لولۍ دنیا
05.02.2011 12:26بیا یې خواږه خواږه یادونه په ما لوبې کوي
بیا یې خندا ده چې زما په ژړا لوبې کوي
بیا مې ریښې ریښې لمنه له اغزو ډکه ده
بیا د خزان سیلۍ د ګل په خندا لوبې کوي
بیا مې ځلېږي د بڼو په سر لړزانده ستوري
بیا مې د تورې شپې قسمت، په رڼا لوبې کوي
مغل کاته یې هیروي رانه انګریز وختونه
خوشحال غیرت مې د شملې په رپا لوبې کوي
خمونه تش، ساقي خمار، زه دعمرونو تږی
بدل محال دی صراحي په صهبا لوبې کوي
کله دما، کله دتا، کله د بل غیږه کې
لولۍ دنیا ده، هم په ما هم په تا لوبې کوي
د زړه ټوټې ټوټې ښیښه مې د آشنا په لاس کې
لکه ماشوم یې د شغلو په ځلا لوبې کوي
هغه چې وژني مې په مړي مې هم هغه ژاړي
شهیده ساه مې د قاتل په ژړا لوبې کوي
ګلبویه زلفې یې خورې ورې د باد په اوږو
لکه قصې د مینتوب چې په چا لوبې کوي
نه مې ماضي په شغلو پټ نه مستقبل په ستورو
پرون ایرې، نن مې لوګی په صبا لوبې کوي
آلمان ۶ مارچ ۱۹۹۴
شاعر: صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود