د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوړ ژمی، تاوده ځانمرګي او مظلوم ولس

سپوږمۍ 21.02.2011 23:22

په تیرو څو کلونو کې به چې کله د ژمي موسم راغی نو د دې خاوري خونړي او ازلي غلیمان به له جګړې څخه په نسبي توګه لاس سر او د آی ایس آی تر کنټرول لاندې تودو سیمو ته به ستانه شول خو سږ ژمی له نورو سره توپیر لري او په دې بیچاره، خوار او بې وزله ولس داسې د غم بړستن هواره ده چې یوه ورځ یې هم له مرګ، وژنې، ژوبلې او وینې تویدنې څخه په امان کې نه تیریږي. د دې بې وزلې خاورې کندهار، ننګرهار، کنړ، کندز، کابل، خوست، زابل، ارزګان، هلمند او هر طرف د ویر په ماتم اخته او د مظلومو افغانانو په وینو لړلی دی او دوزخي ځانمرګي او بې رحمه کفار یې ډله ډله بې وخته له منځه وړي.
جګړه، سیاسي مخالفت او تاوتریخوالی هم یو سلسله قوانین لري او په هغه کې هڅه کیږي چې یرغلګر اړخ مقابل اړخ ته په داسې توګه زیان ورسوي چې په خپله ژوندی پاتې شي، بې ګناه انسانانو ته ضرر و نه رسي، عام المنفعه تاسیسات له حملې څخه ژغورلي پاتې وي او جګړه د یوه سپیڅلي هدف لپاره په داسې توګه و شي چې د ملت خیر او یوه مثبته نتیجه پرې مرتبه وي.
زه نه پوهیږم چې د طالبانو په نامه وژونکې ډلې او د دوی پاکستاني، عرب، چیچن، ازبک او نور ترهګر له دې ډول اعمالو، وژنو او عامه تباهۍ څخه څه هدف لري؟ که چیرې و منو چې امریکایان خلک وژني، بمبارۍ کوي او ظلم یې روان کړی دی نو دا هم ورسره وایو چې هغوی خو کفار دی او رحم نه لري.... نو ته اې طالبه، اې دوزخي او قاتله ته ولې پداسې ډول له خپل ولس سره جګړه کوې چې عام ولس دې ټول په نښه کړی، په مارکیټونو، بانکونو، دوکانونو او عام النفعه تاسیساتو بریدونه کوې؟ آیا دغه راز بریدونه او وژنې په کوم کتاب کې روا دي؟ آیا د خپل ځان دغسې تباه کول او وژل په کومه عقیده کې روا ده چې پرته له کوم سپیڅلي او روا هدف څخه خپل عام ولس، خپل غریب خلک او خپل بیچاره افغانان په دومره بې رحمۍ، قساوت او سخت زړه سره و وژنې.
طالبه، ځانمرګیه، سخت زړیه او جګړه ماره! ستا دې په خدای سره قسم وي چې ته به د دې وژنو څخه کومه لاسته راوړنه و لرې؟ نه هیڅکله نه، بلکي ته به نور هم په دې ولس کې نوم ورکی او خپل موجودیت به هرو مرو د لاسه ورکوې او په داسې حالت کې به له منځه ځې چې پاس به آسمان او کوز به ځمکه په تا باندې ستا د شرمونکو اعمالو له کبله نفرت وايي.
راشه نور د افغانانو په ژړا، ویر، اسویلیو او مظلومو وینو زړه و سوزوه او د دې خاورې وګړو ته د نفرت، مرګ، وژنې او ځانمرګو بریدونو پر ځای د رحم، عاطفې، مینې او ورورګلوۍ سبب شه. کوم ذبیح الله مجاهد او کوم یوسف احمدي چې ستا د مرګونو حملو خبرونه ورکوي، دوی درواغ وايي او اصلا په دې نامه څوک وجود نه لري بلکي یوازې ستاسو د تیرویستنې لپاره آی ایس آی خپل کسان ګومارلي او له نا معلوم ځای څخه په افغان ولس باندې ستا د دوزخي بریدونو خبرونه خپروي او مسوولیت یې د طالب په نامه ډلو ته منسوبوي. که زما خبرې حقیقت و نه لري نو د طالبانو په نامه دغه ویندویان خو دې یوه ورځ په میډیا کې ځانونه ښکاره کړي چې د دوی حقیقي څیرې څه شی دی؟ نو اصلا په دې نامه څوک نشته او هغه ډله چې مرکزیت و نه لري، سیاسي فعالیت یې څرګند نه وي، د نفرت او انزجار څخه ډک اعمال سر ته رسوي او موخې یې معلومې نه وي، هیڅکله به په سیاسي چارو واکمن نه شي نور نو خوښه ستا خپله.
راشی په دې ساړه ژمي افغانان مه بې کوره کوی او مه امریکایانو ته بانه په لاس ورکوی چې زموږ په خلکو بمبارۍ وکړي. په دې پوه شه چې افغانان د هرې خوا څخه چې مري د هلاکت سبب یې تاسو یاست او بس.