د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرزا غالب اوطنز

پوهنمل محمود نظری 08.02.2011 21:09

هغه په زاهدانو ملنډ وهي وايي هغوی په یو لیرې ږغ له مغزه د نظارې شوق ایستلی دی

در وجد اهل صومعه ذوق نظاره نيست
ناهيد را به زمزمه از منظر افگنم
د اهل صومعی په وجد کې د نظاری ذوق نشته
پيغله د د لیر ی په ږغ کله له منظره غورځوم
هغه پوښتي : ولي په زړه کې دی هوس نشته؟
آیا کور دی بام نه لري؟
د د یار دشونډو د غلا مچه خوند کوي مګر د ښکنځلو خوند نه لري

آيا به دلت ولولهء کسب هوا نيست
يا آنکه سرائ تو لب بام ندارد
بوسی که ربايند به مستی زلب يار
نغز است ولی لذتِ دشنام ندارد

آیا په زړه کې دی ولوله د هوس نشته
یا داچې ستا سرای لب دبام نه لري
په مستي کې دیار د شونډو غلچکي مچه
ښه ده خو د ښکنځلو لذت نه لري
هغه خپله رندي معشوقې ته داسې بیانوي
معشوقه را زناله بدانسان كنم حزين
كز لاغری ز ساعد او زيور افگنم
با ديريان ز شكوهء بيداد اهل دين
مهری ز خويشتن به دل كافر افگنم
ضعفم به كعبه مرتبهء قرب خاص داد
سجاده گستری تو و من بستر افگنم
تا باده تلخ تر شود و سينه ريش تر
بگذارم آبگينه و در ساغر افگنم
راهی ز كنج دير به مينو گشاده ام
از خم كشم پياله و در كوثر افگنم

معشوقه به له خپلو چیغو داسی کړم غمجنه
چې له ډنګري یې له مړونده زیور وغورځوم
شرابیانو ته به د دینپالو د بدو اونارواپه ویلو
خپل مهر د کافر په زړه کې وغورځوم
زما ضعف کعبې ته ورکړځانګړی قرب
ته مسله اواروه او زه بستر اوروم
چې شراب ترخه شې او سینه لا ټپي
پریږده دا اوبه په ساغر کې واچوم
لاره مې د میخانی له کونجه جنت ته خلاص کړه
له خم باسم پياله په کوثر کې یې اچوم
هغه د خپلې نامیدي په هکله وا یي
نوميدئ ما گردش ايام ندارد
روزی که سيه شد سحرُ شام ندارد
بوسم لب دلدارُ گزيدن نتوانم
نرم است دلم حوصلهء کام ندارد
زموږ نومیدی شپه او ورځ نه لري
تیاره ورځ سهار او ماښام نه لري
موچوم د یار ښونډه په غاښولی یې نشم
زړه می نری دی حوصله د ارمان نه لرم
هغه کله د هجو کولولو ته هم زړه ښه کوي د شیخ په هکله وايي
از حد گذشت شمله و دستار و ريش شيخ
حيران اين درازى يال و دميم ما

له حده وتلې د شیخ شمله او لونګۍ او ږیره
حیران دې اوږدې غاړې او بدمخ ته یو موږ

یو ورځ یو سړي ویل : خدای د شرابی دعا نه قبلوي
غالب د هغه په ځواب کې وویل:
اې دوسته !چې څوک شراب لري نو بیا دعا ته څه اړتیا لري
***