د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عربي دیکتاتوریو د زوال بهیر لومړۍ برخه

ګل آغا احمدي وردګ 13.02.2011 12:30

د ۱۳۸۹ د سلواغې ۲۳ د قاهرې سهار بیل رنګ ځانته غوره کړی وو او د دې هیواد میلیونونه خلک او ځوانان له ګڼو هیلو څخه په ډکو زړونو فکر کوي چې دوی بریالي شوي او د دې هیواد د تاریخ یوه لوی دیکتاتور او ۸۳ کلن حسني مبارک ته یې ماته ورکړه چې ۳۰ کاله یې په مطلق العنان ډول په دې هیواد حکمراني کړې ده. خو دا یو پيل دی او نږدې راتلونکی به ورته ځواب ووایي چې آیا رښتیا هم د مصر د مظاهراتو غورځنګ چې مهم مشران یې د اخوان المسلمین ډله او د نړیوالې اتومي ادارې پخوانی مشر ښاغلی محمد البرادعي دي بریالي شوي؟ معلومه نه ده چې آیا دغه بریا به داسې یو جنجالي راتلونکی له ځان سره و لري چې مصریان به د حسني مبارک په آرامه دوره پسې آرمان کوي او که به رښتیا هم د دې هیواد د خلکو او هیلو سره سم سیاسي بدلونونه او یوه ریښتنې دیموکراسي رامنځته او دغه هیواد به په یوه سم لوري و خوځیږي؟

د مصر د تاریخي مظاهرو بڼه د ۱۳۸۹ د سلواغې په ۲۲ چې د ۲۰۱۱ د فبروې د ۱۱ نیټې سره سمون لري د ورځې په پای کې هغه مهال بدله او د ګڼو مصریانو د خوښۍ په نڅاوو واوښته چې کله د مصر ۸۲ کلن ولسمشر محمد حسني مبارک د جمهوري ریاست د چوکۍ څخه لاس په سر، د چارو واګې یې د دې هیواد پنځه کسیزې اعلی پوځي شورا ته انتقال او خپله استعفی یې د دې هیواد د ملي تلویزیون له لارې د مرستیال ولسمشر ښاغلي عمر سلیمان په وسیله اعلان کړه. له دې اعلان څخه څو ساعته مخکې پخوانی ولسمشر حسني مبارک د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای د سرې بحیرې پر غاړه د سینا په ټاپو وزمه کې د مصر تفریحي ښار شرم الشیخ ته د دوو هیلیکوپټرو په وسیله له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه و لیږدول شو.

په مصر، اردن، یمن، الجزایر، عمان او د عربي نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هغه مهال د عامو وګړو له لوري د مظاهرو ګړندی غورځنګ پیل شو چې د ۲۰۱۱ د جنورۍ په ۱۴ نېټه د تونس جمهور رییس ښاغلی زین العابدین بن علي په نوموړي هیواد کې د یو لړ سختو او عمومي مظاهرو په ترځ کې له واکه رانسکور او د ۲۰۱۱ د جنورۍ په ۱۵ نېټه سعودي عربستان ته له خپلې کورنۍ سره یو ځای و تښتید. له هماغه نیټې څخه وروسته نه یوازې د عربي نړۍ بلکي د ایران، منځنۍ آسیا او پاکستان په شمول د دریمې نړۍ د یو شمیر هیوادونو مشران د چین او روسیې په شمول په لړزه راغلي او په خپلو هیوادونو کې یې د ورته مظاهرو او د خلکو د عمومي پاڅون د خطر احساس یې کړی دی له همدې کبله ځینو مشرانو خو مخکې له مخکې په خپلو حکومتونو کې د یو لړ اصلاحاتو د رامنځته کولو پروګرامونه اعلان کړي دي. باید وویل شي چې زیاتره هیوادونه د تونس په څیر د اداري فساد، بیکارۍ او مفسدو چارواکو څخه تر پوزې راغلي او په خپلو هیوادونو کې د نظام د بدلون لپاره شیبې شمیري.

د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د تونس پخوانی ولسمشر ۷۴ کلن زین العابدین بن علي په ۱۹۵۶ کې له فرانسوي استعمار څخه د تونس د آزادۍ راهیسې د نوموړي هیواد دویم ولسمشر وو چې ۲۳ کلنه واکمني یې کړې او د ۲۰۱۱ د جنورۍ په ۱۴ نیټه د خپل ولس د قهرجنو مظاهرو په ترځ کې له واکه لرې او سعودي عربستان ته په تېښته مجبور شو.

مصر دویم هیواد دی چې له تونس څخه وروسته د دې هیواد په ګڼ میشتو ښارونو کې ۱۸ ورځنۍ پراخې مظاهرې وشوې او په داسې حالاتو کې د نوموړي هیواد هستوګن وګړي د مظاهره چیانو له صفونو سره یو ځای شول چې د دې هیواد دیکتاتور نظام له لوري حتی د ۵ کسانو سیاسي غونډه هم منع اعلان شوې وه. کله چې د مصر واکمن پوه شول چې د مظاهره چیانو په مقابل کې د زور زیاتي کلتور نور له کاره لویدلی دی او ظلم نه شي کولای چې د پخوا په څیر د خلکو د قهر د سیلاب مخه و نیسي نو په واک کې د پاتې کیدو د یوې حربې په توګه یې په تدریجي توګه له واک څخه د لاس اخیستلو اشارې ښکاره کړې. په لومړي سر کې حسني مبارک خپل حکومت ړنګ کړ، ځان ته یې مرستیال تعین او نوی حکومت یې جوړ کړ. همدارنګه نوموړي اعلان وکړ چې نور له واکه ستړی شوی او د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په میاشت کې به نه حسني مبارک پخپله او نه هم د ده زوی جمال مبارک د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره کاندید وي او په سپمتبر کې به واک متنخب مشرتوب ته لیږدوي خو تر دې نیټې پورې به هرو مرو په واک کې پاتې کیږي. په دویم ګام کې یې اعلان وکړ چې د مصر د واکمن ګوند اجراییه کمیټې چې مشري یې د حسني مبارک زوی کوله له خپلو دندو څخه لاس په سر شوه او خپله استعفی یې اعلان کړه. په دریم ګام کې یې اعلان وکړ چې دی به ولسمشر وي خو خپل واکونه به په تدریجي توګه خپل مرستیال عمر سیلمان ته تفویض کوي. سره له دې چې د مصر ظالم پولیس یې له واټونو څخه لرې کړل خو د خلکو د ویرولو، د خلکو له لوري د حسني مبارک د ملاتړ د تظاهر او په واک کې د جمهور رییس د پاتې کیدو په موخه حسني مبارک خپل پلویان او پولیس و هڅول چې په محلي جامو له مخالفو مظاهره چیانو سره پنجې نرمې او په دوی باندې ګزارونه وکړي چې د دې کار په نتیجه کې د قاهرې په التحریر ډګر کې خونړۍ نښتې و شوې او په سلګونو کسان مړه او ژوبل شول خو له دې سره سره مظاهره چیانو له مظاهراتو لاس په سر نه شول او خپلو سوله ایزو لاریونونو ته یې دوام ورکړ. همدارنګه چې پولیس د امنیت په راتللو کې پاتې راغلل نو حسني مبارک د هیواد د امنیت ساتلو واک د دې هیواد پوځ ته و سپاره چې له مظاهره چیانو سره یې ښه رویه کوله. د حسني مبارک د دفتر او د دې هیواد د پوځ له لوري د مختلفو بیاناتو ورکولو هم د مظاهره چیانو په هوډ کې د پام وړ بدلون را منځته نه کړ چې له خپلو غوښتنو څخه تیر شي بلکي د نظام ړنګول یې له خپلو اساسي موخو څخه ګڼل، د ورځې په تیریدو سره به یې د صفونو لړۍ پياوړې کیده او په ملي او نړیواله کچه به یې ملاتړ تر لاسه کاوه چې بالآخره د دې هیواد جمهور رییس له واک څخه د لاس اخیستلو اعلان وکړ.
پاتې برخه لري...