د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري ۲۲ برخه

غلام محمد زرملوال 05.03.2011 00:54

پوځ خوځيږي

----------------------------------------------------------
هر هغه څوکچې رازپټ ساتي، لوړوهدفونوته رسيږي.          (قرآن مجيد)
دا هغه شعار و چې په کوميلا کې د پاکستان د شپاړسم ډيويژن د معلوماتو په دړه ليکل شوى و.
------------------------------------------------------------
 
د ١٩٧١ کال د فبروري نيمايي وه. دا هغه وخت و چې جنرال يحيى خان  له سياستوالو سره د پشي-موږک لوبه کوله. ذْالفقار على بوټهو صاحب چې تل تر تله يې د قدرت په لاس ته وروړلو لپاره سترګې له کسيو وتلې وې په هغه ټوپ پسې ټوپونه وهل کوم چې د دسامبر له انتخاباتو څخه راپديخوا د پريزيډنټ يحيى خان له خوا ورښوول کيده. د پاکستان د پيپلزپارټۍ ليډر کله چې په پيښور کې اعلام وکړ چې په اسامبله کې به ګډون ونکړي نو هغه شيبه يې په پاکستان کې د سياسي بنديز او ګډوډۍ لپاره لومه ايښودلې وه.
پاکستان او ختيځ بنګال د اساسي قانوند جوړولوپه هکله يود بل پرضد راپورته شوي وو – هغه څه چې بايد هيڅ نهواى شوي. له هغه  څخه وروسته چې د بوټهو د ديموکراتيکي روحيې شهرت مات شوى و،نور نوپه سندهي ځوانوسياست مدارانو کې داسې څوک نه موندل کيدل چې له شيخ مجيب الرحمن سره لاس يو کړي او د پوځي بيروکراسۍ لاسونه لنډ کړي.
تر هغې پورې چې يې ليدلاى شول، يحيى خان پخپله پوره ساتلى او موقعيت يې تينګ و. د هغه دا په وس کې وه چې په خپل واک اوخوښه يې د شيخ مجيب په لار کې د اسامبلې د غونډې بندولو په ترڅ کې لومه ايښودلې واى. مگر اوس هغه وخت ارسيدلى و چې په يوه بله سطح کې څه فعاليت وکړى شي او هغه د پوځ له خوځيدو څخه عبارت و. د دې حرکت لپاره څرګند دليلونه موجود وو. بل دا چې په ختيځ بنګال کې نور هم د پاکستان پوځ بايد پياوړى شي. د پنجابي زورګير اومستبد لاس پرضد تل تر تله بنګالي اولس مقاومت کړى و. نو اوس هم څنګه چې ملي اسامبله تړلې وه، ضرور دا ويره پيدا وه چې د بنگالي اولس، شيخ مجيب او عوامي ليګ د نورو ټاکل شويو نمايندګانو له خوا به دروند انقلاب راپورته کيدونکى وي. سياسي ګډوډۍ به هرو مرو، هغه ستونزه  چې د پاکستان او هند ترمنځ د تښتولو په هکله راپورته شوې وه، زياته کړي. هغه وو چې پريزيډنټ يحيى خان پريکړه وکړه چې بايد په ختيځ بنګال کې پاکستانى پوځ دومره زيات کړي چې د دواړو خطرونو د احتمالي راپورته کيدو مخنيوى وکړى شي. د يحيى خان پيشګويي د پوځ په هکله کټ-مټ سهي وه. مګر يواځنۍ غلطي يې د بنګالي اولس د عکس العمل د کچې ټاکل وو. پدې هکله خو دى ګرم نه و ځکهد بنګال پرضد دا ډول ړوند او کوڼ چالچلن د پنجابي استبدادي ادارې تل تر تله عادت دى. دا ځل د تُودو او اولسونو له غوښتنې څخه د غاړې غړولو او تکذيب لپاره يحيى خان ضروري ګڼله چې ټول پوځي نظام له ځان سره نږدې وساتي.  له دې کبله هرڅه او هر پلان په ډيره پټه کې د پردې شا ته د جنرال يحيى خان په د ننې کړي کې جوړيده. لکه څنګه چې پخوا هم ورته ګوته نيول شوې ده، دا کړۍ له جنرال حميد خان؛ د پاکستان د پوځي پرسونل مشر، ليفټننټ جنرال پيرزاده؛ د پوځي پرسونل لپاره د پريزيډنټ مرستيال؛ جنرال ټيکه خان؛ليفټننټ جنرال گل حسن، د نشنل سييکيوريټي د کميټې رئيس؛ اود داخلي اخذ خبر له مدير، ليفټيننټ جنرال اکبر څخه عبارت وو. يواځې دوه تنه ملکي مامورين چې له دوى سره يې برخه درلوده،  م.م. احمد د پريزيډنټ اقتصادي مشاور؛ او رضوي د ملکي اخذ خبر مدير و. په دغو کسانوباندې يحيى خان ټول او پوره باور درلود او هغوى هم له ده سره وفادار وو. اوس نوغوره خبره دا وه چې د پوځ په زور د هغه اساسي قانون د جوړيدو مخه ونيسي چې د عوامي ليګد شپږ فقريز پلان  پر اساس باندې به ولاړ وى او دا نظر په پوځي دارو کې خپور کړي. پوځي ادارې د صوبو له نظامي حکمرانانو، د مارشلا اداره چيانو اود هوايي اوسمندري قواو له قوماندانانو څخه عبارت ؤ. په حقيقت کې دا څو تنه د ښو خويونو څښتناناو ځيرک خلک وو. د لوړو هدفو غوښتونکي اولکه د پوځ د عادي خوى سره سم په ملکي ادارو کې يې له تشبث څخه ډډه کول غوښتل.  له هغوى څخه دوه تنه غړي ليفټننټ جنرل عتيق الرحمن چې پخوا د نه ويشل شوي پاکستان ګورنر و او بيا د پنجاب ګورنر شو. بل يې ليفټننټ جنرل رحمن ګل، د سند ګورنر. ما هغوى ټول له ډيره نږدې څخه څيړلي اوپوره مې پيژندل. هغوى دواړه په کار پوه او د هر ډول وظيفو په اجرا کولو کې بريالي وو. پدې کې شک نشته چې نور ملګري يې هم لکه د دوى په شانته وو. دا څو تنه چې په باندني قشر پورې  يې اړه درلوده هيڅ له هغو چا سره چې د راولپينډۍ په د ننه کړۍ کې وو او هم پوځي ګورنرانو ته ورته والى نه درلود.
د ننې کړۍ افسرانو په هکله بې شميره قيصې اوريدل کېدې. د هغوى ټولو په ورځني چالچلن د پاکستان د پايتخت په ديپلوماتيکي کړيو کې پرله پسې خبرې کېدلې. پريزيډنټ يحيى خان پدې هکله چې په پوځ باندې تر کومه پورې اعتماد او باور وکړي، خورا احتياط کاوه. دا دومره غوره نه ده چې څومره نوموړى د خپل عمل د خوږوالى اوشيريني لپاره هڅه وکړي. مگر د نامالوم وخت لپاره د ملي اسامبلې د غونډې کولوځنډول د اولسى حکومت په تحريک باندې په اغيزه کړې وه. د پوځ چالچلن اوروحيه به د خلکو په سترګو کې هلته ضرور بدله شوې واى چې که چيرې ځينې پوځي ګورنرانو غوښتلي وى چې بيرته پوځي بارکونو ته لاړ شي اوله حکومتي ادارو څخه لاس وباسي. په همدې دليل وو چې د پوځ ستاينه نو اوس د دې اعلام په ترځ کې د راتلونکي برياليتوب لپاره خورا ضروري ګڼل کيده. که داسې يې نه واى کړي نو د يوه خطرناک بغاوت احتمال ليدل کيده چې په نتيجه کې يې ممکن په خپله يحيى خان هم بې تاثيره نه وى پاتې شوى.