د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې ننګي زور شوه . . .

محمد کريم نور 01.03.2011 17:36

دا دويم ځل دی چې پنجابي دولت پر افغان بې وزلو کورنيو د ننګرهار په ګوشتې سيمه کې بمبارد کوي چې په ښکاره سره يې د افغانستان په حريم فوځي بريد وکړ او د افغان مظلوم ولس پر ضد يې جګړه پيل کړه . خو نه افغان دولت، نه اسلامي حزب او نه هم ناټويانو کوم غبرګون وښووه . له طالبانو خو هسې هم ګيله نشته، ځکه چې هغوی خو ځينې په خپله پنجابيان دي او هغوی يې چې په زويۍ (فرزندۍ) سره نيولي دي، ټول اشرار، ترهګر او خونيان دي . ډېره ګيله هر ګوره په خپله له افغان ولس څخه کېږي، هغه که په سهيل کې مېشت وي که په شمال کې، که د ختيځ وي که د لوېديځ .

د رسنيو د راپورونو له مخې د ګوشتې پر سيمه نه يوازې پنجابيان بمبار کوي، بلکې په توپونو او ټانکونو يې هم ولي . د سيمې ډېرې کورنۍ له جګړې څخه تښتېدلې دي . که څه هم چې تر اوسه د مړو او زخميانو په هکله مالومات نشته، خو کوم بمبار بې له سر زيان (تلفاتو) څخه وي او کوم ځای به نه نړېږي .

د رسنيو له مخې د جنرال امين الله امرخيل په وينا پنجابيان غواړي چې ستراتېژيکې غونډۍ او سيمې ونيسي، خو دا د پنجابيانو فطري او تل پاتې عادت او کړنلاره ده چې په افغانستان کې بايد جګړه تل پايښت ولري . کله چې د ارګ نيم واک اعلی حضرت ښاغلی کرزی د فبروري پر دويمه هند ته د امنيت، اقتصادي او پرمختيايي پروژو د خبرو لپاره ولاړ، نو پنجابي ځواکونو ژر تر ژر د ننګرهار پر ګوشتې او ځينو نورو سيمو بمبار وکړ تر څو په افغانستان کې سياسي، اقتصادي او ټولنيز اکر بکر (حالت) خراب کړي او د سولې، امنيت، سياسي او ټولنيز ټيکاو (ثبات) او پرمختګ مخه ونيسي . همداسې په ننګرهار کې پر کابل بانک يرغل در واخلئ .

دا ځل هم، کله چې له ناباندې (مخالفو) ډلو سره د سولې خبرې تودې شوې او ښاغلی کرزی په همدې موخه انګلستان ته روان شو، نو پنجابي ترهګرو او مرتدانو په ننګرهار کې پر بې وزلو کورنيو بمبار پيل کړ تر څو د سولې او ټيکاو مخه ونيسي او د افغان ولس او چارواکيو پام له سولې څخه د جګړي پر مخ ور واړوي .
د افغانستان پېښو او روان کړکېچن حالت ته په پام سره افغان ولس بايد خپل پت او عزت، سر او مال، کور او کلی، وطن او مور په خپله وساتي . په افغان ټولنه کې هېڅ داسې کورنۍ نه شته چې شهيدان يې نه وي ورکړي، بنديان شوي نه وي، وهل او ډبول شوي او بې ځايه شوي نه وي . په دغه نېستمنه ټولنه کې شتمن څوک نشته .

نو اې افغان څېرې ګريوانه، که دې ګرېوان شلېدلی دی، شته او مال دې پنجابيانو او ايرانيانو وړي دي، کور او کلی، سيمه او غر د ناټويانو سېځلي دي، نو غيرت دې چا غلا کړی دی؟
اې افغان بې وزله او کړېدليه ولسه، که ټوپک ته لاس کړې او دغه پنجابی بې غيرته او مرتد غليم پر تندي وولې، څه شی لرې چې له لاسه به يې ورکړې؟

اې افغان ولسه، تاسې پوهېږئ چې که پنجابي ته تندی تريو کړئ، امريکا او انګلستان ناروغېږي، که پنجابی يوازې تر ګرېوان ونيسئ، د امريکا او انګلستان دمه وځي او که پنجابی په خوله په سوک ووهئ، نو امريکا او انګلستان به مات او سبا ته به له افغانستانه وځي؟
چېرې پنجاب چېري ننګرار (ننګرهار) دی
بې ننګي زور شوه پنجابيان مې کړوينه