د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري ( ۲۳ برخه)

غلام محمد زرملوال 11.03.2011 21:09

يحيى خان پدې هکله کټ مټ پوځي چالچلن وکړ.
لومړى يې ملکي کابينه منحله اورخصت کړه. د کابينې وزيرانو بيله هغه هم د مشورتي کميټې حيثيت درلود. د هغوى نشتوالى واقعاً کوم تاثير نه لاره. له يوې خوا د هغوى رخصتيدلو خارجي سترګوته ښه په زړه پورې منظره جوړه کړه او له بلې خوا د جنرال يحيى خان له چاپيريال څخه د ځينو د بى شرمانه حرکاتو د لوڅولو منبع وګرځيدل. د کابينې د شړلو حقيقت يواځې دا ونه ښودل چې د پردې شا ته پټ څه روان وو بلکې د هغو چا لپاره چې دلچسپي يې لرله په ډاګه څرګنده شوه چې پنجابي پوځ لويې لوبې ته تيارى نيو.
له دې کار څخه وروسته  جنرال يحيى خان د هوايي او سمندري قواو قومندانان،د ايالتونو ګورنران او د ماشلا اداره چيان د غونډې کولولپاره په راولپينډۍ کې خپل دفتر ته راغونډ کړل. هغه تفصيل چې هلته څه تير شول اوڅه لوڅ شول لا تر اوسه پورې پټ پاتې دي. داسې شواهد ليدل کيږي چې پدې غونډه کې د ختيځ بنګال ګورنر ادميرل احسن او د مارشلا اداره چي ليفټيننټ جنرال صاحبزاده يعقوب د اسامبلې د ځنډولو له مفکورې سره سخت مخالفت وښود اواخطار يې ورکړ چې له دې کار څخه به بيسارې بدمرغۍ اوخطرناک نتايج راپورته شي. هغوى دواړو په بنگال کې شپې اوورځې تېرې کړې وې او د بنګالى اولس روحيه ورته ډيره ښه څرګنده وه. مگر چا يې خبرې ته غوږ نه کيښود.
اوس دا خبره چې ادميرل احسن په هغه ځاى کې له وظيفې څخه ډډه (استعفا) وکړه، رښتيا مالوميږي. نوموړي دا کار ددې لپاره وکړ چې يا خو دا چې نه غوښتل پدې غيرانسانى کار کې برخه واخلي او يا دا چې د راتلونکې لوبې څرنګوالى يې احساس کړى و. نوموړى له راولپينډۍ څخه په ډيره خواشينۍ ووت. خو څو دقيقې مخکې له دې څخه چې ډاکې ته لاړ شي له هوايي ډگر څخه بيرته  راستونکړى شو. څرګنده خبره ده چې ده [يحيى خان] ځکه نوموړي ته موقع ورکړه چې د ختيځبنګال ګورنر دې پاتې شي او دا ځکه چې په هغه حساسه ګړۍ کې به داسې بدلون راوړلو ممکن په پوځ کې ګډوډى پيښه کړې واى. دا هغه غوره ټکى و چې پنجاب هڅه کوله چې مخنيوى يې وکړي.
صاحبزاده يعقوب خان طبعي ده چې د پيښو په راګرځيدو سره ځينې غلطۍ کړې وي. لنډه دا چې د مارچ د مياشتې په دويمه نيټه کله چې يحيى خان هغه څه چې غوښتل تر سره شول، هغوى دواړه يې له وظيفو څخه ګوښه کړل.
دا چې په غونډه کې به نور څه پيښ شوي وي څرګنده نه ده مگر يحيى خان ته د غونډې په پاى کې اطمينان حاصل شوى و چې د پوځ پوره ملاتړ په هره لار چې وغواړي ورسره دى.
څرګنده خبره ده چې د پوځي جنرالانو په ککرو کې دا مفکوره پوره پخه شوې وه چې که چيرې اساسي قانون د عوامي ليګ د شپږ فقريز پلان په اساس ولاړ وي نو  پاکستاني پوځ او خاورې ته به لوى تاوان ورسيږي. د هغوى په ککره کې د دې خبرې پخول دومره لوى چل نه و لکه څنګه چې به څرګنده شي. هر څه د يحيى خان په لاس کې وو. د پاکستان پوځ تل تر تله هندوستان د لمړني دښمن په هکله پيژني. د هغوى په ضد د دروغو پروپاګند او لمسون ښه وسيله ده. نود پاکستان هوايي، سمندري او ځمکنۍ قواوې تل پر هغه هيواد باندې تجاوزکولو ته چمتو دي!
د الوتکې له پيښې څخه وروسته له دوه جبهوڅخه د دفاع کولو موضوع خورا د غور وړ خبره وه اوبايد وچې په منتها ډول يې تيارى نيولى وى. پر دې برسيره بلله لويه خبره دا وه چې شيخ مجيب الرحمن په ډاکه کې غوښتنه کړې وه چې له هغه هيواد (هند) سره چې پنجاب ورته کرکجن دښمن وايه، خبرې اترې او مفاهمه وشي. اوتر ټولو غوره دريمه خبره دا وه چې شيخ مجيب د الوتکې په تښتولو کلک انتقاد کړى و او هغه درانده لگښتونه يې چې د پوځ د پاره کيدل بيځايه بلل. د انتخاباتو په جريان کې يې ويل چې ګوندې داسې مصارف د دوى له اقتصادي توان سره موافق نه وو. نو (پوځ) د عوامي ليګ مشر له دواړوخواو- د پوځ اوسوشيل سيکيوريټي – لپاره لوى خطر وباله. او دوى ته د عوامي ليګ بدبين حکومت چې په يوه شليدلي فدراسيون باندې باندې به رياست وکړي ډير بيځايه اود خودکشى غوندې ښکاريده. کله چې ټول مسايل په پورته ډول تفصيل اوپوځ ته وړاندې شي نو پدې کې شک نشته چې وظيفه پالونکي افسران! بيله دې چې د پريزيډنټ خوا ونيسي بل څه کولاى شي. په ټولو برسيره يحيى خان خو بل څه نه غوښتل مګر دا چې پوځ پياوړى وي!! او  مرکزي حکومت پياوړى وي! نو کوم پاکستانى پاتريات (وطنپال) به دا نظر ونه مني؟؟
کله چې يې د خپل موقعيت په هکله اطمينان پيدا  شو نو يحيى خان او ملګري يې په ډيره قرارۍ پرمخ تګ پيل کړ. د لويې لوبې کولو لپاره يواځې شپږ ورځې پاتې وې. دا خورا لږ وخت و او بايد بېځايه ضايع شوى نه واى. جنرال حميد، ټيکه خان او عمر ډاکې، لاهور او کراچۍ ته د مختلفو وظيفو د اجرا کولو لپاره واستول شول. د هوايي او سمندري قواو قومندانانو ته هم ځانګړې وظيفې وروسپارل شوې. په کراچۍ کې د ورځپاڼو خپرولو مسئولو کسانو ته لارښوونه شوې وه چې ترڅو دوى ته اجازه نه وي ورکړل شوې، د پوځي قومندانانو د تګ راتګ په هکله به خبرونه نه خپروي. که څه هم دا خبره په چا باندې ښه نه لګيدله مگر څه يې کولاى شول او په هغه هکله تبصره کول خورا خطرناک وو!!
پدې برسيره پوځ ته د هيواد په اوږدوکې د تيارسۍ امر ورکړل شوى و. بهانه هم له هندوستان سره د اوضاع خراپي وه. په همدې بهانه يو بټاليون له سامان او وسلې سره په ډاکه کې ختيځې قوماندانۍ ته ولږدول شو. لومړنۍ بيړۍ چې پدې وخت کې د سيلون له لارې چتکانګ ته روانه وه، د (م، د، صوات) بيړۍ وه. دا بيړۍ د پوځ او نورو پوځي مهماتو لپاره باړه اود شپې په تورتم کې بار کړى شوه. کله چې د مارچ په دريمه نيټه په بيړۍ باندې د بنګالي اولس سترګې ولګيدې نو د پنجاب دسيسې او هغه اوږده پلان ته چې په انتخاباتو کې له برياليتوب څخه وروسته يې د دوى د غوليدو لپاره جوړ کړى و، هک حيران پاتې شول.