د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخرو کراسي

محمود نظري 02.02.2011 19:41

خوب نه وینم عالمه دلوټمارانو دی نصرت
تر پښو لاندې کیږي د ولسونو بشارت
زورمټي د هر کار کولو لري اجازت
کازي نه لري واک که څه وي یو په طهارت
مشره ! ددې کړو مانا څه ده سهي
ته نه وینې چې راغلې ده دیموکراسي !!

خوب نه وینم عالمه نظام دی بې واک
یوه ډله لیون حاله ده دلته لري واک
عدالت دی تر ټولو ډنګر او باړ واک
هر مجرم د قانون سره دی بې باک
مشره ! ددې کړو مانا څه ده سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده دیموکراسي

خوب نه وینم عالمه سړیخور ه شوی بزرګان
ټول واکداران شوی د بډو ښکاریان
آزاد او آباد ګرځي محترم مجرمان
د رډ سترګو مقام شوی دننه پارلمان
مشره ! ددې کړو مانا څه ده سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده دیموکراسي !!

خوب نه وینم عالمه هر کام ږغوي خپله غیچکه
غل غدود ازاد شوی چې هر چیري وکړي شوکه
ټول کامونه پارول کیږي د یو بل په کرکه
له دې څخه نه جوړیږي نوره بله سپکه
مشره ! ددې کړو مانا څه ده سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده دیموکراسي !!

خوب نه وینم عالمه هر کلپ لری لوی مقام
هر پلار مور ازاره لري یو مستقل زمام
هر خیټور دی د یو داړی ځانګړی امام
د پردو له توخ توخه شوی ټول ولس زکام
مشره ! ددې کړو مانا څه ده سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده دیموکراسي !!


خوب نه وینم عالمه په شورا کې ده بزکشي
کوي بې قانوني ، بې ادبي او سرزوري
کله کله په کښې وي بوټونه اوبوتلونه جنګي
ږیریور دي مګر کړه یې دي د خالپوڅي کوشني
مشره ! ددې کړو مانا څه ده سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده دیموکراسي !!


خوب نه وینم مشره دملت په مال یې ډیر سخي
په جرت دی سر ګرولی دی د پړانګ ،ببر اوزمري

ستا د مخه دی حیا وی اوهم ډیره معافي
له دیموکراسي څخه تا جوړه کړه دخروکراسي
ولس ستا کراسي ته وایي د خرو کراسي
مګر ته او خدای ګوره داسې وي دیموکراسي!؟