د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

صیف الله صیف 04.02.2011 11:26

چـې تر غاړه شــــــــــو یو بل ته زه او ټال
لاروي شـــــــــو، ورک منزل ته زه او ټال
چې محفـل دې د سپین مخ شو مونږ ته کفر
درنه لاړو ای زړګیه و ځنګل ته زه او ټال
مونږه کـــــــــــله بیا فرصت دومره موندلی
چې یو ځلې نظر وکړو بل کاکل ته زه او ټال
د ظـــــــــالمو رقیبانو دي لښکرې هرې خوا
بې وسي ده درتلی نشو ستا درشل ته زه او ټال

صیف الله صیف
سویډن