د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځودنړيوال پيوستون دورځې تاريخچه

حبيب الله غمخور 04.03.2011 06:17

 

هر ځانمرگی بريد اوياپه اصطلاح دسړک دغاړي ماين يادبهرنيانو هوايي م اوری په هرنامه اودهرې موخې لپاره چي وي زموږ ميندي اوخويندي دويرپر کمبله کښېنوي .

زماپتمنو اوغېرتي خويندو اوميندو!

پدې پوهېږم چي ستاسو لپاره په هرنامه چي وي دمبارکی کليمه دردونکې او زورونکې ده ،ځکه دا ۳۲کاله ستاسوترغوږويوازي دوير او وحشت ،مرگ اوژوبلي  اوازرسېدلی ،خوداليکنه هم  دخوښيو اوښېرازيو داستان نه دی ،دټولوناخوالو اوبدبختيوسره  اړ يم پدې ډول خپله ليکنه پيل کړم :

تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغې ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواوپېغلوټوته  ددې نېکمرغه او وياړلې ورځې  له امله دزړه له کومي مباره کي اونېکې هيلي وړاندي کوم  پدې  هيله چي په گران افغانستان اونړۍ په گوټ گوټ کښي   ډير ژر زموږ کړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي له دغوخواريواو ربړونواوسپکاوي نه خلاصي شي له کوموسر چي همدا اوس لاس اوگرېوان دي .

 دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل  ژوندته دوام ورکړي، دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوچاروکي داجتماعی عدالت اوپه ټولنه کښي منل شووعالي اومتمدينودودونواوټولنيزودستورونوپر بنياد دنارينه وو سره  برابره اوگډه برخه واخلي .

يودپاسه سل کاله کېږي چي دبشريت پوره نيمايي دخپل حق  دترلاسکېدولپاره مبارزه کوي خوله بده مرغه تراوسه لادوي پردې  ندي بريالی نشوې چي دنارينه سره برابراويوشان حقوق ترلاسه کړي اودالانده څرگنده چي څولسيزي به  لانورې دا محکوم انسان دخپل طبعي او انساني حق څخه ددفاع اوهغه ته درسېدوپه موخه  څومره اږده ،له کږلېچونواوکړاونوسره مل ووهي اوپدې لارکښي به څومره قربانۍ ورکړي  .

په بشری ټولنه کې مختلف عوامل  دانسان پر ژوندمښبت اومنفي  تاثير ښندي،خو اقتصاد اوپوهه  دانسانانو په ژوندکي ټاکونکۍ اوحياتي ارزښت لري  .

دبېلگې په توگه په هغو ټولنو کي چې دوگړو دژوند سطحه یې له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللې وي  اوله بلي خوایې اکثريت وگړي دسواد اوپوهی دنعمت نه برخمن وي هلته خلک بسيا او هوسا ژوند لري،دزيات شميرمدني اوټولنيز آزاديو اواجتماعي  عدالت له گټونه برخمن وي ،پدغوټولنوکي ددگونعمتونونه يوڅه برخه ښځوته هم رسېږي .

په ټولنيز ژونداوچاپېريال کښي پوهه اواقتصاد سره تړلي اويودبل لازم اوملزوم دي ،يوه ټولنه هغه وخت داقتصادي پر مختگ پرلوردرومي کله چې وگړي  یې دپوهي اومعرفت  له نعمت نه برخمن اوله هغه سره علاقه ولري . که څه هم پوهه دتجربې محصول ده خوهمداپوهه ده چي دعلمی تجر يبولپاره لاره پرانيزي،دپوهی په برکت ديوې ټولنی خلک داقتصادي استثمار اوټولنيزو بې عدالتيوشاته پاته فرهنگی ښکېلاک نه  څخه ځانونه  خلاصولاي سي .

انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه  اودهغې په نس  کي  را زېږېدلي بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنگي مناسباتوراټوکېدل پدغوټولنو کښي  شتمن اودلوړي طبقې انسانانوپيدايښت  ددې لامل سوچي دغه لوړه طبقه (شتمنه اوسياسي واک څښتنه ) د بشري ټولنې دغوڅ اکثريت  دکار محصول  ياگټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کښي لري .په هراقتصادي سياسي  نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داځبېښاک ټولنيزي بې عدالتی  اودروځنيز ژوند ناانډولتوب په رازېږوي  . سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي  اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی  جوړښتونه  اواړېکي لري   دخپل پيدايښت  نه بياتر اوسه دتکامل  دمختلفو مراحلواوپېچوموڅخه   تېرېږی  .

 دپانگوالی ټولنيز مناسبات  دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواوخوارو انسانانو په مقابل کي دظلم، استثمار،  ښکيلاک،ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري ،دغه پروسه په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودونو، رويشونواوشعارونونه په استفادې سره د خپل واک دساتلو پر مخ بېول کيږي  .

دهمدغو پېچلو اقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه  دکاردمحصول په بڼه په ظالمانه اوغير عادلانه توگه کټه پورته کوي  ترڅو زياته  سرمايه  پلاس  راوړي .

د۱۸په ورستيواو۱۹ پېړی په لومړيو کي دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارگران مجبور کړه چي کله ناکله  دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د ناخوښۍ ږغونه پورته کړی. هغه وخت  دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري کړنې کېدلې، دډيراوستونځمن کار په مقابل کي لږ معاش ورکول کيده ،دکار

 شرا يط  او چاپيريال يې  دومره نا وړه  و چي دډيرې لږ مودې کارکولونه وروسته کارگرانو دکار فزيکي اوروحی توان  دلاسه ورکاوه ،متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادوکي دوام لري  .دايوعلمی اصل دی په هر پيمانه  چي دتوليدوسايل پېچلې اوپرمختللې کېږي په هغه اندازه پانگوال په پېچلې اوپر مختللې بڼه دکاگر دکاردمحصول نه گټه پورته کوي اودزبېښاک شکل يې پېچلی کېږ ي .

ښځي چي دبشري ټولني دوگړوترنيمايي زيات  نفوس جوړوی دبشر په تاريخ کي يې ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروندبا ر پراوږو اخيستۍ دی .هغوي  تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونوسره لاس په گريوان وې، هغوي ته له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې  دکار شرايط اوچايريال  ددوي لپاره زورونکی  اودتحمل وړه نه وو . ديادولو وړده  همدا اوس هم چي بشريت ۲۱سليزې کي گامونه اوچته وي  دنړی  په شاته پاته اوحتا پرمختللو هيوادوکښي  ښځه دنارينه  سره  ديو شان کارپه مقابل کښي  دسرمايداري ټولنې داقتصادي غيرعادلانه روابطو پر اساس ترنارينه کمه او يا کله کله دنارينه  دتنخوا نيمايې ترلاسه کوي . دبېلگې په توگه سويډن چې يوله دموکراتيکواوپرمختللو هيوادونه شميرل کيږي اودولتي چارواکي دا ادعالری چي تر هر چاښځوته زياته پاملرنه کيږي بيا هم دښځو تنخوا تر ناينه لږ اودلته هم متاسفانه تر اوسه لاهره ورځ دښځوسره زور زياتۍ دټولنيزژونديوه دردونکې برخه جوړوي اودښځودحقوقوددفاع ټولنې په ټول قوت اوفداکاری سره دښځودحقوقوددفاع په لارکښي مصروف دي  .دداډول چلند،ظلم ،ناخوالواونابرابريومثالونه  په اسيا،افريقا،لاتينه امريکا، شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره ليدل کيږي  .

شتمن تر ډIره بريده په يوه اوبله بهانه دهغوښځو داستخدام څخه ځان ساتي کومې چي کونډي اودماشومانوروزنه ئې پر غاړه وي . دامعمول همدا اوس دنړۍ په هغو هيوادوکي په ډير مهارت پلی کيږي په کوموکښي چي له قانوني پلوه داډول کړنې جواز نلري . مگر له بدمرغه دپيسو اوفابريکو خاوندان  ځانته دتېښتي لار پيدا کوي اوبې شمېره ښځې له همدې امله بېکاره پاته اودغربت ژوندتېروي .

پورته مي دې ټکي ته اشاره وکړه چي دسرمايدارانواوشتمنونارواظلم اوستم ټول کارگران دهغې جملې ښځينه کارگراني دې ته اړباسي چي دخپلو رواحقوقوددفاع په خاطر دعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي .

له نن څخه  ۱۵۳کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کار گرانودکار دشرايطودښه کېدو،دکار دوخت دکمېدو او تنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېگونه پلاس کي وه ديوه سترلاريون په طرڅ  کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويار ک ښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پرخلاف يې دخپل  انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدو پيلامه و بلل،ځکه خوئې  ددغه انساني حرکت دخفه کېدولپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره  لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانويې  مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنو دکارگرانو اوتر ظلم لاندي خلکو غوسه نوره هم  راوپارول  اودپانگوالوسره دنفرت  روحيه ډېره غښتلې سول.

ددې تاريخي او نه هيريدونکۍ  ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۷  ,۱۹۰۸ -۱۹۰۹ )) زکلونو کښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادوکي تر ظلم اوستم لاندي خلکوپه ځانگړې توگه ښځو لخواياد غونډي جوړي شوې ،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هر چا دښځينه کارگرانو ونډه زياته  اوپراخه وه  .

په نړۍ کي سياسي سازمانواوټولنيز عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې  ديوشمير هيوادو غيرتي ښځې پردې بريالۍ سوې  چې  پانگوال دزمان غوښتونو،اويولږ څه دعدالت او انصاف  منلوته  ته  سر ټيټ کړي . په ۱۹۱۰زکال  د ډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړيوال کنفرانس  د ((۱۷ » هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه استازو په گډون جوړ سو.دهمدې نړيوال  کنفرانس په وروستۍ ورځ  د المان پيژندل شوې سياسي څيرې  اغلي ” كلارا زيتكين ”  لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي د فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي لاريون اوله  هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانودخاطرې د ياد اوژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون  دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي  دنړۍ د ښځوسره دملا تړاودهغوي د انساني اوطبعي حقوقوڅخه  ددفاع په خاطرلاريونونه ،غونډي اوکنفرانسونه  جوړي شي .

 له هغې ورځی نه چې پدغه  نړيوال کنفرانس کې د اغلي ((كلارا زيتكين ))  داوړانديز ومنل سودا ((۱۰۱)) کاله تېرېږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ  وياړلي  ورځی نمانځنه کيږي .

 

 

” كلارا زيتكين ” دښځودنړيوالي ورځې بنسټ ايښودونکې

په 1911زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه  په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيوستون په نامه غونډي جوړي او لاريونونه وشول . پدغوغونډوکښي ښځو ته په انتخاباتو کې درايې ورکولو،کار ،ښوني ،تحصيل او مسلک د انتخاب  حق تر لاسه کېدواودهيوادوپه قوانينو کي  دښځو دمسلمو او طبعي حقو قو  اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستلو،په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي ښځوته  دنارينه و سره دبرابر حق  غوښتني  ا وړانديز ونه  مطرح سول .

په (۱۹۱۵ ،  ۱۹۱۶)  کلنوکي ،هغه وخت چي لا د لمړۍ نړۍ والي جگړي داورلوگي پورته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي ((ښځې دجگړې مخاليفي دي )) تر شعار لاندي دمارچ  داتمي  ورځې په مناسبت  پراخي غونډی  اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډو اوکنفرانسوکي  ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ  متقابله احترام  په مناسباتو کي  ژوندته نړۍ وال راوبللوشعارونه پورته کړه ،اوپه جگړه کښي ئې د ښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه ئې په کلکه دجگړې دختمېدو غوښتنه وکړه .

دښځود اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني  ټاکنوکې  ښځودرايې ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داستراليا،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې تر لاسه کړۍ و . مگر دغه حق دپخوانې شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانگلستان  په  ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو  په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د  ايټاليا او فرانسې  ښځو داحق  تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې  په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مگر په سعودي عربستان کي  چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر ۲۰۰۵ زکال  پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ندی  ورکړه شوی . په مصر کې په ۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله  دخلکودنکاح دتړلودحق په  ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .

په ۱۹۷۷ م کال کښي دملگروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولوسره دمارچ اتمه دښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده او ومنل سوه  .

ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا  دنړۍ په زيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادودنفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وگړي جوړوي  . زموږ په هيوادکښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنوکښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه،يوشمير بنسټپا لو اودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته  دنارينه سره  دبرابر حق ورکولو پر خلاف  مخالفت وشو،چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی اود (  ۱۹۶۳) کال  داساسی قانون دتصويب  نه راپدې خوا ښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان  ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی،افغانستان  په نړۍ کي يوله هغو هيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ ، دبېلگې په توگه دشوروي نظام په ټوله دوران کې ښځې ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت په ورستيو اوترهغه وروسته داوسنی ولسمشردحاکميت په دوران کي څوتنې ښځې دوزيرانوپه توگه ليدل کيږي داپداسي حال کي چي تراوسه ښځې دروسيې دنفوسوله پوره نيمايي نه زياتي دي .دنړی په زيات شمير هيوادوکښي په دولتي مقامونو،پارلمان اوسيمه ايزو شوراگانوکښي دښځو ونډه پکه  برېښي  . ديادولو وړده کله چي په ۱۹۹۲ کال کې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دې انساني اورواحق نه دڅوکالولپاره محرومي سوې،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډير دوام ونکړ ،دطالبانو دحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو او نړيوالوسازمانو دغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرا نس نه وروسته په نوی جوړ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو، دولتي ادارو اونورو ټولنيزوسازمانوکې دگډکارحق  ترلاسه کړ .د اساس قانون  په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلل چي : ((دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی . دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون  دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ.)) مگرمتاسفانه تراوسه په عمل کښي داسي نه ده په دولتي ادارواوحتاپه پارلمان کي دښځوسره سپک اوبد چلندکيږي .دبېلگې په توگه ملالی جويادخپل نظراوعقېدې په څرگندولوسره له هيوادنه دفرارپه حالت کي ژوندکوي  .

ددغوبرياو سره نه يوازي په افغانستان بلکي دنړی په زيات شمير هيوادوکښي دورته اساسي قوانينوپه لرلوسره دښځوپه وړاندي قانون  ترپښولاندي کيږي اودښځودجنسی توپيرنه په يوه اوبل نامه ناوړه استفاده کيږي،که په اوسنی عصرکښي دبشري نړۍ ټول سياسي،اقتصادي ،فرهنگی اواجتماعي جوړښت  ته په رڼوسترگو ځير شو له ورايه څرگندېږي چي تر هر چا زيات ښځه په هر اړخيزه توگه دنړيوالي بې عدالتۍ اوکورنی تاوترېخوالي سره لاس په گريوان ده اوپر عزت ئي دتيري لپاره هر بې عزته دخپلو اقتصادي اودولتي امکاناتو څخه استفاده کوي .

داچي دښځودبېوزلۍ نه دټولواخلاقي نورمونوخلاف  استفاده کيږي اوهغوي مجبورېږي خپل عزت وپلوري په ټوله نړۍ کښي ټولوته لمر غوندي  روښانه اوڅرگنده ده.

له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقوداعلاميې په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښې څرگندبيان شوې نه دي ورکړه شوي  اونه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي))  دښځې توهين تحقير اوغير انساني مجازاتو ضدکنوانسيون ، دملگرو ملتود سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،تحقير اوتيري پرخلاف  پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکو، دزوراوزرو خاوندانو پاملرنه کړې .

 اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگی  چاروکي دفعال گډون امکا نات برابري سوی دي . که رښتياوويل شې دنړۍ په اکثريت  هيوادوکښي ښځو ته دحق ورکولوڅخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې. . ايا دا ظالمانه  نده چې له يوې خوا نارينه اوښځي دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت اومکلفيت لرې ،مگر له بلې خواکله چې دصلا حيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره  مطرح شي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان په سترگه کتل کيږې؟ کله دمذهب اوکله هم د دوداو دستور په نامه دښځوحق چي په حقيقت کښي زموږ ((مور،خور،لور اوياکوردوانه ))ده تر پښو لاندي کيږي له تعصب اوتبعيض نه ډکه کړنه ددې لامل گرځي چي ښځه له خپل خوږه ژوندسره وداع وکړي  .

داخولاپرېږده چي زموږ دهيوادپه گډون په ډيرو هيوادوکښي زيات  وختونه دنارينه سره  دبرابری گناه په مقابل کي ښځې ته تر نارينه لويه سزا ورکول کيږي .

دنړۍ  دعلمي او تخنيکي پر مختگ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو په رڼاکي وکولاي شي ښځې له دغو زړه بوږنونکو شرايطو، اجتماعي ناخوالو او ټولنيزوبې عدالتيو نه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي جوړسوتر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملگروملتو د سازمان غړيتوب هم  لري  ددې کنوانسيون  سندندی لاسليک کړی، داسنديوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ دی . داچي داسنداونورسندونه چي په نړيواله کچه لاس ليک سوی څنگه پلی کېږي ،که ددغه سند لاسليک کوونکوهر هيوادته سرورښکاره سي دښځوپه وړاندي بې عدالتيو په اړوند داستانواوکړنوکتابونه ليکل کېداي سي .

داپدې معناده چي تراوسه لا دنړۍ په زيات شمېرهيوادوکښي  دچارواکواوهغولخواچي ښځوته دبرابرحق ورکولوصلاحيت لري په ټولنيزژوندکښي دښځو دمقام اورول نه سترگې پټېږي .

تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي  په د۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر ۱۶ مه د یوه پنځه پنځوس کلنه میرمنې دانوډي دجنرالي رتبې ته ورسیدل. 

ايراني  اخوندانوواک ته رسېدل ددې هيواد دښځو حقوق لکه ونارينه وو غصب کړه دنړيوالوفشاروپه پايله کښي دلومړی ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه ايراني ښځوپه هغه سپورتي لوبغاړي کي چي نارينه هم ناست وه دفټبال دهغه لوبې دنندارې اجازه پيداکړه کوم چې دتهران دښار دآرارت  په سپورتی لوبغاړې کښي دايدز دناروغی سره دمبارزي پرضدتبليغ لپاره ترسره سول .په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديودترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي ،اوددولتي چاروا کولخواپه ډير بي رحمانه ډول زنداني او شکينجه کيږي . ايرانی اخوندان نوروته دعدالت ،بشري ازاديواوانصاف تبليغ کوی خوخپله  ئې دالوي اوپراخ  ايران پربې دفاع  ايرانيانواوپه ځانگړې  توگه ښځوباندي  چي  دټولنيزو ازاديواو اجتماعي عدالت  طرفدار ي کوي په تور اوتاريک زندان بدل کړۍ . هلته  څوک داعتراض ږغ نسی پورته کولاي ،دعدالت ځاي د اخوندانوبي بنسټه فتواگانو نيولۍ دی .

همدا د۲۰۱۱ کال  له پيل څخه بياتراوسه  په ځانگړې توگه کلهچي اصلاح طلبانودخپلو هيوادوالودبشري اوټو لنيزو ازاديو ږغ اوچت کړ واټونوته راووتل نه سلهاو بېگناه  ښځې اونارينه اودهغوي رهبران   زنداني شوې  دي .

له بدمرغه دتاريخ په اوږدوکي دښځوپر انسانی اورواحقوقوپه مختلفو بڼواوبهانو تيری سوی ،په ځينو هيوادوکي ښځه له ميراث نه محرومه شوې اوپه ځينوکي بيا دوهمه  يا دريمه برخه ورکول کيږي  . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو منا سبا تو پر اساس دښځه د ميړه تر مړ ني وروسته مکلفه ده چي په همدغه کورکي  (دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدې خپل ته که هغه ماشوم   اويا سپينږ يری وي )بېله دهغې له خوښي په نکاح  کيږي . داپداسي حال کښي چي داسلام په مقدس دين کښي دنکاح دتړلو يوله اساسي شرطو نه ددواړو خوا خوښی اورضايت  اساسي شرط بلل سوی دی،په زور نکاح  تړل په اسلام کي جوازنلري . خوپه عملي ډگر کي بياداسي نده ،هلته  نه يوازي داچي دښځي نظر دهغې دسرنويشت په ټاکلوکې نه غوښتل کيږي  بلکي همدا ډول دانتخاب  حق هم نه ورکول کيږي .دښځو سره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي دوديز ه بڼه  اخيستې ده. له بدمرغه يوشمير دغوظلمونواونارواکاروته اسلامی اومذهبي  بڼه ورکول کيږي اوله ځانه روايتونه  ورته تراشل کېږي .پداسي حال کي چي داکارپخپله له اسلام  اواسلاميت سره خيانت اوجفاده .دايو شمير کسان اوډلې دي چي دخپلو شخصی گټواوخواهشاتو لپاره يي  اسلام دنړيوالوپه ذهنيتونوکي  ((ببو)) يعني بلا معرفی کړې ده،کنه داسي نده . داسلام مقدس دين يوله هغو اديانوڅخه دی چي انصاف ،عدالت اودښځوحقوقو ته درناوي  ته زياته پاملرنه سوې ده .

که چيري د اسلام پر مقدس دين باندي يوشمير سياسي سواداگر دخپلو سياسي موخولپاره دنورواديانوپيروانوته د اسلام  مقدس دين غلط معرفی نکړی هغوي به هيڅکله داسلام په هکله غلط نظر پيدانکړي .

اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هرچا زيات  دښځوسره دژوندپه ټولو اړخونو کښي زور زياتۍ کيږې  دزيات شميرښځو ژوندداسي اقتصادي شرايط لرې چې مجبورې دي ځانونه اوخپل عزت  په ځانگړو بازار ونوکې خرڅلاوته وړاندې کړي . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې نه دې توانيدلۍ او يا نه غواړي دې حق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواوبې عزتيو څخه وژغورل شې . ديادولو وړده چې په سويډن کې داسي ځاي چې هلته نارينه دپيسو په مقابل کې دجنسی غريضې درفع لپاره دښځونه  استفاده وکړی نسته او داکارغير قانوني دی . مگر په پر مختللې امريکا، ارواپا، جاپان ،عربي هيوادونه،استراليا ،يوشمير اسيايي اوافريقايي  هيوادوکې  ډيري پيغلي اوښځی داقتصادي ستونزواومجبوريتونوله امله دې ته اړې سوې دي  چې ځانونه وپلوری . دردونکې داهم ده چي پدي ورستيو کي په  يوشميراسلامي هيوادوکښي دښځواوپېغلو سوداگر هټۍ اودوکانونه پرانيستلي اويوزيات شمير دشرقي اروپا او پخواني شور وي اتحاد دجمهوريتونوايران ،همدوستان پاکستان ،تايوان ،ويتنام ،چين  اويوشمېرنوروهيوادوپېغلې  پدغوهټيو( فاحشه خانو)کښي علاقمندانوته وړاندي کيږي .

يوې مسلې ته بايد جدي  پاملرنه وسي چي  داډول کارونه اواجتماعي بداخلاقۍ په هيڅ ډول له دموکراسی سره کوم تړاو نلری اونه بايد دیموکراسي په دغوبداخلاقيوبدنامه سي ،ځکه داسي هيوادونه شته چي ډموکراسي درک نلري مگردغه بداخلاقي پکښي مروجه ده .دا بداخلاقي ده اوله بداخلاقی له لاري دپيسو پيداکولوامکانات بايد رالنډ اوله منځه ولاړ سي . داپه اجتماعی نظام کي داقتصادي نا انډولۍ اودتوليداتو دغيرعادلانه ويش اومردسالارۍ پايله  ده چي يو شمير ښځې دخپل ژونددبقالپاره خپل عزت  پلورلوته مجبورېږي  .

په شاته پاته هيوادوکې له ښځونه د ناروا استفادې نوری بڼې  هم شته ،اوپه نورو ډولونودهغوي پر عفت او شرافت  تيری کيږي . خومتاسفانه ددغو ټولو بې شميره ناروا ظلمونو اوتيريوپه مقابل کې ټول اوياددې نړۍ غوڅ اکثريت نارينه چوپه خوله پاته  اودحوادثو ننداره کوي . 

افغاني میرمني که څه هم په قانون کي دنارينه سره برابر حق ورکړه سوی خوبياهم له کلونو کلونو راهیسي په پراخه کچه د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې له مختلفو ظلمونو اوکړاونو سره مخ دي .

کورني اوټولنزتاوتريخوالي زموږپه هيوادکي ښځې ځان سوځونې،له کورڅخه تیښتي،ځان وژنې اود زهرجنو موادوخوړل  ته اړيستي ،په حقيقت کښي نورددغودښځودزغم اوحوصله پاي ته رسېدلې وي چي دغه کارته لاس اچوي  .افغاني ښځي هغه وخت په پورتنیوکړنو لاس پوري کوي چې نورله مرګ پرته بله هیڅ لاره چاره ونلري . د۲۰۰۱ م کال راپدې خواچي ډله زيرورسنيوپه دغه ډول پېښودخبرېدوامکان پيداکړي تر ((۹۰۰۰))زرو زياتو ښځواونجونودځان وژنې اوسوځونې هڅه کړې ده . دخپري سوې احصائيې  له مخې يوازي د۲۰۰۸ کال ددسمبرترمياشتي په کابل کي تر پنځه زره دسوه ځېاتي دوپېښې  ثبت شوي دي . بي بي سي ،فارسي  ۱۷.دسمبر ۲۰۰۸

افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو په مینځ کې دتاوتریخوالي ډیري پیښي لري چې دبیلګي په توګه له ښځوسره په کورنیو کي ناوړه چال چلند، دبدوپه مقابل کې دهغوي ورکول او د پیسو په بدل کې د نجونو خرڅول ئې روښانه بېلگه ده .

په ځینو شمالي ولایتونو کې خو ښځي  د اسلامي اصولو او اساساتو خلاف ځیني وخت دڅارویو په  بدل کې هم تبادله کیږي چې حتا په ۲۰۰۹ کال دافغانستان په شمال کي کښي  د یوه پیغله  د سپې په بدل کې تبادله سول .

اويادڅو ورځې وړاندي ددايکنډي په ولايت کښي يوه ۶۰ کلن ملاپر دو ۱۵ کلنو انجوپه دواداره توگه تيرۍ کاوه چي اوس دامنيتي کسانو لخواتر تحقيق لاندي  .

نن سبا دهیواد په بیلا بیلو سیمو کې داسي پیښي لیدل کیږي چې قلم ئي په ليکلو شرمېږي  دسړي پر خوله نه راځي .ددې لپاره چي ښځې  ته هم دانسان په سترگه کتل سوی وي اړينه ده چي دولتي ادارې اوچارواکي دښځو په وړاندي خپل قانوني مسؤليتونوته جدي پاملرنه وکړي . د ښځو په ژوند کي د بدلون د راوستو د پاره د ښځو سره اقتصادي مرستې اوددولت  په پانگه اچونې  باندي  دداسي پروژو تر لاس لاندي نيول چې هلته زموږ دهيوادله ټولنيز وشرايطوسره سم دښځولپاره دکار او فعاليت  زمينه برابره وي تر يوه بريده به زموږ دخو يندو دستونزودحل په لار کي مرسته وکړي  . په اقتصادي لاس نيوی سره کيداي سي دښځوپه وړاندي دنوروناخوالومخه ونيول سي  .

دبلې خوا ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدنې ټولنې دښځوپه وړاندي دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ اوسرسختانه مبارزې ته اړتيا لري .

پدې هيله چي ژر تر ژره زموږ خوندي له خپلو ورڼوسره دبرابرکار،تحصيل ،په  اجتماعي اوسياسي ژوندکي دبرابر ې ونډې اخيستلوحق اوامکانات ترلاسه کړي .

ښځې يوازي دکورنيو تاوتريخوالي له امله نه زورېږي بلکه هر ورځ ددوي دکوردړه دغم خبر ورټکوي اوپدې ورستيو کلوکښي  هغه څوک چي هغې دخوښيواوبسياژوند دراوستلوارزوځيني درلوده په ړندوبمونواو راکټونواوداسلام په نامه  واسکټونواوځانمرگی بريدونوپه پايله کښي  شپه او ورځ  دخپلې کورنۍ ديوه غړې دمرگ د ويرپر کمبله کښېنوي ،متاسفانه دخوښو پر ځاي يې تل غم اوناورين ميلمه وي . دافغان غيرتی ښځو دې روا اوپر حق غوښتې ته  چي وايي ،موږ او زموږ بچیان  له بمونو، راکټونو اوځان مرګو بریدونو څخه په امان کي وساتی .موږته دکار اوماشوم ته دوښوونځی ته دتگ امکانات برابر کړی مثبت ځواب  ويل دافغان دولت اونړيوالي ټولنې انساني دنده ده .

دبلې خواداد ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدنې ټولنوملي او انساني دنده بلل کيږي ترڅو دښځوپه وړاندي دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ اوسرسختانه مبارزوکړي  .

پدې هيله چي ژر تر ژره زموږ خويندي له خپلو ورڼوسره دبرابرکار،تحصيل،په  اجتماعي اوسياسي ژوندکي دبرابرې ونډې  اخيستلوحق اوامکانات ترلاسه کړي .اوپه يوه خبره ياحقيقت ويلوئي جنگسالاران اوزبرځواک دخپل انساني اوملي حق څخه دمحرومېدوتلاښ ونکړي .

 زموږ دهيوادد ټولوچاروسمبالتياداداري فساد په گډون به د افغانی  ښځو له فعالي ونډې اوگډون نه پرته  نيمگړی اوناشونی وي . پدې هيله چي په ټوله نړۍ کښي سوله اوعدالت تامين  اودښځو رواحقوقوته په عمل کې درناوی وشي .ومن الله التوفيق