د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرزا غالب اوطنز

پوهنمل محمود نظری 15.02.2011 18:46

سید سردار وویل: قبلې او کعبې ډیر زحمت دي ویسته، زه خپل بوټونه په پښه کولی شم
میرزا په خندا ورته وویل: وروره ! ما ستاد بوټو د ښوولو لپاره شمعدانی نه ده راوړې مګر په دی پار مې راوړه چې زما بوټونه په پښو نه کړې.
***
په روژه کې میرزا غالب په دهلی کې د قاسم جان په میلمستون کې ناست او خمار یې کوی
له «میرته» څخه د هغه شاګرد «مفتی شیفته »دهلي ته دهغه لیدو ته راغی میرزا يي ولید چې
د روژې په مبارکه میاشت کې خمار کوي
مفتی شیفته ورته وویل : میرزا صاحب ما اوریدلي دي چې په روژه کې شیطان بندي کیږي
غالب ځواب ورکړ :مفتي صاحب تا سهي اوریدلي دي هلته چې شیطان بندی شوی دی هغه دغه خونه ده.
***
کله چې میرزا د انګریزانو له بنده خلاص شو نو دتور میا صاحب کور ته ورغی هغه د بهادر شاه ظفر د مرشید زوی اود شیخ فخرالدین چشتی زوی و
یو سړی میرزا ته دمبارکی لپاره راغی او له میرزا څخه يې وپوښتل :
له کومي بندي خانې څخه خلاص شوی؟
میرزا ځواب ورکړ :
لومړی د سپینو به قید کې وم اوس د تور و په قید کي یم

***
کله چې انګریزانو میرزا بندي خانې ته بوت، «کرنیل براون» د هغه د وضعی په لیدو ځینې وپوښتل:
ښه نو مسلمان يې؟
میرزا ورته وویل: نیم مسلمان
کرنل وپوښتل : مطلب دی څه دی ؟!
میرزا ویل: جناب شراب څښم خو د خینزیر غوښه نه خورم
***
د رام پور نواب کلب علی خان د انګریز دګورنر لیدو ته «بریلی» ته تی ،میرزا اسد الله غالب له هغه سره و. نواب د تګ په وخت میرزا ته وویل:
میرزا صاحب د خدای په امان په خدای دي سپارم!
میرزا یې په ځواب کې سمدلاسه وویل:
حضرت د خدای زه تاته وسپارلم او سر چپه ته ما په هغه سپارې
***

میرزا په خمار کي ډیرې پیسې یووړي په هغه يې پر یو خره یو بیرل شراب کورته راوړل ښځې یې په حیراني او شکایت له هغه وپوښتل:
په کور کې د خوړولو لپاره شی نشته تا شراب راوړل؟
میرزا په خوشالي ځواب ورکړ : خدای د روزی د رسولو ضمانت کړی دی مګر د شرابو يې نه دی کړی!

هغه په دی لاندی غزل کې د روزګار څخه سر ټکوی اوهجو وایي


هى چه ميگويم اگر اين اسـت وضع روزگار
دفـتر اشـعار باب سـوختن خواهـد شـدن
كاش سـنجيدى كه بهـر قـتـل معـنى يك قـلم
جلوهء كلك و رقم، دار و رسـن خواهـد شـدن
چشـم كور آيينه دعـوى به كف خواهـد گرفـت
دسـت شـل مشـاطهء زلف سـخن خواهـد شـدن
زاغ راغ اندر هواى نغمه بال و پـر زنان
همنواى پـرده سـنجان چمن خواهـد شـدن

هي څه ووایم که وضع د روزګار وي داسي
د شاعرانو دیوانونه به ټو له وسوځي
کاشکی پوه شی چې د قلم د مانا دقتل لپاره
دقلم او لیکلو جلوه به لکه دار اورسۍ شی
ړوند به د دعوی هینداره په لاس کې ونیسی
ګوډ لاس به د شعر زلفو ته سینګار ورکوي
کارغان به په هوای کې غږلی وايي
لکه بلبلان همنوا به د چمن شي

هغه دځان په مدح کې وايي:

دبيرم، شاعرم، رندم، نديمم، شيوه ها دارم
گــرفتـم رحـم بـر فـريـاد و افغـانم نمى آيـد
دبیریم، شاعریم، رندیم، ندیم یم او اسلوب لرم
په فریاد رحم کوم نو چیغې نه را وځي