د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عربي دیکتاتوریو د زوال بهیر دویمه برخه

ګل آغا احمدي وردګ 14.02.2011 19:11

د حسن مبارک لنډه پيژندنه:
محمد حسني مبارک د ۱۹۲۸ میلادي کال د مې په څلورمه نېټه د مصر په یوه غریب میشته سیمه کې پیدا شوی چې کفرالمصلیحه نومیږي او د المنوفیه په ولایت پورې اړه لري چې د قاهرې شمال د دلتا سیمه بلل کیږي. د لومړنیو زده کړو تر مرحلې وروسته د لوړو زده کړو لپاره د مصر حربي اکاډیمۍ ته شامل شو چې له همدې اکاډیمۍ څخه یې په پوځي برخه کې په ۱۹۴۸ کال لیسانس واخیست او په ۱۹۵۰ کې د هوایي ځواک د څانګې څخه هم د فراغت بریالیتوب تر لاسه او د یوه پياوړي پيلوټ په څیره کې را څرګند شو. د حسني مبارک د لوړو زده کړو بله مرحله د پخواني شوروي اتحاد د فرونز په نظامي اکاډیمۍ کې بشپړه شوه او د ۱۹۶۷ په نومبر کې د مصر د پوځي ځواکونو د مشرتابه له خوا د هوايي ځواک د مدیر په دنده و ګومارل شو. همدارنګه حسني مبارک په ۱۹۷۲ کې د دې هیواد مرستیال دفاع وزیر، د هوايي ځواکونو قوماندان او لوی درستیز په توګه و ټاکل شو. ښاغلي مبارک د مصر د حکومتي حلقاتو او ولس په منځکې هغه مهال د ښه شهرت او اتلولۍ خاوند شو چې د ۱۹۷۳ د اکتوبر د ۶ نېټې په جګړه کې پر اسراییلو باندې د برید د جوړونکې ډلې غړی شو او د دې هیواد د ځواکونو له لوري د مصر د سینا د کانال په اشغال شوې برخه کې د یرغلګرو سره د بریالۍ جګړې په ترځ کې پياوړی رول ادا او مصري ځواکونو د سینا ټاپو بیرته و نیو، تر سویس کانال ور تیر او یرغلګر یې شاتګ ته مجبور کړل چې دغې پیښې ته (یوم کیپور) هم ویل کیږي. محمد حسن مبارک د مصر د پخواني ولسمشر انور السادات له خوا په ۱۹۷۵ کې د خپل مرستیال په توګه تعین او په ۱۹۸۱ کې د سادات له وژل کیدو څخه وروسته د همدې کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه یې د مصر د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم اجرا کړل.

حسني مبارک ډیر ژر د مصر په سیاسي حلقاتو کې د پياوړي دریځ خاوند او په دې و توانیده چې په مصري ټولنه کې یو مطلق العنان، مستبد او په عسکري، استخباراتي او پولیسي ځواک ولاړ نظام رامنځته او د اخوان المسلمین د پياوړي ګوند په شمول خپل هر ډول مخالفین په ډیره بې بې رحمۍ سره و ځپي. نوموړي همدارنګه په ۱۹۷۹ کې له اسراییلو سره د مصر د پخواني ولسمشر انور السادات او د اسراییلو د صدراعظم مناخیم بیګن تر منځ د کمپ ډیویډ د سولې د تړون په لاسلیک کولو کې لویه ونډه درلوده، د نوموړي تړون کلک ملاتړی وو او د خپل واک په ټوله موده کې هم دغه تړون ته وفادار پاتې شو. همدارنګه نوموړي د خپل واک په موده کې په دې هکله یې د مصري پرګنو، عربي ټولنې، اسلامي هیوادونو او هر ډول مخالفو اړخونو په غبرګون باندې غوږونه کاڼه او له اسراییلو سره یې دیپلوماتیکو اړیکو ته دوام ورکړ.

حسني مبارک د ۱۹۸۷، ۱۹۹۳ او ۱۹۹۹ کلونو په ټولپوښتنو کې د هیواد د ولسمشر په توګه پاتې شوی او هیڅ ډول سیاسي مخالفینو ته یې په واک کې د ګډون ونډه نه ده ورکړې او د هغوی مشورې یې بابیزه ګڼلې دي. حسني مبارک په ۲۰۰۵ کې د مصر په اساسي قانون کې ځینې بدلونونه رامنځته کړل چې په دې وسیله یې د نورو ګوندونو کاندیدانو ته هم د سیاسي سیالیو دروازه پرانیستل شوه، په ښکاره به یې نمایشي ټولټاکنې کولې خو په پټه به یې له ملاتړو ګوندونو سره د سازشونو لاره نیوله.

په حسني مبارک باندي ۶ ځله مرګونې حملې شوې چې له ټولو څخه روغ وتلی خو په دې حملو کې تر ټولو کې سخته یې په ۱۹۹۵ کال په حسني مبارک هغه مهال و شوه چې نوموړی د افریقايي هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د ایتوپيا مرکز ادیسه بابا ته تللی وو او له حملې هم روغ رمټ ووت.
حسني مبارک د خپلې واکمنۍ پر مهال د مصر د لوی اسلامي سیاسي ګوند اخوان المسلمین پلویان په بې رحمه توګه ځپلي او هڅه یې کړې وه چې د دوی د هر ډول سیاسي فعالیت او پرمختګ مخه و نیسي. همدارنګه دغه ډله یې په ټولټاکنو کې له بریالیتوب سره سره نه ده پرې ایښې چې په آزاده توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي بلکي د خپلې واکمنۍ په زیاته موده کې یې نوموړې ډله غیر قانوني اعلان کړې وه.

د حسني مبارک میرمن سوزان نومیږي چې تر لا دې مهاله د انګلستان تابعیت لري او د قاهرې د امریکايي پوهتنون څخه فارغه شوې او پلار یې ویلز نومیږي چې یو انګریز دی. مبارک همدارنګه دوه زامن لري چې علا مبارک او جمال مبارک نومیږي، د نوموړي مشر زوی علا مبارک ۴۹ کاله عمر لري، د سیاسي چارو څخه لرې پاتې شوی او د مصر د لویو سوداګرو له ډلې څخه دی. کشر زوی یې جمال مبارک ۴۷ کلن دی چې د خپل پلار سره یو ځای په سیاسي چارو لګیا وو او مخکې داسې اټکل کیده چې د حسني مبارک د واکمنۍ وروسته به ښاغلی جمال مبارک د مصر د واکمن په توګه را وړاندې کیږي خو بخت ورسره یاري و نه کړه او د ولس د غضب د څپو له امله د نوموړي دغه هیله تر سره نه شوه.

محمد حسني مبارک بالآخره د ۲۰۱۱ کال د فبروي په ۱۱ نېټه هغه مهال واک پریښودلو ته اړ شو چې پر واک باندې د پاتې کیدو هر ډول حربه یې نوره له کاره لویدلې وه او د نوموړي په مقابل کې له تونس څخه په الهام اخیستنې د مصري ولس د مخالفت غږ اوچت او د قاهرې په التحریر ډګر کې د سختو مظاهرو لړۍ آتلسمې ورځې ته داخله شوه. په همدې توګه د مصر پخواني ولسمشر حسني مبارک د دې هیواد واک یوې پنځه کسیزې عسکري شورا ته تسلیم او خپله استعفی یې مرستیال عمر سلیمان په وسیله د مصر د ملي تلویزیون له لارې اعلان کړه.