د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خیال شهباز ته

عنایت الله پویان 01.03.2011 23:11

زما د خیال د ژور فکر د احساس شهبازه !
د هسکوغرونو، ګړنګونو، د همت پروازه
د آسمانونو، کړنګهار د ماتېدو شېبو کې
د سور سیلاو، یاغي توفان
د بهیدو په شپو کې
څه دې لیدل، څه دې کول- راته کیسې ؤ وایه
حال  د  وطن را ته بیان کړه  افسانې ؤ وایه
د ا را ته  وایه !
زما تره چې غریبي یې د بازار کوله
له  کومې خوا د توعندي په ګولۍ  ولګېده
چا یې د مړي جنازه  له  کوم بازار پورته کړه
کوم مسلمان ورته لاسونه د دعا اوچت کړل
دا راته وایه زما خور چې د بې وزلو یتیمانو مور وه
او یتیمان یې په میړانې ساتل
د کوم ځانمرګي  تور کافر په  بم  کې والوتله
یتيمان چا ؤ ساتل- ماشومان چېرته لاړل
دا را ته وایه – زما ورور چې په اسلام مین ؤ
او بنیاد ګرو ټوپکیانو پرې د  کفر ټاپې ؤ وهلې
د کوم  نا پوه مفتي په ورانې او غلطې فتوا
سر یې له تن جلا شو
چا  یې  په  قبر د شهید  جنډې  اوچتې  کړلې
هغه سپين  ږيری پلار زما  چې  د لمانځه  په وخت کې
د نا مالوم  اورپک د توپ  په ګولۍ  ولګېده
د  کومو وږو سپو خوراک شو- هغه  خوار هډوکي
شهبازه ولي – دا د څه لپاره
چوپه خوله ناست یې   دا کیسې نه لیکې
د جنګ ځبلو وږو تږو خلکو
آواز نه آورې – افسانې نه لیکي
له چانه ډار کوې- ډارن څله یې
وزر دې مات شه- کبرجن څله یې

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود