د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

احمد رشاد احمدزی 14.03.2011 09:16
د تورو شپو تياروکې دلندن مسافروکې چه را ياد به شوی وطنه بيا به ورک شوم په غمو کې
دشپيليو اوازو نه دچرګانو اذانونه دګودرغاړې ته لاړم بيابه ډوب شوم په خيالوکې
دبنګړيوزنګ اوشور دمنګيو ټنګ ټکور دسپرلي نسيم به راغی بيا به تم شوم چنارو کي
دپيغلو څادرونه دځوانانو دستارونه شين خالۍ به راښکاره شوه بيا به پټ شوم په باغچوکې
ترکنده غرمه وه څه ښکلې ننداره وه لامبوګانې به کيدلې بيا به کوز شوم په بيالو کې
پيغله وه روانه پټي کې خرامانه شړومبېې يې دابا وې بيا ورګډشوم په خوړو کې
شپه به راښکاره شوه کيږدۍ به راستنه ړنا به چی خوره شوه بيا به بوخت شوم تماشوکې
سکون به رانه لاړو جننون به راته راغلو نغمې به مې وهلې بيا به مست شوم ربابو کې
رشاده پرديسي ده عجيبه ملنګي ده خوب مې وليد بيابه ستون شوم کوڅوکې



په درناوي