د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومانو د ځانمرګي برید لوبه

سیدعبدالله ولي زی 04.03.2011 14:28

څو ورځې وړاندې مې د یو ملګري په لارښونه په یو ټیوپ کې یوه ویډیو وکتله چې څو پښتنو ماشومانو پکې لوبې کولې. د بده مرغه دوی هم د شرایطو او غمیزو له وړانګو بې برخې نه وو، دوی ځانمرګي بریدونه په خپله لوبه کې تمثیلول، چې د هر افغان لپاره به ډېر د درد غم او ځای وي چې هغه وګوري. ویډیو داسې ده چې څو ماشومان په یو کتار کې ولاړ وي او یا ماشوم د منظمو جامو او دستمال سره راځي د دوی سره په غیږه مخه ښه کوي. تر هغو چې د ده مخه ښه له ټولو ماشومانو سره پای ته ورسېږي نو په کتار کې یو کوچنی ماشوم خاندي، دکتار له پایه یو لوی ماشوم راځي او هغې ته څپیړه ورکوي چې مه خانده او په دې توګه غواړي ښکاره کړي چې دا یوه ډېره جدي او پاکه فضا ده. کله چې مخه ښه پای ته ورسيږي دغه کس لږ وړاندې ځي او هلته د همدوی په شان دوه دری نور ماشومان وي د هغوی سره خوا کې ځانمرګی کوي او هغوی دری ورسره په ځمکه پریوځي او داسې ښکاري لکه چې په دغه ځانمرګي برید کې د ځانمرګي سره دری نور ماشومان هم مړه شول. بیا د کتار ماشومان راځي او د مړو او ټپیانو سره مرسته کوي. لکه دا چې یو ريښتینی ځانمرګی برید شوی وي.

اروپوهان په دې اند دي چې چاپیریال د ماشوم په روزنه کې لویه اغیزه لري. دوی او ورسره مذهبي عقاید د دې پخلی کوي چې د ماشوم لپاره چاپیریال هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې نطفه د مور په رحم کې رامنځ ته شي او د همغې وخت را وروسته د چاپیریال ناخوالې او خوالې په دوی اغیزه کوي. 
د بده مرغه زموږ په هېواد کې ډېرو غمیزو زموږ په ماشومانو اغیزه کړې او همدا وجه ده چې په اوسني نسل کې ډېر تکړه، با استعداده، د ښې روزنې څښتن او... ډېر کم لیدل کېږي. که چېرې د غمیزو له کلونو مخکې کادرونو له اوس سره پرتله کړو نو ډېر لوی توپیر به پکې محسوس کړو.


دا یوه پلان شوې پېښه نه ده زموږ ماشومان د هر ډول شرایطو نه اغیزمن دي. زما یادېږي کله به مو چې په ماشومتوب کې لوبه کوله نو دا مو ښه ګڼله چې په لوبه کې په پاړسي ژبه خبرې وکړو. ځکه زموږ په سیمه کې حاکمه ژبه پاړسي وه سره له دې چې موږ به ټول پښتانه وو خو پاړسي ته مو ترجیح ورکوله. تر دې چې کله به مور او پلار راته ویل چې په لوبه کې ولې پاړسي خبرې کوی پښتو خبرې وکړی موږ به ورته ویل چې لوبه په پښتو هم کېږي؟ همدا شان د مجاهدینو د جګړو په وخت که کله به مو چې لږ آرامه فضا ولیده نو له کورونو به راووتو او په کوڅه که به دوې ډلې شوو یوې ډلې ته به د یو تنظیم نوم ورکړ او بلې ډلې ته به مو د بل تنظیم او په دې توګه به مو د لرګو نه ټوپک جوړ کړ او داسې فضا به مو جوړه کړه چې ګواګې تنظیمي جنګونه کوي، کوچني لرګي به مو یو په بل غورځول ته به وايي چې راکټونه یو په بل فیروو. نو دا ټولې هغه منفي اغیزې وې چې غمیزو په موږ کړې وې. 
خو دغه ماشومانو د ځانمرګي دغه نظریه له کومه کړه یا موږ دغه د تنظیمي جنګونو نظریه له کومه کړه؟ سره له دې چې نه موږ په هغه وخت کې او نه هم دغه ماشومان رسنۍ په جدي توګه تعقیبوي چې څه کېږي او څه نه کېږي. ځواب خامخا دا دی چې هر څه ورته دغه چاپیریال په ګوته ورکوي او چاپیریال په دوی اغیزه کوي.
دغه ویډیو چې ما ولیده هغه ریښتینې ویډیو را یاده شوه چې د یو ملګري سره مې په مبایل کې لیدلې وه. هغه همدا شان وه خو هغه لوبه نه ریښتینې وه. په هغې ځای کې یو تنکی ځوان غواړي ځانمرګی برید وکړي نو د مشرملا له خوا نازول کېږي او ورته د جنت د دروازو کلۍ ورکول کېږي او بیا یې په څټ وهي چې ته غیرتي مسلمان یې او زه درته مخکې له مخکې دغه کلۍ ګانې درکوم لاړ شه برید وکړه او ځان ته د جنت دروازې پرانیزه. بیا یې په کتار کې نور چړیان (طالبان) ورته ولاړ کړي او له دغه ځوان سره مخه ښه کوي او ورته د جنت د تلو مبارکي وايي. د کتار په پای کې قوماندان ولاړ وي چې د ځوان د بدرګې او لارښونې لپاره راغلی وي. کله چې مخه ښه له لسو نه تر شلو کسانو سره پای ته ورسي بیا نو قوماندان کاکا هغه په موټر کې کېنوي او د موخې وړ ځای ورته په نښه کوي او ورته وايي چې په دغه ځای به برید کوې. دی هم د لارښوونې سره سم هلته ورځي او ځانمرګی کوي. هماغه شان خلک راځي او مړي او ټپیان روغتون ته لېږدوي. 
دغه ماشومانو هم هو به هو همدا شان تمثیل کړی وو چې ډېر دردونکی وو. همدا حالت په دوی اغیزه کوي کیدای شان د همدغو ماشومانو شل سلنه یا تر هغې زیات د ځانمرګي برید لپاره هیله من شي او ووايي چې دا خو ښه کار دی زه هم غواړم دا کار وکړم. یا هم خشونت ته لمن هوارېږي. تاسو ته به ښکاره وي چې د پنجشیر لوچکان ډېر ژر جنګ کوي، هغه داسې نه ده چې تکړه دي بلکې هغوی د جنګ په کلونو د جنګ لپاره روزل شوي وو. نو ځکه په ډېره کوچنۍ خبره لوی جنګ وکړي او په آخر کې خپله دوی ماته وخوري. دا ځکه چې جنګ په دوی اغیزه کړې او د منطق په نسبت جنګ ته ژر ترجیح ورکوي. 
په غربي نړۍ کې ماشوم د ټلویزیون کتلو لپاره په ورځ کې یو ساعت یا دوه ساعت وخت لري چې هغه هم په کارټون تیریږي. د ځاني لوبو لپاره ګیم لري چې د ورځې یو ساعت او یا نیم په هغې بوخت وي او د ټولنیزو لوبو لپاره د هر ډول لوبو لپاره امکانات لري. همدا شان د ښوونځي لخوا نه په اونۍ کې څو ساعته په ښارونو ګرځول کېږي، میوزیمونو، پارکونو او ژبڼو ته وړل کېږي. د هرې هغې لوبې چې خشونت ته ماشوم وهڅوی ټول امکانات له منځه وړل کېږي. ماشوم یوازې او یوازې د مینې او محبت په چاپیریال کې لویېږي. د هغې سره د ټوپک او ځانمرګي فکر نه وي. هغه په دې فکر کې نه دی چې څه وخت په کومه لوبه کې چېرته مړی کېږي چې دی مرستې ته ورودانګي. د هغې لوبه هم د هغه لپاره روزنیزې برخې لري. د هغه مور او پلار مکلف دي چې دی د ورځې یو ساعت یا دوه ساعته بهر ورګرځوي او چکر ورکړي. ماشومان خو یې د کتاب سره دومره مینه لري چې په اورګاډي کې هم غواړي له خپلو لس او شلو دقیقو نه ګټه واخلي. یوه ورځ په اورګاډي کې وم چې یوې ماشومې ته مې پام شو. د نهو یا لسو کالو به وه، خپل بکس ته یې لاس کړ او یو کوچنۍ کتاب یې راواخیست. هغه یې لوست تر هغې چې پوه شوه باید اوس ګوزه شي، نو بیرته یې کتاب په بکس کې کړ او ښکته شوه. ماته یې ډېر خوند راکړ زړه مې غوښت چې له دغه حالته مې کاشکې ویډیو اخیستې وی.
خو زموږ ماشوم سهار په زور له خوبه پاڅول کېږي او جومات ته په زور استول کېږي. په خوبجن حالت کې ملا صاحب سوټۍ ورته نیسي. دی زړه ماتۍ بېرته کورته راشي. پلار او مور په خبر نه وي دی په کوڅه او د کلي په ډاګ کې د خپلو همزولو سره مردکۍ، غوزلوبه یا جګړه کوي. کله چې په جګړه یا په نورو لوبو کې ټپي شي بیا یې هله مور او پلار په خبر شي چې زموږ ماشوم خوږ شوی. سوداګر ماما مو ورته پټاکی، ټوپکې او تمانچې واردوي او تر بیسکټو او جاولو یې ارزانه پرې خرڅوي. مور او پلار یې هم دومره پیسې ورکوي چې ټوپک پرې راونیسي. په کوڅه کې یې شور ما شور جوړ کړی وي کله کلیوال او کله یې ګاونډی وهلی وي. کله چې ماشوم کومه غلطه خبر زده کړي یا یې که کوم مشر ته ګنځا وکړي نو پلار او مور یې په فخر یادوي او وايي چې زما ماشوم زما د ګاونډي له ماشوم څخه ډېر زورور دی او هغه یې سخت ووهلو. 
نو دغه زموږ د ماشوم حالت دی. زموږ ماشوم به څنګه کمپیوټر اختراع کړي؟ څنګه به د کمپیوټر سیسټم ته وده ورکړي؟ څنګه به فضا ته وخیژي؟ او څنګه به د دښمن د پرځولو منطقي ځواب ورکړي؟
نه یوازې دا چې زموږ ماشوم ته چاپیریال جوړ نه دی اقتصادي ستونزه هم لري. او د وزیرصاحبانو او قوماندان صاحبانو ماشومان چې اقتصادي ستونزه نه لري نو بیا یې پلرونو ورته د اخلاقي فساد پراخه زمینه مساعدوي. کله یې چې دولس کلن ماشوم په شرابو روږدی شي نو وزیر صاحب وايي: «شکر است، بچه مه ایقه کلان شده حالا شراب هم میخوره.» ماته د یو جنرال زوی ویل: «برادر زاده من را ندیدي بسیار هوشیار است، او روز پیش پدرم رفت و ګیلاس را با ګیلاس او جنګاند و ګفت بابه به سر سلامتي.»
نو زموږ هېواد چې کادرونه نه لري دغه یې حال دی. په پرمختللو هېوادونو کې هره کورنۍ لږ تر لږه د ټولنې لپاره یو یا دوه داسې کادرونه ورکوي چې هغه په علمي توګه ټولنې ته کار وکړي. که چېرې داسې کومه کورنۍ وي چې پکې یې ماشوم لوړې زده کړې وکړي نو دوی ځان ډېر نیکمرغه ګڼي. او دا خپله بریا ګڼي. خو زموږ او ستاسو کورنۍ که شپږ ماشومان هم ولري شاید ټول لوړې زده کړې وکړي مګر دغه شپږ د هغه یوه سره هیڅ د پرتلنې نه دي. ځکه زموږ په ټولنه کې په کورنۍ کې پلار او مور، په ټولنه کې ملا او معلم، په هېواد کې حکومت او نظام پړ دی چې زموږ ماشومانو ته یې د روزنې ښه چاپیریال نه دی مساعد کړی.
د اسلام د مقدس دین په رڼا کې د ماشوم په مور او پلار باندې یو حق ښه روزنه ده، نوځکه له میندو او پلرونو غواړم چې د خپلو ماشومانو په سالمه روزنه کې هر اړخیزه پاملرنه وکړي. او دوی ته داسې انځور ورکړي چې چاپیریال ګواګې ډېر سالم دی. لکه په پورته ځای کې ماشومانو ته د لویانو له خوا ویډیو ورښودل شوې وه. نو ځکه دوی د هغې تمثیل کړ. سوداګر دې هم د دې ملت په غم کې ځان غمجن کړي هغه ګټه چې دی د ټوپکو، تمانچو او پټاکیو په تجارت کې ترلاسه کوي هغه دې د پاپړو، بیسکټو او جاولو په تجارت کې ترلاسه کړي. 
او په پای کې په دې هیله چې حکومت د ماشومانو د روزنې پراخ پروګرامونه په لاره واچوي تر څو د دغه بدبختۍ څخه ووځو او د یو آباد پرمختللي افغانستان په لوري غښتلي ګامونه پورته کړو. چې د ماشومانو د روزنې پرته چې د هېواد بنسټ جوړوي دا کار نا شونی دی.