د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې، دغبرګو لمانځنو جشن

سيدجان کارواني 12.03.2011 12:31

بسم الله الرحمن الرحيم!

په لندن کې، دغبرګو لمانځنو جشن

ربه خزان يې هر بهار کړې څوک چې زما د باغ ګلونه رژوينه
افغانان هغوته زَوال کــــــــــــــــړې څوک يې چې لرو او بر هيواد ويجاړوينه

ګرانو افغانانو، درنو خويَندو او وروڼو،

نوی افغاني کال مو مبارک شــــه!
نوروز افغاني تان پيروز بــــاد!
د ميَندو، ميرمنو، لوڼو او خويَندو هره ورځ دې رڼه او بختوره وي!

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، د تېرو کلونو غوندیِ، ســږکال هم، دښکلي او خواږه افغانستان د ګلخوَټينوـ ګلغوټينو او وږمو وَرينو شنو پسرليو په ياد، دافغاني نوي کال اودښځو د نړيوالیِ ورځیِ په مناسِبت، داځل ګډ غبرګونــَی، جشن جوړوي .
د دې جشن په دوَيمه برخه کې به د ټولنیِ د سټېج نه، يوځل بيا، تاسو ته، هغه وتلی افغان هنرمند خوږې وطني او مستی ِ نوی ِ سندری ِ وړاندی ِ کړي چاچې خپلیِ لومړنۍ خوږې زمزمې له همدې دريځه پيَل کړیِ وې .
هو، بلبل اواز لطيف ننګرهاری يادوو . ږموږ ننګرهاری بلبل اواز د مارچ د شلمیِ نيټې د يکشنبیِ (دوَيم ) ورځیِ په ماښام ، دلته په لندن کې، د افغانانو د ټولنیِ په تالار کې،خپلیِ خوږې وطنپالیِ او مستیِ سندریِ له هغیِ لحظې پيَل کوي په کومه چې په ګران کابل کې نوی کال رادبره کيږي . هيله ده چې د افغان مِلت وېش او ورکیِ ته د ملاتړلي وحشي يرغمالګر اِستِکبار او معارف ــ معرِفت او تمدُن دُښمنه کِراکړل شوي جهالت نه دغبرګو غبرګو خونړ يو روحي ټپونو دردونه تر شپږوـ اوو ساعتونوپوریِ درنه هېر کړی شي .
تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې، په خپل ګڼ ګډون سره دغبرګ تجليل دغه جشن لا دروند او ښکلی کړئ .
اِستِقبال ته مو سترګیِ په لاره يو!
په درنښت

سيدجان کارواني
د افغانانو د ټولنی مشر


نوټ: محترم شاعران او اديبان او ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي.
د پيل وخت: د مازديګر څلور بجی.
ځای يې: د پخوا په څېر:
Sunday - 20/ March / 2011 – 4:00PM

West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
020 8993 81 68 او 020 8993 21 29