه اوترهرچازيات دخپل هيواد په گټوښه پوهېږي،اوپه دې هم پو هېږي چي بهرنيان دڅه لپاره راغلي اوڅه غواړي؟ ددې ترڅنگ دکرزی صاحب نه نيولې دټول دولتی ډلو ټپلواو جنگسالارو چي په خپلوکي سره جوړ هم نه دي په هغولوبوهم پوهيږي چي دپردې شاته ديوچالخواحمايه کېږي . افغانان وايي دکرزی  دهغه ددولتی چارواکو،بهرنيو ځواکونودمشرتابه،اروپايي ټولنې او ارمريکاترمنځ هيڅ  ډول اختلاف نسته،په ظاهرکي سياسي لوبې کوي تر څوعام ولس مصروف وساتي خودپردي شاته سره خپل او يودبل ترگټونه تېرېږي .دوي هره ورځ په ډاگه داخبره کوي چي دادولت دملت دارادې خلاف پر دوي تپل سوی اودبهرنيانو ترحمايي لاندي دي .ددوي تخواورکوي  اودوي تش په نامه ملي وسله وال پوځ چي په حقيقت کي دسړيو دسوداگرواوجنگسالارووسله وال ځواک دی دساتلو،روزلواووسله وال کېدلو پيسي ورکوي .

دټولودولتي لگښتونوپيسې له بهرنيوبانکوراځي،بيانوکوم ساده  دامنلاي سي چي دوي دبهرنيانوپه وړاندي دنظراوعقيدي دڅرگندولوازادي لري اوياددوي ترمنځ اختلاف سته  .

جگړددې لپاره روانه ده چي همدا کسان په دولتي قدرت کښي وساتل شي،دلته بل کوم ناورين نسته . دکرزی په گډون ټول وايي القاعده چيري ده ،که جگړه دالقاعدې سره وي خوهغه په افغانستان کي نه بلکي په پاکستان کي مرکزونه لري  ،وسله وال خوايراني چارواکي رالېږي اوپيسې عربي شيخان دلته مصرفوي. ددې خوار غريب افغان څه گنا ه  ده چي دقدرتونوترمنځ دجگړې داورپه لمبوکي دالس کاله سوځي .

افغانان پوښتنه کوي : ټوله دنیا پدې پوهیږې  اودامنی چې د جګړې اصلی مرکز پاکستان دی  ، که دوې  له همدې پاکستان سره پټه  ملګرتيا نه لري  نو بیا ولی د پاکستان پرضد اقدام نکوی؟

دوي وايي،موږحیران يو ټول پوهيږي چې پاکستان دافغانستان دښمن وواودی،دهمدې دولت اوبهرنيو ځواکونومخالفين هم  هرځوک چي دي ټول له يوه سره په همدې پاکستان کې د آی ایس آې تر څارنی لاندې کار کوی، له  هغوي نه مالی مرستی او وسلې ترلاسه کوي .ددې پر ځاي چي پاکستان سره حسابونه تصفيه سي  په افگانستان کي دعاموخلکوپه کورواوکوڅوکي جگړه پر خرپ روانه ده ،طبعی ده چي په جگړه کي گلان نه وېشل کيږي انسانان پکښي  له منځ ځی چي ډير پکښي بېگناه افغانان دی اوردلته بل دی ،افغان اوټاټوبئ ئې سوځي ،دلته ماشوم له موراوپلارنه اومورله ماشومه محرومېږي ،دلته هره ورځ خلک په جنازوپسي روان وي ،ددې ملت په شهادت کي ترهگرځانونه غازيان بولي . مگرنه پوهېږوچي ولي نړيواله ټولنه دجگړې دزېږېدو مرکزونه له منځه نه وړي ؟؟؟

دپاي ټکی :

په افغانستان کې د ناټواوایساف ځواکونوڅخه دافغان ولس جدي غوښتنه داده چي دخپل مخالف په وړاندي جگړه کي ړانده غونډاري وارنکړي بلکي دځمکني جگړې له تاکتيکونه په استفادې سره ترخپله وسه  او تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو دمخنيوي لپاره هڅه وکړي . پدې بايد پوه اوسئ ترڅودجگړې ددوام علتونه اومرکزونه وي  داجگړه به دهيڅ کومې ستراتېژی په پلي کېدوپايته ونه  رسېږي  اوهمداافغان وژنه به تردې لاپه خرپ روانه وي .

پر افغانانوږغ کووچي داناورين  اولويه غميزه پدې چارواکواودې ستراتېژيوپاي ته نه رسېږي ،هرڅومره چي ژرکېداي سي بايدموږ خپله بېله دغوچي همدا اوس ترې سر ټکوودخپل ولس غم وخورو،که نندارچيان اودبل پيرزوينې ته سترگي په لاراوسو کور،کلی او وطن موبربادېږي .

هغه ملت ته په رښتياوطن گران دی چي پخپله مټې راونغاړي اودعلم ،پوهی اوسياست  په زورخپل هيوادوال دنړۍ له نوروولسونو جوگه کړي .