د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قربان دسترګو لاندې اشاره وکړه بیا ځه

سلطان احمدزی 15.02.2011 18:48

په منډه نه ختمیږي د بې یاره ژوند سفر
د وصل دیاد سیوري ته دمه وکړه بیا ځه
ممکن بیرته ژوندي شي خاورې شوي امیدونه
دسپي رقیب د قتل اجازه وکړه بیا ځه
اشنا که ژوند مې غواړې نو بیا چیرته رانه ځې
زما د زړه د تاب خو اندازه وکړه بیا ځه
ملګري راته وايي غزل لیکه مستقل
د بل د لاسنیوي ځنې توبه وکړه بیا ځه
سلطانه په هر څه کې تربګني نه وي پکار
له یار سره د روغې فیصله وکړه بیا ځه