د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصر د پاڅون د سترګو ليدلی حال

الهام یاسیني 02.02.2011 19:33

افغان ژورناليست الهام الحق ياسيني د مصر له پلازمينې قاهرې څخه د مصر د خلکو د پاڅون په اړه د سترګو ليدلی حال د ټول افغان لوستونکو ته وړاندې کوي.

د فروري دويمه:

په مصر کې د لاریونکوونکو تر منځ نښتې پېل شوې: 

 نن چې په مصر کې د جمهور رئيس حسنې مبارک د نظام پر خلاف په لکونو لاریون کوونکو د لاریونونو نهمه ورځ ده د حسنې مبارک د ملاتړ کوونکي د ګوتو په شمار د پلازمېنې قاهرې په سړکونو کې پیدا شول او د دواړو اړخونو تر منځ نښتې پېل شوې او په لسګونو لاریونکوونکو د دواړو اړخونو څخه ټپیان شوي دي.

 د حسنې مبارک خلاف په سلګونو زره لاریونکونکي پولیس تورنوي چې د په شخصي جامو کې راویستل شوي چې سیلمي لاریون په جګړو بدل کړي، د نظام ملاتړ کوونکو لاریونکونکي په اسونو او اوښانو د قاهرې د ازادۍ میدان ته ننوتي او په د دواړو اړخونو تر منځ شخړې  پېل شوي څیړونکي وايي چې کیدای شي که حالات داسې روان وي نو زیاتې وینې به توې شيږ

 په کوم ځای کې چې اوس په پلازمېنه قاهره کې اوسیږم دقي نومیږي چې د ازادۍ د میدان څخه ۳۵۰ متره لرې دی او د ازادۍ میدان ته ترې لویه لار تللې ده، نن سهار د لومړي ځل لپاره پکې د حسنې مبارک نظام په ملاتړ ۵۲ تنه ولیدل شو خو د وادانیو د لوړو پوړونو څخه په هګیو او رومیان ویشتل کیدل.

 د لسم پوړ څخه په خپلو سترګو ګورم چې د دقي سیمې ځینې ځوانان هغه موټرې دروي د کومو لخوا چې د حسنې مبارک ملاتړ شعارونه پورته کیږي، د هغو موټرو څخه د حسنې مبارک تصوریونه شکول کیږي او خلکو ته پکې نصیحت کیږي چې سمه لار غوره کړي او اولس غلط اړخ ته ونه بولي او دا غوښتنه ترې هم کوي چې دې ملت ته نجات او ازادۍ په خاطر د مبارک د ملاتړ څخه لاس واخلي.

 د مصر پوځ چې اوس د زیاتو ښارونو د امنیت چارې په غاړه لري د دواړو اړخونو څخه غوښتي چې د نښتو لاس واخلي او زیات مضر خلک یې تر دې دمه یو څه اندازه نیولي دي خو د دواړو خواوو څخه یو بل په ډبرو ویشتل کیږي، د ازادۍ په میدان کې د حسني مبارک ملاتړ کوونکي چې په اسونو او اوښانو  راغلي و د اسونو  او اوښانو وغورځول شول او بیرته یې په شا کړل خو نښتې دوام لري.

 ځايي څېړونکي وايي چې دې نښتو ته دې ډېر ژر د پای ټکی کېښودل شي، خو د مصر پوهو خلکو د نظام خلاف لاریونکونو څخه ملاتړ اعلان کړی او په لاریونونو کې ورسره ګډون د لومړۍ ورځې څخه تر اوسه ګډون کړی ښاغلي حسنې مبارک ته په خپلو ویناوو کې په بار بار ویلي چې ښه خبره به دا وي چې له خپلې دندې دې استعفا ورکړي تر څو دا ملت سوکاله او ارامه ژوندي وکړي.

 د دې شخړو سره په مصر کې چې کوم  بهړنیان پاتې و د  نا امنیو زیات احساس کوي، زیاتو هیوادونو خپل اوسیدونکې او په مصر کې خپل زده کوونکي د مصر د ښارونو څخه ویستلي دي خو افغان محصلین چې شمېر یې د ۲۵۰ څخه اوړي تر دې په مصر کې دي، په مصر کې د افغانستان سفارت مسؤلینو د افغان محصلینو ته ډاډ ورکړی کچېرته حالات د دې څخه نور بدتر شي نو د افغانستان څخه د دوی د انتقال لپاره یو الوتکه راوغواړي.

 خو زه چې په مصر کې دا ټول روان حالات د نږدې څخه څارم هغه کورنیو ته چې د خپلو بچو سره په مصر کې اړیکې ونیسې او ټینګار پرې وکړي چې د خپلو اوسیدلو ځایونو څخه لرې لاړ نشي، ځکه ځینې افغانان د لاریونونه  ډګرونو ته د سېل لپاره ځي نو ښه خبر به دا وي چې د هر چا بچي په مصر کې زده کړې کوي ورباندې ټينګار وکړي چې د لاریونونو دګرونو ته ورنږدې نشي.

 د فروري لومړۍ نېټه: په مصر کې د یو ملیون څخه زیاتو خلکو لاریون د سترګو لیدلی حال:

 هیڅ چا داسې فکر نه کولو چې د مصر په زړه قاهره او د مصر د ولایتونو د نورو ښارونو په کوڅو کې دې پووځي ټانکونه وګرځي،  د ملیون څخه زیاتو او په ځینو ښارونو کې په لکونو مصریانو لاریون کوونکي  د جمهور رئیس حسنې مبارک او نظام  د پرزیدلو غوښتنه کوله همدارنګه د بلې خوا د ګوتو په شمار لاریون کوونکو د جمهور رئیس حسنې مبارک د پاتې کیدلو تائید غوښتنه کوله خو د خلکو لخوا له ودانیو په هګیو او رومیانو وویشتل شول.

 راځم چې د قاهرې په زړه ازادۍ میدان او  کې د ملیون څخه زیات لاریون کوونکې  او په نورو ښارونو کې په لکونه لاریون کوونکي څنګه راټول شوي و؟ څوک و؟ څه یې غوښتل؟ چا راټول کړي و؟تر کومه به لاریونونو ته دوام ورکوي؟

 په مصر کې  د جمعې د غضب د ورځې  څخه وروسته  هم د لارینونو لړۍ روانه و او په ټول مصر کې لاریون کوونکو اعلان وکړ چې د لارینونو په اتمه ورځ به د مصر په ټولو ښارونو کې په ملینونو مصریان د جمهور ریس حسنې مبارک او د هغې د نظام د چپه کولو لپاره د ښارونو په مرکزونو کې لویو میدانونه ته راووځي نو همدا و چې په ځینې ښارونو کې په لکونو خو د مصر د پلازمېنې د ازادۍ په ښار کې د یو ملیون څخه زیات لاریون کوونکې راټول شوې و.

 په دې لاریون کوونکو کې په زرګونو لاریونکوونکې د څو شپو څخه د ازادۍ په میدان کې اړولي ځینو د نامعلومې مودې لپاره د میدان غاړو او مینځ کې کیږدۍ وهلي او همدا شعارونه ورکوي چې حسني مبارک دې له دندې ګوښه شي او پر ځای دې نوې انتقالي حکومت جوړ شي، خو ښاغلي مبارک د دې سترو لاریونونه په ځواب کې دې ته چمتو شو چې په د وزیرانو په زړه کابینه کې دې ۵ وزیران بدل او معارضینو سره دې خبرو اترو ته کیښنې او په اساسي قانون کې دې دوه مادې بدلې کړي چې هر څوک وکولای شي ۶ میاشتې وروسته ځان د ولسمشرۍ ټاکنو کې نوماند کړي.

 د سهار څخه د ازادۍ میدان ته د قاهرې د ګوټ ګوټ څخه په زرګونو لاریون کوونکې ورتلل په دې لاریونکوونکو کې زیات ځوانان، ښځې ماشومان، سپین ګیرې او معلولین ګډون کړی و، د سهار ۵ بجو څخه د ماښام تر ۵ بجو پورې لاریون کوونکې ورتلل او له ځانه سره یې  اوبه، جوسونه او ډوډۍ ګانې په میدان کې د لاریون کوونکو لپاره اخستي  و، د ازادۍ میدان ته د ننوتلو مخکې لاریون کوونکو د امنیت ساتلو ډلګۍ جوړې کړې وې میدان ته د ننوتلو مخکې د هر لاریونکوونکی تالاشي کیدلو او د هوئیت پاڼه یې کتله چې له ځانه سره میدان ته غیرې قانوني وسایل داخل نه کړي.

 همدارنګه لاریونکوونکو د نظافت ساتلو دلې جوړې کړي و چې د ازادۍ میدان شا او خوا سړکونه یې پاکول، همدارنګه د میدان ځینې برخې د خوب او ارام لپاره ځانګړې شوې وې کوم لاریونکوونکې به چې ستړې شول د ارام ځای ته به تلل او د ارام وروسته به یې بیا د حسني مبارک د لرې کولو شعارونه پېل کول.

 ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د لاریونونو په اتمه ورځ لاریونکوونکې د یو ملیون څخه زیات و خو ما چې د نږدې څخه په خپلو سترګو ولیدل لاریونکوونکي تقریبا څه کم یا څه دپاسه یو ملیون و، پوښتنه دلته داده چې ایا دا لاریونکونکې تر شا څوک ولاړ دي او کنه؟

 دې پوښتنې ته خپله لاریونکونکې وايي چې د مصر ملت پاڅون کړی د ظلم او فساد په مقابل کې او هیڅ څوک مو تر شا ولاړ نه دي، په مصر مشهور ګوندونو د لسو څخه زیات نه دي د ټولو مشرانو رسنیو ته وویل چې موږ دا لاریونونه نه دې راویستلي او نه یې تر شا ولاړ یو خو د دې لاریونونو ملاتړ کوو.

 د ملیون څخه زیاتو لاریون کوونوکو یو شعار دا هم و چې د مصر خرابیدل نه غوا و او لاریونونه مو سولیز دي، د لاریونونو په لومړیو ورځو کې د جمهور رئيس حسنې مبارک ګوند چې د حزب الوطني نومیږي ودانیو ته د مصر په زیاتو ښارونو کې اورونه اچول شوي و خو د ملیون څخه زیاتو راټول شویو لاریون کوونکو د امنیت ساتلو لپاره ډلې جوړې کړي وي او د هر چا سره یې ډیره ښه رویه کوله او په خوشالۍ یې د ناسمو کارونو څخه منعه کول.

 د نظام د بدلون ملیونیزه لاریون ورځ او شپه پای ته ورسیدله خو لا تر اوسه د مصر په ښارونو کې لارینونه دوام لري او په زرګونو لاریونو کوونکي د مصر د ښارونو په لویو میدانونو کې شپې او ورځې ترسره کوي، هیڅ څوک نه پوهیږي چې څه به کیږي خو سمه او ناسمه پرېکړه د جمهور رئیس حسنې مبارک او د مصر ملت په لاس کې ده او موږ به د لرې او نږدې څخه شاهدان یو.

جنوري ۲۸: د غضب جمعه او

 د ۲۰۱۱ز کال د جنوري ۲۸ نېټه او د جمعې ورځ و چې د مصر په ټولو ښارونه کې په زرونو مصریان لاریونونو ته راووتل او د لوموړي ځل لپاره یې د جمهور رئیس حسنې مبارک د نظام پر خلاف یې شعارونه ورکول او لومړۍ غوښتنه یې دا و چې په هیواد کې فساد له منځه یوسې او فاسدین محاکمه شي خو کله چې په همدې ورځ د مصر پولیسو د ۱۵۰ لاریون کوونکو څخه زیات لاریونکونکې مړه او د ۱۰۰۰ څخه زیات ټپیان کړل د لاریون کوونکو شعارونه بدل او جمهور رئیس حسنې مبارک څخه یې وغوښتل چې هیواد پریږدې او حکومت یو انتقالي ادارې ته وسپاري.

 د لاریونو په لومړۍ ورځ( د جمعې په ورځ) لاریون کوونکو د مصر په ښارونو کې د حزب الوطني ګوند چې په هیود کې د حکومت واګي په لاس کې لري مرکزونه[دفترونه] وسوځول، همدارنګه د مصر پولیسو د لاریونکونکو په وړاندې خنډونه جوړ کړل،  د هغوی سترګو ته یې د اوښکو بهولو غازونه وشیندل، لاریون کوونکې یې په سوباړو ووهل په لاریون کوونکو ډزې وکړې خو د څو ساعتونو وروسته ټولو پولیس او امنیتي مسؤلینو خپلې دندې پرېښودلې او د مصر ګڼ ښارونه بې پولیسو شول او په زرګونو لاریون کوونکې په لکونو بدل شول او همدارنګه د مصر په حساسو ځاینو کې د امنیت واګې په لاس کې واخستل .

  د جمعې ورځ تېره شوه خو د شنبې په شپه په کلو او ښارونو کې ځینو غلو د پولیسو د نه شتون څخه ګټه پورته کړه او په ټولو ښارونو کې یې په غلاګانو پېل وکړ ګڼو سیمو کې بد امنۍ رامنځ ته شوې د دې سره سم د جوماتونو امامانو د ځوانانو څخه وغوښتل چې په خپله د خپلو کورونو ودانیو او ممتلکاتو ساتنه وکړي، همدا و چې د ځوانانو سره سم په ځینو ځاینو کې ښځو هم د لرګو او اوسپنو سره د خپلو ودانیو ساتنه پېل کړه او چا چې چور چپاو کولو د هغوی مخې یې ونیوله.

د مصر په ټولو ښارونو کې د لاریون کوونکو په وینا د ازادۍ د شهیدانو جنازې روانې وی لاریون کونکو د مصر د ګڼو ښاورنو په مرکزونو کې کیږدۍ ووهلې او په زرګونو زرګونو د قاهرې د ازادۍ په میدان( میدان التحریر) د سکندرې قائد ابراهیم مسجد، د سویس د پوځیانو په سړک، د منصورې مرکز او د سینا په غرونو کې او نورو ښارونو کې شپې سبا کړي او خپل لاریونونو ته یې دوام ورکړ.

 په همدې شپه د مصر جمهور رئیس حسنې مبارک د تلویزیون په پرده راښکاره شو او اعلان یې وکړ چې ما د خپلې کابینې( د ټولو وزیرانو) څخه وغوښتل چې خپلې استعفاګانې وړاندې کړي او پر ځای به یې نوې وزیران وټاکل شي، همدارنګه نوموړي د اولس څخه وغوښتل چې په نا امنیو کې برخه وانښلي او کومې شرعي غوښتنې لکه ځوانانو ته کارونه پیدا کول او د لوړو نرخونو کمول به هم ډېر ژر عملي شي.

 همدارنګه جمهور رئیس د لومړي ځل لپاره ۳۰ کاله وروسته د خپل ځان لپاره عمر سلیمان چې  د استخباراتو مشر و خپل لومړی وزیر وټاکه همدارنګه یې په سبا یعنې د شنبې په ورځ یې یوازې د کابینې پنځه وزیران بدل کړل او نور ټول وزیران په خپل ځای پاتې شول چې د دې سره د لاریونکوونکو غوصې لاپسې زیاتې شوې او داسې یې وانګیرله چې ښاغلی حسنې مبارک پر دوی ملنډې وهي.

 د دې سره د شبنې، یکشبتې، دوشنبې تر ورځې پورې د مصر د ټولو ولایتونو په ښارونو کې لاریونونه روان و او د سې شنبې په ورځ  لاریون کوونکو د دوه ملیونه خلکو د لاریون جوړولو اعلان وکړ، همدارنګه د لاریونکونکو غوښتنې او شعاورنه همدا ول چې جمهور رئیس حسنې مبارک دې له خپلې دندې ژر استعفا ورکړي او ژر دې حکومت انتقالي دورې او ځان محکمې ته وسپاري.