د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه ولسي جرگه چې پرځان يې ملت اونړيوال وخندول

حبيب الله غمخور 18.02.2011 02:13

هغه پارلمان چي مشر نشي ټاکلاي نودملت مشری به څنگه وکړي؟

ښه ئي ويلې :
سنگ اول چون نهدمعمار کج
تابه ثرياميرود ديوارکج

ددې پارلمان  لومړۍ خښته  په درغليو اودملت دغوښتني اوگټوپرخلاف اېښودل سوې ده. ‌کله چي له درغليونه ډکې ټاکنې پاي ته ورسېدې ،يوناما،امريکا سفارت اويوشمېربهرنيو هيوادوسفيرانواوښاغلي کرزی صاحب دهمدې پارلمان لپاره ټاکنې  چي ديوه افغان لپاره نه شفافي اونه هم دمنلو وړ وې دموکراتيکي اوشفافي اعلان کړې  .
البته زه هغه پاته راغلي کانديدان نه يادوم اونه دهغوي استازيتوب کوم زماموخه يوازي د عاموخلکو خبره اودهغوي له گټونه دفاع ده .
دتيرو ټاکنوددرغليو،رشوت اوزروڅخه استفاده،له يوه صندوق نه بل ته  درايو انتقال اونوروهغوناخوالوچي نوم نه ورته پيداکېږي پر داستانوکم ترکمه لس پنځسوه ورقيز کتابونه ليکل کيږي . مگر بياه مځيني ورته شفاف اودموکراتيک انتخابات وايي  .
داڅومياشتي کيږي چي افغان قلموال دهمدي نانندريواودرغليوپه هکله ليکنې کوي ،خودعقل اومنطقو غوږونه کاڼه اوسترگې ړندې دي .
ترنظرخاوندانواوروڼ اندوتر زياتو فشارواودپاته راغلو کانديدانولاريونو ،ان چي تر ارگ پوري ورسېدل اوهلته دشپې پاته سول ،کرزی صاحب  دېته مجبورکړ چي  له يوې خواقانوني اوشمالي ټلوالي ته دهغوي تر گوت څنډنو وروسته  دپارلمان دکارپرانيستلووعده ورکړي،اودبلې خوائي هغوي ته داهم  وويل ،گوری دادي په ارگ راننوتل مجبوريم يوڅه وکړم .اوهغه ئي داوکړه چي گويادټاکنوددرغليواوپدې هکله دشکايتونو داورېدو لپاره ئي  يوځانگړې محکمه جوړه کړه .داځانگړې محکمه ځکه جوړه سول چي بلې محکمه ددې غوټې دخلاصيدو صلاحيت نلري .
کرزی صاحب له لومړۍ ورځې پدې پوهېده چي ددغه ټاکنودپايلو منل اوهغه بريالي بلل  له هرډول اصاف اوهغه وجداني اوقانوني مسوليت چي دملت په وړاندي ئې لري ليري کاراودملت سره جفاده .
کرزی صاحب پدې هم پوهېده چي دغه پايلي به نه يوازي دملت بلکي دپاته راغلو کانديدانواودهغوي له پلويانولپاره هم دمنلو وړ نه وي،خلک به بغاوت وکړي ،لاريونونه به پيل کړي ،نړۍ وال به راباندي وخاندي .
اوکرزی صاحب پدې هم پوهېده چي دپارلمان درياست لپاره دسياف اوقانوني سيالی به پدې ملک کي  دتنظيمی سياليوترڅنگ قومی اوژبني سيالی،اختلاف اويودبل په وړاندي نفرت اوکرکه راوزېږوي.  هغه پوهېده چي دپارلمان درياست لپاره به دالوبه دومره اوږده سي  چي دميدان قهرمان به بياهم پخپله کرزی صاحب وي ،څکه خوددې شرم سره چي پارلمان رييس نشي ټاکلاي په نړيوالوسفرونومروف دي اوخپلې چکرې وهی . ملت نه پوهېږ  ي چي دادومره لوبې اونندارې جوړول ،پر افغانانو ټوله نړۍ خندول دکرزی صاحب اويارانولپاره ئي کومه گټه رسېږي او وليپردې ملت زړه نه سوځوي ؟ داټولي ډرامې  دڅه لپاره جوړوي؟
دوي وايي دادموکراسی ده ،خوداخبره دوي لېونيانوته کولاي سي ،دادموکراسي نه ده اونه ددموکراسی له څنگ سره تيره سوېده .دېته دولتي انارشي ،په دولت کي دولتونه اوپه حکومت کي حکومتونه وايي .
د افغا نستان  اونړۍ دپارلمان په تاریخ کي داسی بیلګه نه ده لیدل شوې لکه اوس چې ئې خلک ننداره کوي .ايادادشرم خبره نده چي په اتم ځل هم دپارلمان يورئېس نه ټاکل کيږي ؟ نه پوهېږم په کوموسترگوبه داښاغلي سباځانونه دملت خواخوږي استازي  اووارثين بولي .
ديوې چوکۍ  پر سردومره تودې سيالی رواني دي  چي ټوله نړۍ راباندي خاندي ،نوکه سبادانړيوال ولاړسي ،دغو وکيل صاحبانوپخپلو کړواوزورآزموينو سره ثابته کړه چي دبهرنيانو وروستۍ الوتکه به دکابل له هوايي ډگرڅخه نه وي پورته سوې چي دوب يه بياد۱۹۹۲ کال دجوزادمياشتي په دودسره ښکر په ښکر اودکابل ښاردېوالونه به بياپه وينورنگ کي .
ددې لوبويولوبغاړۍ هم دملت ،ملي افتخاراتواو افغان ولس سره مينه نلري داټول په لوي لاس ملت شرموی .
دادی نږدې يوه مياشت پوره کيږي ديوه مقام لپاره چي دپارلمان رياست دی اته ځل وکيل صاحبانوځانه کانديدکړه ،مگرپارلمان پردې بريالی نشودځان لپاره يورئيس وټاکي .
ددې خبرې معناداده  چي داډير غوړهډوکۍ دی ،دلته ډير څه پراته دي چي تر پارلمان بيرون ئي عام اوبېچاره ولس نسي ليدلاي  اوکه ئي دعقل اوقلم خاونددغه غوړ هډوکي رابرسېره کړي ،نوچارواکي اودملت په وينوزبېښولوروږدکسان به له واره داخبره وکړي چي  داسي نه  ده ،دايوتوردی چي لگوی ئې .
 اودبلې خوادغوکسانوچي  ددوی په خبره ځان دملت استازي بولي  په خپلودغوکړنواودملت دگټواوارادې خلاف سياليوئي داڅرگنده کړه چي په پارلمان کښي هم دندی دجنگسالاروترمنځ دپخواني مجاهد په نامه وېشل کيږي .داچي هغه بېچاره رښتيانۍ مجاهد دژوندله کوموکړاونوسره سراوکار لري داددوي لپاره هيڅ مهمه نده .
دجنگسالاروترمنځ  درياست پر مقام سيالي اوبزکشی ميدان داسي تودسوچي دادی يوځل بيا ښاغلی کرزی او په افغانستان کې دملګرو ملتونو سیاسي دفتر (يوناما)ورودانگل .
ديونامادفتردفبروری په ۱۶ اعلان وکړ چي  ((په دغه هېواد کې دوروستیو پرمختګونو په اړه انديښمن دی.
په کابل کې دیوناما یوه ویاند مک نوردین بي بي سي ته په دې تړاو دملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غبرګون په ډاګه کړ: یوناما او نړیواله ټولنه دهغو وروستیو پېښو په تړاو اندېښنه ښيي، چې دافغانستان دانتخاباتي او قضايي بنسټونو خپلواکي ننګوي. ))
خدايه  تر نامه دي قربان سم  ((يوبام دوې هواوي ))؟؟؟  په ميليونوافغانان وايي چي دپارلمان په ټاکنوکي درغلي سوی ،داټاکنې شفافي نه وې  اوددغو ټاکنو په پايله کي  په رسميت پېژندل سوی پارلمان زموږ دملت لپاره دمنلو وړنه دی ! ولي پدې خاطر چي ددوي نړيوال سياسي اعتبارته زيان ونه رسېږې اودخپلو هيوادو خلک وغولوي لومړۍ خوئي په منډه ئي اعلان وکړچي ډير عالي اودموکراتيک انتخابات وسول  ،ټولوته دي مبارک وي او اوس چي ددې ټاکنوددرغليوخبره راپورته کېږي دوي يوځل بيادقانوني اوعدلی ارگانودصلاحيت دازاديودتهديدترنامه لاندي دهغوپه دفاع کي خپل ږغ پورته کوي کوم چي په درغليو ئي پارلمان ته لاره موندلې ده . نړيواله ټولنه ک په رښتيا دعام ولس دگټو پلوی کوي پرېږده چي عدلی ارگانونه دامسله وڅېړي هرڅوک چي په دې نيمگړواوتش په نامه ټاکنوکي بېله ديرودرغليوتربل سيال رايي گټلي وي خيردی هغه دي په پارلمان کي پاته سي اودنوروسره دقانوني کړنه وسي . دغه ده دموکراسی اوعدالت   .
جالبه خبره ده موږ ئي گوروپه يوه هيوادکي دهغه هيوادچارواکو پر خلاف دوه درې زره نفره لاريون ته راووزي دوي چي دغه چارواکي ددوي خوښ نه وي نوتبليغ پيل کړي چي  ملت ئې په وړاندي راپورته سوی . مگر دلته په افغانستان  کي له يوې خواپه ۳۶ ميليونوافغانانوکي څلور مليونورايه نه ده کارولې اوترنيمايي زياتوکسانوته درايي ورکولوکارت نه دی رسېدلې،دلته چي په يوه ولايت غوڅ اکثريت پښتانه دي يوپښتون وکيل نه دی ټاکل سوی .زموږ خلک  ديوناماپدې ټولوکړنونه پوهېږوچي نوردچادخوشحالېدوپه خاطر دوي پر دغه ټولوواقيعتونوسترگي پټوی اوددوي ترملاتړ لاندي جمهوررئيس اوسترې محکمې ،يابل عدلی ارگان هغه پرېکړې چي ددوي خوښې نه وي اوياددوي دوستانوته  زيان رسېږي دنړيوالوداندېښنې په نامه ردوي اوله هغوسره پدې بڼه خپل مخالفت اعلانوي .
 وايي : ((یوناما او نړیواله ټولنه دهېڅ ډول هغه اقدام ملاتړ نه کوي، چې دانتخاباتي پروسې صحت چې دجنورۍ په ۲۱مه دپارلمان دپرانستو لامل شو، له ستونزو مخامخوي. که څه هم یوناما د کومه ځانګړې پيښه نه ده یاده کړې، خو ښايي مطلب به یې دځآنګړې محکمې په امر دټاکنو دکمیسیون دکابل ولایت درایو دصندقونو مهرلاک کول او له دغه هېواد څخه دټاکنو دکمیسیون درئیس فضل احمد معنوي او ځینو نورو چارواکو دممنوع الخروج مساله وي.))
ديوناماددفتردوياندله دې خبري نه په پارلمان کي ناست کسان داسي استفاده کوي چي داده نړواله ټولنه ددوي نه ملاتړ کوي .
موږ دامنو اوپدې پوره پوهېږوچي ديونامااوددوي په وينا نړيوالوته چي دغير قانوني اودرغليو ډکو ټاکنودپاي ته رسېدونه ئي ملاتړوکړی ،اوس کله دمنلو وړده چي له هغوي نه قضايي قوااوياکومه محکمه ددوي ددرغليوپوښتنه وکړي . زماله نظر پدې هکله بايد يوناما اونړيواله ټولنه چي دوي ئي يادو ی بې طرفي غوره کړې واي اويوازي ئي پردې نظارت کړی واي چي دغه ځانگړې محکمه دټاکنوپردرغليوباندي  څرنگه څېړنه کوي .داسې پاليسی به ددې سازمان اعتبارلوړ کړی واي . نړيواله ټولنه بايد دغه جنگسالاردقانون  دپلې کېدواومحکمودپرېکړوسره عادت کړي ،کنه پدې بايدپوه وي چي دجنگسالاروپه شتون کي  چي دابهرنيان ووتل داملک به وينو ولړل سي  .
سوال پيداکيږي چي بريالي نومول سوی وکيلان درئيس پر سرنه سره جوړېږي اوتردريو اونيو زيات وخت پردي تيرسوچي څوک رئېس کړي ،سياف اوکه قانوني .مگر کله چي دپارلمان  موقت ریس اعلان وکړ ځانګړې محکمې په ټاکنو کې د درغلیو په تور د دوی څه باندې ۸۰ غړي احضار کړي دي  . وکیلانودرايوپه اتفاق د دغې محکمې شتون د اساسي قانون خلاف وباله اوپرېکړه ئې وکړه  چي دامحکمه لغوه اوله  ولسمشر کرزي نه ئې غوښتنه وکړه چې جوړه شوې محکمه دې  ړنګه کړي .
په افغانستان کې دتیرو پارلماني ټاکنو دپایلو تر اعلان وروسته په ټاکنو کې ددرغلیو ادعاوې وشوي او ګڼ شمیر هغه نوماندان چي وايي حق موخوړل سوی  اوټول هيوادوال وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوی . په همدې تړاوحامد کرزي دسترې محکمې په غوښتنه دټاکنیزو درغلیو دارزونو اوڅېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړه،خو سربېره پردې چي دهمدې محکمې پرېکړې ته انتظاروايستل سي  پارلمان پرانیستل شو. دادی تر پرانستلو وروسته سمدواره دوي  دهمدې ځانګړې محکمې دلغوه کېدوغوښتنه کوي ،چي په حقيقت کي دقانون  له پلې کېدونه تېښته ده .
سوال دادی چې دلته ولي ددوي ترمنځ اختلاف پيدانسو؟؟؟ خداي مکړه چي ټولو په درغليو پارلمان ته لارموندلې نه وي ؟ ځکه خودهمدې محکمې دله منځه وړلو لپاره ټولوپه يوه اوازرايه ورکړه .زه اوس پردي خبري نه کوم چي ښاغلي کرزی صاحب ددې محکمې دجوړېدوپه فرمان کي دقانون پر مادوتکيه کول اودهمدې دولت يوبل ارگان بياددې محکمې جوړېدل غير قانوني بولي . کله چي دپارلمان رئيس وټاکل سواودپارلمان ټولي  تشکلياتي ستونزي حل سوې اميدواريوچي ددولت له مشرتابه نه داپوښتنه  پدې بڼه چي ستاسو پرېکړه ومني اوتاسوله بلاخلاص  کړي  نه بلکي دې سوال ته جواب ووايي چي دکوم قانون پر بنياد ئي جوړه کړې اودکوم قانون پر بنياد ئي پارلمان غير قانوني بولي ؟
درنولوستونکو!
تاسو خپله قضاوت وکړی،کله چي په کومه مسله کښي ددوي گټې په خطرکي وي بياټول  په يوه خوله دي ،خوکله چي  ئې په اختلاف اوسيالی کښي گټه وي بيایې نوقران خوړلئ که سره يو شي .
همدا نن بيادتيري ورځې پشان خبر خپورسوچي ولسي جرګې د خپل کار له پيل راهيسې تر اوسه ونه ځانګړی کمېسيون هم تر دې مهاله کومې پرېکړې او پايلې ته نه دی رسېدلی .
ويل کيږي دغه  کمېسيون هم يوه بله اته کسيزه جرګګۍ جوړه کړې چې د ولسي جرګې له نورو نوماندانو سره خبرې اترې وکړي او د ولسي جرګې کړکېچ ته سياسي حل لاره ومومي چې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ وي .
د ولسي جرګې  نه داسي خبرونه تر غوږوکيږي چي د جرګې د رييس د ټاکنې له امله د رامنځته شوې ستونزې دغوڅولو په موخه ځينو وکيلانودهغه جملې قانوني اوسياف  له ولسمشر کرزي سره کتلي دي  .
دتاسف ځاي دادی چي کله خبره خرابه سي اوبوي ئي ټولې نړۍ ته ورسېږي بيانودادنجات لاس په خپل لاس جوړسوی ناتاراوناورين ته وراوږدسي ،ترڅونړيوالي ټولنې مشرتابه څرگنده کړي چي بېله ماداوړۍ نه شړۍ کيږي .
داسي معلومېږي چي دمصلحت اوسياسي حل خبره يوازي ددونفرو (سياف اوقانوني ) ترمنځ  مطرح ده .ددې لوبي اساسي لوبغاړي اوداي بيله دوي نه بل څوک اکثريت نسي ترلاسه کولاي  دهمدو دغو دونفرودسياليوپايله ده . دادتعجب وړخبره نده چي کله په پارلمان کي دگېرچارانوشمير ډير سي اوکله سپيني رايي کارول کيږي  .
دپارلمان  کاري لايحه کښي  تغير راوستل ځانته ځانگړي شرطونه لکري چي ديوهغونه ددايمی رئيس شتون دی .اودبلې خواولي هره ورځ دکوم زورواک په خوشه دپارلمان دندوپه قانون  اويانوروقوانينوکښي تغير راسي ؟
ليکنه پدې کو رانغاړم چي دسياسي ملحت پايله به بېله قانوني اوسياف  نه بل چاته گټوره تمامه نسي .داچي ددغه مصلحت پايلي به څه وي ؟ راتونکې به ئي روښانه کړي دومره ويلاي سشم چي دارگ په گوگړ بل سوی اورپر دېگدان باندي به يوازي ددې ولس ددښمنانودېگۍ پوخ سي اوبس . ومن الله التوفيق