د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوس به نور هم ښکر په ښکر شي

حبيب الله غمخور 05.03.2011 17:54

بي بې سي ليکي :تر پوره يوې مياشتي  زورآزموينو اوسياليووروسته هغه پارلمان چي تراوسه ئي مشروعيت ترسوال لاندي دی پردې بريالی شوچي ځانته داسي څوک درئېس په توگه وټاکي چي ښوونځی بشپړ کړی او دا مهال په کابل پوهنتون کې ادبیات لولي .

داپخوانۍ تنظيمي قوماندان  يوازي ددوي په وينا يې ليسه خلاصه کړې او اوس دکابل پوهنتون دادبياتو پوهنځۍ محصل دی . خلک پوښتنه کوي  اوس به دا ښاغلی په کوم صنف کي کښېني اوددوي په ويناددولت اوملت له مخالفينوبه ئي څنگه ساتي،څوک به امتحان ځيني اخلي اوکه ئې سوالوته مثبت جواب ونشوويلاي کېداي شي استادئې دکاميابی نمرې ورنکړي ؟ هغه تجربه چي زه ددې ډول محصلينو نه لرم هغه داده چي رئيس صاحب به بېله دېنه چي په ادبياتوکي ئې څه زده وي دپوهنځۍ دفراغت سند په بری سره ترلاسه کړي ،اوکه دافغانستان پوهنتون داعلم صلاحيت درلوداي ډير ژربه ئې افتخاري دکتوراهم ترلاسه کړې واي .

دنوموړي  په ټاکل کېدوسره چي دسياف اوقانوني ترمنځ ياپه بل عبارت دشمالي ټلوالي اوکرزی ترمنځ سياليوکي داته ځله ددواړوغاړوپلويانوځانونه کانديدکړه مگرداچي دامقام پخپله ښاغلي سياف اوښاغلی قانوني ځانته غوښتۍ هيڅوک نشوبريالۍ کېداي اوددې لپاره ئې دسپيورايواستعمال بهانه گرځول اوسپيني رايي ملامتې وې .ځکه نودپټ جوړجاړي له مخې درياست  دبخت باز دهغه چاپر سرکښېناست چي دپارلمان په تيره دوره کي یي هيڅ کوم مقام نه درلود. دايوه تصادفي خبره نه وه بلکي له پخواجوړه سوې اوغوټه سوې خبره وه . پسله هغه چي دواړوخواله کرزی سره وليدل اودوي يوې موافقې ته ونه رسيدل دتړلودروازوشاته داپرېکړه وسول چي که پښتون اوتاجک نه سره جوړېږي نويوازبک دي دپارلمان رياست پر غاړه واخلي چي همدا سي سول .

زماددې خبري سپيناوي له بې بې سي سره دازبکو وکيلان هم کوي هغوي وايي :  ځنو همدغو ازبک ټباره وکیلانو بي بي سي ته دا هم وویل چې د ښاغلي ابراهيمي د ملاتړ د حاصلولو لپاره د ازبک ملېشو پخواني ځواکمن سیمه ییز قومندان او د ملي جنبش مشر جنرال عبدالرشید دوست هم څو ځله له ښاغلیو سیاف، قانوني او هزاره مشر محمد محقق سره د تیلې فون له لارې تماسونه نیولي وو.

پخپله وکیلان هم دا خبره نه پټوي چې د جرګې د مشر د ټاکلو پر سر له تیرې یوې میاشتې راهیسې روان جنجال نور د ستړیا له پولې هم وراوښتی وواو سیالې غاړې دې پایلې ته رسیدلې وې چې د لومړنیو دوه وتلو سیالانو پښتون ټباره عبدالرب رسول سیاف او تاجک ټباره محمد یونوس قانوني له چورلټه شاته کېدو او له دریم لږکي قام ازبکو نه د نوي کاندید له رامخې ته کېدو پرته دغه ستونزه نه شي اوارېدای .‌‌BBC

دفبروري پر ۲۷ ښاغلي ابراهيمي  دولسي جرگې په غونډه کې د ۱۷۳ حاضرو وکیلانو له منځه چي یوازې څلوروکسانو مخالفې رایې او پاتې(( ۱۶۹ ))وکیلانو د رزغون کارت په پورته کولوسره عبدالروف ابراهیمي دداسي يوه هيوادچي عملأ دانږدې نهه کاله له کورنۍ جگړې سره لاس اوگرېوان دي اودلته ۴۷ هيوادونه پوځی شتون لري دپارلمان درئيس په توگه وټاکل سو.پکارخوداوه چي دغووکيل صاحبانوچي ځانونه دملت اسازي اوخواخوږي بولي داسي يوڅوک درئيس په توگه ټاکلی واي چي له هره پلوه رسېدلی اوياحد اقل دمشرتابه اوبهرنيانوسره داړېکو،ناستي پاستي اوخبروکولوتجربه ئي درلوداي .داچي ديوې بډايي کورنۍ غړئ دی دامعنانلري چي په سياسي کارواوديپلوماتيکو مناسباتو دې پوهېږي ،هغه يوقوماندان وواوپه غرونوکي ئي دعمرځواني تيره کړېده،کله چي په تيره دوره کي دپارلمان وکيل سودهمدې موفق نه په استفادې سره ئي دشپې پوهنځۍ ويلوته ديوچالخواوهڅول سو،نوموړی په تېره دوره کښي هم دکوم کميسيون رئيس نه وو. تعليم اوتحصيل ډير ښه کاردي ابراهيمي ډير ځوان دي کېداي سي  په راتلونکي يوعالم اوسياست مدارځيني جوړسي ،خواوسنۍ تېتول ئي محصيل + وکيل د ی . دپارلمانوپه تاريخ کي يومحصل نه وکيل سوی اونه هم دپارلمان رياست ورسپارل سوئ دی .متاسفانه زموږپه هيوادکي کرزی صاحب اورسره جنگسالارئي نه په حقوقي اونه هم  په سياسي مسايلوپوهېږي اونه دمملکت نړۍ وال اعتبارورته مطرح دی  .

داسي تعبير نسي چي زه دنوموړي رئيس صاحب سره کوم مخالفت لرم ،ماليدلۍ نه دی اونه هم ماته ددوستم تليفونونه اويادحزب اسلامي سره دده اړېکي مطرح دي .پدې ډيرخوښ سوم چي ديوه واړه قوم استازي دپارلمان رئیس سو.په همدې خاطر ددې سره له دې چي پارلمانوپه تاريخ کي داسي نه ده پېښه سوې چي دشپې پوهنځۍمحصيل دپارلمان  رئيس شي پښتنوپه ورين تندي ومنل ،ځکه دپښتنو مخالفينواوشراچونکوتل دپښتنوپر خلاف په روغجنو اوزهرجنو تبليغاتوکي همدايوه خبره کول چي ټول واک دپښتنوپلاس کي دی ،سره له دې چي دابېچاره پښتانه تل ددې هيوادپه ساتلواوجوړولوکي ترهرچازياته قرباني ورکوي،چي  ښه بېلگه دغه لس کلن ناورين دی چي په ټول هيوادکي ترهرچا زيات پښتون ورسره لاس اوگريوان دی. يوئي دبهرنيانودپلوي په نامه اوبل ئي دطالب وياددولت دبل مخاليف دپلوي په نامه وژني،خوبياهم  داغيرتی قوم تل ددې اوباشواوبهرنيونوکرانودتهمتونوپه وړاندي چوپ وي .

اساسي مسله دلته دابراهيمي صاحب پر سره نده،هرافغان  ته بايددمملکت نړيوال اعتبار،پدې کچه دکار وړتيا اوتجربې لرلومسله مطرح وي . ځکه خلک وايي که  په پارلمان کي  داسي يوڅوک نه ووچي درياست چوکی دسياف اوقانوني په خوښه وروسپارل سي ،هغه دچاخبره کاشکي موله بيرون  څخه په ازبکواويابل قوم کي داسي يوڅوک پيداکړی واي چي ددغه درانه مسوليت ترعهدې وتلاي سواي اونړيوالونه راباندي خندلاي چي دافغانان دخپلوبې اتفاقيوپه پايله کي  شې پوهنځۍ محصيل  چي وکيل دی دپارلمان رئيس وټاکه .زه نومړی ته دعاکوم چي خداي ئي په خپلو ورسپارل سوو دندوکي بريالی کړي اوس چي موداکار کړۍ هيله منديم ټول وکيلان دملي گټواوملي حيثيت ساتلوپه خاطر مرسته ورسره وکړي چکه هغه خپله مني چي فکرئي نه کاوه دادنده وروسپارل سي .

هغه وايي''زما په فکر کې هم نه راتله چې زه د خدای فقیر بنده او ستاسو همصنفي ځان د ولسي جرګې ریاست ته ونوموم. زما په فکر د دغې څوکۍ لپاره تاسو ټول له ما زایته وړتیا لرۍ او زیات مستحق یاست. خو د خدای اراده همدا وه چې خبره سختو ننګونو ته ووته او بلاخره تاسو ټولو د هېواد د ملي ګټو د مصلحت له مخې پر ما لاس کېښود.

زه ستاسو د باور منندوی یم خو د دغه دروند بار د پورته کولو له اړخه په کلکه ستاسو مرستې ته اړتیا لرم. د یوه اقلیت توکمه وکیل په توګه پر ما ستاسو دغه باور د ملي یوالي نښه ده. خدای دې ماته هم د دغه سپارل شوي امانت د خوندی ساتلو وس راکړي.''

مگردابايدله پامه ونه غورځول سي، دغه سوال تراوسه بې جوابه پاته دی چي پدغه ورځ دکوم تصادف له مخې (( ۷۶))تنه وکيل صاحبان په غونډه کي حاضرنه وه .داسي گنگوسې تر اروپاراورسېدلې چي دغووکيل صاحبانو داعتراض اومخا لفت

په بڼه په غونډه کي برخه وانه خيستل .داچي خبره له ارگ اوبهرنيانو سره غوټه سوې اوپر ښاغلي ابراهيمي امين ويل سوی  وودتلوېزون پر پردوداسي ښکاره سول چي ټول خوشحاله دي سره له دې چي داسي نه وه اونه هم خوشحاله دي،  ددې مصنوعی خوشحاليوپايلي چي دامريکاترفشارلاندي بايد دتلويزون دوربين ته خوله پيخه کړي وروسته معلوميږي ،په همدې خاطرمي دخبره وکړه چي دنوموړی دناکامېدواوهغه ته ستونزي رازېږول به زموږ هيودپدې پېچلو شرايطوکي له نوروکورنيو ستونزو سره مخامخ کړي .

تراروپاداسي گنگوسې رارسېږي چي همدا اوس هم په پارلمان کي دپردې شاته جنگسالار(شمالي تلواله اوکرزی پلويان) سره ښکر په ښکر دي ،چي بله ښه بېلگه ئي  دپارلمان داداري چارودسمون په خاطردلومړۍ اودوهم مرستيال اومنشيانو ټاکنوپروسه ده چي سړۍ ورته گوري نودلومړی مرتيال مقام لپاره ټاکنوکي هم  ورته سناريوپلې کېدل چي په پايله کي دلومړی مرستيال لپاره دښاغلي کټوازي مخه دپنځوس جمع يوپه بهانه ونول سول ،داچي داسناريوبه ترکومه اوپه کومه بڼه نوره دوام پيداکړي  داخولابله خبره ده .

ددغوورځودپارلمان  په غونډوکي چي لادکميسيونودرئيسانو،منشيانو اومرستيالانوخبره پر ځاي پاته وه په درغليو راغلووکيلانويوځل بيادځانگړې محکمې اودهغې له راتلونکوپرېکړوسره خپل مخالفت اعلان کړ .

داکومه نوې خبره نده،مگرداددواړوخواودښکر په ښکر کېدوروښانه بېلگه ده چي دنوی رئيس په گډون ټولو همداد قانو ني خبره تکرارکړه چي دادريم ځل دی موږددې غيرقانوني محکمې دکاردپايته رسېدوپه خاطرپر ېکړه کوومگرستره محکمه اوکرزی غوږ نه پرې نسي .

پدې مخالفت څرگندولوکي نوی رئيس ترهرچازيات ځان ښکاره کاوه . خبره دکرزی ځخه دفاع  مسله نده سوال دادی چي څرنگه داخبره ومنوچي ټول بېله په درغليوراغلي وکيلان ددې ځانگړي محکمې جوړيدل اودکاردوام ناقانونه بولي،نوی رئيس اوقانوني صاحب دورسره ډلې دځانگړې محکمې پر خلاف لاسونه پورته کوي .

که دامسله له سياسي پلوه وڅېړل سي داسي څرگندېږي چي شمالي ټلواله کرزی وډاروي اوديوبل فرمان په صاديرېدوسره دکرزی صاحب په اصطلاح ((دملي گټواوجهادي مشرانودمشوروپه خاطر)) دهمدې محکمې کاروځنډوي اوياخاوري پرې راواړوي ،لکه پر لسهاو داسي جدي مسائيلو چي خاوري اړول سوی دي .

دپارلمان ديوشمېر وکيلانوله هڅونه له ورايه ښکاري داپارلمان  اوپارلماني امکانات به لکه چي وړاندوينه کېدل دملت دگټوپر ځاي دځان اوخپلو ډلوټپلودگټوساتلولپاره وکارول سي .

ډيره روښانه بېلگه ئې داده چي دادريم ځل دی  دوي په يوه خوله دپارلماني ټاکنوپر درغليوباندي دبياکتنې دهغه  ځانگړي محکمې پر خلاف چي دکرزی لخواجوړه سوې پرېکړه کوي اوهغه ناقانونه بولي  .په هغه ورځ چي دوي په کنړکي وبهرنيانوپه بم اوريکوکي دماشومانودوژلوپه خاطر دکنړ له خلکوسره دهمدردي څرگندول

له همدې موقع نه ئي هم په استفادې هريوه خپله څېره دتلويزيون کامرې ته نږدې کول اوهمدا يوه خبره ئي کوله چي ځانگړې محکمه اودهغې پرېکړې ناقانونه دي .

ددوي پدې چېغو اوس ملت پوهېږي ځکه دوي داډارلري که چيري په رښتياسره ټولي درغلی راڅرگندي شي ډير وکيلان به له واکه بېواکه شي .

دوي په کنړ اونوروسيموکي دملکي وگړودوژنې په خاطر دملي فاع،کورنيوچارووزيران او ملي امنيت رئيس پارلمان ته راوبلل . په حقيقت کي دارابلنه ددې لپاره نده چي دوي په رښتيادملت استازي اوله ملت سره خواخوږي لري  . ديوه هيواد دوسله وال ځواک مشرتابه دهغه پارلمان لخواچي دملت ترگټو ډله ايزي اوشخصی گټې ورته درنې وي اوپه خپل مينځی کشمکش سره اخته وي دامعنالري چي دمخالفينو لخوا پدې پلمه  دغه ډول بلنه پر کرزی باندي دسياسي فشاراوځان ښودنې معنا لري ،غواړي هغه ته څرگنده کړي چي اوس ځان راته ټينگ کړه ،په پارلمان کي درئيس په گډون ډيريوهر څه چي غواړوهغه به وکړو.پدې ډير باورلرم اوداسي به هم وسي چي کله دغه ځانگړې محکمه دخپلو څېړنوپه پايله کي په رښتياسره دملت په گټه پرېکړه وکړي اوپه پرېکړه کي جنگسالاروته تاوان ورسېږي همدا پارلما ن اوهمدا بېچاره رئيس چي بېله استحقاقه ئي دهمدې کارو لپاره ومانه دمحکمې پرېکړه به ناقانونه اعلان کړي ،که کرزی نه منل لکه څوکاله پخوادانتقالي عدالت په وړاندي غير عادلانه مارش به وکړي غازي سټډيوم خوتل ددوي په چوپړکي دی ،دوي پدې هم پوهېږي چي دوي به لاتر غازی لوبغاړي  نه وي رسېدلي  چي دکرزی دتسليمېدواوددوي دوړانديزخبربه ورورسېږي .

داچي اوس په شمال کي له پښتنوسره ددوي په هيوادکي وحشيانه کړنې کېږي اوبې گناه زورول کيږي  دديني عالمانوشورااوپه درغليوراغلی پارلمان ولي اوښاغلي رباني اوورسره کابينه ئي ولي چوپه خوله پاته دي؟

پد ې هکله ولي يوڅوک پر ظالمانواودپرديوپه غېږکي روزل سوو ږغ نه کوي چي دپښتنوسره دغه ډول سولوک انساني اواسلامي نه دی ؟ داچي دارگ وبغل ته دالس کاله په زرهاوکورنۍ دکابل په يخنيوکي ترزړوخيمو لاندي شپې او ورځې تيري دمړي دښخېدوځاي نلري ،دلته دعالمانوشورا اوپارلمان اوسولي عالي شوراولي چوپ ده ،داچي همدا اوس په بگراميوکي تر درې سوه زياتي کورنۍ پښتانه دژوندپه ډيربدحالت کي ژوند کوي اودکډوالوچارو ښاغلي وزيروايي موږ پرې خبرنه يو،که عدالت واي په هغه شېبه چي په تلوېزيون کي راپورښکاره کېده دغه وزيرصاحب بايد محکمې ته راغوښتل سوی واي اوپوښتنه ځيني سو واي چي يوژورنالست پرې خرېږي تاسو ښاغلي ولي نه پرې خبرېږی ،خوتاسف دادی چي کرزی صاحب پر ملت خپل نوکران تپلي هغوي هرڅه چي کوي خودکرزی صاحب نه  بېله قيداوشرط نه دفاع کوي . خلک پوښتنه کوي دلته دادافغانانومدافيع چيري دي اوداچي په خپل هيوادکي تر ((۸۰))زره زياتي کورنۍ سرگردانه گرځي اوژوندحد اقل شرايط نلري پدې هکله ولي دامدافعين اودسولي کبتري چوپه خوله دي ؟دادملت استازي چيري دي ؟اوترکومه به پر چوکيوباندي په جگړه کي سره مصروف وي ؟

داټول زورېدلی ولس اوپه ميليونونور له يوه مخه دولت مخالفين دي اوددولت له مخالفينوسره بايد اخلاقأ مرسته وکړي ترڅوځان له دې تپل سوی اوپرځان مين دولت نه خلاص ،چارواکي اومبلغين  ئي په خپل حد اوحدودپوه سي .

که دوي رښتياځانونه دملت استازي بولي نوبياکله چي دپاکستان پوځ اوهوايي ځواک دننگرهاولايت دگوشتې ولسوالی په سېمه باندي دالوتکوپوسيله بمونه غوځوي اوبياپه تکرارداپاکه خاوره په توپونو ولي چي پايله ئي د۲۰۰۰افغان کورنيو بېځايه کېدل دی ولي چوپه خوله پاته دي .

دفبروري پر۲۸ مه پاکستاني ځواکونو یوځل بيا دننګرهار دګوشتې ولسوالۍ پر استوګنو سیمو بمباري او توغندويي بریدونه کړي  .

تېره میاشت هم پاکستاني پوځیانو د ننګرهار د دې ولسوالۍ د خلکو پر کورونو او دولتي ودانیو بمباري کړې وه خو د افغانستان حکومت یې په وړاندې هیڅ راز عکس العمل ونه ښود.

 دګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکوډله ايزورسنيواستازوته ويلي له تېرو درو ورځو راهیسي پاکستاني پوځیانو د ګوشتې ولسوالۍ پر هغواستوګنوسیمود دهشکواوتوغندوبریدونه کوي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې دي.

د ننګرهاردسرحدي پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي ،دوی په کابل کې دچارواکو امر ته په تمه دي.

بلي قوماندان صاحب! پدې بايد تاسو اوټول هيوادوالو ښه پوه وي چي دکابل چارواکي به هيڅکله دپاکستان اوايران په وړاندي  دوطن څخه دفاع امرورنکړي .

تاسوخپله قضاوت وکړی! پاکستاني چارواکي چي دافغانستان سره ددوستۍ په خبرونه مړېږي اولکه ايراني چارواکي خپل امنيت  دافغانستان په سوله کي ويني ،دادی ټولوئي گوروپه ټوله سپين سترگي زموږپر مقدسه خاوره هوايي تيری اوڅمکني بريدونه کوي هيوادوالو موپه شهادت رسوي ،په مقابل کي پارلمان ،په بهرنيوسفرونوکي غرق کرزی صاحب ددغه تيري په وړاندي يوه خبره هم نه کوي اونه  دبهرنيو چارو وزير دپاکستان سفير راغواړي چي ورته ووايي اشنا خيريت دی ؟ کرزی امريکاته نصېحت کوي پر ليبياپوځي حمله ښه پايلي نلري . خودهغه لندڅخه چي دپاکستان ټينگ ملاتړي دي دپاکستان دبېشرمانه تيريواوافغان وژنې په وړاندي  يوه خبره هم نه کوي .

افغانان له بهرنيو هيوادو په سرکي امريکانه داپوښتنه کوي چي دافغانستان  دهوايي حريم دکنترول اوحفاظت مسوليت خوتاسوپر غاړه اخيستی ،دمسؤليت سرته رسول پدې بڼه وي ؟

که چيري دکوم هيوادپوځی الوتکي ستاسودهيوادپرهوايي حريم تېری اوهلته عام خلک اوکلي  تربم اوری لاندي نيولي واي  تاسو همداسي چوپه خوله پاته کېدا ست لکه چي دپاکستان دهواي تيري اودگوشتي ولسوالي پر خلکودوحشیانه بمباريوپه مقابل کي چي چوپ خوله پاته ياست ؟؟؟

ترپرله پسې پاکستاني بريدونووروسته په ډله ايزو رسنيوکي  دمارچ پر څلرمه داسي شرمونکی خبرلولو: (( گزارش  ها حاکی است که جرگهء  مشترك كميسيون نظامي سه جانبه متشكل از مقامات عالي رتبه نظامي پاكستان، افغانستان و نيروهاي ائتلاف در راولپندي سي وسومين جرگهء خود را پيرامون بررسي امور امنيتي در پاكستان برگزار كرد.

جنرال “پرويز اشفاق كياني ” لوی درستیز  پاكستان، جنرال “ديويد پترائوس ”  قوماندان عمومی نيروهاي بين‌المللي تامين امنيت درافغانستان و جنرال “محمد كريمي ”  شركت كنندگان در اين اجلاس به بررسي وضعيت امنيتي درمناطق سرحدی افغانستان وپاكستان پرداختندوهمچنين از سطح فعلي همكاري ها ابراز رضايت كردند .

يو پښتو متل دی وايي : ((پکه دادي لابله سپکه )) نورقضاوت لوستونکوته پرېږدم .

يوه اونۍ وړاندي ددواړو خوادبريدونوپه پايله کي په کندهار،کنړ،کندز،خوست  اوننگرهارکي  تر ۲۵۰ زيات ملکي وگړي په شهادت ورسېدل اودالړۍ به ترهغوروانه وي ترڅوه چي پاکستان ،ايران اويوشمېرنورهيوادونه ئي غواړي . هغه وخت داپارلمان  ولي چوپ وو؟يوه خبره ئي ونکړه اونه ئې چاته گوتڅنډنه وکړه .اوس چي ئي ميدان وگاټه اوپه افغانستان کې د ناټو ایساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس په گډون داومنله چي دملکي وگړووژنه بشري جرم دی ،نودبهرنيانوترحمايي لاندي وکيل صاحبانوهم داعتراض ږغ اوچت کړ،ترڅوله نوروشاته پاته نسي اوبلې خوادهرې مسلې نه  دخپل سيال په وړاندي دفشاردوسيلي په توگه استفاده کيږي ،ددوي ترمنځ به دامتيازترلاسه کولوسيالي روانه وي خوملت  به په وينوکي لمبېږي اودخواری چيغې به ئې آسمانوته پورته کېږي داوريدوڅوک به ئي نه وي .

دا اوس موډده چي دملکي وگړوله وژلونه ملاتړ اوبهرنيانوته بدر ردوويل سي مگرددې ستونزي داساسي چارې لپاره ئي چاڅه ندي ويلي .پسله هغه چي دطالبانوسره دخبرودپيل مسله پر ژبوده اوس دملکي وگړو ددفاع په خبروکي له بهرنيانوسره يوځاي دطالبانونوم هم يادوي  پخواهر څه پر بهرنيانوتاوانېده .

 زماداخبره ددې معنا نلري چي زه دبهرنيانو اوياطالبانوڅخه ملاتړ کوم  خودې ټکې ته ا شاره اړينه بولم  چي  دسياسي نوې راپيل سوې سوداگري څيره اولوبغاړوپه هکله په څوجملوکي خپل زورېدلی ملت دهغوي په کرغېړنوموخوخبرکړم .

دښاغلي کرزي وياند وحيد عمر په روښانه ټکووويل موږ دبهرنيانوپه مشوره اوملاتړ دسولي بهير راپيل کړی اوددولت له مخالفينوسره موخبري پيل کړي چي دده په ويناپه بری پرمخ درومي،ځکه خودبهرنيانوڅخه غواړوچي زموږ ملاتړوکړي  .که څه هم ژورنالستانوداپر زياته کړه چي دملاتړ دشکل په هکله ئې څه ونه ويل خواوس موږ ته ددوي سره ملاتړ بڼه  څرگنده ده .هغه داچي ټول کارونه بايد بهرنيان ترسره کړي  اودوي په کورواو دفتروکي ارام ناست وي دتلوزيون پر مخ راښکاره اوپر برېتولاس تيرکي چي دامووکړه ،هامو وکړه اوترهغه وروسته يوڅه بدرد بهرنيانوته  هم ووايي چي دابيچاره ملت ددوي په ويناواوغولونکوشعارونو اوحق په جانبه څېره باوروکړي ،چي څومره وطنپرست اودبهر نيانو مخالف دي .

ددې خبرې سپيناویدپاره به  تاسو درنو لوستونکو هرومرولوستي او اورېدلي وي چي ښاغلی کرزی صاحب دمارچ پر دريمه دبريتانيا د(( چينل فور ))په نامه يوه تلويزيون سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل:موږد وسله والو مخالفينو سره په خبرو بوخت يو،هغه زياته کړه، چې حکومت يې د وسلوالو طالبانو له ځينو هغو غړيو سره هم نېغ په نېغه خبرې کړي، چې همدا اوس په روانه جګړه او وينه بهېدنه کې برخه لري .

کرزي په دغه مرکه کې ويلي، چې د طالبانو دغو غړيو سره اوس هم د اړيکو نيولو لړۍ روانه ده ، خو له بده مرغه دغه اړيکې کوم مشخص ادرس نه لري .))

دادی که پاکستان ومنل مشخص ادرس به هم ترکيه وي ،وبه گوروچي بېله پاکستاني چارواکوکومي خبري پر مخ تلاي شي . اميدچي داځل بيا  اې آيس آي يوبل جعلي ملامنصوراونوردخبرواوپه ترکيه کښي دطالبانو نماينده گۍ ته معرفي نکړي .

 ښاغلی کرزی صاحب په همدې تلويزيوني مرکه کښي د يوې بلې پوښتنې  په ځواب کې،چې دغه خبرې اترې او اړيکې به څه وخت نتيجه ورکړي،کرزي وويل : (( له بده مرغه دغه کار په اوونيو او مياشتو کې نه کېږي،خو کېداى شي تر راتلونکيو درېو کلونو پورې کومه پايله ولري.))

  زياتوي چې ((دطالبانوسره دخبروکومې پايلې ته رسېدو لپاره تر درېو کلونو پورې وخت په کاردى .))

دټولوڅېړونکواوددې قلم خاوندته داخبره ډيره جالبه ده چي کرزی صاحب ولي دهرې مسلې حل ته درې کاله وخت ټاکي يعني ولي ټولي ستونزي په ۲۰۱۴ کي حل سي؟که طالبان ياددولت بله مخالفه ډله اوخپله دولت دنړيواله ټولنه  غواړي په رښتيا دخبرواومذاکرولارخپله کړي اويوه دحل لاره پيداسي بيانو

درې کاله  خو زيات وخت دي ،نوترهغوبه له يوې خواددولت مخالفين واسکټ والااويادژورناليستانوپه وينادسړک دغاړي ماين الوزونه وي اودبلې خوابه دبهرنيانوالوتکې اوبم اوری ؟درې کاله به نورهم افغانان دويرپرکمبله ناست وي ؟

دبلې خوابرهان الدین ربانی چي دسولي دعالي شورامشردی ددې پر ځاي چي جوړونکي خبري وکړي پدې ورستيوکي ددويچه ويله خبرله مخې وايي  : برهان الدین ربانی، رییس شورای عالی صلح افغانستان از گروه طالبان انتقادکرد که به جای گفتگوبا دولت و مردم افغانستان حاضر می‌شونددر لندن باخارجی‌هایی مذاکره کنندکه با این گروه در جنگ هستند. دولت سمه خبره خورباني صاحب بايد پدې پوه وي دغه شوراچي مشرتوب ئي دده  پر غاړه دي زموږ افغانانولپاره دمنلو ونه ده اونه هم دافغانانواستازيتوب کولاي سي. دغه دگلخانې په ماڼۍ کي راټول سوی اوياددو وظيفوخاوندان ددې ملت استازيتوب نسي کولاي اونه هم دملت لپاره دمنلو وړدي .دايوه دولتي شوراده چي ددولت ترهدات لاندي اودکرزی صاحب په خوښه کارکوي،پدې شوراکي ملت ځاي اوواک نلري  .

رباني زياتوي :تعجب است که با دیگران با خارجی‌ها خوش دارند که بروند در لندن و جرمنی با آنها بنشینند اما با دولت اسلامی و با خودی‌ها نمینشینند. یعنی چه؟».

جالبه استادرباني تراوسه پدې نه پوهېږي چي  دده اودغې شوراپه وجودکي سوله نسي راتلاي ،ځکه همدا خلک چي اوس له هغوي سره دسولي خبرودپيل لپاره منډې ترړي پیل سوی ټول له يوه سره دشمالي ټلوالي اوپه سرکي له استادرباني اوپدې شوراکي ديوشمېرکسانوڅخه ښه زړه نلري ،همدا دليل دي چي داپروسه گوډه اوناکامه پر مخ درومي دغه يوه څه پرمختگ چي  په اړېکواو خبرو کي راغلي دا دبهرنيانواودولتي اړونده ادارودهڅوپايله ده .

ښاغلي  ربانی دعالمانوپه شوراکي له هغوي نه وغوښتل چي  ((شعارها و عملکردهای طالبان را یک بار دیگر ارزیابی کنند،هغه وايي «من به این عقیده هستم که یک بار دیگر همه علمای ما ارزیابی کنند که آیا واقعا راهی را که  (طالبان) تعقیب میکنند تماما حرفهای شان حق است یا این که بسیار گپ های نادرست و ناروایی را به نام اسلام پخش میکنند».

دافغانستان دعلماوو سر تاسري شورامشرهم په خپله غونډه کي دوسله والو طالبانوکړنې داسلام د سپېڅلي دين له احکاموسره په ټکرکې ګڼي. 

ددې گوت نيونوسره بل ځاي رباني وايي هغه کسان چې دطالب په نامه جنګېږي غواړي چې له جګړې لاس واخلي اودسولې له بهيرسره يوځاى شي. داخبره استادرباني ددې لپاره کړې چي هغه خپله پخوانۍ پرې پټه کړي ،کنه يوڅوک چي په رښتياسره غواړي دومره لويه مسله حل کړي خپلې هرې خبري ته بايد جدي پام وکړي ،هره بې مسوليته خبره ټول جوړسوی کاراوهلي ځلي بربادوي .

عام خلک داسوال هم کوي که په رښتياطالبان سولي ته تياردي نوداځانمرگي له کومه راځي ؟اودوي دکومو پرنسيبونوپر بنيادسولي ته  تياردي؟ايايوازي همدا طالبان ددولت مخالفين دي اوکه نوري ډلې هم پاکستانيانواوايرانيانوروزلي اويادهغوي ترحمايي لاندي جنگېږي؟ که جنگېږي هغوي څه وايي ؟

دبلې خوداهم سوال دی چي خپله رباني اوشاته ئې ټوله شمالي ټلواله،فهيم،قانوني،ډاکترعبدالله ،دوستم ،محقيق،خليلي اوامثالهم  په رښتيا دطالبانو،حزب اسلامي ،حقاني ډلې اونوروسره په  سوله خوښېږي اوپدې لارکي خنډونه اوخرابۍ نه پېښوی ؟

په يوه خبره تراوسه داسي څرگندېږي چي دماشومانه لوبه  روانه ده افغانان اوعام نړيوال ولس ئي مصروف ساتلي .دسولي لپاره نه افغان دولت اونه هم بهرنيان کومه طرحه اوپروگرام لري  .که وي بايد ژرترژره دعام ولس دخبرتيالپاره اونظرغوښتنې  لپاره اعلان اوله ملت  نه پدې کله نظر اوهوکړه واخيستل شي .

موږ ټول پرې پوهېږوچي ښاغلی کرزی ديوشمېربهرنيو زبرځواکوپه مشوره اوملاتړ دافغان ولس رنځ په يوه اوبل نامه اوږدوي ،خوپه ظاهرنوم ورباندي دسولي لپاره تلاښونه ايږدي  .که داسي نه ده نوتاسو له کرزی اوبهرنيوجگپوړونه پوښتنه وکړي چي په اونۍ که څوځله داخبره کوۍ چي دترهگروملاتړي اوپټن ځايونه په پاکستان  کي دي اوکله کله دايران نوم هم ورسره اخلي .نوچي هلته دي اوهغوي ئي ملاتړ کوي ، ولي دپاکستاني جنرالانوسره په کلکه داخبره نه کيږي چي کله دوي افغان وژنې ته دپاي ټکی ايږدي ،طالبان اودولت  هر مخالف هغه وسيله ده چي دوي ئي دخپلو مخولپاره استعمالوي . ځکه خوپاکستاني چارواکي دالس کاله دايوه خبره کوي په افغانستان کي دسولي خبري  بېله زموږ له گډون اومرستي نشي راتلاي .

 دغه خبره دې يوڅوک له ځان سره وڅېړې چي څه معنالري . متاسفانه زموږ دجامعې پر نبض هم همدا گاونډيان اوملاتړي داسي مسلط دي هرڅه چي غواړي  په همدغو افغانانوئې سرته رسوي . افغان دولت،امريکا اونړيواله ټولنه متاسفانه تراوسه دافغانستان دلانجې په اړونددگاونډيانوپه وړاندي دقيق سياست اومعين دريځ نلري .

پدې بڼه  چي کرزی صاحب اوبهرنيانو اوس ډول ته لرگۍ بندکړی سوله نسي راتلاي، داپه دولت کي ددولتی چارواکو اومخالفينوته دمعينوامتيازاتوورکول دي . دملت څخه چاپوښتنه نه ده کړې چي دوي کوم ډول سوله اودکومو پرنسيبونوپر بنيادغواړې . تراوسه چي په يوه اوبل نامه ديوه اوبل په مشری دسولي عالي کميسيون اوبيادسولي عالي جرگه جوړه سوې ،بهرني سفرونه په خرپ روان دي مگردسولي پروگرام يوه افغان ته نه دی معلوم چي دکومواصولوپر بنياد سوله کيږي .هيڅ دسولي سره مخالفت نه کوی،مگرټول دسولي په نامه له سياسي سوداگريوسره مخالف دي . داموږته نده معلومه چي ددغې سولې په پايله کي کوم ډول دولتي سيسټم اودولتي سياست پلی  کيږ ي، اوداسي نوري پوښتنې چي هر افغان ئي حق لري پوښتنه وکړي داوطن دکرزی اوبهرنيانونه دی دلته ۳۶ ميليونه افغانا اوسېږي دټولونه بايد پوتنه وسي اونظرته ئي درناوی وسي،که داسي وسول په هغه صورت کي به نه يوازي داچي رشتيانۍ سوله راسي بلکي داملت به دټولوسياسي سوداگرونه نجات ومومي  .

دمارچ په دوهمه  دعالمانوشورا رئيس  دافغانستان دعالمانودشوراپه رابلل سوې غونډه کي وايي موږ سوله غواړو خودوي ئي نه غواړي  ،موږ اسلامي دولت غواړو خودوي ئې نه غواړي ،زموږ عالمان له مزار،بدخشان  ،سمنگان اوددوودريونورو ولايتونومونه ئي سره قطار کړه په طياره (الوتکه ) کي راغلي په خپلو پيسو راغلي ،خوسمدستي وايي هغه پسې چي دوي ته حکومت دخرچی په نامه ورکوي تاسو فکرکوي چي داکفايت کوي ؟ نه داسي نه ده دوي دوطن اوپه وطن کي دسولي لپاره په خپل لگښت راغلي .خبري ئي په ډيرواحساساتوولي گنگې اوپېچلې وې ،خوترهيڅ ښې وي ،مگرخلک وايي اوداپوښتنه کوي چي راسي هرڅه لمر غوندي روښانه خلکوته ورسوو،هغه داچي يوهم په خپلو پيسوترکابله نه دي راغلی اونه هم داشورا خپلواکه ده ،داچي مولوي صاحب وايي دادخرچی پيسې کفايت نه کوي دامعنالري چي داخرچی ورکونکوخپل نظرپه هرهغه چامنی کوم چي ترکابله ئي راغواړي .داسي ليونۍ نسته چي دځان اوخپل حاکميت پر خلاف دي خلکته لاري کرايه ورکړي دکابل په لکسوهوټلوکي ځاي اوښه ډوډۍ گانې بيادي همدا خلک دهغه پر خلاف خبري وکړي . داچي تاسوهره برياپه يوازي په ځانوپوري تړۍ نودالس کاله ولي چوپ خوله ناست واست ؟ لس کاله کېږي چي جگړه بياتوده سوې اوبهرنيان دلته راغلي هغه بهرنيان چي تاسو ورته کفارواياست اوترقيامته ئي پرخلاف جگړه جهادبولی. هرڅوک پدې پوهېږي چي ولي مواوس احساسات راوپارېدلي دي .

مولوي خالص صاحب ته مي درونالد رېگن خبره راپيادسول چي په واشنگتن کي ئي ددوي سره دليدوپه خوت کي ورته ويلي وه (( دا دامريکايي ډالرو زوردی چي ستاسو جگړې ته ئي دجهدانوم ورکړی کنه دفلسطين دخلکو رواجهاد اودخپلواکۍ لپاره مبارزه ولي دترهگری په نامه يادېږي . ))

ډيره ښه خبره ده چي زموږ ديني عالمان دژورنالستانوپه مخ کي نه بلکي په جوماتونوکي خلکوته اسلامي ښودنې وکړي اوهلته خلکوته ووايي چي ځانمرگي بريدونه اوبېگناه خلکووژنه داسلام مخالف کاردي . ددې کارلپاره دي تبلېغيان وروزل سي  نه ددې لپاره چي دتمدن ،علم اوعرفان پر خلاف تبلېغاتوته ئي ملاتړلې وي .په کوراوکليواو بانډوکي چوپه خوله وي اوکله چي ددولت  چي هغه هم په حقيقت کي دهمدې کفاروپيسې  دي پر هره جرگه اوغونډه لگېږي  ترکابله راورسېږي بيانوخوله وازه اوهرڅه چي ئي پرخوله ورځي بې مسوليته وايي .

سوله په چيغواوشعارونسي راتلاي،سوله پرنسيبونه اوشرطونه لري،دادکوم پټی اوياورخ پر سرددونفروترمنځ دجنگ اواختلاف خبره نه ده چي هرڅوک پکښي پورته اوکښته کېداي سي .راسی رښتياووايواوداتريخ حقيقت ومنوچي طالب اوبل هغه څوک چي تاسوئي پدې بڼه سولي اوپه دولت کي گډون ته رابولی ديوبهرنی ځواک په منگلوکي دي ، داعادي خلکواودولت ترمنځ جگړه نه ده دلته نوري خبري دي چي ممکن دډيرودغه دسولي دجرگې دوستانوسرهم په خلاص نشي ددې غوټي خلاصول سياسي،ديپلوماتيکي پوهې ته اړتيالري،موږته دغم ناخوالودپېښېدولامل افغان نه بلکي گاونډ يان هغه چي دخپلو کرغېړنوگټولپاره افغان دافغاوژنې لپاره ديوي وسيلې په توگه استعمالوي .

سوله يوازي له هغوسره چي غروته ختلي اوياله ايران اوپاکستان څخه راځي نسي کېداي ترڅودهغه ولس  زړه لاسته رانسي کوم چي ټوپک ئي پلا کي نه دي اوديوه افغان په توگه خپل حق غواړي .

دادبهرنيانوپه پيسواواشاره دسرچپه هلوځلوپه پاي کي يوازي دپيسوپيداکېدولپاره لارخلاصېږي  اوبس .

دمارچ په دوهمه  دعالمانوشورا رئيس  دافغانستان دعالمانودشوراپه رابلل سوې غونډه کي وايي موږ سوله غواړو خودوي ئي نه غواړي  ،موږ اسلامي دولت غواړو خودوي ئې نه غواړي ،زموږ عالمان له مزار،بدخشان  ،سمنگان اوددوودريونورو ولايتونومونه ئي سره قطار کړه په طياره (الوتکه ) کي راغلي په خپلو پيسو راغلي ،خوسمدستي وايي هغه پسې چي دوي ته حکومت دخرچی په نامه ورکوي تاسو فکرکوي چي داکفايت کوي ؟ نه داسي نه ده دوي دوطن اوپه وطن کي دسولي لپاره په خپل لگښت راغلي .خبري ئي په ډيرواحساساتوولي گنگې اوپېچلې وې ،خوترهيڅ ښې وي ،مگرخلک وايي اوداپوښتنه کوي چي راسي هرڅه لمر غوندي روښانه خلکوته ورسوو،هغه داچي يوهم په خپلو پيسوترکابله نه دي راغلی اونه هم داشورا خپلواکه ده ،داچي مولوي صاحب وايي دادخرچی پيسې کفايت نه کوي دامعنالري چي داخرچی ورکونکوخپل نظرپه هرهغه چامنی کوم چي ترکابله ئي راغواړي .داسي ليونۍ نسته چي دځان اوخپل حاکميت پر خلاف دي خلکته لاري کرايه ورکړي دکابل په لکسوهوټلوکي ځاي اوښه ډوډۍ گانې بيادي همدا خلک دهغه پر خلاف خبري وکړي . داچي تاسوهره برياپه يوازي په ځانوپوري تړۍ نودالس کاله ولي چوپ خوله ناست واست ؟ لس کاله کېږي چي جگړه بياتوده سوې اوبهرنيان دلته راغلي هغه بهرنيان چي تاسو ورته کفارواياست اوترقيامته ئي پرخلاف جگړه جهادبولی. هرڅوک پدې پوهېږي چي ولي مواوس احساسات راوپارېدلي دي .

مولوي خالص صاحب ته مي درونالد رېگن خبره راپيادسول چي ورته ويلي ئې وه (( دا دامريکايي ډالرو زوردی چي ستاسو جگړې ته ئي دجهدانوم ورکړی کنه دفلسطين دخلکو رواجهاد اودخپلواکۍ لپاره مبارزه ولي دترهگری

 په نامه يادېږي. ))

ډيره ښه خبره ده چي زموږ ديني عالمان دژورنالستانوپه مخ کي نه بلکي په جوماتونوکي خلکوته اسلامي ښودنې وکړي اوهلته خلکوته ووايي چي ځانمرگي بريدونه اوبېگناه خلکووژنه داسلام مخالف کاردي . ددې کارلپاره دي تبلېغيان وروزل سي  نه ددې لپاره چي دتمدن ،علم اوعرفان پر خلاف تبلېغاتوته ئي ملاتړلې وي .په کوراوکليواوبانډوکي چوپه خوله وي اوکله چي ددولت  چي هغه هم په حقيقت کي دهمدې کفاروپيسې  دي پر هره جرگه اوغونډه لگېږي  ترکابله راورسېږي بيانوخوله وازه اوهرڅه چي ئي پرخوله ورځي بې مسوليته وايي .

سوله په چيغواوشعارونسي راتلاي،سوله پرنسيبونه اوشرطونه لري،دادکوم پټی اوياورخ پر سرددونفروترمنځ دجنگ اواختلاف خبره نه ده چي هرڅوک پکښي پورته اوکښته کېداي سي .راسی رښتياووايواوداتريخ حقيقت ومنوچي طالب اوبل هغه څوک چي تاسوئي پدې بڼه سولي اوپه دولت کي گډون ته رابولی ديوبهرنی ځواک په منگلوکي دي ، داعادي خلکواودولت ترمنځ جگړه نه ده دلته نوري خبرې دي چي ممکن دډيرودغه دسولي دجرگې دوستانوهم سرپه خلاص نشي، ددې غوټي خلاصول سياسي،ديپلوماتيکي پوهې ته اړتيالري ،موږته دغم ناخوالودپېښېدولامل افغان نه بلکي گاو نډيان هغه چي دخپلو کرغېړنوگټولپاره افغان دافغاوژنې لپاره ديوي وسيلې په توگه استعمالوي .

رالنډوم ئي په تکراروايم داوطن دهغودی چي په رشتيائي پردې وطن زړه خوږېږي اوهغوي ددې وطن او وطنوالوپه  وړاندي ملي اواسلامي مسؤليت لري .پدې سياسي سوداگور چي له هرلوري نه راالوتي بادونه سره تغير خوري داوطن ،وطن کېداي نسي اونه دادبهرنيو پيسو تنخواخواره  چي ملت ئي دلوږي مری اودوي په ډالرومعاشونه اوپه ايرومستی کوي ددې ملت دردواکولاي شي . پاي