د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمیرزا غالب په شعرونو کي طنز ی توکي

پوهنمل محمود نظری 31.01.2011 19:03

غالبم اسم شعر،و نام من است
اسدالله خان مدح طراز
غالب از خاک پاک تورانیم
لاجرم در نسب فرهمندیم
ترک زادیم و در نژاد همی
به سُترگان قوم پیوندیم
فن آبای ما کشاورزی ست
مرز بان زاده ی سمرقندیم

غالب مي د شعرنوم او زمانوم دی
اسدالله خان مدح ویونکی
زه د پاکي خاورې د توران یم
نو ځکه په نسب فرهمندیم
په نژاد کې ترک زاده یم
په نیکونو دلویانو سره پيوندیم
د پلار نیکه کسب مې کرهنه وه
د سرحدی سیمو د سمر قندیم
هغه په دهلی کې د «امر بیګم» د «نواب الهی» چې شاعر او په شعر کې په معروف مشهور و له لور سره واده کړی دی
ميرزا د ریا کارو زاهدانو څخه ډیر بد راتلل هغو چې خپل بدمخونه یې د اسلام تر نقاب لاندې پټ کړي وه هغه ډیر روښانه او بې ډره هغوی غندي، که څه میرزا داخلک بې وسه ګنې مګر هغوی بې وسه نه دي .څو واري یې هغه بندي کړی دی نو میرزا له هغوی څخه د غچ اخیستلو په پار ان د هغو په مذهب تیری کوی د بیلګې په ډول هغه د اب زمزم په هکله وایي

مى به زهاد مده كه اين جوهر ناب
پيش اين قوم به شورابهء زمزم نرسد
زاهدانو ته می مه ورکوه چې دا ناب جوهر
دې کام ته هغه دزمزم تریوالی ته نه رسی
په همدی غزل کي نور هم مخي ته ځي اود زاهدانو مدعي کیږي وايي زاهد ډیر د نسب په اساس پر انسانانو فخر کوي او داسې ګڼي جنتیان دي خو میرزا يې انسانیت تر پوښتنې لاندې راولي وايي که یې نسب آدم نه وي نو د هغه تقوا او زهد بل ځای رسی ځکه د هغه دا کارونه د انسانیت څخه لري دي

خواجه فردوس به ميراث تمنا دارد
واى گر در روش نسل به آدم نرسد
خواجه په میراث تمنا د فردوس لري
وای که د نسل له لاری ادم ته ونه رسی
هغه بیابیا دا ځان ښکارکوونکی عالمان او عابدان هجو کوي یوه چټیات ویونکی او بل بیهوده غوږ نیوونکی بولې

دوشم آهنگ عشا بود كه آمد در گوش
ناله از تار ردايى كه مرا بود بدوش
تكيه بر عالم و عابد نتوان كرد كه هست
آن يكى بيهده گو،اين دگرى بيهده كوش
پرون د ماخستن اذان په وخت مي واورید ه
د چپنې د تار ناله چې ما اغوستې وه
باور په عالم او عابد کولی نشې چې دی
دیو کار چټیات وایه د بل چټيات اوریده
هغه وایي داچې په اسلام کې ۷۲ فرقې شته چې یوه يي ناجی ده نوله هغو څخه د سمې لارې پیدا کول مشکل کاردی ټول عمربه د مسلماني ربړ ګالو اخیر به دوږخ ته ځو نو کافري ښه ده اقلاً پوهیږو خوبه چې په غلطه روان يو

خوش بود فارغ ز بند كفر و ايمان زيستن
حيف كافر مردن و آوخ مسلمان زيستن
ښه دی د کفر او ایمان له بنده خلاص ژوند
افسوس کافر مړکیدل او آوخ د مسلمانی ژوند
هغه باور درلود داچې شعرونه یې دیني زورزیاتي نه لري نو دواړه مسلمانان او هندوان به په هغه وویاړي .

حرف حرفم در مذاق فتنه جا خواهد گرفت
دستگاه ناز شيخ و برهمن خواهد شدن
خبره خبره مي د فتنو د خولې خوند بد کړی
د شیخ او برهمن د ناز اسباب به شي
که څه هغه ښه پوهیږي چې دواړه هغه ردوي ځکه هیڅ یو د پارادکس شعر زغم نه لري

شادم كه بر انكارِ من شيخ و برهمن گشته جمع
كز اختلاف كفر و دين خود خاطر من گشته جمع
چې پر ضد مي شیخ او برهمن شول یو یم خوشاله
چې دخپل کفر او دین له اختلافه یې شوم زه ډاډه