د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زورواکان او د هیواد نامعلومه راتلونکي

احمدجان اریوزی 08.03.2011 01:10

د امریکا متحده ایالات او لویدیز هیوادونه دا په ډاګه کوي چې تر درې کلونوپورې به مسوولیت افغان پوځونو ته سپاري او خپل ځواکونه به د افغانستان څخه وباسي.

سیاسي کتونکي راز راز تشویشونه څرګندوي او وایي چې د بهرنیو پوځونو د وتلو په صورت کې به د زورواکوحاکمو ډلو او فاسدې ادارې په وړاندې د مصر په شان یو ملي انقلاب رامنځته شي.
په زورواکانو پورې تړلي ډنډورچیان هم خلکو ته وایې چې یوه ملي انقلاب ته هڅه ونکړي. خو بیا وسله وال مخالف کسان غواړی خلک دې ډول پاڅون ته وهڅوي.
خو کتونکي په دې باور دي چې د افغانستان خلک اوس د پاڼ او پړانګ د ترمنځ په حالت کې دي.د هیواد خلک او په ځانګړي ټوګه پښتانه په دې فکر کې دي چې څنګه ددې ناوړه حالت څخه ځانونه وباسي.

مګر ځینې کتونکي بیا د یوې بلې کورنې جګړې وړاند وینه کوي چې اوسنی حاکمې زورواکي ډلې به د کابل په ښار او د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د قومي جګړو تر نامه لاندې پيل کړي .

بیا ځینې کتونکي باور څرګندوي چې اوسنی حالت به دوام ومومي. د افغانستان پوځ به وکولای شی چې اوسنی نظام په خپل حال وساتي.

یو شمیر کتونکي دا باور څرګندوي چې د بهرنیو پوځونو تر وتلو مخکې باید یو سیاسی حل رامنځته چې د هیواد ټول خلک په سیاسی نظام کې ځانونه وویني.خو د سیاسي حل عمده خنډ ، واکمنې زورواکي ډلې دي.

اوس یو شمیر افغانان چارواکي او یو شمیر لویدیزوال په دې لګیا دي چې څه ډول مسوولیت افغان دولت ته ولیږدوي.

دوی دنده لري چې داسې میکانیزم رامنځته کړي چې د هغې په رڼا کې په د اصطلاح اوسنۍ نظام لاسته راوړنې وساتل شي هغه لاسته راوړنې چې د سلګونو میلیاردو ډالرو په لګولو ، د زرګونو سرتیرو په وژل کیدو ، د په سل ګونو کلیو په ورانولو او د په لس ګونو زرو پښتنو ( د ماشومانو ، ښځو ، بوډاګانو په ګډون) د وژلو په نتیجه کې یې تر لاسه کړي دي په خپل ځای پاتې شی.

د افغانستان د خلکو په نظر د لویدیزوالو اساسی لاسته راوړنې ،( که چیرې د څو ښوونځیو او د روغتیایی کلینیکونو ودانی او څوکیلومتره سړکونه ترې وباسو) د تروریزم په ضد د جګړې تر پردې لاندې په افغانستان کې د اکثریت اولس ( پښتنو ، پشه ییانو ، نورستانیانو، بلوڅانو ، شغنیانو ) د واک څخه بې برخې او په محرومو قومونو اړول ، د زورواکو او په جنایتونو د تورنو ډلو او کسانو واک ته رسول او د ولسواکی په نامه د زورواکی نظام جوړول،جعلی ټولټاکنې ،د ښځو سمبولیک حقوق ، په زورواکو او بهر پورې دتړلو مزدورو رسنیو رامنځته کیدل، په قومي تعصب باندې ولاړه د فساده ډکه اداره او د مختلفو مافیا ګانو ( نشه يي توکیو، د ځمکو د غصب ، قیمتي کاڼو د قاچاق ، د تیلو او ګازو ، فساد ) یوې مجموعې رامنځته کول دی .
د بن د کنفرانس په جوړولو سره لویدیزوالو غوښتل چې د د زورواکانو څخه سرمایداران او د بدنامو ملیشاو د کوماندانانو څخه ملي شخصیتونه او د ولسواکی مخکښان جوړ کړي . خو په تیرونهوکلونو کې په دې بریالي نشول.

زورواکو او په قومي تعصبونو ولاړو ډلو د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې په کابل کې داسې اداره جوړه کړه چې د هغه ستنې په قومي تعصب ولاړې وې او تر ننه په همدې لاره روانه ده.

اوس د افغانستان د خلکو ( په ځانګړي توګه د پښتنو ) په وړاندې ټولو اړخونو او مغرضو ګاونډیو هیوادونو پراخه جګړه پیل کړي او په ټول افغانستان او د ډيورینډ کرغیړنې کرښې هغې خوا د پښتنو ټولوژنه روانه ده.

په همدې ناوړه حالت کې د افغانستان خلک اوپه ځانګړي توګه پښتانه د سیاسي ، هوښیار ، زړور او اولس ته ژمن مشرتوب د تشې سره مخامخ دي. چې د پښتنو سیاسي مشرتوب نه شتوالي د دوي د اوسنیو بدمرغیو عمده سبب همدا دی.

تر ټولو لومړی اړینه ده چې د پښتنو ټولوژنه چې د یوه پراخ پروګرام له مخې روانه ده بنده شي . دا هغه مهال امکان لري چې د پښتنو یووالی تامین شي.د پښتنو یووالی د یوې پراخې پښتون جرګې د جوړیدو له لازې شووني ده چې دا جرګه د پښتنو د یووالی او د پښتنو د ټولوژنې د مخنیوي له پاره لازې چارې په ګوته کړي . او ددې له پاره پراخ کار پيل شي.

د پښتنو د ټولوژنې د بندیدو څخه وروسته د پښتنود سیمو ودې او پرمختګ ته پاملرنه اړینه ده.
اوسنیو پښتو ژبو په لوړو څوکیو ناستو کسانو ، ددې له پاره چې واکمنو متعصبو کړیو ته ځانونه نږدې کړي تر ټولو لومړی په پښتو ژبه خبرې کول پریږدي په لوړو څوکیو کې د پښتنو د مقررولو څخه ډډه کوي او په پښتني سیمو کې د انکشافي پروګرامونو د پلي کولو څخه مخونه اړوي. د پښتنو په ضد د تر سره شویو جنایتونو څخه سترګې پټوي. که دوی داسې و نه کړي نو دا شووني ده چې زورواکان به یې هم له واکه وشړي اوهم به په څپیړو مخونه ورته شنه کړي.

د افغانستان د اولس مشر ښاغلي حامد کرزي ، افغان اولس او په ځانګړي توګه پښتنو ته شا کړي او داتیر نهه کالونه په دې تیر کړل چې څه ډول ځینې متعصبې کړۍ چې ځانونه د ( دیګانو ، هزاره ګانو او ازبکانو) استازي بولي خوشاله وساتي . د ښاغلي کرزي تر لارښوونې لاندې اداره کې دا کړۍ ډیرې ځواکمنې شوي او د هیواد برخلیک ټاکي . ددې کړیو اجندا په پټه د ملي یووالي تخریب او د پښتنو سره دښمني ده.
هغه جرمونه او جنایتونه چې په تیرو دوو لسیزو، د متعصبو ډلو له خوا ، او وروسته د موجوده ادارې په واکمنی کې د پښتنو په ضد ترسره شوي د چنګیز ، ګوډ تیمور ، ګرګین او نورو تیري کونکو په مهال کې نه دي تر سره شوي.

په اقتصادي لحاظ د افغانستان اوسنی ادارې اکثریت انکشافي پروګرامونه په تعصب ولاړ دي .دې ادارې ( د کرنې او مالداری ، انرژی او اوبو، کانونو، ټول ګټو، لوړو زده کړو او د کلیو د پراختیا وزارتونو ) په تیرو نهو کلونو کې د نورستانیانو، پشه ییانو، بلوڅانو او په ځانګړي توګه د پښتنوسیمې په بشپړه توګه د هیواد په ټولو برخو کې د یاده ایستلي دي.ددې وزارتونو نوي په سلو کې پراختیايي پروګرامونه یوازې د دیګانواو هزاره ګانو په سیمو کې تطبیق کیږي.
ښاغلي حامد کرزي په دې هکله د اړوندو وزیرانو څخه تر اوسه پوښتنه نه ده کړي بلکې د خلکو په شکایتونو یې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي دي.

ایا کیداې شي پښتانه د کابل د ادارې له خوا د دوی سره د ناوړه چلند له امله ، بې توپیره پاتې شي؟ . ځواب دا دي چې ، یوه ورځ به پښتانه هم دې ته اړ شي چې د خپلو روا حقوقو ( متوازن انکشاف ، په مورنی ژبه د زده کړو حق، په پارلمان ، دولتې ادارو وړ شته والی او نورو) بشپړه غوښتنه وکړي.
ځینې کتونکي په دې باور دي چې د پښتنو یووالی په یوه پراخ سیاسي جوړښت کې د افغانستان د ژغورنې په مانا دی.

زورواکان او د بهرنیو پوځونو وتل :
دا ډلې دا تجربه لري چې د افغانستان څخه د لویدیزوالو د وتلو نه وروسته څه ډول د قدرت واګې په لاس کې واخلي. دې ډلو ددې له پاره له پخوا د ترتیباتو په نیولو پیل کړی دی.

د هیواد مرکزي برخې خو د هیواد د یوې ټاکلی ډلې تر بشپړ کنترول لاندې دي . د دې سیمو چارواکي په څرګنده د مرکزي دولت برخه ځانونه بولی خو په واقعیت کې دوی د ټاکل شوي متعصبې ډلې څخه لارښوونې تر لاسه کوي.

زورواکي متعصبې ډلې د هیواد په شمال کې د واک د تر لاسه کولو د پاره چمتوالی نیسي.. چې په شمال کې وروستۍ مقرری ددې ټکی بیانونکي دی.

په دې سیمو کې په ټاکلو زورواکانو پورې تړلي د ټاکلو میلیتونو څخه ملیشاوې د محلی پولیسو او اربکیو په نامه جوړیږي.ددې ملیشاو دنده یوازې په پښتنو باندې بریدونه او په دوی باندې ژوند کولو د ساحې تنګول دي.

د تروریزم د ضد د جګړې تر نامه لاندې د هیواد په شمال کې ، په متعصبو ډلو او کسانو پورې تړلو ملیشاوې د پښتنو کورونه او سیمې تر بریدونو لاندې نیسي تر څو دوی اړ شي چې خپل کورونه او کلي پریږدي.
د نوروز تر نامه لاندې جګړه ایز عملیاتو په نتیجه کې د بغلان د ولایتي شورا د مرستیال د وینا سره سم ددې عملیاتو په ترځ کې ۳۵۰۰۰کورنی شړل شوي دي.

متعصبې ډلې غواړي چې د هیواد شمال او مرکزي برخو کې قومي تصفیه تر سره کړي او دا بهیر لومړی د بدخشان د ولایت څخه پیل او د هیواد مرکزي برخو ته یې دوام موندلي دي.

د هیواد په مرکزي برخو کې په متعصبو او پاشیستي ډلو بورې تړلي ملیشاوې کوچیان نه پریږدي چې خپلو پلرنیو شخصي ځمکو باندې واړوي. دا په دې مانا چې دوی غواړي چې دلته د هزارګانو په نامه یوه سیمه رامنځته او بیا یې د هیواده بیله کړي.
په شمال کې تر اوسه داسې والیان شته چې په څرګنده په مرکزي دولت پورې تړلي خو په واقعیت کې د خپلواکو واکمنانو اکټونه کوي.او کله وار خو په مرکز باندې هم سترګې برګوي .

اوس د هیواد په شمال کې د زورواکو ډلو له خوا د اولس مشر په ضد یو مرکز رامنځته کیدونکی دي.د اسې ښکاري چې دوی غواړي د ډاکټر نجیب الله د واکمنی په ضد پلان چې په شمال کې تر لاس لاندې نیول شوی و ، یو ځل بیا تکرار کړي.

د بهرنیو پوځونو په وتلو سره دا ډیره شووني ده چې په لومړی پړاو کې به اولس مشر د هغه د ډيرو نږدې همکارانو له خوا د واکه لیرې شي. دوی به د کابل ځینې برخې د پخوا په شان تر واک لاندې روالی او هغه ده چې په افغانستان کې به د زورواکو ډلو د خپل منځي جګړو سناریو یو ځل بیا تکرار شي.
د ویلو وړ ده چې ددې ټولو ناوړو پېښو د راتګ له پاره چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونود وتلو څخه وروسته پیښیږي ، د بن په کنفرانس کې یې بنسټ ایښودل شوي دی.

د ملګرو ملتونو سازمان او د امریکا متحده ایالاتو د جرمني هیواد د بن په کنفرانس کې د افغانستان څخه هغه کسان او ډلې چې په زړه بوګنونکو جنایتونو او لوټماریو سره تورنې وې راټولې او دوی ته دا واک وسپارل شو چې د افغانستان د خلکو د ارادې په خلاف دوی د افغانستان د خلکو د برخلیک په هکله تصمیم ونیسي.

پوښتنه داده چې ښاغلی اشرف غنی احمدزی څنګه غواړي هغه ادارې ته د مسوولیتونو د لیږد پلان تر سره کړي. چې بنسټونه یې په فساد او قومي تعصب ولاړ وي .

دا ښکاره خبره ده چې د بهرنیو پوځونو د موجودیت په حالت کې مغرضو ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په چارو کې خپلوبې شرمانه مداخلوته دوام ورکړ . نو په دې کې هیڅ شک نه شته چې د بهرنیو پوځونو د وتلو نه وروسته د دوی مداخلی څو وارې زیاتې شي.

باید وویل شي چې دوې لازې شته :
لومړې : په راتلونکو درې کلونو کې د واقعا یوې ملې ادارې او وسله وال پوځ جوړول :
په افغانستان کې د زیاتو ستونزو د حل کیلي ، د ملي ادارې ،ملي پارلمان او ملي وسله وال پوځ جوړول دي . اړینه ده چې په افغانستان کې یوه داسې خلکو او هیواد ته خدمتګاره اداره جوړه شي چې د افغانستان ټول خلک او میلیتونه پرې باور پيدا کړي چې داداره د دوی په چوپړ کې ده .

دا په دې مانا چې ټول محروم ملیتونه لکه پښتانه ، بلوڅ ، پشه ییان ، نورستانیان، شغنیان، ګوجر، قرغیزیان ،کوچیان ، هندوان په دې اداره کې د خپل واقعي شته والي په اندازه برخه ولري .
یوه ملي اداره هغه مهال جوړیدای شي چې په لومړي پړاو کې د ټولو زورواکو متعصبو ډلو او کړیو اغیزه او واک په اوسنی نظام باندې پای ته ورسیږي .
په افغانستان کې یوه ځواکمن او متحد وسله وال پوځ ته اړتیا ده چې وکولای شي د هیواد څخه دفاع وکړي اود دښمن د نوک ځواب په سوک ورکړي.

اوس دا پوښتنه پيدا کیږي چې ښاغلی اشرف غني او دده همکاران به څرنګه وکولای شي چې په راتلونکو درې کلونو کې د کابل په اداره کې د زوراکو ډلو واک ته د پای ټکی کیږدي.

که چیرې واقعا ملي وسله وال پوځ او ملي اداره رامنځته نه شوه او نړیوال ځواکونه د هیواده ووځي هغه مهال به بیا د کابل ښار به د زورواکو ډلو د انډوخر په ډګر واوړي.

په واقعي مانا سره ملي وسله وال پوځونه او ملي اداره کولای شی په هیواد کې زیاترو ستونزو ته د حل لازه پيدا کړي او خلک به وکولای شي په ریښتیني مانا سره یو دموکراتیک نظام جوړ او د ګاونډیو مغرضو هیوادو توطیې او مداخلې شنډې کړي.
که چیرې په هیواد کې زورواکي ډلې په بشپړ ډول سره د واکه لیرې شوې او حاکمیت د خلکو په لاس کې ولوید نو په هغه مهال کې به د هیواد خلک په خپله د امنیت او سولې په تامین کې په نه ستړي کیدونکي ډول به برخه واخلي دوی به د بهرنیانومداخلې شنډې او د القاعده ډلې به اړې کړي چې دا هیواد پریږدي . د افغانستان خلک په غوڅه توګه دا توان لري چې د خپل هیواد ساتنه وکړي. په هغه مهال کې به بهرنیو پوځونو ته دا اړتیا او هم کومه پلمه نه وي چې په هیواد کې پاتې شي.

دا ځکه چې په افغانستان کې د زورواکانو حاکمیت او د مغرضوګاونډیو هیوادونو مداخلې د ټولو ناخوالو او ستونزو اصلی عوامل دی.


دوهمه لاره په هیواد کې د لویدیزو هیوادونو د پوځونو د لنډې مودې له پاره موجودیت دی ..
د یو شمیر کتونکو په باور د افغانستان خلک تر هغې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو د موجودیت غوښتونکي دي تر هغه چې د ګاونډیو مغرضو هیوادونو ناوړه مداخلې روانې او په هیواد کې متعصبې او زورواکې ډلې فعالې او حاکمې وي. دا ځکه چې د خلکو په باور همدا ډلې د ګاونډیو افغان دښمنه هیوادونو مداخلو ته زمینه برابروي او هیواد یو ځل بیا د نویو تراژیدیو سره مخامخ کوي. او دوی د سولې او امنیت په لاره کې عمده خنډ بولي.

دا به ورسته جوته شی چې په نړیواله سویه پيژندل شوی عالم او پوه ښاغلی اشرف غني او دده همکاران د زورواکانو د حاکمیت سره څه ډول چلند کوي او د پورتنیو ستونزو د حل له پاره کومې عملي لازې او چارې په ګوته کوي ؟

او که دی او دده همکاران به د لویدیزو پوځونو د وتلو نه مخکې په لومړنیو الوتنو کې چې لویدیز ته تر سره کیږي د یوه یوه بکس سره دا هیواد پریږدي ؟

.