د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعلی خان په شعرونو کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری 04.03.2011 18:56
د هغه یو دیوان پاته دی چې دوه زره بیته لري د هغه کلام روان ،له نزاکته ډک او خورا پوخ دی
د هغه د یو ښکلې غزل څو بیته داسي دي.
اې دزړه سلطانه ته دزړه سلطان دچایې
ستا رنځوران ډیر دي یاره ته درمان دچایې
اور داننګو دې څوک پاخه کړه څوک دی وسوه
اې په مخ اتشه سوددچا نقصان دچایې
د هغه یو طنز داسې دی :
د كامګار سره يار هسې غولول كا
لكه خلك يې د سراى د خير اباد كا
علی خان دخير اباد (سراى ته نيږدې د لنډي او اباسين پر غاړو يو پروت كلى دی ) خلكو ته لباسي او غولوونكي وايي ، او په طنز د یار غولول د خیرآباد د خلکو د غولوسره تشبه کوي

هغه غریبی او د هغه باندینی اغیزې داسې بیانوي
غريبي مې و دلبرو ته پيغور شوه
راته نه ګوري له کبره نه دماغه
دا نصيب ورله اذله زما خوار کج
نه چې ما کړ اوس په خپله په رښتيا کج
علي خان د چا د سپي د جواب نه دی
بد يې برخې هسې خوار او بېچاره کړه
هغه په طنز وايي کبرجنې ښکلې کله زما په غریبي سر کښته کوي همدې غریبي له سره زمانصیب خراب کړی دی چې اوس ان دچا د سپي د ځواب نه یم

هغه د خلکو په بې پروايي اونه اخلاص نیوکه کوي او وايي
بې اخلاصه اقربا واړه پردي دي
چې دی پلاروې چې دښمن شی مه یې وینه
وايي چې ان په خپل هیواد کې دي کرامت خوندي نه وي له هغه هیواده تیر شه
چې بې آبه بې حرمته په کې اوسی
هغه ځای دی که وطن شی مه یې وینه
هغه وايي هر چا چې زما په بخت نیوکه وکړه زه پوهیږم هغه په رب نیوکه کوی او وايي نصیب ازلی دی ته اصلا پر ما نیوکه نه کوی پر خدای نیوکه کوې
هرچې په طالع زما سپیره کا اعتراض
وپوهیدم دادرب په کړه کا اعتراض
پړه اوواړه دی ګوری منصفانو له بایده دی
نه چې دبدرنګو په کړه،وړه کا اعتراض
نن،خو علی خان غریب په مړوکې حساب دی
کله انصاف داروڅوک په مړه کا اعتراض

هغه بیا بیا له فلکه شکایت کوي او په طنز وايي:
پریوتم دبخت له آسه
ویش دی دساقی دلاسه
نوریې څښي کاسه په کاسه
دبخت جام زما نسکور دی
بیا له فلکه شکایت کوی
چې په دوریې په ماشندې هسې وشوې
آه فریاد ددې فلک له ناترسۍ

علی خان د سیاسی مخالفت د لاسه او د هغه وخت د ملایانو او کازیانو د فتواوو د لاسه خپل وطن پریښودو ته اړ کیږي
هغه وايي زه شعر غوږونه خلاصوي

هسې در كامګارخټك نه دي پيېلي
چې غوري خشي به غوږ ځنې ډك نه كا
نور بیا