د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ندی

نسیم ستوری 02.03.2011 21:41

ژونــد د بــې غېــرتـو څــه ژونــدون نـدی
نــنـګ چـې پـه پــښـتـو نـکـړي پـښـتــون نـدی

اوښــکــي جـــنـازي کـه ډیـري وبــاســي
دې څــيـري ګـــریـــوان لــره ســکـون نــدی

بـــاغ د ځــان ځــانــۍ کـې کــه سـپـرلـی وي هــم
دا هـــم بـــغـاوت څـــه لــه بــیــلــتــون نـدی

ســـاه چــې د وجــود د ســــاه نــېــمـګــړي وي
عــــقــل ئــې د وېــــښ ســـبـا زرغـــون نـــدی

وخــــت چـې زولــنـې راوړي ژونــدون لـــره
بــــخـــــــت د ازادۍ کـــې لا ســمـون نـــدی

ســـوچ چـــې ئــې نـېمـګـــړی داســي پـاتــي وي
ګـــوره نــسـیـم ســـتــوریـه دا بـــدلــون نـــدی