د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کله؟

ډاکټر محمد فريد بزګر 28.01.2011 23:43

نن دې د سبا په تمه ورځ کړله سبا
بيا به سبا وايي چې سبا به شي سبا
تا په دې سبا سبا ټول عمر کړ سبا
کله به پښتونه په تا راشي ستا سبا؟
ټول جهان په مخه درومي ته روان په شا
ته هم لکه نورو په شان نن کړه خپل سبا
۲-۷- ۲۰۰۳ پېښور