د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه مي څوک وژلى، نه مي د چا په سر مېخل ټکوهلى

و ساپی 24.02.2011 15:19

هوکې دا په ولسي جرګې د هلنمد ولایت د استازې نسیمې نیازۍ هغه پارونکې وینا وه چې د هزاره ټبر پرې غوصه وکړه او وویل چې باید نسیمه نیازۍ دې خپله خبره بیرته واخلي.
ویل یې چې ریښتیا ویل ترخه دي خو دا هغه ریښتیا وو چې په کابل کې د جنګ سالارانو ترمنځ په شرمونکې جګړې ددې ترڅنګ چې په زرګونه کسان ووژل شول ، ښځې بې ستره شوې او خلک کډوالۍ ته اړ ایستل شول د پښتنو په ککریو کې میخونه هم وټکوهل شول.
اوس چې له دغې پیښې څخه نږدې شل کاله تیریږي او هغه کسان چې د خلکو وژونکي دي په ولسي جرګه او په دولت کې د کرزي لالا لخوا ورته آن د مرستیالۍ څوکۍ په پوره صداقت او درناوۍ سره سپارل شوي غواړي چې د افغانستان د اکثره اوسیدونکو په سترګو کې خاورې و شیندي.
د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله به څه نه وایم چې د غزني ولایت څخه د پښتنو نه شتون یې یوه ښه بیلګه ده خو زه له خپلو مشرانو پوښتنه کوم چې تاریخ لیکونکی دی او موږ له کله ددغه ناورین پر وړاندې دریږو؟
ځیني مشران شته چې کله له واکه پریوځي نو بیا په ریښتیا ویلو پیل وکړي که لکه چې د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي:
((هغه بهرنيان چې زموږ د سيمې لپاره خاصه اجنډا او اوږدمهاله پلانونه لري غواړي چې خپلو هدفونو ته تر رسيدو په افغانستان کې د جګړې اور لګيدلى وساتي.دوى د دغه اور لرګي پښتانه ګرځولي او د ډيورنډ دواړه خواوو ته پښتانه په دغه اور کې سوځوي .

ښاغلي خرم زیاته کړه، د دې لپاره چې دغه جګړه جاري وساتل شي دغه بهرنيان قصداً پښتانه تشدد ، خشونت او افراطيت ته ټيل وهي .
خُرم د پښتنو مشرانو او متنفذو سپين ږيرو په سيستماتيکه توګه وژل او په دې توګه د پښتني ټولنې سنتي جوړښت خرابول ، د پښتنو د مکتبونو ړنګول او سوځول او لوړو زده کړو ته يې د ځوانانو مخه نيول او بالاخره په سياسي ژوندانه کې د هغوى خواته کول او محرومول چې ښه بيلګه يې تير پارلماني انتخابات دى او بالاخره له وحشته ډکې بمبارۍ ټول د دغه هڅو برخه بولي ، څو پښتانه د بې علمۍ او محروميت خواته ور ټيل وهل شي او د افراطيت او تشدد لاره خپله کړي.
دا هغه څه دي چې د خرم په څیر ډیرو کسانو ویلي او په هکله یې اندیښنه ښولې.
په ولسي جرګه کې د شخړه داسې رامنځ ته شوه چې په پیل کې د جرګې د مشر ټاکلو لپاره د جوړ شوي کمیسیون له لوري وینا وشوه لومړى وړانديز دا وو چي د ولسي جرګې په داخلي کړنلاره کي بدلون راشي، دويم دا چي د اساسي قانون د څار کمېټې نظر واخيستل سي او دريم دا چي د ازبکو له قوم څخه يو وکيل د جرګې د مشر په توګه وټاکل شي.
د ښاغلي سياف له خوا د ځانګړي کميسون پر مشر استاد محمد محقق باندي نيوکه وشوه، چي د کميسون په پريکړو کي يې تېروبېر کړى او هغه مسايل چي هلته بحث پر وشو، د جرګې تر غړيو پوري يې سم نه دي رسولي.
تر دې وروسته د هلمند د استازي نسيمې نيازۍ او محقق تر منځ هم لفظي شخړه وشوه، چي آغلي نيازۍ د ځان په دفاع کي وويل چي ټول ژوند يې د ښووني او روزني په برخه کي د يوې معلمي په توګه د هيواد د بچيانو په روزلو کي تېر سوى، نه يې څوک وژلي دي او نه يې هم د چا په سر کي مېخونه ټکوهلي دي.
د آغلي نيازۍ تر دې نيوکي وروسته د محقق پلويان له ولسي جرګې څخه د احتجاج په توګه ووتل.
بايد وويل شي چي د آغلي نيازۍ اشاره د استاد رباني د حکومت پر مهال په کابل کي هغو کورنيو جګړو ته اشاره وه، چي د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند وسله والو به د خپلو خپلو مخالفينو او په ځانګړې توګه د پښتنو په سرونو کي مېخونه ټکوهل.
اوس هزاره ټبر وړاندیز کړی تر هغې به جرګې ته نه راځي چې نیازۍ بخښنه ونه غواړي ، آیا ریښتیا نیازۍ تیروتنه کړې چې بخښنه وغواړي او که مجرمین باید سزا وګوري او که هم په ولسي جرګه کې د غټ خیټو په څیر ځای ځانته پیدا کړي.
په دې هیله چې مشران سره راټول او په هیواد کې د روان کړکیچ مخه ونیول شي او داسې نه چې په یوې پلمه نه په بلې پلمه مو څوک بوخت وساتي او ناببره مو حال د مصریانو شي.
د لوی افغانستان د سرلوړۍ او افغان ولس د یو موټی کیدو په هیله.
په درنښت