د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پسرلي هرکلی

عبدالحلیم همت وردګ 06.03.2011 22:25

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

هر کله راشې پسرلیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه په لېمو د منو
په ښار او کلي په بېـــــــــــــــــــــــــــــدیا او په ورشو د منو
سپرلیه جګي جګي راشــــــــــــــــــــــــــــــه هوسونه راوړه
زما د مړاوو هیـــــــــــــــــــــــــــــلو بڼ ته څه ګلونه راوړه
دغـــــــــــــــــــــــه بل تېر کال د تربور ؤ که د ورور بهاره
زما تر کور کلي چې راغی ډېر پـــــــــــــــــــــه شور بهاره
غرونو لمنې ورتـــــــــــــــــــــــه شنې کړې واورې والوتلې
هم د ریدي دګل له غېــــــــــــــــــــــــــــږې خاورې والوتلې
غوټیو شونډې ګلابي کړې په سینــــــــــــــــــــګار لګیاشوې
بلبلې راغلې په ځنګل کې په ګفتـــــــــــــــــــــــار لګیا شوې
شپنو شپېــــــــــــــــــــلۍ په نغمو پو کړې تنکي وري رمېدل
خړې رمې به وې د پسو هم به سېــــــــــــــــــــــرلي رمېدل
په شرنګېــــــــــــــــــــــــــــدو شول د بزګرو د قلبو زنګونه
هم پــــــــــــــــــــــــــــه هجرو کې د ځوانانو د میلو زنګونه
هر یوه ګودر ته مستو پېغـــــــــــــــــــلو قطارونه جوړ کړل
دوی د نرګس څخـــــــــــــــــــه و غاړو ته هارونه جوړکړل
ښوونځۍ پیــــــــــــــــــــــــــل ماشومان به په خوښیو ورتلل
هم فاکولتو ته محصـــــــــــــــــــــــــلین په خوشحالیو ورتلل
لنـــــــــــــــــــــــــــډه به وایم، هر وګړي خوشحالۍ لمانځلې
د نوي کال یې ډېر په مینـــــــــــــــــــــــــه سوکالۍ لمانځلې
خو ورځ لا تېره نـــــــــــــــــــه وه هر څه په ژړا بدل شول
د پلار په اوښـــــــــــــــــــکو او د مور په وا ویلا بدل شول
هغـــــــــــــــــــــــــه په شنو ونو کې پټ کلی په اور بدل شو
هغه زرغون ښایستـــــــــــــــــه غر په سوي سکور بدل شو
په شنــــــــــــــــــــــه ورشو کې د ځوانانو هدیره جوړه شوه
زلمو او نجونو ته په یو دم مقبـــــــــــــــــــــــــره جوړه شوه
هرڅه تباه شول زوی د پلار او ورور له وروره ورک شول
هم له جومات ، هم له هجــــــرې او هم له کوره ورک شول
نو
آیا ته هم په هغه ګام پــــــــــــــــــــــــــــه هغه پله رادرومې
له خوشحالیو یې خپه د ویر پـــــــــــــــــــــه خوله رادرومې
آیا ته هم د خاټول زړه ته نور داغونــــــــــــــــــــــه راوړې
آیا ته هم له ځان سره موږ تـــــــــــــــــــــــــه بمونه راوړې
آیا ته هم د غره نښتــــــــــــــــــــــــر تراشې تابوت جوړوې
ښکلو وږمو کې د ناورین موږ تـــــــــــــــه کالبوت جوړوې
آیا ته بیا دا وچې شونډې یتیمــــــــــــــــــــــــــــــــان ژړوې
راته ته بیــــــــــــــــــــــــــــــــــا دا نازولي ماشومان ژړوې
آیا ته بیــــــــــــــــــــــا زموږ دا بورې په سلګو کې غواړې
آیا ته بیــــــــــــــــــــــا زموږه ژوند هاغه مرګو کې غواړې
که چېـــــــــــــــــــرته داسې وي بس دومره مې زاري ومنه
جرګې د اوښــــــــــــــــــــــکو مې په مخ باندې جاري ومنه
نور داسې مه کوه په ښـــــــــــــــــــه مرغ۱ په ښه مینه راشه
زموږ ترکلي ګلورینـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه نازنینه راشه
موږ تـــــــــــــــــــــــه له ځان سره نن زېري د یوالی راوړه
د بربادۍ پر ځای خبـــــــــــــــــــــــــــرې د ښه والي راوړه
پروردګاره زموږ منځ تــــــــــــــــــــــــــــه ورورولي راوله
چې مو ډاډه کړي موږ تـــــــــــــــــــــــــــه هغه تسلي راوله
همت کړل لپــــــــــــــه لاس له خدایه خوښ بهار به غواړي
ورسره مینـــــــــــــــــه ورورولي او خپل اختیار به غواړي

د مالېې وزارت ، کابل
۱۴/ ۱۲/ ۱۳۸۹
۱ مرغ = فال، ټنډه، قسمت، پل یا قدم