د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېښور ته زما لومړی سفر

احمدظاهر ولي 08.03.2011 23:21

پنجشنبه ورځ23/May/2009

پيښور ته تر تګ شاوخوا يوه نيمه مياشت مخكي د ننګرهار په پوهنتون كي د انګليسي ژبي د ادبياتو د  پوهنځي يوه هم صنفي ساحل ځاځي د يوه وركشاپ په اړه معلومات راكړ او راته ويي ويل چي د ميديوتيك) د جرمني هيواد له خوا په افغانستان كي د ژورناليزم اړوند اداره چي د هيواد په مختلفو سيمو كي فعاليت كوي) لخوا د ژورناليزم په اړه  لس ورځني وركشاپ جوړيږي او د هغه ولايتونو ژورنالستانو ته په وركشاپ كي د ګډون اجازه وركوي چي د پاكستان سره په سرحدي ولايتو كي لكه كندهار، پكتيا، خوست، ننګرهار، كنړ، لغمان، نورستان د ژورناليزم په ډګر كي دنده تر سره كوي او ورسره يي داهم راته وويل چي كه غواړي د كندهار په استازيتوب به دي زه ورته هغه استاد ته (داود وفا)  معرفي كړم چي د ميديوتيك كي دنده تر سره كوي داچي ماهم مخكي له پوهنتون څخه د ژورناليزم په ډګر كي يو كلنه تجربه لرله او په كندهار كي مي په افغان ازاده راډيو او سورغراوونيزه اخبار كي مي د ژباړن په توګه دنده تر سره كړي وه نو مي د ساحل ځاځي سره موافقه وكړه چي په دي وركشاپ كي به ګډون كوم ساحل ځاځي هم زه دمحترم  استاد داود وفا سره معرفي كړم او هغه استاد زه پدي وركشاپ كي د ګډون په موخه ومنلم چي وروسته له لسو ورځو په ميديوتيك كي چي د ننګرهار د رسني كور په نامه هم ياديږي نوموړي وركشاپ پيل شو او موضوع يي د خبر ليكنه وه چي بايد څنګه خبر وليكل شي البته په وركشاپ كي تدريس د يو جرمني ژورنالستي بريټا پټرسن لخوا كيده زما لپاره د ژورناليزم اړوند دا اول وركشاپ وو خو لنډه داچي دا لس ورځي مي ډير په خوښي تيري كړي او د ديارلس ملګرو سره مي وپيژندل چي په وركشاپ كي يي ګډون كړي وو او ټول فرهنګي څيرې وي هر يو لكه ياسر شريفي ، فواد احمد، صديق الله هڅاند، سيد فريدون مياخيل، نصير احمد ذهين له ننګرهاره، ساحل ځاځي له پكتيا، خان الله دوران  او ناجيه صافي له لغمانه ، حياالدين احساس او نقيب الله له كونړه، فهيم بهير له كاپيسا تګاب ولسوالي، فريدالله قاسمي او فاروق منګل له خوسته او زه (احمدظاهر ولي ) له كندهاره.

دا هم بايد ووايم چي د هغه استاد سره چي زما پيژندګلوي شوي وه د ننګرهار پوهنتون كي د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګي استاد، په ننګرهار كي د ازادئ راډيو خبريال دي  او ورسره د ميديوټيك سره هم همكاري كوي، له ما سره يي ډير ښه وضعيت وكړ او زه يي په لمړي ليدنه ډير خوښ كړم البته چي نوموړي ډير عالي شخصيت وو خو زما او نورو شاګردانو سره يي د ملګري په توګه رويه كوله او ډير ملګري سړي وو.

د نوموړي وركشاپ په وروستي ورځ ټولو غړو ته داسي وويل شول چي د شاوخوا شل ورځي وروسته ټول هغه ژورنالستان چي پدي وركشاپ كي يي ګډون كړي وو د يو بل وركشاپ لپاره دعوت دي چي په پيښور ښار كي د ميديوتيك لخوا جوړيږي او د افغاني ژورنالستانو سره سره به د پاكستان د قبايلي سيمو هغه ژورنالستان هم شامل وي چي له كلونو كلونو راهيسي د ژورناليزم په ډګر كي كار كوي او د عمر له لحاظه هم مشران دي.

پيښور تر تګ اته ورځي مخكي استاد داود وفا راته زنګ وواهه او راته ويي ويل چي د تګ لپاره چمتو والي وكړه او پاسپورټ جوړ كړه تر څو په پاكستان هيواد كي د ستونزو سره مخ نه شي ما هم ورسره ومنل خو تر څه هلو ځلو وروسته دا راته په ډاګه شوه چي زه نشم كولاي په ننګرهار كي پاسپورټ جوړ كړم ځكه زما تذكره د كندهار وه نو زه بايد كندهار ته تللي واي او پاسپورټ مي جوړ كړي واي خو لكه څنګه چي كندهار له ننګرهار په ليري واټن كي موقعيت لري او لاره ستونزمنه وه نو تګ مشكل وو  نو ومي نسواي كړاي چي پاسپورټ جوړ كړم وروسته مي دا خبره د استاد داود وفا سره شريكه كړه هغه راته وويل چي خداي مهربانه دي يو لاره به پيدا كړو.

ورو ورو پيښور ته د تګ وخت راورسيدي او موږ بايد سبا چي د پنجشنبه ورځ وه پيښور ته تللي واي خو د پاسپورټ د نه شتون له كبله زړه نا زړه وم ځكه پيښور ته دا زما لمړي سفر وو خو د ساحل ځاځي او داود وفا تشويق دي ته چمتو كړم چي بايد ولاړشم.

د پنجشنبه ماسپښين وو ساحل ځاځي د كمپيوټر ساينس په ليليه كي زما اطاق ته راغي او راته ويي ويل چي شپه به د ميديوتيك په مركز كي وكړو او سهار به د هغه ځايه څخه د ملګرو سره يوځاي ولاړ شو ما هم ورسره ومنل،  البته ساحل هم پدي ليليه كي استوګن وو نو ما هم ځان په تلوار چمتو كړي او كالي او غوټه مي له ځانه سره راواخيسته زه او ساحل په ګډه د كمپيوټر ساينس د پوهنځي څخه ووتلو لمړي د جلال اباد ښار ختيځ پلو د ميااسلم پلازه ته ولاړو ځكه ما غوښتل چي د خان عبدالغفار خان په ګوند كي د ګډون كارت جوړ كړم ځكه يوه بل ملګري راته ويلي وه چي پر لاره به دا كارت تر ډيره بريده ستونزه در حل كړي كارټ مي جوړ كړ وروسته زه او ساحل ځاځي د ميدويوتيك مركز ته ولاړو هلته د خوست څخه دوه نور ملګري فريد الله قاسمي او فاروق منګل  هم رارسيدلي وه خو دا شپه مو هلته تيره كړه سهار ټول ملګري چي شمير يي ۱۴ تنه وو راغونډ شول خو دا ځل څو نور ملګري نوي وه لكه توريالي همت او درويش له ننګرهاره ، محب الله يار له لغمانه، او شاوخوا لس بجي د تورخم هډي ته ولاړو هلته مو دوه ټونس موټران كريه كړه او تورخم په لور روان شوو سفر ډير خوندور وو او ماته پدي په زړه پوري وو ځكه پدي لار زه د لمړي ځل لپاره تلم خو ورسره ډير انديښمن او وارخطا هم وم فكر مي كاوه چي څنګه به له تورخم څخه بيله پاسپورټه اوړم، تورخم ته تر رسيدو وروسته په پښو روان شوو پدي حال كي زه ډير وارخطا وم او چي هر پاكستاني پوليس مي ليدي په زړه كي مي دا وسوسه پيداكيده چي اوس به ږغ درباندي وكړي خو الحمدالله پوليسو څه راته ونه ويل او د تورخم تر پولي واوښتم تر لږ ځنډ وروسته مي نور ديارلس ملګري هم راورسيدل او په يوه مني موټر كي سپاره شو او مخ د پيښور پر لور روان سوو د شاوخوا يو نيم ساعت وروسته د پيښور كارخانو سيمو ته راورسيدو او په يوه كابلي هوټل كي مو د غرمي ډوډي وخوړه.

د غرمي ډوډي پر مهال هر يوه ځانته د خورك لپاره يوڅه را وغوښتل ماهم د خپل ذوق له مخي سيخ كباب راوغوښت خو كله چي د هوټل كاركوونكي كباب راته راوړ نو چون چه زه ډير وږي وم نو مي د واره د كباب سيخ ته لاس ور وړ او داچي كباب سيخ  ډير ګرم وو زما د ښي لاس دوي ګوتي يي راوسوځولي او د شاوخوا درو ساعتو لپاره يي ډير په عذاب كړم خو وروسته يي سوخت ارام شو.

يوه بل ملګري حياوالدين احساس د پيښور ښار د ميديوتيك مرستيال شفيق ته زنګ وواهه او ځاي يي ورته وښوده تر لږ ځنډ وروسته هغه په خپل سوزكي ډوله موټر كي راورسيد تر روغبړ وروسته يي هغه ځاي ته بوتلو چي زموږ د اوسيدو او د وركشاپ لپاره په پام كي نيول سوي وو .

مخكي لدي چي هغه ځاي ته ورسيږو يو ښايسته بنګله د سړك راسته طرف ته راورسيده نومي ساحل ځاځي  ته د ټوكو وويل چي دا زموږ د اوسيدو ځاي دي خو څو شيبي وروسته راته څرګنده سوه چي په رشتيا هم هغه ځاي وو.

په پام كي نيول سوي ځاي د حيات اباد د فيز ۴ په سيمه كي موقعيت درلو او د Higher Education Commission په نوم ياديده خو بايد ووايم چي دا ځاي په ډير په لوړ كيفيت جوړ سوي وو او د هر ډول اسانيتاوي  په پام كي پكي نيول سوي وي. د تعمير يوه برخه د حكومت اړوند چارواكو ته د مليمستون په توګه جوړه سوي وه او د تعمير مخكني برخه كي رسمي چارو پوري اړوند كارو ته ځانګړي سوي وه  چي موږ به په غير رسمي وخت كي په ميلمستون كي اوسيدو او د ورځي له طرفه به په مخكني تعمير كي په وركشاپ كي حاضر وو.

ميلمستون ډير په عالي سويه جوړ وو تعمير ته په ور ننوتو يو لوي  انګړ وو چي د چوكيو او كوچو سره سره يو تلويزيون هم ايښودل سوي وو او د انګړ راسته او چپه طرف ته يو يو دهليز وو چي ددي دهليزو راسته او چپه طرف ته د مليمنو لپاره اطاقونه  وه، په يوه اطاق كي د دوو نفرو د اوسيدو ځاي وو.

په اطاق كي دوه كټونه د كټو تر منځ ميز او د كټو سرته يوه يوه وړوكي الماري موجودي وي او د اطاق په بل سر كي دوي چوكي، د مطالعي لپاره يوه چوكي او يو ميز پروت وو او ددي سره سره په هر اطاق كي يو تشناب هم موجود وو چي په عصري توګه جوړ سوي وو او د تشناب دروازي ته مخامخ د كالو لپاره يوه الماري هم موجوده وه او ددي ټولو شيانو سره سره په هر اطاق كي يو ايركنډيشن هم موجود وو خو هغه څه چي زما په نظر په اطاق كي كم ښكاريده هغه تلويزيون  وو چي الماري يي وي خو تلويزيون لا نه وو پر ايښودل سوي .

و ميلمستون ته په رارسيدو هر نفر ځانته يو ملګري انتخاباوه او د هغه سره خپل اطاق ته تلي ما هم خپل ملګري ساحل ځاځي غوره كړ او هغه هم له ما سره خوشحاله وو نو د اطاق كلي مي واخيسته او اطاق ته لاړو، تر ماسپښينه مو ارام وكړ او وروسته زه او ساحل ځاځي يو ځاي  ارباب روډ ته ولاړو هلته د څه مودي لپاره وګرځيدو او د ماښام په وخت بيرته خپل ځاي ته راستانه شوو د پنجشنبه شپه تيره سوه.
د جمعي د ورځي د پاكستان د وخت پر لس بجي د وركشاپ لومړي ورځي پيل سوه چي ګډون كوونكي يي څوارلس تنه افغان ژورنالستان او د شپږو تنو ښځينه ژورنالستانو په ګډون پنځلس تنه نارينه پاكستاني ژورنالستان وه.

وركشاپ د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي د رئيس ډاكټر شاجهان، په ننګرهار كي د ميديوتيك مسوْل محمد داود وفا په وينا پيل سو.

په وركشاپ كي  پاكستاني ژورنالستان عبارت دي له انورالله خان، احسان احمد بيټاني، محمدرسول، نعيم الله خان، محبوب شاه، محيب علي محيب، سدير احمد افريدي، جاويد نور، دلدار حسين، سوميرا ګل، اسما ناور، سبا رحمن، كلثوم، ليلا خالد او رابيا اكرم.

 په پيل كي يو او بل د ښه پيژندو په موخه د استادانو لخوا يوه طريقه په كار واچول سول هغه داسي چي د وركشاپ هر غړي به د داسي چا سره خپل پيژندګلوي كوي چي تر دي مهاله يي نه پيژندي او بيا به د نوموړي په اړه به  غونډي ته معلومات وركوي چي زما لپاره د پيژندګلوي دا طريقه يوه نوي اوپه زړه پوري وه.

هر كس ځانته يو يو ملګري پيدا كړ او د هغه سره يي خپل تعرف وكړ زما سره چي كوم كس پيژندګلوي كړي وه هغه انورالله  خان  نوميدي او د پاكستان  په باجوړ سيمه كي د Dawn  اخبار  او Associated press لپاره يي كار كاوه چي د وركشاپ په اووه  ورځني موده  كي زما ډير نژدي ملګري سو او زموږ تر منځ د ملګري  ډيري ژوري اړيكي پيدا سوي او له ما سره انورالله خان ډيره مينه كول او ډير ښه رويه يي راسره كوله .

بايد له ياده ونه باسم چي پدي وركشاپ كي موږ ټولو ژورنالستانو ته ددرو استادانو لخوا تدريس كيدي چي د پيښور پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي تكړه استادان وه ( انعام الرحمن، فيض الله جان، نعيم ګل).

نوموړو استادانو په ډير دوستانه فضا كي موږ ته  د موضوع په اړه تدريس كاوه په ځانګړي توګه محترم استاد انعام الرحمن پشكلاوتي صاحب چي زه يي د خپل تدريس په طريقه ډير متاثره كړم او زما ددي استاد تدريسي تګلاره ډيره زياته خوښه سوه چي ما  د خپل څوارلس كلني تحصيل په موده كي  دده غوندې داسي استاد نه وو ليدلي ځكه هغه په يوه داسي طريقه درس راكاوه چي هم درس وو او هم ټوكي پكښي شاملي وي پدي معني چي اوريدونكي هيڅ نه خسته كيدي او ددرس په دوران كي يي داسي مثالونه راوړل چي سړي به حيران سو چي څنګه دا مثال پدي وخت كي ور پياد سو زما له طرفه خو دي استاد ته په دواړو لاسو سلام دي .

خو خيرد وركشاپ لومړي  ورځ تيره سوه او مازديګر يو ځل بيا زه د نورو ملګرو سره ارباب روډ ته ولاړم او هلته د ګل حاجي پلازه ته ولاړو ځكه ما غوښتل چي يوه Flash Memory رانيسم خو وخت تير شو او د ماښام پر مهال خپل ځاي ته د ملګرو سره يو ځاي راستون سوم.

د شنبه په ورځ بيا پر لسو بجو وركشاپ پيل سو او تر مازديګره تر پنځه بجو يي دوام وكړ چي تر وركشاپ وروسته د استادانو لخوا موږ افغان ژورنالستان د پيښور پوهنتون د ژورناليزم دپوهنيځي راډيو ته بوتلل سوو چيري چي ددي پوهنځي څخه د محصلينو د فارغيدو وروسته نوموړي محصلين د عملي كار په موخه كار كوي د راډيو دي سټوډيو ته تر ورتګ وروسته  هلته زما او يو بل ملګري فاروق جان منګل سره ددي راډيو د مسول جان محمد له خوا پاكستان ته زموږ د راتګ په اړه خبري وسوي او د راډيو له لاري په ژوندي بڼه خپري سوي او وروسته د ټولو ملګرو او د پيښور د ميديوتيك مرستيال شفيق جان سره يو ځاي  د پيښور پوهنتون كي پياده وګرځيدو او عكسونه مو واخيستل، د پيښور پوهنتون دومره ښكلي او په عالي سويه جوړ وو چي داسي فكر دي كاوه چي په اروپا كي ګرځي د تدريسي تعميراتو سره سره ټول پوهنتون په ښكلو او ښايسته ګلانو سنګار او د سپورټ لپاره هم ستر ميدانونه جوړ وه، په پوهنتون كي تر ګرځيدو وروسته  د ماښام په وخت كي بيرته خپل ځاي ته راستانه سوو او دا ورځ مو هم په خوند تيره سوه .

د يكشنبي د ورځي سهار هم د نورو ورځو په شان  پيل سو او پر لس نيمو بجو وركشاپ پيل سو، بايد ووايم چي څومره چي د وركشاپ ورځي تيريدو هغومره وركشاپ  نور په زړه پوري كيدي ځكه ګډون كوونكو د وخت په تيريدو يو او بل پيژندل او ملګري يي زياتيدل زه هم په همدي حالت كي وم چي ورځ تر بلي به مي د پاكستاني ملګرو سره مينه زياتيده  او چي كله به مي د وركشاپ د پايله په اړه فكر راپيدا كيدي نو ډير به خپه كيدم ځكه ما نه غوښتل چي ددي خوږو ملګرو څخه جلا سم بلكه افغاني او پاكستاني ټول ژورنالستان ددي پروګرام په ختميدو سخت خپه وه. پدي ورځ هم د مهال ويش په اساس د پيښور پوهنتون د خوږو استادانو لخوا درس پر مخ يوړل شو او د ورځي په پاي كي به يي موږ ګډونوالو ته د سبا ورځي لپاره كورني وظيفه هم راكول چي موږ به په غير رسمي وخت كي د پاكستاني ملګرو په ګډي هڅي تر سره كولي او په ګروپي توګه مو كار كاوه. د يكشنبي د ورځي په مازديګر زه او ساحل ځاځي په حيات اباد كي د تاترا پارك ته ولاړو او تفريح مو وكړه، دا پارك هم ډير ښكلي وو او په ډير ښكلي ډيزاين جوړ سوي وو د شنه ګيا سره سره پكي رنګ رنګ ګلان هم موجود وه  د ماښام لمونځ مو پدي پارك كي وكړي او يو څو شيبي وروسته زما ملګري ساحل ځاځي ته په پيښور كي د بي بي سي راډيو خبريال دلاور خان وزير زنګ راغلي او ورته وويل سول چي نوموړي زموږ د اوسيدو په ځاي كي ورته په انتظار دي داچي ساحل د افغانستان د غزني په ولايت كي د بي بي سي راډيو سره كار كړي وو نو د راډيو ګڼ شمير كاركوونكي يي پيژندل  نو ما او ساحل هم په بيړه د پارك څخه ووتو او د خپل ځاي په لوري وخوځيدو هلته مو د دلاورخان وزير سره وليدل او مجلس مو ورسره وكړ ، نوموړي ډير ښه سړي وو او مجلس يي هم خوږ وو، خو كله چي مي د ساحل څخه پوښتنه وكړه چي دي څنګه پيژني هغه راته وويل چي مخكي مي پيژندګلوي نه ورسره درلوده اوس مي د مبايل شميره پيداكړه او زنګ مي ورته وواهه او ورته ومي ويل چي موږ د افغانستان څخه ژورنالستان دلته د يو وركشاپ په سلسله راغلي يو او غواړو له تا سره ووينو او هغه راسره ومنل.

د زيات مجلس وروسته دولاور خان وزير زموږ سره په ګډه  ډوډي وخوړه او بيا كورته د تګ اجازه يي واخيسته او ولاړ او موږ هم خپلو خپلو اطاقو ته ولاړو او ويده سوو.

د دوشنبي په ورځ مو د وركشاپ موضوع د كړكيچ په اړه وه چي څنګه كولاي سو د روغي جوړي لپاره د خپل مسلك له لاري لاره پرانيزو او رامنځته سوي كړكيچ له منځه يو سو البته موضوع ډيره په زړه پوري ځكه وه چي موږ ټول ژورنالستان د همدغسي حالت سره لاس او ګريوان يو او دي ته مو سخته اړتيا درلوده چي بايد داسي زده كړي وكړو د ورځي په اخر كي دا وظيفه راكړل سوه چي بايد د پاكستاني ملګرو سره په ګروپي ډول د پيښور ښار مختلفو سيمو ته ولاړ سو او پر مختلفو موضوعاتو رپوټ جوړ كړو خو د رپوټ ميلان مو بايد د كړكيچ يا conflect څخه د خلاصيدو طرفته وي پدي معني چي رپوټ مو كونفليكټ ګريزه وي نو هر ګروپ ځانته يوه يوه موضوع وټاكل او د اړوند سيمو ته ولاړل زه د خپل ټينګ ملګري انورالله خان سره په ګروپ كي وم د ګروپ نور غړي مو فهيم بهير، محب الله الله يار، توريالي همت او محبوب الله وه موږ هم  خپله موضوع  د يوي اورلګت توليدونكي  كمپني د بريښنا د نه شتون د ستونزي په اړه وټاكل هغه داسي چي پدي سهار زموږ ملګري محبوب الله ته پدي اړه پوره جزيات وركول سوي وه نو موږ دي ته اړ نه سوو چي بايد د موضوع لپاره بهر ته ووځو نو ما د يوه بل ګروپ سره چي غوښتل يي د پيښور ترمينل سيمي ته د رپوټ جوړولو په موخه ولاړ سي ملګري وكړ ه ځكه د هغه ګروپ يوه پاكستاني غړي دلدار حسين  موټر هم درلود او زما ډير ټينګ ملګري هم وو لكه څنګه يي چي په نوم كي دلدار كلمه موجوده ده په حقيقت كي هم ډير دلدار سړي وو  پدي ګروپ كي حياالدين احساس، ساحل ځاځي، صديق الله هڅاند او دلدار حسين شامل وه ترمينل سيمه د پيښور د حيات اباد څخه د شاوخوا پنځلس دقيقو په اندازه ليري پرته وه هلته چي ور ورسيدو نو دا راته څرګنده سوه چي په ترمينل سيمه كي د امريكا څخه راغلي مالونه دلته را كوزيږي او  لدي ځاي څخه د افغانستان په لور استول كيږي خو پدي سيمه كي شاوخوا يوه مياشت مخكي د طالبانو لخوا د امريكا زيات كانتينران سوځول سوي وه چي ددي ګروپ د رپوټ موضوع هم همدا وه چي د امريكايي ځواكو مالونه پدي سيمه كي سوځول كيږي او نوموړي پدي فكر كي دي چي افغانستان ته د خپلو موادو د ليږدولو يوه  بله لاره غوره كړي خو د جزياتو د راټولولو وروسته د صدر بازار په لور ولاړو هلته مو څه سوداوي وكړي او بيا د دلدار حسين سره په ګډه خيبر بازار ته راغلو او يوه ښه خوندوره فالوده مو وخوړه چي داسي ويل كيږي چي كه څوك دي بازار څخه بغير له دي څخه چي فالوده وخوري او ولاړ سي نو داسي بيلګه لري لكه يو څوك چي بيله ايمانه له دي نړي څخه  ولاړي دا خبره زموږ پاكستاني ملګري دلدار حسين راته وكړه پدي حال كي د نورو ګروپو ملګري سره راغونډ سوي وه او سر دريا ته د ميلي په موخه د تګ پريكړه يي كړي وه نو موږ ته يي زنګ راوواهه موږ هم ورسره ومنل او لومړي مو يو او بل په يوه  ټاكلي سيمه كي سره پيدا كړه او بيا په ګډه د سر دريا په لور وخوځيدو شاوخوا تر نيم ساعت سفر وروسته سر دريا ته ورسيدو خو پدي مهال كي شپه تياره او څه نه معلوميده خو هغه دوكانونه چي ماهيان يي پلورل او هغه پارك مو هم وليد چي د تفريح لپاره مختلف سامونونه پكښي موجود وه لكه زانګو ټال او نور . ځيني ملګري خو پكښي كښينسته او پدي ملګرو كي مو يو تن افغاني ملګري توريالي همت په زانګو كي تر سپريدو وروسته داسي وارخطا وو تا چي ويل د مرګ ګواښ ورته سويدي د نوموړي په اند نژدي وو چي ساه يي ودريږي چي لامل يي په زانګو كي دده ويره وه.

د سر دريا په سيمه كي تر نيم ساعت تيرولو وروسته بيرته د ټولو ملګرو سره خپل د اوسيدو ځاي ته راستانه سوو ، په ميلمستون كي ناوخته د شپي د ډوډي تر خوړولو وروسته زموږ د ډلي غړي زما خوږ ملګري انورالله خان  او محبوب شاه او زه  په يوه اطاق كي سره كښينستو او لمړي مو د محبوب شاه څخه د موضوع په اړه پوره جزيئات  د كاغذ پرمخ وليكل او وروسته مو د رپوټ په جوړولو پيل وكړ چي هڅه مو داوه چي  په وركشاپ كي مو چي څه زده كړي وه هغه په خپل رپوټ كي ځاي كړو داسي چي هغه ټكي د رپوټ په سر كي راولو چي د كړكيچ او conflect ته د هواري لار پرانيزي. خو د رپوټ  پر هره جمله به زموږ د درو واړ ملګرو ډيره مباحثه كيده او تر ډيرو خبرو وروسته به مو د ټولو په موافقه هغه جمله ليكل چي دا رپوټ مو په ګډه هڅه زموږ په اند ډير غني او ښه رپوټ جوړ كړ، بايد ووايم چي رپوټ مو په پيښور كي د اورلګت د هغه كارخاني په اړه وو چي د بريښنا د قطع كيدو په وجه يي سلګونه كاركونكي بيروزګاره سوي وه او د بريښنا د رياست مخي ته يي مظاهره كړي وه  .  دا ورځ هم ښه تيره سوه.

ورځ د سه شنبه  سوه اودا د وركشاپ  پنځمه ورځ وه ، د وركشاپ په لمړي پړاو كي ګډونوالو بايد خپل جوړ كړه سوي رپوټونه چي  په ګروپي شكل  وه  وړاندي كړي واي ، ټول پنځه ګروپه وه لمړي  ګروپ په استازيتوب محب علي محب خپل رپوټ وړاندي كړ چي په كچه ګړي كمپ كي د ستونزو په اړه جوړ سوي وو، رپوټ يي ډير ښكلي وو خو استاد بايد چي څه پكښي ووايي نو د استادانو په اند يو څه نيمګړتيا پكښي ليدل كيدل، د محيب علي تر رپوټ وروسته زموږ د ګروپ  وار سو او چون چي د كندهار لهجه ډيره خوږه لهجه ده او د وركشاپ له پيل څخه زما لهجه د استادانو او ملګرو لخوا ډيره خوښه سوي وه ان داچي په پيښور پوهنتون كي د ژورناليزم د ډيپارټمنټ  رئيس شاجهان صاحب خو د كندهار لهجه دومره وستايل چي د موسيقي سره يي تشبه كړه نو زه د ملګرو لخوا د رپوټ د وړاندي كولو لپاره غوره سوم ما هم  ورسره ومنل رپوټ مي وړاندي كړ د ټولو خوښ سو او يوځل يي بيا د ويلو غوښتنه راڅخه وكړه بيامي ولوست خو استاد انعام الرحمن يوه كمي په رپوټ كي په ګوته كړه چي رشتيا هم مهم ټكي وو هغه داچي موږ په خپل رپوټ كي دا نه وه ذكر كړي چي د فابريكي كاركونكي د څو ورځو څخه بي روزګاره سوي او د څو ورځو په موده كي به يي دا ستونزه حل سي تر څو زموږ رپوټ  د لانجي د هواري رنګ غوره كړي  خير خو زموږ وار هم تير سو ور پسي دريم ګروپ په استازيتوب  زما زړه ته رانژدي ملګري ساحل ځاځي رپوټ وړاندي كړ چي د موضوع يي د امريكايي اكمالاتي كاروانو په اړه وه چي د پيښور  د ترمينل په سيمه كي د طالبانو لخوا سوځول كيږي  بايد ووايم چي د رپوټ د جزيئات د راغونډولو په موخه ددي ټيم غړو هر يو لكه دلدار حسين، ساحل ځاځي، حياالدين احساس توريالي همت، او نورو ملګرو يي ډير زيار ايستلي وو خو ددي رپوټ په چمتو كولو كي زيات دلدار حسين او ساحل ځاځي ستړي سوي وه خو كله چي يي په وركشاپ كي رپوټ وړاندي كړ نو رپوټ نه وو بلكي سمه تاريخچه وه چي د ۲۰۰۴ كال راهيسي يي اكمالاتي كاروانو ته د ور اړول سوي زيانو په اړه  وو البته موضوع په زړه پوري وه خو ددوي رپوټ  په صحيح توګه جمله بندي او ښكلا نه درلوده خير خو بيا هم ښه رپوټ ځكه ددوي په حال زه خبر وم چي دا رپوټ يي په ډيره بيړه چمتو كړي وو.

ورپسي  څلورم ګروپ په استازيتوب  سودير احمد افريدي خپل رپوټ په انګليسي ژبه وړاندي كړ داچي نوموړي  د ژورناليزم په ډګر كي ډيره زياته تجربه لرله نو رپوټ يي هم ډير ښايسته وو  خو انسان عاجز  دي نمګړتيا بياهم پكښي موجودي وي هغه داسي چي رپوټ ډير زيات اوږد وو او د رپوت موضوع يي د لنډي كوتل په سيمه كي د قبايلي اختلاف په اړه وو چي وروسته د يوه غونډي په ترڅ كي ددواړو قبيلو مشران د روغي جوړي لپاره راغونډ سوي وه .  پر دي رپوټ هم نيوكي وسوي خو خير وروسته وروستيې ګروپ چي د ښځينه غړو لخوا ترتيب سوي وو ، وړاندي سو چي د رپوټ موضوع يي  په كچه ګړي كمپ كي د ښځو د ستونزو په اړه جوړ سوي وو څه نيمګړتياوي پكښي وي خو رپوټ ښكلي وو. البته  كله چي زه ددي يادونه كوم چي يا رپوټ ښه وو او ياهم  څه نيمګړتياوي پكښي هغه زه د ځانه نه وايم بلكه دا خبره د استادانو او د وركشاپ د غړو د نيوكو پر اساس كوم.

د وركشاپ د رسمي وخت وروسته  زه او زما ملګري ساحل ځاځي يو ځل بيا ګلاجي پلازا لوري ته ولاړو ځكه ما او هغه څه سوداوي كولي تر څه وخت تيريدلو وروسته د نورو ملګرو زنګ پر مبايل راته راغلي او دوي ټولو د پاكستاني ملګرو سره پدي پريكړه كړي وه چي د اټك سيمي ته به د ميلي لپاره ځو نو ماهم پر مبايل خپل ځاي ورته وښوده ورته ومي ويل چي ساحل هم راسره دي تر څه ځنډ وروسته ټول ملګري راورسيدل دا وخت مازديګر ناوخته وو او لمر په لويدو وو نو مي ملګرو ته وويل چي ما اوريدلي اټك ډير ليري دي او اوس وخت ډير ناوخته دي ځكه يو څوك چي ليري سيمي ته د ميلي لپاره ځي لږ تر لږه يو څو ساعته خو بايد تير كړي چي او بيا مخكي هم چي موږ  سردريا سيمي ته تللي وو ماښام ناوخته وو او هغه ځاي ته تګ كوم ځانګړي خوند ونه كړ او تر رسيدو وروسته لنډ راستانه سو نو ملګرو هم راسره ومنل او ټول پردي موافق سول چي ارمي سټيډيم ته به ولاړ سو ځكه لكه څنګه چي ما د ملګرو د خولي اوريدلي وه هغه ښكلي او ښايسته پارك راته معرفي سوي وو  نو د سټيډيم په لور مو حركت وكړ هلته تر رسيدو وروسته مو لمړي ټول پاكستاني او افغاني ملګرو په گډه تصويرونه واخيستل او بيا وروسته د تفريحي  سامانو لكه زانگو، برقي موټران سيمي ته ولاړو دلته يو شمير ملګري لكه حياالدين احساس، فاروق منګل، فهيم بهير توريالي همت، او نورو ملګرو زما په گډون په برقي موټرو كي د سپريدو ټكټ وكړ البته دا موټرو ډير په زړه پوري وه او د چلولو سره سره يو د بل سره ټكرول هم وه چي ډير خوند يي كاوه داچي ما يوځل مخكي هم ورته موټران په كوئته ښار كي چلولي وه نو تر نورو ملګرو يوڅه ورسره اشنا وم او د هر ملګري سره چي به مي موټر ټكر كړ ډيره ستره ضربه به مي وركړه خو خير ډير خوند يي وكړ  وروسته د ارمي سټيډيم په پارك كي ورګرځيدو او د پارك په سيمه كي يو بل په زړه پوري شي پلاستيكي غويي وو چي د بريښنا په مرسته كنټروليدي او دا غويي داسي جوړ سوي وو لكه هغه د غوايي سپورټي لوبه چي كيږي داسي چي يو كس پر هغه غويي كښيني او هغه غويي هڅه كوي چي نوموړي كس د خپل شا څخه لاندي را وغورځوي او هركس چي ددي غويي پر شا تر ډيري مودي سپور پاته سي هغه د لوبي ګټونكي دي خو داچي دلته اصلي غويي خو نه وو خو دا پلاستيكي غويي هغه ته ورته جوړ وو چي څوك به يي پر شاكښيناست نو يوه كس به دا غويي  د سويچو په مرسته كنټرولاوه او هڅه به يي داوه  چي سپور كس له غويي څخه لاندي راوغورځوي  نو په افغاني ملګرو كي نقيب الله كونړي راته وويل چي ونيسه پر غويي سپور سه ځكه تير كال هم يوه كندهاري پردي غويي  د ډير مودي د سپريدو له وجي ريكارډ جوړ كړي وو او په لس ګونو كسانو يي په ډيره حيرانتيا تماشه كول  نو ما ورسره ونه منل ځكه ماچي هغه غويي ته كتل ډير مست مست غورځيده نو مي ورسره ونه منل خير خو ماښام ناوخته سو او د شپي شاواخوا اته بجي سوي نو ټول ملګري سره  را غونډ سوو او بيرته خپل د اوسيدو ځاي ته ستانه سوو  چي دورځي دا برخه ډيره په خوښي راباندي تيره سوه.

نن نو ورځ د چهارشنبه ورځ ده او د وركشاپ شپږمه ورځ ده چي د مهال ويش له مخي ددي ورځي موضوع نيټ ورك ساتل وه دلته د نيټ ورك څخه مراد د اړيكي ساتل او پياوړي كول وو پدي ورځ د نورو ورځو څخه په توپير تدرئس په افغانستان كي د ميديوتيك عمومي رئيس حامد ځاځي كاوه او داچي نوموړي يو ډير پوه او بااستعداده شخصيت وو نو خبري يي ډيري خوږي وي خو يوه ستونزه موجوده هغه البته ستونزه موږ افغانانو ته نه وه بلكه پاكستاني ملګرو ته وه ځكه هغوي د حامد ځاځي په ټولو خبرو نه پوهيده ځكه د هغه خبري د پښتو د ډيرو سوچه لغاتو څخه ډكي وي او داچي يو شمير لغاتونه د پاكستاني ملګرو لپاره مشكل وه نو په هره خبره يي نه پوهيده خو خير ددي ستونزي په نظر كي نيولو سره حامد ځاځي هڅه كول چي خپل خبري يوه ساده او اسانه كړي . حامد ځاځي پدي ورځ راته د نيټ ورك قايمولو او د هغه د اړتيا په اړه د بيلګو په څرګندولو تدريس وكړ او پدي لړ كي يي د وركشاپ په ځينو ګډونوالو عملي فعاليتونه هم وكړه البته موضوع ډيره اړينه وه او د ډيرو اساسو ټكو په راغونډولو ځاځي صاحب نوره هم په زړه پوري كړي وه . دا ورځ هم تيره سوه  او ماښام ته د ټنګ ټكور پروګرام ترتيب سوي وو او سندرغاړي يي رابللي وو چي  خو پدي ونه توانيدم چي د سندرغاړي نوم څه وو خو سندرغاړي د پيښور ښار يو محلي سندرغاړي وو، داچي پروګرام زموږ لپاره ترتيب سوي وو نو يو شمير افغاني ملګرو زما په ګډون يو اتڼ هم وكړ خو په اتڼ كي ما يواځي يو ځل ملګري ورسره وكړ او نورو لكه فريد قاسمي ، فاروق منګل او ځينو نورو تر اخره ډير ښه اتڼونه وكړل پروګرام د شپي تر ناوخته دوام درلود ماښام ناوخته پاي ته ورسيد.

د پنجشنبه ورځ پيل سوه او دا نو د وركشاپ وروستي ورځ وه خو زه ددي ورځ په رارسيدو ډير خپه وم ځكه مانه غوښتل چي د ملګرو د راغونډيدو دا موقع دي پاي ته ورسيږي خو يواځي زه داسي كس نه وم چي د پروګرام په پشپړيدو خپه وم بلكه ټول پدي خپه وه خو مجبوريت وو او د خت تقاضا همداسي وه چي نورو نو بايد موږ يو له بل څخه بيل سوي واي   پدي ورځ هم د حامد ځاځي لخوا تر غرمي پوري تدريس راته وسو  او تر غرمي وروسته د پروګرام د پايلي شيبي رانژدي سوي او د سندو د ويشلو پړاو راورسيد مخكي تر دي چي هر كس ته سندونه وركول سي د استادانو ، د پيښوري ملګرو او افغاني ملګرو په استازيتوب يوه يوه كس خبري وكړي او وروسته موږ افغاني ګډونوالو ته د پاكستاني ملګرو لخوا يوه تحفه د د ګلو د هار سره راكړل سوه او بيا ورپسي د محترم استاد انعام الرحمن لخوا د هغه ليكلي كتاب د ژورناليزم په اړه  د تحفي په ډول راكړل سو او وروسته سندونه راته وويشل سول او پدي سره پروګرام پاي ته ورسيد او ټولو يو د بل سره د خداي په اماني وكړه دلته زما افغاني ملګري پدي موافق سول چي بايد په همدي ماسپښين ننګرهار ته روان سي خو داچي وخت ډير تير وو او ماښام نژدي وو نو ما، ساحل او حياالدين احساس د پاته كيدو پريكړه وكړه او سباته دتلو تصميم مو ونيوه خو نور ملګري په همدي ورځ د ننګرهار په لور ستانه سول.

موږ دري واړه په ميلمستون كي وو چي د وركشاپ كي زموږ دوو استادانو محترم انعام الرحمن او فيض الله جان راته وويل چي راځه د ژورناليزم ديپارټمنټ چي ددوي اړوند وو او هلته استادان وه ولاړ سو موږ هم ورسره ومنل ځكه موږ هم كوم خاص مضمون نه درلود او داچي ملګري راڅخه ولاړه نور هم يواځي وو نو د استادانو سره رهي سو ديپارټمنټ ته چي ورسيدو د انعام الرحمن استاد دفتر ته ولاړو او هلته مو د استاد په وينا د ۳۲ ګريډه چاي وڅښل چي استاد ويل دا هغه چاي دي چي د شيدو او قهوه ښه په پريمانه توګه ور اچول سوي وي او په رشتيا هم داسي وه ډيري خوندوري چاي وي د استاد سره تر ډيره دده په دفتر كي ناست او د استاد خواږه  مجلس ته غوږ وو بيا وروسته د استاد سره په ملګري د پيښور اسلاميه كالج كي وګرځيدو او مختلفي سيمي مو وليدي او استاد ښه را وپيژندل وروسته استاد د ماښام د ډوډي لپاره ډير راته ټينګ سو او ويل يي چي هرومرو به ډوډي له ما سره خوري خو داچي استاد له موږ سره له سره ډير ښه كړي وه او راسره په تكليف سوي وو نو نه مو غوښتل چي نور يي هم په تكليف كړو خو تر ډير عذر وروسته يي راته وويل چي راځي دلته په پيښور كي ښه ايسكريم درباندي وخورم نو موږ دري واړو د استاد د درو نورو شاګردانو په ملګري ورسره ولاړو د ايسكريم په دوكان كي مو د خونده ډك ايسكريم وخوړ او بيا استاد دوهم ځل بيا بل ډول ايسكريم راوغوښت او راباندي يي وخوړي وروسته كه څه هم دا ډيره راته سخته وه خو بيا مو هم د استاد سره مخه ښه وكړه او  د اوسيدو ځاي ته راستانه سوو تر راستنيدو مخكي زما ملګري انورالله خان څو ځلي راته زنګ وواهه چي چيري يي زه درته منتظر يم چي مخه ښه وكړو او كور يي ودان  څو ساعته راته انتظار وو او ورسره  دوه نور ملګري هم وه چي په وركشاپ كي راسره مله وه خو د انورالله سره مو چي وليدل هغه ډير خواشيني وو چي موږ ورڅخه بيليدو او د تحفي په ډول يي هغه ماښام د څه خوراكي مواد  راوړي وه چي البته دده ډيره مينه وه زموږ لپاره خو دده سره مو هم مخه ښه وكړه او خپل اطاقو ته ولاړو او ويده سوو.

ورځ د جمعي وه او اوس نو وخت رارسيدلي وو چي زه ، ساحل او حياالدين احساس ننګرهار ته راستانه سو نومو په سفر پيل وكړ تورخم ته چي ورسيدو زه يو ځل بيا وارخطا وم چي پاكستاني پوليس راڅخه د پاسپورټ يا شناخته كارټ غوښتنه ونه كړي خو چي كله د افغانستان سيمي ته راواوښتم زړه مي ډير ارام سو او يو ډول خوښي مي احساسوله شاوخوا تر يو نيم ساعت وروسته  ننګرهار ته راورسيدو اوس نو د غرمي يوه بجه وه نو ما او ساحل په يوه هوټل كي ډوډي وخوړه او د كمپيوټر ساينس ليليي ته چيري چي زموږ هستوګن وو راورسيدو او د پيښور  ښكلي سفر پاي ته ورسيدي چي تر ختميدو سره يي ډير خاطري راسره پريښودلي.

داچي دا سفر زما لپاره ډير په زړه پوري او خوندور وو نو دي ته وهڅيدم تر څو د سفر په اړه يو ياداښت په ډول څه ليكنه وكړم داچي زه ليكوال نه يم او تر دي دمه مي كومه ليكنه نه ده كړي نو شايد دا ليكنه ډيري غلطي ولري خو خداي دي وكړي چي زما ددي غلطيو په بدل كي راته بخښه وكړي.