د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعلی خان په شعرونو کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری 10.03.2011 15:47
هغه کور کلی پریږدی او ځي مګر په غربت کې ځان ډیر خوار ، ستړی او پردی ننګیری
ځان ملامتوی او وايي:

زه یو لوغړن یم خوار خسته جلا وطن یم
هسی ارزومن یم سر ګڼم سپک تر ګیا
زه که پوهیدی چې دی په مانه شی وطنه
نه به وم په تا پسی وتلی له وطنه

هغه ځان خپله ډاډه او خوشاله وی چې دا به دخدای اراده وي
قضیې راباندې ډیری دی راغلی
سیاله ده معدومه دفراق ولې
دڅښتن فضل ته ګوره سختی هیڅ دي
ګوندې پیښ راته هرګوره لوی خطردی
علی خان به څه له غمه شکایت کا
اراده وه دقادر بیچون هسی

هغه هغه خانان چې د وطن دګټې پسې نه ګرځي زورور بولی نه خانان

چې دقام بهبود ته نه ګوری بی سوده
زوروردی په خانانو حساب نه دی
ځان ته وایي یاره په دې کام کې عاشقی ختمه شوې ده راځه دا کلی پریږده
عاشقي به قام کې نشی علی خانه
راشه اوس له کورو کلی پسې او ځه
هغه معشوق ته وایي ته پوهیږي چې ټوله درته جان جان وایي خو دا ټوله لباسي دي
ټول دي په زارو او په قربان او په جان بولی
جان خو زما جان یې وایه ځانه ځان دچا یې
نور که درله جان جان وایې لباسی دي
خود به پری پوهیږی،په رښتیا چې جان دچا یې

دهغه ذ بې ټکو شعرونه یوه بیلګه دا ده :

.داِم دم که ِم همدم که د لا رام اړم
هم مې ساه ده له ما لاړ هم می ارام لاړ
داامر دمرور لاړ له ماله در وه
که داحور وو دمحمود دار اسلام لاړ
عالم وران کړو ددلدارو لول کا کلوً
داګوارګوار مهم له داسلام لاړ
هسب طمه دمراد ورکه شوه له دهره
لکه دادمهر له هرا ولولار حام لاړ
دښاغلی تقویم الحق کاکاخیل په خیال ((دحورو په مناسبت یې د تیمورشاه د زوی محمود شاه دفوځونو مرکز ته داراسلام ویلی دی ـ داولو الار حام نه دذولارم په معنی دفقهی اصطلاح مطابق خوریې مراددی اودمهم له داسلام څخه جنګ ،نوکیدی شی دادمحمود شاه بن تیمور شاه جنګونو ته نغوته وي )).