د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درې کاله وړاندې يو ښه ګام

سمسور نيازى 13.02.2011 14:06

له نن څخه درې کاله وړاندې د ليندۍ اووه ويشتمه نېټه وه چې له يو شمېر ملګرو سره يو ځاى د لغمان ولايت عزيز خان کڅ ته د استاد ګل پاچا الفت دېرشمې تلينغونډې ته چې لغماني  شاعرانو  او د دغه ولايت ژورناليستانو ټولنې جوړه کړې وه، لاړم. د الفت صاحب مزار ته مخامخ د الفت لېسې انګړ د غونډې لپاره جوړ شوى و. غونډې ته له کابل او پېښوره ګڼ شمېر مېلمانه راغلي ول. د غونډې لومړۍ برخه د استاد الفت پر اثارو د خبرو کولو لپاره او دويمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه.

له غونډې وروسته لغمان فرهنګي بهير او د افغانستان د ژورناليستانو خپلواکې ټولنې د وخت والي محمد ګلاب منګل ته د ښو فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو ترسره کولو تر څنګ په نوې عصري بڼه د استاد الفت د مزار جوړولو په بدل کې د سروزرو مډالونه پر غاړه واچول. خداى شته هغه مهال مې  د دواړو ټولنو په نوم د دې کار په اړه په زړه کې کرکه راپيدا شوه چې ښاغلي منګل ته يې ولې د حسن خان ګرديزي په نوم مډالونه ورکړل. لږ وخت لا نه و تېر شوى چې محمد ګلاب منګل له سرخکانو تر مهترلامه غځېدلى يوويشت کيلو متره سړک پوخ او په ټول لغمان کې يې د بيارغونې پروژو جال خپور کړ.

د منګل د واکمنۍ پر مهال په مهترلام ښار کې د سراج کلا بڼ ورغول شو، د مېلمنو لپاره يې هلته يو دوه پوړيز مېلمستون جوړ کړ، د الينګار، اليشنګ او کابل پر سيندونو يې پاخه او کيبلي پلونه تېر کړل، له سرخکانو تر عزيز خان کڅه پورې يې دوه ښارګوټي پرانيستل، تر ټولو ښه دا چې د منګل د ولايت پر مهال د لرګيو قاچاق بند او په ځنګلونو وهلو بنديز ولګېد.

نوموړي به تل درنه پښتني لونګۍ پر سر د يوه درانه کليوال مشر په بڼه به يې تر دولت شاه، نورلام درې، ساو کلمان، ګونه پال، مېل درې او سنګر نيازيو پورې د اوږده واټن سفرونه کول او د خلکو له ستونزو به يې ځان خبروه.

سره له دې چې دولتي رئيسان يې هغه (کهنه پيخ مامورين) ول، منګل په خپلو پرېکړو کې قاطعيت درلود، بيکاره او کمزوري رئيسان او ولسوالان له دندو ګوښه کړل او پر ځاى يې کارپوه رئيسان راوستل، د ګلاب منګل د راتلو ورځې ډېرې ترخې وې او له راتګ څو ورځې وړاندې يې د لغمان پېژندل شوى قومندان عصمت الله محبت وژل شوى و.

نوموړى چې له آره د پکتيا د لجې منګل اوسېدونکى او په قوم هم منګل و، د قانون حاکميت يې د پښتنې دوديزو جرګو په مټ رامنځته کولو يې ټول ولايت يې ارام او خلک يې قانع کړل.

د منګل د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې په مهترلام ښار هم د بابا صيب له دښتې او گلارامه توغندي راتلل، نوموړي نه يوازې دا چې سيمه ي ارامه کړه، مرستندويان يې رغنيزو پروژو ته وهڅول. فرهنګي غونډو او مشاعرو جوړولو ته ډېر لېوال و، ژورناليستان او فرهنګيان يې ډېر خوښېدل، تر دې چې د ښځينه فرهنګيانو او ژورناليستانو ټولنه يې رامنځته او مسلکي سيمنارونه يې ورته جوړ کړل.

نارامه هلمند زموږ د هېواد هغه ويرلړلې او غمځپلې سيمه وه چې د نوم په اورېدو به يې  د سړي غوني ځيږه کېدل، د وژنو د ډګر او په نړيواله مافيايي د نشه يي توکو مارکېټ کې يې لومړۍ درجه نوم ګټلى و.

اوس چې کله له کوم ټلويزيون د هلمند خبر وګورم، په خپله هغه رخه پښېمانه شم چې درې کاله وړاندې مې په ګلاب منګل د سرو زرو مډال نه لورېده. څو ورځې وړاندې په کابل کې راته يوه هلمندي شاعر ملګري کيسه کوله چې والي ګلاب منګل ورسره په ټولو ادبي هلو ځلو کې بشپړه برخه اخلي، ملګري زياته کړه چې منګل ژورناليستانو ته ښې کاري اسانتياوې برابرې کړي، امنيت يې ټينګ کړى، سلګونه رغنيزې پروژې يې پلي کړي دي او ددغه ولايت ټولې فرهنګي کړۍ يې په يوه جرګه ګۍ کې راټولې کړي دي. دوه کاله خو يې سر پر سر هېوادشموله پسرلنۍ مشاعرې جوړې کړې.

زه له ګلاب منګل صاحب څخه په بښنې په ولسمشر کرزي غږ کووم چې ستا په اداره کې که دوه کسه هم د ولس په نبض پوه د خبرو، کار او جرګو سړي ي، نو لومړنۍ به يې ښاغلى ګلاب منګل وي.؛

په هلمنديانو غږ کوم چې په نعمت ناشکري مه کوئ، که خداى مه کړه ګلاب منګل در څخه بل ځاى ته بدل شو، بيا به يې په قدر پوه شئ. راځئ ګلاب منګل د دولت د مخالف په کنډه مه تلئ،له هغو قومونو څخه يې زده کړئ چې خپل کاغذي اتلان پر نورو څنګه مني؟