د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ختیځ خپرندویه ټولنې دوه نوې کتابونه خپاره کړل

اکرام الله اکرام 17.02.2011 17:51

د واده پرسبا ناول چاپ شو .

د افغانستان د پیاوړې ناول لیکونکې عارفې عمر لور نوې ناول ( د واده پرسبا ) په ننګرهار کې د سپین غر کلتوري یون له خوا د چاپ په ګاڼه ښکلی شو .

دغه ناول چې شاوخوا سل مخونه لري نوې نوې بازار ته راغلې دی .

لدې وړاندې هم د عارفې عمر دوه نور ناولونه ( ستومانه تیښته ، ماته سیپۍ ) چاپ شوی او د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي وه .

د واده پرسبا د افغانانو د روان ژوند یوه ژوندۍ بیلګه ده .

په ودونو کې بې ځایه دودونه او رواجونه او ترڅنګ یې د بدل د واده ستونزی د دغه ناول منځ پانګه جوړوی .

ددغه ناول ژبه ساده ، روانه او د لوستونکو په ژبه لیکل شوی دی .

مونږ عافې عمر لور ته ددغه ناول له امله مبارکي وایو .

ددغه ناول چاپ چارې په ننګرهار کې ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځې له خوا ترسره شوی دی .

تاسې درانه دغه کتاب په ننګرهار کې د ختیځ کتاب پلورنځی څخه په وړ بیه ترلاسه کولای شي .

د زړه درد : د ځوان او نوښتګر شاعر نقیب احمد اتل د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چې په اویا مخونو کې په ښکلي ډیزاین او ښه صحافت چاپ شوی دی .

پدغه شعري ټولګه غزلی ، نظمونه او ټپیزې یو ځای شوی دی .

نقیب احمد اتل د ننګرهار په ځوانو شاعرانو کې هغه نوم دی چې هیڅوک یې له لوړ استعداده سترګې نه شي پټولای .

ښاغلی اتل نه یواځې دا چې شاعر دی بلکې تر څنګ یې یو تکړه ژورنالست او لیکوال دې چې د خپلې ټولنې دردونه او کړاونه یې هر وخت د چارواکو تر غوږونو رسولي دي .

مونږ د اتل ددغه شعري ټولګې چاپ د پښتو شعر د پداینې لپاره یو ګام بولو او شاعر ته یې د اوږد عمر غوښتنه کوو .



د حضرت محمد ص د نبوت په اړه د تورات او انجیل وړاندوینې : دا د اسلام د ستر داعي ارواښاد احمد دیدات د یوې وینا پښتو ژباړه ده چې ځوان لیکوال انجینر راحت ګل زیارمل په روانه او ساده پښتو ژباړلی دی .

پدې کتاب کې د احمد دیدات د هغه وینا پښتو متن راخیستل شوی چې نوموړی په کې دده او د یو عیسوي عالم ترمنځ د مناظرې کیسه کړې.

احمد دیدات په ډیرې زیرکۍ سره له تورات او انجیل څخه هغه وړاندوینې راخلې چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد ص د نبوت زیري په کې راغلي دي او د عیسوي پادرې مخ ته یې ږدې د رسول ص د نبوت حقانیت ته یې رابولي .

ددې کتاب په لوستلو به خبر شئ چې څرنګه عیسویان او یهودان غواړې پر هغه حقایقو پرده واچوي چې ددوی په خپلو کتابونو کې د محمد ص د نبوت په اړه د حقانیت په اړه راغلي دي‌.

ختیځ خپرندویه ټولنې دا کتاب داسې مهال خپور کړې چې اوس مهال ( ناموس رسالت ) د نړۍ په کچه یوه مسله ګرځیدلې او د ډنمارک له کارتونیستانو او ژورنالستانو نیولې ان د اسلامي هیواد پاکستان د پنجاب ایالت ت روزیر سلمان تاثیر او شیري رحمان پورې یا خو توهین رسالت کوي او ددغه چارې حمایت کوي .

مونږ د کتاب ژباړن انجینر راحت ګل زیارمل ته د اوږد او سوکاله ژوند هیله کوو او هغه ته د دغسې نورو ګټورو اسلامي کتابونو د ژباړې او لیکلو وړاندیز کوو