د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان مشران او تخریبي کړۍ

ګل آغا احمدي وردګ 08.02.2011 15:56

دا یو حقیقت دی چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه هغه خواخوږي افغانان چې د خپل خدای ورکړي استعداد له مخې یې په خپلو چارو کې پرمختګ حاصل کړی، د خپل ولس لپاره یې د خدمت غوره نمونې یې وړاندې کړې، هیڅکله یې د زور او غصب لاره نه ده نیولې او افغانان یې د خپلو هیلو د لاسته راوړلو په لاره کې د یوه محور په توګه پیژني او بې شمیره امیدونه ورته لري، د تخریبي کړیو له خوا د بې شمیره، بې سببه او بې توجیه تخریباتو له یوې توندې لړۍ سره مخ شوي دي. هغه څوک افغان مشران او په ټولیزه توګه پښتانه تخریبوي چې د هیواد د ورانولو یو بد تاریخ یې پرې ایښی او د خپلو ناروا هیلو د سر ته رسولو لپاره یې له هیڅ ډول یرغل، تخریبي اعمالو، هیواد ورانولو، نفاق اچولو او بهرنیو حلقاتو ته د مزدورۍ کولو څخه ډه ډه نه ده کړې. دغه ډول کړۍ خپل دوام او موجودیت یوازې د افغانستان په ورانولو کې ویني او غواړي چې خدای مه کړه تل زموږ هیوادوال په جګړو کې ښکیل وي، زموږ ولس د بې وزلۍ سره مخ وي، د ژوند د پرمختګ لاره یې ډب وي او هر ډول علمي، پوهنیزې، سیاسي او اقتصادي زیربناوې یې د ورانۍ د توپان په ګردابونو کې ګیر وي.

دغې ناولې موخې ته د رسیدو لپاره تخریبي کړیو په دې وروستیو کې د افغان مشرانو او خدمتګارو چارواکو په خلاف د بیځایه تبلیغاتو یوه تونده لړۍ پیل کړې ده چې د ۱۳۸۹ د سلواغې په ۱۳ نیټه دغه راز یوه لیکنه د ( ماندګار) په درې ژبه ورځپاڼه کې د ( آقای وردګ بالآخره چه کاره هستید؟!) تر عنوان لاندې چاپ شوې ده چې په کابل کې خپریږي او موخه یې د هیواد د پوهنې د وزیر ښاغلي فاروق وردګ تخریب دی چې یو شمیر بې منطقه، قصدي، له عقدو څخه ډک او بیځایه تورونه یې پرې لګولي دي.

تخریبي کړۍ ولې افغان لوری تخریبوي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د هر زړه سواندي افغان په اذهانو کې تاویږي او هرڅوک نوموړې پوښتنې ته د خپل لرلید له مخې د ځواب پیدا کولو په لټه کې دي. په دې لیکنه کې هم دغې مهمې پوښتنې د ځواب پیدا کولو یوه هڅه شوې ده او له تاسو قدرمنو سره په دې موخه شریکه کیږي چې د دې تخریبي کړیو له یو شمیر کړنو څخه مو خبر در کړی وي او د خپل ملي مسوولیت له مخې یې په ګډه د مخنیوي او مناسب ځواب ورکولو لپاره تابیا و نیسو او که دغه کار و نه کړو نو دغه لړۍ به په تدریجي توګه زموږ ټول مشران او د کار خلک یو پر بل پسې تخریبوي.
د تخریبي کړیو مهمې موخې په څو ټکو کې خلاصه کیدای شي چې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

لومړی: لکه مخکې چې لنډه یادونه و شوه دغه ډول کړۍ خپل موجودیت یوازې او یوازې د افغانستان په ورانولو کې ویني ځکه چې د هیواد د هراړخیز پرمختګ په صورت کې د دوی ماته او نشتوالی حتمی دی او موږ هیله من یو چې د افغانستان ځوریدلي خلک به د خپلو هڅو پر مټ له روانو ستونزو څخه هرو مرو خلاصون مومي او د نړۍ د بریالیو ولسونو په څیر به د یوه بریالي، هوسا، علمي، پرمختللي او سرلوړي ولس په څیر د پرمختګ په زرینه لاره کې خپل موجودیت یقیني کوي او د جهل له تورتم څخه به د علم د رڼاوو په لوري د وړانګو د جشن نمانځنه کوي.

دویم: د افغان مشرانو تخریب په افغانستان کې د بهرنیو او په ځانګړې توګه د ځینو ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې هغه لړۍ ده چې د دوی د ګومارل شوو په وسیله د عمل په ډګر کې پلې کیږي او له کوم منطقي سبب او توجیه پرته د افغانستان بریالي شخصیتونه تر برید لاندې راولي او په دې وسیله کوښښ کوي چې د بریالیو حقیقي افغان چارواکو په باب شکونه را پیدا او له ولس سره یې د فاصلې د رامنځته کولو کوښښ وکړي.

دریم: دغه ډول تخریبي کړۍ فکر کوي چې په دې هیواد کې د تل لپاره یوازې د زور، غصب او یرغمل تور کلتور حاکم وي او یوازې دوی دي چې کولای شي د ناروا وسایلو له لارې به د همیش لپاره د دې تاریخي هیواد په مادي او معنوي زیرمو خيټه اچوي. دغه راز کړۍ په افغانستان کې د قانون د عملي کیدو خلاف دي او د پوهنې د پراختیا په څیر د هر هغه پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي چې زموږ ټولنه د قانونمندۍ په لوري بیايي او د بریالیتوب منزل ته یې رسوي.

څلورم: دغه ډول کړۍ د خپل ناولي نیت له مخې د نورو بریالیتوب په خپلو سترګو کې د اغزي پر بڼه ویني او په چارو کې د ریښتنیو افغان چارواکو هیڅ ډول بریالیتوب ورته د زغملو وړ نه ښکاري. له همدې کبله د هغوی په وړاندې د ناروا، بې توجیه او بې علته تورونو او تهمتونو لړۍ ته مخه کوي.

پنځم: دغه ډول کړۍ فکر کوي چې نور نو د افغان ویاړلي ولس واک یوازې د دوی په لاس کې دی او له دوی پرته باید هیڅ داسې شخص، بنسټ او جریان په افغانستان کې موجودیت و نه لري چې دوی یې د خپلو موخو د عملي کولو په لاره کې د خنډ په توګه و ګوري نو له همدې کبله د هر مثبت عمل، بریالي شخص، مثبت بدلون او د افغان ولس د ریښتینو خادمانو په وړاندې د حساسیت څرګندونه کوي.

شپږم: تخریبي کړۍ ځکه خپل فعالیت په دې ورځو کې ګړندی کړی دی چې د ټولو افغانانو تر منځ د سولې هڅې پيل شوې او په دې بهیر کې هغه شخصیتونه تر زیات ګوزار لاندې نیول کیږي چې د سولې د هڅو په لاره کې په فعالانه توګه کار کوي. دغه کړۍ په هیڅ شکل نه غواړي چې د افغانانو تر منځ سوله رامنځته شي بلکي غواړي چې زموږ د هیواد یوه لویه برخه د دوی په آند د تل لپاره د هر اړخیزې بیوزلۍ په توپان کې لدې هم خوار او زار پاتې شي.

افغانان په ټولیزه توګه د خپل ملي رسالت له مخې دنده لري چې د دې ډول تخریبي کړیو، اعمالو او تبلیغاتو په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي بلکي د خپل قلم په وسیله ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. موږ هیله من یو چې افغانان به د خپل روښانه راتلونکي لپاره لاسونه سره ورکړي او د خپلو روا موخو د عملي کولو په لاره کې د بریالیتوب سترو پوړیو ته هرو مرو رسیږي.