د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دحنان بارکزی په شعر کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری 15.03.2011 18:25
ای په کبر کي محبوس
دبل عیب لره جاسوس
هر څوک کښت که حاصل اخلی
ته بیکار تش بوس
تر نصیب به زیات رانه وړې
که څه ولاړشی تر قندوس
بیا د ټولنې په یو بل ریاکاره تر غوږ نیسي دا ریاکاره هغه دی چې د زهد په سپينه جامه کې یې ځان نغښتی دی. له هغه دا سپين کالي باسي او تر کوټلي طنزي نیوکې لاندې یې نیسي مګر له ډیرې غوسې یې طنز د هزل خواته لنګر اچوي، هغه هرڅه بې ډاره بیانوي ځکه هغه د ریښتا ویلو نه ویریږي.
د ریا په زهد غره مه شه زاهده
دی دغاړی طوق دا زهدمقلده
حرمونی اولاد کله په ښه کیږی
د ریا عبادت هسي دی عابده
تا په زړه کښی سل خدایان دی کښینولی
سجده کاندی کوم خدای ته ساجده
په ظاهره د تقوی خرقه اغوستی
په باطن کښي تمام ډک دمکائده
مدام جوز لا یجوز وايي عمل نه کړی
تمام عمر د رندانو سره ضد ه
چي وماته دا غلمان دجنت ستايي
در پوهیږم ګرځوی می له شاهده
چی درځي په خوله ( حنانه ) رښتیا وایه
د فردا اندېښنه مه کړه له حاسده
حنان په طنز وايي ټوله لکه ګونډه د اشنا له غمه ژاړي که افلاطون دی که رستم په یوه کې غیرت نشته چې ږغ یا توره پورته کړی او خپل حق وغواړی ټوله ژاړي
لکه کونډه د اشنای له غمه ژاړي
که رستم د زمانی که افلاطون دی

هغه بیا بیا د خپلی زماني د خلکوله نامردي او بې شرمي څخه سر ټکوي او په طنز ورته وايي ،هر یو د نورو په ظلم او سیتم رضا دي . د هغوی ښکاره ناروابه سرو سترګو مني
دا د ظالم ګناه نه ده دا د مظلوم ګناه ده چې خپله ددی زمینه برابروی چې ظالم ظلم پرې وکړي نو هر سړی په ښکاره ناروا کوي ځکه څوک څه نه ورته وايي

داڅه وخت څه زمانه شوه را پیدا
په ناحق په ظلم هر سړی رضا
په ښکاره کوی ناحقه هسی چاری
چې یې شرم شی له خدایه نه حیا
حنان دوکانداران هم غندي چې د ځان د یوې روپی ګټې لپاره د بل سل روپی زیانوي، په معاملو کی قسمونه او قرانونه خوری د ایمان به کیسه کې نه دی
دیوی روپۍ چې خپله نفعه وینی
د بل سل روپي که زیان شی ،له بلا
په یوه سودا کښي سل قسمه وخوری
د ایمان په فوتېده بی محابا
حنان وايي دواړه شتمن او نیستمن انصاف نه لري هر یو د خپل واک په کچه ظلم کوی هر یو خپله ګټه غواړي، هیڅوک دګناه په کولونه پښیمانه کیږي
نه غنی انصاف لری نه مفلس دواړه
هر سړی ظالم پخپل قدر تنها
که محکم شی ددوو کسو تر میان کښینی
بی مرضی یې هر ګز نه زده بله خوا
ګناهونه صغیره که کبیره دی
هسی کاندی ته وانه لری جزا
حنان وايي په ټولنه کې زنا ، سود ، شراب اولواطت روا شوی، مشر او کشر اداب هیر کړی کوشنی د لوی او لوی د کوشني نه شرمیږي
هم زنا، رباو غیبت دائم الخمره
لواطت خوند سړی ګڼي روا
هیڅ په کشر کښي ادب نشته له مشره
نه شرمیږی پلار له زو، زوی له ابا
خپل عمل د نیک و بدو دلته تول کړه
د قیامت په ترازو کښی نشته غلا
الهی له هسی قومه نجات ورکړې
و (حنان) ته په خپل فضل ربنا
د هغه یو طنزیه کیسه داسې ده
د تور او سپین سړی تر منځ مناظره وه ،سپین له تورسړي کرکه کوله .تورسړي ورته وویل: دواړه د یوادم اولاده یو، ته زما څخه کرکه مه کوه، زما یو څاڅکی ستا د بدن خال کیږي او ستا درنګ یو څاڅکی که زما پر مخ توی شي ماته خلک پيس وايي
زه باید ستا څخه کرکه وکړم نه ته زما څخه

اوریدو می چی یو ښکلی لکه لمر و
وايي خیست له یوه توره ډیر عبرت
وی یې ته يي توره شپه زه لکه ورځ یم
پر چهره دا ستا د مخ راځي حسرت
تور وې دواړه د یو ادم اولاد یو
ته پر څه کوی زما څخه نفرت
که زما د رنګ یو څاڅکی پر تا وشی
هغه ستاد حسن خال شی د کثرت
او که څاڅګی پر ما وشی ستا له رنګه
تمانی عالم می پیس بولی صورت
می باید چې زه له تا څخه کنار شم
ته پر څه هومره اندوه کوې حسرت
دا قطعه ( حنان) ویلی په رښتیا ده
ګوندي واخلی مهرویان ځنی عبرت
پای