د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درېیمه کوڅه

زونډی شینواری 04.03.2011 00:13

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د ۳۲ مخه رنګه عکسونو په ګډون په ۲۰۶ مخونو کې د ټایلند یونلیک په ښکلي صحافت چاب شوی دی.  د مل په بڼه د کتاب لپاره نومښود هم جوړ شوی چې د متن او انځورونو تر منځ ځای پر ځای شوی دی.
د کتاب نثر خوږ او روان دی چې ۱۵ عمومي او ۵۳ فرعي سرلیکونه لری. یونلیک ټایلند ته د یوه رونیز سفر پر مهال لیکل شوی. د متن له روانۍ او خوږلنۍ سربېره په کتاب کې په زړه پورې موضوعات رانغښتل شوی دی چې افغانان کړی شی ګټه ترې واخلي. د ساري په ډول، پاچا د خپلو خلکو لپاره څه وړ رویه کوي؟ ټایلند څنګه اقتصادي پرمختګ کوي؟ د سیلانۍ څخه تر بازار موندنې پورې؟ ملي سرود ته درناوی، پاچا څنګه د خلکو په زړونو کې ځای نیولی؟ د راهبانو ژوند و ژواک، او دې ته ورته پر نورو غوره موضوعاتو رڼا اچول شوې ده.
دغه یونلیک په عمومي ډول د سفرونو لپاره ښه لارښود دی او په ځانګړي ډول ټایلند ته د سفر لپاره ښه لارښوونه کوي.
د کتاب د اهتمام چارې اجمل امین ترسره کړی او د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له خوا پرې د دغه مرکز د سرپرست غلام سخي غیرت له په دري ژبه یادښت ليکلی او یونلیک یې د مرکز له اړخه د کال له غوره کتابونو څخه ګڼلی دی.
د یادولو وړ ده د کتاب لیکوال حفیظ الله غښتلی تر دې مخکې The Media Landscape of Afghanistan له نورو ملګرو فریدون الهام، رحمت الله کوثر، غوث الدین فروتن، عبدالباری صدیقي، یحیی نبوي، منصور باختر، ظاهر سلطاني سره په ګډه لېکلی. د ښاپېریو وطن د چین یونلیک، یوه هېنداره او دیارلس څېرې یې خپلو کړیو مرکو ته د انتقادي کتنه ده چې مخکې له دې چاپ شوي دي.
درېیمه کوڅه په دې ډول ډالۍ شوی دی:
هغو افغانانو ته چې له افغانستان سره د زړه له تله مینه لری.