د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار تاريخي جغرافيه (٤)

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 14.03.2011 23:40

ج- جلال اباد:
 د ننګرهار ولايت  اوسنى او معاصر ښار چې د نوموړي ولايت مرکز هم دى، جلال اباد دى. د جلال اباد ښار د ننګرهار د نورو ښارونو په پرتله  يو وروستي او اوسنى ښار دى. نوموړى ښارهرومرو د کوم  بل لرغوني ښار پرځاى ودان شوى او منځته راغلى دى، ځکه لکه دمخه چې يادونه وشوه په دې سيمه کې نور لرغوني ښارونه هم  و.  
د جلال اباد ښار د کابل او پېښور د لويې لارې پر سر پروت دى.له       (٢٠) کيلومتره مربع زيات پراخوالې لري . له شمال  څخه د کابل د سيند، د سويل له طرفه د درونټې د کانال ، د ختيځ له پلوه د شيشم باغ اوعسکري قشلې او د لويديځ له پلوه د بهسودو د ولسوالۍ پورې نښتى دى.(په دى وروستيو کې د جلال اباد ښار ډير پراخه شويدى.)
د ١٣٥٤ل کال د احصائيې له مخې د جلال اباد په ښار کې  (٥٨) زره تنه  اوسيدل ،چې د نفوسو ګڼوالې يې  په هر کيلو متر مربع کې په منځني ډول (٢٩٠٠) تنو ته رسيده.                          اوس به هرو مرو ددغه ښار استوګن دوه ځله او يا له دې هم ډير، زيات شوي  وي.
د جلال اباد ښار چې له کابل څخه د ١٨٢ کيلو مترو په واټن د کابل او پېښور دلوېي لارى پر سر پروت دى، د ختيځ طول البلد په ٧٠ درجو، ٢٧ دقيقو او ٥٤ ثانيو او د شمالي عرض البلد په ٣٤ درجو، ٢٦ دقيقو او ٢ ثانيو کې موقعيت لري او د سمندر له سطحې څخه ٦٠٠ متره لوړ دى.
نوموړى ښار د افغانستان د ښکلو ژمنيو ښارونو څخه شمېرل کېږي. دا يوه داسې سيمه ده چې د ژمي په موسم کې شنه او سمسوره وي او واوره په کې نه اورېږي، هوا يې په اوړي کې توده او په ژمي کې مناسبه او معتدله ده، ځينې وخت سپک کنګل هم لري.(١٥)

١- د جلال اباد د ښار کليمه او تاريخي سوابق:
د  پخوانۍ ګندهارا يعنې د ګندهارا د ولايت مرکز يا زړه د جلال اباد ښار ګڼلى شو چې د با غونو او ودانيو له مخې زيات شهرت لري. لکه چې په تاريخ کې څرګنده ده، د جلال اباد د ښار بنسټ د بابر په وخت کې ايښودل شوى دى خو د پېښو او حوادثو په وسيله ړنګ شوى دى. وروسته بيا د جلال الدين اکبر په زمانه کې په١٥٠٧م کې د نوموړي ښار بنسټ په زيات مساحت سره کېښودل شو او د جلال الدين (جلال اباد) په نامه ونومول شو. نوموړى ښارد تيرو پنځو پېړيو په موده کې د زياتو پرمختياوو او بدلونونو شاهد دى . په  ١٨٣٨م کې د امير دوست محمد خان له خوا ونيول شو. نوموړى ښار د افغان او انګليس ترمنځ شخړو کې سخت زيانونه و ليدل ، لا د انګليسانو زيانونه  نه و رغيدلى چې نوموړى ښار يو ځل بيا د سختې او خطرناکې زلزلې په وسيله په ١٨٤٢م کال کې وران او له نيمايي څخه زيات د خاورو سره برابر شو.
هغه وخت چې امير حبيب الله خان د حکومت واک تر لاسه کړ نو د نوموړي ښار د ودانۍ او سمسورتيا لپاره يې ځانګړى پاملرنه وکړه. عمومي باغونه او ښکلې ودانۍ  يې د عسکري افسرانو او لوړ رتبه مامورينو لپاره جوړې کړى. دغه پرمختيا او توجه ددې سبب شوه تر څو جلال اباد د هېواد د يو ژمني مرکز حيثيت ځانته غوره کړي.
د اعليحضرت غازي امان الله خان د سلطنت په دوران کې هم د جلال اباد ښار خپله سابقه او اهميت وساته، خو د کورنيو شورشونو په وخت کې په ١٣٠٧هـ ش کال د جلال اباد ښار ته يو ځل بيا اور واچول شو او تقريباً ښار په ورانو او ويجاړو بدل شو.
د نادرخان د سلطنت په دوران کې او له  هغه څخه راوروسته يو ځل بيا د جلال اباد ښار ته يو څه نوې پاملرنه وشوه، ځينې باغونه او پارکونه په کې جوړ شول، په ځانګړى توګه کله چې د ننګرهار د کانال پروژې پراختيا پيدا کړه، د نوموړي ښار په پراختيا او جوړولو کې يو فوق العاده خوځښت رامنځته شو. د پورته توضيحاتو پر بنسټ  داسې نتيجه اخيستل کېږي چې نوموړى ښار تقريباً(٥٠٠) کلنه سابقه لري په داسې حال کې چې د نوموړې سيمې اطراف او چاپېريال لکه هډه او پخپله ننګرهار ډېر لرغونې تاريخ لري. د جلال اباد ښار بنسټ د هډې د تاريخي ښار ترڅنګ چې د بودايي هنر له کبله يې په پخوانۍ نړۍ کې  نړيوال شهرت درلود، په منځنيو پېړيو کې د هند د مغلانو په زمانه کې د بابر او له هغه څخه وروسته د جلال الدين اکبر په زمانه کې کېښودل شو.(١٦)
٢- د جلال اباد د ښار د منځته راتګ عوامل:
لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه، د جلال اباد ښار د مغلي پاچاهانو له خوا رامنځته شو. د نوموړې سيمې غوره پوځي موقعيت او د کابل او پېښور د لويې لارې پر سر پروتوالى د مغلي پاچاهانو پام ځانته راوګرځاوه. څرنګه چې د نوموړي ښار په ختيځه برخه کې د خيبر مشهوره دره پرته ده او نوموړى ځاى د نظامي موقعيت له امله ډېر غوره بلل کېده نو د هندي مغلانو لپاره چې د مغلي دولت د ټينګښت لپاره يې هلې ځلې کولې د ډير اهميت وړ و. د هند مغلانو باور درلود چې که چېرى د خيبر دره د يوې پوځي هډې په توګه د دوى په لاس کې وي نو د هند پر خاوره به د افغانانو له بريد څخه په پوره ډول  مخنيوى وشي او د تل لپاره به د هند امپراتوري د خپل ځان لپاره وساتي. له همدې کبله مغلي پاچاهانو د پوځي او اقتصادي اهميت له مخې د ننګرهار حوزه ارزښتمنه ګڼله او په نتيجه کې يې د ننګرهار سيمه په خپل واک کې راوسته.
جلال الدين اکبر چې د مغلوله مشهورو پاچاهانو  څخه ګڼل کېږي او دده د امپراتورۍ  دوره د هندي مغلانو د عظمت او سترتوب له  عصر څخه شمېرل کېږي، د جلال اباد د ښار بنسټ يې  د نظامي او سوق الجيشي اهميت پر اساس کېښود.
که چېرې د جلال اباد پخوانى ښار وڅيړو، ليدل کېږي چې د جلال اباد ښار يوه پراخه ساحه په بر کې نيولې وه،  لوړ او پنډ دېوالونه ورځنى چاپيره شوي وو، د دېوالونو له پاسه لوړ برجونه د ښار د ساتنې لپاره جوړ شوي وو او د دېوالونو پر سر يې کولاى شول د جګړې پر وخت نظامي توپونه په حرکت راولي تر څو د پرديو په مقابل کې له ښار څخه په اسانۍ سره دفاع وکړي. د ښار احاطې د څلورو دروازو په وسيله له بهر سره اړيکه پيدا کوله.
د همدى کلا او نظامي دېوالونو څخه څرګندېږي چې نوموړى ښار له نظامي او سوق الجيشي نظره ځانګړى اهميت درلود او په همدې منظور منځته راغلى و ، خو د نوموړې سيمې د سوداګريز اهميت څخه  هم چې د کابل او پېښور پر لويه لار پرته ده، سترګې نه شو پټولاى..(١٧)
٣- د جلال اباد ښار د پرمختيا علتونه:
دمخه مو يادونه وکړه، ومو ويل چې د جلال اباد ښار د نظامي او سوق الجيشي اهميت له مخې رامنځته شو، اما نورې مهمې جغرافيايي پديدې يعنې د تجارت او مواصلاتو له  رول،د ولايت د مرکز په توګه له اداري رول،کلتوري ارزښت،تورستيکي اهميت،د ننګرهار د کانال د پروژې او کرنيزو فارمونو د جوړولو له رول او دصنايعو له رول څخه هم چې د نوموړي ښار په پرمختيا او پراختيا کې يې رول لوبولاى سترګې نه شو پټولاى.همدارنګه دکار موندنى او سوکاله ژوند په هيله له کليو څخه دښار پر لور کډه کولو هم په ښار کې د اوسيدونکو شمير زيات کړى  او هره ورځ د ښار پرمختيا او پراختيا ليدل کېږي.
د جلال اباد ښار د دوو مهمو سوداګريزو مرکزونو پر تګ لوري يعنى د کابل او پېښور ترمنځ پروت دى او د افغانستان د غوره صادراتي او وارداتي مالونو لېږدول له همدې ليارې ترسره کېږي.
له دې لارې څخه د سوداګريزو مالونو تېرېدل د نوموړې سيمې د خلکو پر اقتصاد هم اغېزه لري. همدارنګه  دلته يو زيات شمير سوداګرو په تجارتي فعاليتونو لاس پورې کړى او د ښار د پراختيا لامل شويدي. تجارتي فعاليتونه د پانګې دزياتوالي سبب ګرځېدلي او په نوموړي ښار کې زياتې کوچنۍ صنعتي فابريکې تاسيس شوي چې دا ډول فابريکې د کارګرانو په راټوليدو،د نفوسو په زياتوالي او د يوې ښاري سيمې  په پراختيا کې ډېره اغېزه لري.
بله مهم څيز چې د جلال اباد د ښار په پراختيا او پرمختيا کې يې رول لوبولى،د ښار شاوخو  د کرنې د غوره  ځمکو شتوالى دى چې ان  په کال کې درې ځله حاصل ورکوي اود ښاري مارکېټ په پراختيا کې رول لري.
د نوموړي ښار اداري رول او اهميت هم د ښار د پراختيا او پرمختګ  غوره او عمده علت  ګڼل کېږي. کله چې د لومړي ځل لپاره اداري تشکيلات په منظم ډول د ١٣٠٠هـ ش کال څخه مخکې رامنځته شول،نو افغانستان په پنځو ولايتونو او څلورو اعلا حکومتونو ووېشل شو.  ولايتونه يي کابل، کندهار، هرات، ترکستان، قطغن او بدخشان او اعلا حکومتونه يي مشرقي، جنوبي، فراه او ميمنه و.
د مشرقي اعلا حکومت چې تقريباً يوه پراخه ساحه يې په بر کې نيولې وه اداري مرکز يې د اقتصادي حالت او جغرافيايي موقعيت پر پنسټ د جلال اباد ښار ټاکل شوى و. په ١٣٤٣ل کې د افغانستان اداري وېش په ٢٨ ولايتونو کې تنظيم شو چې د مشرقي اعلا حکومت په يوه متفاوته پراختيا سره پريوه ولايت باندې بدل شو او د ننګرهار په نامه ونومول شو. د ننګرهار ولايت اداري مرکز هم په خپل وار سره د جلال اباد ښار وټاکل شو. په ١٣٥٢ل کې کله چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې جمهوري نظام رامنځته شونو  هغه ٢٨ ولايتونه ٢٦ ولايتونو ته راټيټ شول او د کنړ ولايت له خپلو ټولو اداري تشکيلاتو سره د ننګرهار د ولايت پورې د لوى ولسوالۍ په توګه وتړل شو. په دې اساس د پراخه اداري تشکيلاتو له مخې د جلال اباد په ښار کې زيات مامورين راټول شول او داداري او اقتصادي فعاليتونو پراختيا د ښاري نفوسو د زياتوالي سبب شوه.
کله چې په دې ښار کې په ١٣٤٣ل کال کې د ننګرهار د طب پوهنځى رامنځته شو، پوهنتوني اهميت يې هم وموند. سره له دې چې د جلال اباد ښار د افغانستان د نورو لويو ښارونو په شان د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو او لېسو درلودونکى هم و او په زرګونو زده کوونکي په کې په  زده کړو بوخت و، خو د ننګرهار پوهنتون يو بنسټيز او ستر ګام و چې د نوموړي ښار په وده او پراختيا کې يې  څرګند رول ولوباوه. همدارنګه په ١٣٥٧ل کال د ننګرهارپه پوهنتون کې د طب له پوهنځي څخه پرته درى  نور پوهنځي (ښوونې او روزنې، کرنې او انجنيري) ورزيات شول او ورپسي د پښتو ژبې او ادبياتو، اقتصاد او نورو پوهنځيو د تاسيس امکانات رامنځته شول چې د جلال اباد د ښار په پراختيااو پرمختګ  کې يې ستر رول ولوباوه او لوبوي يې.
همدارنګه ګرځندويي (تورستيکي) اهميت  هم د جلال اباد د ښار په پراختيا کې اغېزمن رول لوبولاى دى.
 په ژمي کې ددې سيمې په زړه پورې هوا، همدارنګه دلته د سمسورو او زړه وړونکو باغونو شتوالى، د هډې تاريخي اثار، د کرنې فارمونه اونور، ګڼ شمېر کورني او بهرني سياحين او سيلانيان ځانته راکاږي. له همدې امله که چېرې د جلال اباد د ښار نفوس په ژمي او اوړي کې سره پرتله کړو، ليدل کېږي چې په ژمي کې د نوموړي ښار وګړي ډير زياتوالى مومي. د  ١٣٥٤کال داحصايې له مخې د جلال اباد د ښار استوګن ٥٨ زره اټکل شوى و په داسې حال کې چې نوموړى شمېر به په ژمي کې ٨٠ زرو تنو ته لوړېده.
له بلې خوا د اوبو د اهميت او رول څخه هم چې د ښار په پراختيا او د نفوسو په راټولېدو کې يې لري، سترګې نه شو پټولاى.
د جلال اباد د ښار ښي اړخ ته د کابل سيند بهېږي او د هغه په لويديځه برخه کې د سره رود خوړ د کابل له سيند سره يوځاى کېږي چې د ښار د پراختيا لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. ټول هغه علتونه  چې پورته ورځنې يادونه وشوه، د نوموړي ښار د پراختيا او پرمختيا سبب ګرځېدلي دي.
٤- د ښار پراختيا او شکل:
د امان الله خان په وخت کې د جلال اباد ښار يوه کوچنۍ ساحه په بر کې نيولې وه او د يوه واړه ښار څخه يې استازيتوب کاوه. د هغه وخت په يوه تدريسي کتاب کې د جلال اباد د ښار پراختيا په لاندې ډول ټاکل شوې وه:
(( د جلال اباد ښار چې څه ناڅه ٢١٠٠ ګزه احاطه لري د نفوسو شمېر د ښار دننه  يعنې د دېوالونو دننه تقريباً ٥٠٠٠ دى، په داسى حال کې چې د ښار چاپېريال پراخه دى، نيږدې ١٥ ميله اوږدوالى او ٤ ميله سور لري. منځنۍ برخه يې له کلاګانو او باغونو څخه چې د ګلانو څخه ډک دى جوړه شوې ده او يوه ډېره ښکلې او سمسوره سيمه ده)).
د جلال اباد د زوړ ښارځانگړنې  چې په ١٣٣٥ل کال ړنګ شو په لاندې ډول وي:                                                                                                                                                                                                            
د پخواني ښار کورونه په عمومي ډول سره دوه پوړيزه، د خامو خښتو، لرګيو او ډبرو څخه جوړ شوي وو. کوڅې يې بې نظمه او ډېرې کم سوره وې. ښار د دوو سړکونو په وسيله چې يو بل يې عموداً قطع کول، په څلورو برخو وېشل شوى وه او د بازارونو پاى له يوې دروازې سره اړيکه لرله. شمالي برخه يې د بهسودو د دروازې، جنوبي برخه يې د هډې د دروازې، ختيځه برخه يې د پېښور د دروازې ( په لاهورۍ دروازې سره مشهوره) او لويديځه برخه يې د کابلۍ دروازې په نامه يادېدله.
په ١٣١٤ل کال د نوي ښار بنسټ کېښودل شو او تر ١٣٣٥ل پورې د جلال اباد زوړ ښار په بشپړه توګه له منځه لاړ. د جلال اباد نوي ښار  چې د ختيځ او لويديځ په لور غزېدلى  يوه مستطيل ته ورته شکل يې ځانته غوره کړى چې اوږدوالى يې څلور کيلو متره او سور يې دوه کيلو مترو ته رسېږي.پخوا د جلال اباد ښار په دريو ناحيو وېشل شوى و چې لومړۍ ناحيه يې د شيشم باغ د تحقيقاتو له بڼ څخه پېل د چپرهار او بهسودو تر سړک پورې پرته وه. دوهمه برخه يا ناحيه د چپرهار او  بهسودو له سړک څخه شروع د پوهنتون تر روغتونه پورې او درېيمې برخې يا ناحيې د پوهنتون د روغتون څخه د ژاندارم تر پله پورې پراختيا موندلې وه.
د جلال اباد ښار د کابل او جلال اباد دلويې لارې دواړو خواووته  پروت دى. د نوموړي واټ په اوږدو کې دوه چوکه شته دي چې د سرماموريت د چوک او د ښاروالۍ د چوک په نامه يادېږي. ددې واټونو  تر څنگ مغازې، دوکانونه، رستورانونه، هوټولونه او سينما موقعيت لري. د نوموړو دوکانونو شاته  پارکونه او د تفريح او ساتېرۍ ځايونه دي.
د کابل او تورخم له عمومي واټ سره موازي دوه نور عمومي واټونه نسبتاً ليرې پراته دي او ددغو اصلي واټونو په منځ کې فرعي واټونه رامنځ ته شوي دي چې د ښار شکل په يوې منظمې مستوې سره وېشي.د ښار د کورونو شکل په عمومي ډول سره په يو پوړيز او دوه پوړيزه توګه پراختيا پيدا کړې ده  چې د نويو او عصري ودانيو څخه ګڼل کېږي خو لا تر اوسه زياتره کورونه او د ښار نوري ودانۍ د کاناليزاسيون او د اوبو او بريښنا منظم سستم نه لري چې ډېرى سونزى يې رامنځ ته کړېدي.
د نوموړي ښار د پراختيا لپاره لا ډېره زمينه برابره ده او هيله ده چې لاپسې ښکلى، پرمختللى او د هېواد يو ستر ښار شي.
د جلال اباد ښار د نورو ښارونو په شان د چاپېريال (حومې) درلودونکى دى.  بهسوداو رېګ شاهمردخان چې څه موده مخکې يې يوه وچه او رېگ زاره سيمه جوړوله، د جلال اباد د ښار چاپېريال و. اوس ريګ شاهمردخان د ښار پورې تړل شوى او د ننګرهار د کانال له برکته نوموړې سيمه په يوه سمسوره سيمه بدله شوې ده. د زرګونو  عصري کورونو درلودونکې او د ښار يوه برخه ګرځېدلې ده.
 همدارنګه د ښار جنوب ته چکنوري او ختيځ ته خوشکنبد د ښار  حومه يا شاوخواجوړوي چې په راتلونکي کې به هغه هم ځانته ښاري بڼه غوره کړي او د ښار پورې به وتړل شي.
نوربيا                                                                                                                                               
يادونه: دننګرهار تاريخي جغرافيه چې زمايو اثر دى او نېږدې درې لسيزي دمخه ليکل شوي اوس يې د چاپ او خپرولو نيت لرم. له دي امله د نوموړي ليکني د خپرولو او تکثير حق محفوظ دى، البته د مواخذ په توګه ورځنې کار اخيستل کېدلاې شي.
په درنښت