د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانانو پاڅئ او پاکستان ته درس ورکړئ

حبيب الله غمخور 04.02.2011 02:00

افغانان بايدپاڅي او پاکستاني چاروکي پدې پوه کړي چي (( نهه منه )) اوړه يوه پتيره کيږي!

(دايوقندهاری اصطلاح ده .)

نن دفبروري پر دريمه  دډله ايزورسنيو له لاري خپورسوچي د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکو  په وينا د پاکستان جنګي الوتکو په دې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو او همداراز د خلکو پر کورونو بمباري وکړه .

پرون دفبروري دوهمه  په خوست ولایت کې د افغانستان د سرحدي پولیسو د څلورم کنډک قومندان جنرال المرګل منګل  هم ډله ايزورسنيوته ویلې وه  چې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو پریو بل ډزې کړي خو د ده په وینا ډزې د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوې .ده وویل:« تر غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې وې، چې پاکستاني پوځیانو دشمالي  وزیرستان څخه زموږ د ګوربز ولسوالۍ لور ته د پولیسو پر پوستو د درنو او سپکو وسلو ډزې پیل کړې.اوزموږ ځواکونو ځوابي ډزې پرې وکړې.»

دبلې خوامي همدا نن دفبروري پر دريمه دتاند ويب پاڼي پر تندی يوبل حيرانوونکی اوزورونکی تر سترگوسو  چي ښاغلی بشیر احمد بلور, دعوامي نشنل ګوند یو چارواکی سخت دریځي هڅوي چې په افغانستان کې وجنګېږي .

چي د پېښور په بډه بېره سيمه كې بمي چاودنې نهه تنه و وژل او څه كم شل تنه يې ټپيان كړل ،دخيبرپښتونخوا ايالت مشر وزير بشيراحمد بلور تر دې چاودنې وروسته له خبريالانو سره په خبروكې دا حمله غندلې او ويلي يې دي چي كه طالبان جهاد كول غواړي اودښمنی ئي له امريکاسره ده، نود امريكا او ناټو ځواكونه خو په افغانستان كې دي نو افغانستان ته دي لاړ سي او له ناټو ځواكونو سره دي هلته وجنګېږي ،زموږ بچيان ولې وژني، دا ډېر ظلم او زياتى دى چي زموږ بېګناه خلك وژل كېږي، دا خو نه امريكايان دي، نه كافران دي، ټول مسلمانان دي او پښتانه دي، زه نه پوهېږم چي د داسې بېګناه خلكو له وژلو څخه د دوى مقصد څه دى؟

موږ له ټولوغمځپلوکورنيوسره ځانونه درښتيانی پښتنو اوافغانانوپه توگه پدې لوي غم  کي شريک بولو اوددوي پر وژونکو لعنت وايو.

ولي متاسفانه مجبوريم ددغه خپل دوست نه چي دپاکستاني چارواکوگټې ساتي پوښتنه وکړم ايا؟ دلته په افغانستان کي  ټول كافران دي؟دلته ستاسوپه اصطلاح مسلمانان او پښتانه  نه اوسېږی ؟ايادغه افغانان ،لوي او واه نارينه اوښځې چي دلته وژل کېږي بېګناه خلك  نه دی ؟ ولي دپاسکتان له استخباراتو اوزردادري صاحب نه پوښتن ه نه کوی چي داانسان وژنه دڅه لپاره ؟

موږ نه پوهېږوچي دغه سپين سترگی پنجاپيان  اوپدې حکومت کي ددوي پلويان پدي نه پوهېږي چي ددوي لخوارانيول سوی کسان دافغانانواستازيتوب نسي کولاي . دوي هرڅه دجاسوسی اونوکرۍ په تلۀ  کې تلي اوفکر کوي چي څودگوتوپه شمېر ناخلفه افغانان ددوي نوکران سول گوياټول ملت ددوي نوکردی . پداسي حال کي چي له نېکه مرغه په دې ترازوتللې ونډه تل اوله تاريخونو راپدې خواکمه ختلې ده . دوي  په افغان دولت کي دخپلو دوستانوپر گډون ډيرحساب کاوه  خواوس چي له دغه حساب سره دهندوستان نوم څوک واخلی دوي وارخطاسي .

پاکستاني چارواکي پدې پوهېږي چي افغانان څوک دي اوهيله مند يم چي  تاريخ ئي ځينې هيرسوی نه وي. اوکه ترېنه هيرسوئ وي نوښه خبره داده چې دزردارري صاحب  په شمول ټول ئي يوځل بيا ولوي ترڅوداورته څرگنده شي چي دوي دچاسره سروکاراوگاونډيتوب لري .داچي کله ناکله  پر بې وطنو اوبې عزتوبرابرسي نودوي داسي فکرکوي چي ټول افغانان همداډول دی ،چي دوي ئې د خپل دغه نوکر اوبې غيرته په څېره کي ويني .

متاسفانه زموږ په ملک کښي  دايران اوپاکستان کلتوري اواستخباراتي لومي دومر غځول سوی دي چي يوعادي ليکوال  هم بايد خپلې هرې جملې ته متوجه وي .ترڅو دهغه له کومې جملې نه دوي دځان په گټه استفاده ونسي کړاي . اوکنه ،نوحقيقت دادۍ چي داوطن دهغو نوميالوټاټوبۍ دی  کوم  چي پردی ئې له  دچنگېز د ترپنجاپيانو داسي ځغلولې چي بيائي شاته نه دي کتلي .

پر ډوډۍ خولوناست وم چي دشمشادپه نامه تلويزيون نه مي داخبر واوريده چي دننگرهارپرگوشتې ولسوالۍ باندي پاکستاني تورلېنگيانو ځمکنۍ اوهوايي بريد کړی  اوامنيتي مسول ئې وايي :((زموږ پر خاوره باندي دپاکستاني ثقيله وسلواو هوايي الوتکوپه وسيله تېری سوی ،زه به مرکزاوخپل مشرتابه ته خبر ورکړم وبه گورم چي دولت څه کوي؟. . . )) که رښتيا ووايم ددې خبرپه اورېدوسره مي پر ډوډۍ دسرورېښتان جگ جگ ودرې

ودرېدل ل اوله ځان سره مي په غمگينه خندا وويل دوي څه کوي ؟ښاغلی کرزی وايي چي  ((دازماوروردی لکه احمدي نژاد!)) دکرزی  دپاکستاني ،ايراني اونورو ورڼو دلاس وهنواوظالمانه مداخلوله لاسه داملت دا پنځه دېرش کاله په اورکي سوځو.کرزی صاحب په هندوستان کي چکرې وهی، خوملک په اورکي سوځي ،دولتی بې ثباتي اوج ته رسېدلې ،ياپه بله اوعلمی اصطلاح عينی قانونی دولتی سيستم اصلأ وجودنلري . دولتي انارشی اودبهرنيانوتر چطرلاندي ځان واکي خپلو ورستيوپړاونوته رسېږي .نه دپارلمان دمشرتابه ستونزه حل سوې اونه هم دايران سره داحمدي نژاد دولتي اداروسره دافغان دښمنه پروتوکول مسله! يوڅومدارايان ئي دلته په کابل کي پري ايښی اوهغوي دمختلفو ډله ايزورسنيوله لاري په مختلفونومواوبهانودده په صفت نه مړېږي . اوکه يوڅوک پوښتنه ورځنې وکړي چي دافغانستان  په تاريخ کي له (( ارگ نه تر کارته سه)) پورې کوم پاچا اوياجمهوررئيس په څرخی الوتکه کي يوې غونډی تللی وو؟سترگې کښته واچوي او وايي  : ((والله امنيتي ستونزي دي .)) په ډيره سپين سترگی دادولت يوائيتلافي دولت بولي پداسي حال کي که دايتلاف په معناداښاغلي پوسي نودلته ایتلاف درک نلري .پرون مخالف وه نن ئي مقام اوياپه بله اصطلاح ((حقالسقوط )) ورکړ اودکاليوسره دخلکوپه سترگوورننوزي .اوجالبه داچي دغه ډاراوستونزي له امريکانه بولي، گويا دوي له امريکايانونه بېرېږي چي کرزی صاحب  ته تاکوم تاوان ونه رسېږي اوياداټولي ناخوالي دامريکا،کاناډا،جاپان اواروپايي هيوادوپر غاړه اچوی .اوکه پوښتنه ځنې وسې چي دالس کاله عام ولس ددي لپاره  دخداي ورکړي ژوندنه محرومېږي چي کرزی صاحب  پرحاکميت پاته سي،نه پوهېږم چي دا ښاغلی به څه جواب ولري ؟ ځکه امريکاتل دکرزی سره ددوستۍ اوکرزی صاحب ددوي سره ددوستۍ خبري کوي . همدا شېبه چي ليکنه کوم يوڅونفره دشمشاد په تلويزيون کي ناست دی ،يوله هغونه ددولتي فسادنه شتون څخه دفاع ځکه کوي چي بي استحقاقه مقام ورکړه سوی دي .يونالسوتۍ اوښاغلی کرزی ،بهرني خو پرېږېده دامني چي دولت په دولتی فسادکي غرق دی خودابېچاره ددي لپاره چي دمهاجرت له خيرات نه خلاص وي وايي دلته دولتي فساد نسته ،که سته يوڅوک دې سندښکاره کړي .دغه ښاغلي داچي په ټولودولتي اداروکي رشوت قانوني بڼه لري ،داچي دبل هيواد اتباعو دي اوهلته وزيردی اوياداچي هيڅ ئي نه درلوده اوس دهرڅه خاوند دی نه پوهېږم چي دولتي فسادنورلکۍ لري اوکه ښکر ؟؟؟؟

حقيقت دادی چي داټول ولس يوازي  دپاکستاني ،ايرانی اونوروبهرنيوهيوادوداجنټانوله لاسه په هرنامه چي ئي تاسوبولئ غروته  نه دی ختلی .بلکي دکرزی صاحب اړوندانواودهغه تر حمايي لاندي کسانوداچي په ټوله سپين سترگی ددې ټولولمر غوندي روښانه خيانتونواوملي درغليونه سترگي پټوي اوبېکفايته ځيره خواره ئي واک ته رسولي دابېچاره ولس  ئې دې ته اړيستۍ دی چي غروته وخېژي ،تر څوعزت ئي خوندی سي .

راسی چي په شمالي اوجنوبی ټلوالوياجنسالارو اوپه هرکورکي وسلولرلوخلک ونه ډاروواونه هم دانساني عاطفې اوشرافت خلاف دخائنينونه دفاع وکړو.که يوڅوک په رښتيا ځان افغان بولي اودافغانيت پر احساس سياسي سوداگري نه کوي بايد ولس ته داجرآت اوملی پوهه ورکړي چي دخپل روا،ملي  او انساني حق نه دفاع وکړی .کنه  ((همدا آش اوهمدا کاسه.))که سباه بياپاکستاني اوياايراونی لاسپوڅي واک ته رسېږي نوداپرواک  پاته اوسنی مبلغين  چي کورونه ئي دلته دی اودېخواته به رامنډه کړی حق نلري ووايي چي  داملک تباه سو،ځکه داملک ددوي له لاسه دخرابۍ اوسوځېدوپه لورهمدا اوس درومي اودوي ئي دخپلو جېبودډکولوپه موخه ننداره کوي .

دادچالپاره اودکوم وجدان لپاره دمنلو وړده چي له پاکستان ،ايران اونوروبهرنيوهيوادو راغلي  اړوندان په لوړودولتي څوکيوکي  چړ چې کوي اوملت به په وينو کي لمبېږي .دشرم خبره خولادابله هم ده چي تيرکال ترسلو زيات  د ملي او انقلابي مختاړو اوورستاړو پسوندولرونکی حزبونه جوړسول اوپه عدلې وزارت کي راجستر سول خودافغان ولس دښېرازی لپاره يوه هم په رشتياسره عملی گام اوچت نکړ ،ښه سول چي دعدلې وزارت ئي پر سياسي سوداگری بنديز ولگاوه . تراوسه لاهم دايوه سياسي ،مذهبی سوداگري ده چي پردې ملت روانه ده ،ځکه خو افغانستان تونس اومصرنه دی، په دې اميد چي داملت دتونسيانو،يمنيانو اومصريانو جوگه سي خداي تعالی دې پردې ملت ورحمېږي .ومن الله التوفيق