پسرلی شو
23.02.2011 22:58پســـــرلی شوګلووسپړل مخــــــــــــــــــــــان
لالــه بیاګلشن تازه کی پربیـــــــــــــــــــابان
بلبــــــــــلان مستی سنـــدری نغمی وایی
دبهـــــــارنسیـم ته وایی خپل داستـــــــــان
بوراګــــــــــــانواتڼ جــوړکــړ پرګلــــــــزار
څومـره زیب کړی تماشاوی دبوستــــــان
نوبهـــــــــارته اوبوهـــــم مستی کړه خپـله
مرغـــــابۍ په هــــــرکلی شـولـی ګویـــــان
په لمنوکی دغــــــروزرکــــــی هوس کړی
په مستیوشوی هرلـــوری تی الحــــــــان
ټول بیــدیاوی ســــبزپوشه ګلالۍ شوی
انجمـــــن ته یـی وردرومــی صیــــــــادان
بیـــــــادشوقه شپــــــــون شپیلی وږغوله
بیـــــــادګلوطــراوت شودباغبـــــــــــــــــان
په هــــــــــواکی دمــــــرغانوقافــــــــلی دی
وهــــربڼ لــره راغلی شنــــه توتیـــــــــــــــان
پرګل څـــــــــانګودپتنګوشورمـاشوردی
ښـــــــایسته شـــوی هرچمــن په ارغــوان
فلک ښـــــــــکلی کړی کارګانوپه سیــــلو
دښـــــــــــــــکلاومنظــــــــــــرګـــــــاوته روان
دبڼوالواخــــــــــــــــــــترجوړدی (ننګیالیه)
نرګس ولونل عطــــــــــــــرونه ارمغـــــــــــان
کنـــــدهار
۱۳۸۹/ ۱۲/۰۳