زما ښکلي پښتو
21.02.2011 23:33څومـره ښــکلي مې ده ژبه څه بدرنګ لباس مې ورکړ
نوري ژبي مې کړې ورګډي او ملنګ لباس مې ورکړ
نه په لیــــــــــــــک، نه مې په لـــوست کښې کړه رنګینه
بس ویلو کښې شوه پاتې څومره تنګ لباس مې ورکړ
خــــــــــاوندان د نورو ژبو خپلـــــــــو ژبو ته خدمت کړي
ما له هري لور زخمي کړه او د جنــــــګ لباس مې ورکړ
دا مستي او لېـــــــــــونتوب چې زما په خلګو سېوا ده
خوشحـــــــال واېي له شرابو سره بنګ لباس مې ورکړ
دا یو څو چې له دې ژبي قربانیږي ما هغــــــــــــــــوۍ ته
پښتو جوړه کړله شمع د پتنــــــــــــــــګ لباس مې ورکړ
دا پښتو چې مې له پت او ویاړ نه ډکه معلـــــــــومېږي
له ادب سره آرینه هم د ننــــــــــــــــــــــــګ لباس مې ورکړ