زموږپښتانه وروڼه !
31.01.2011 21:42زموږ لر پښتانه وروڼه
په ارامه ښکلئ ژوند وو
له خانده به يي خولي ډکي
هرساعت يي ډک له خوند وو
زموږکوزي خويندي ميندي
چايي پلو ليدلئ نه وو
له حياشرم نه ډکي
دعزت قدرخاوندي
دا افت پري کومه راغئ
مصيبت پري کومه راغئ
دابلاڅنګه بلاده
داراغلي له کوم خوا ده
داپه کوم لباس کي راغله
داپه کومه نامه خلک
دلته وژني ځوروي يې
خپل کورونه ورته وران کړي
له حياډکي ، خويندي ميندي
پښي ابلي وي په منډو
له دي بلا نه خلاصون غواړي
دپنا ځاي په ارمان کي
ډير په چيغو،چيغو ژاړي
دا واړه تنکي ګلان يي
دوي پسي منډي وهي شاته
په تنکونازکوپښويي
له اغزو زخمونه جوړدي
خدايه داڅنګه حالات دي
داله کومه خدايه راغلل
داپه کومه ګناه جوړشول
داد وير ماتم وختونه
دابه وي ترکومه وخته
داګناه دچا ګناه ده
چي دا جوړه کربلاده
بي ګناه بي ګناه خلک
ولي سوزي په دي اور کي
خدايه ځمکي نظام ستادئ
خدايه ته يي برابرکړه
پښتون خلاص له دغي شرکړه
دوي ټول کړه سره وروڼه
ددوي منځ کي نفاق ورک کړه
دخپل ورور درد پکي درک کړه
دا حالات وربرابر کړه
نوريي خلاص له دغي شرکړه
دانظام خوستانظام دئ
پښتانه ستامخلوقات دي
ولي سوزي په دي اورکي؟
قريب رحمن (قريب )خوست شيخ زايد پوهنتون ځوان غږراډيوڅخه